د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دملاد لفظ څيړنه:

عبدالله رحمت
20.12.2012

دملا د لفظ څيړنه: دملا لفظ د ملأ څخه اخيستل شويدي چي په پښتو کي ډک ته وايي،اوپه عربي کي يي مثال دادي: ملا الفم(ډکه خوله)او په عامه جامعه کي دهغه چا لپاره استعماليږي چي په دنيا کي يي ځان ،خلګوته رب ورپيژندلي وي او دځانه څخه دحلال اوحرام،ددين او بي ديني او دښه اوبد فيصلي ورکوي،دمالداري باوجود، زکاتونه خوري،نور خلګ داسلام ددين څخه را ګرځوي اوخپل د خيټي څخه دين راباسي،د قران اوحديث دزده کړي اوښودني سره نفرت لري اوداسي نور.
الله فرمايي(قَالَ الْمَلأُ مِن قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ ﴿٦٠﴾الاعراف) وويل دده(نوح) دقوم ډکو( ملايانوچي ددين په نامه دمالوماتو يي ځانونه ډک بلل،دولتمند چي دمال څخه ډک وه) موږ بيشکه تاوينو دښکاره ګمراهانوڅخه. او هروخت دا ټاپي ملايان لګوي. ( وَقَالَ الْمَلِكُ إِنِّي أَرَى سَبْعَ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعَ سُنبُلاَتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ يَا أَيُّهَا الْمَلأُ أَفْتُونِي فِي رُؤْيَايَ إِن كُنتُمْ لِلرُّؤْيَا تَعْبُرُونَ ﴿٤٣﴾اليوسف)،
اوداسي ملايان په هرمذهب کي شته چي د نصاري په مذهب کي پادري،دهندوانو په مذهب کي پنډت،دشيعه ګانوپه مذهب کي ملا، اخند اوامام ورته وايي.که هم ځيني خلګ دا لفظ د ترکي ژبي مربوط بولي خو اصل څيړنه يي همداسي ده.
مګر عالم داسلام په دين خبر وي او داسلام ددين لپاره خدمتونه کوي ،نه داچي داسلام په نوم غلاوي کوي او يا خلګ کږو وږو مدهبونو او لارو ته دعوت کوي.
اوعالم هر وخت يواسلام ته بلنه کوي ،ددي نه پرته هيڅ مذهب او مسلک ته بلنه نه کوي اونه هم پر دين اجرت او مزدوري اخلي.


طیب زابلی *
20.12.2012

رحمت خانه ته هم دحذیفه غوندی ورو ورو خپله استشراقی عقیده ښکاروی بس دوهابیت او سلفیت پایله به هم داوی.
ملا لفظ که په عربی کی هره معنا لری خوزموږ په اصطلاح کی دینی عالم ته ملا ویل کیږی ایا زموږ ټول علماء همداسی دی لکه ته چی کوم تعبیرکوی؟
اوموږ دعلماؤو اتباع کوو، نوایاموږ ټول مشرکان یو؟
البته داسی ملایان به هم وی مګر خویو ټولنی ته سړی دافرادو په سترګه نه ګوری، خودومره درته وایم چی له دی بحثونو نه تیرشه کنه نو بیا به ته هم ستا دسلفو په څیر له دی فورم څخه رسوا او شرمنده وزی


pattang
20.12.2012

بې رحمته !
نور خو شف شف درته وايې زه بډه بوله !
ددروغجن دمختور وي چې په ملا يانو پسې پرو پاګنده کوې !
هو ځيني ملايان ډېر پوهيږي او ځينې کم خو دا چې ته پسې وايې دا دصليبيانو
پروپاګنده ده ! عيسوي مذهب کله دين او مذهب دی يواځې دقدرت يوه ټولنه
ده او هغوی دحضرت عيسی (ع) خبرو ته تغيرونه ور کړي دي هريو ددې
څلورو Markus , Lukas ,Johannes، Matthias دهغه وخت
دايوانګليستانو يا کشيشانوڅخه مختلفې نظريې لري چې بيبل ترې جوړ دی.
اوسنی بيبل د حضرت عيسی خبرې ندي بلکې ددوی نظريې دي ! عيسوي
مذهب مذهب ندی بلکې چاويل او له قدرته ډک عنعنات دي !
دافغانستان خوار ملايان چې خوراک به يې جواری او توروې وې درحم
وړدي اوپه حق کښې يې ظلم شوی دی٠


Re: دملاد لفظ څيړنه:


Mazharee
20.12.2012

[quote:da7650cf99="عبدالله رحمت"][color=red:da7650cf99]دملا د لفظ څيړنه: دملا لفظ د ملأ څخه اخيستل شويدي چي په پښتو کي ډک ته وايي،اوپه عربي کي يي مثال دادي: ملا الفم(ډکه خوله)او په عامه جامعه کي دهغه چا لپاره استعماليږي چي په دنيا کي يي ځان ،خلګوته رب ورپيژندلي وي او دځانه څخه دحلال اوحرام،ددين او بي ديني او دښه اوبد فيصلي ورکوي،دمالداري باوجود، زکاتونه خوري،نور خلګ داسلام ددين څخه را ګرځوي اوخپل د خيټي څخه دين راباسي،د قران اوحديث دزده کړي اوښودني سره نفرت لري اوداسي نور.[/color:da7650cf99]
الله فرمايي(قَالَ الْمَلأُ مِن قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ ﴿٦٠﴾الاعراف) [color=red:da7650cf99]وويل دده(نوح) دقوم ډکو( ملايانوچي ددين په نامه دمالوماتو يي ځانونه ډک بلل،دولتمند چي دمال څخه ډک وه) موږ بيشکه تاوينو دښکاره ګمراهانوڅخه. او هروخت دا ټاپي ملايان لګوي.[/color:da7650cf99] ( وَقَالَ الْمَلِكُ إِنِّي أَرَى سَبْعَ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعَ سُنبُلاَتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ يَا أَيُّهَا الْمَلأُ أَفْتُونِي فِي رُؤْيَايَ إِن كُنتُمْ لِلرُّؤْيَا تَعْبُرُونَ ﴿٤٣﴾اليوسف)،
[color=red:da7650cf99]اوداسي ملايان په هرمذهب کي شته چي د نصاري په مذهب کي پادري،دهندوانو په مذهب کي پنډت،دشيعه ګانوپه مذهب کي ملا، اخند اوامام ورته وايي.که هم ځيني خلګ دا لفظ د ترکي ژبي مربوط بولي خو اصل څيړنه يي همداسي ده.
مګر عالم داسلام په دين خبر وي او داسلام ددين لپاره خدمتونه کوي ،نه داچي داسلام په نوم غلاوي کوي او يا خلګ کږو وږو مدهبونو او لارو ته دعوت کوي.
اوعالم هر وخت يواسلام ته بلنه کوي ،ددي نه پرته هيڅ مذهب او مسلک ته بلنه نه کوي اونه هم پر دين اجرت او مزدوري اخلي[/color:da7650cf99].[/quote:da7650cf99]
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
رحمت خانه! دلیکنی عنوان خودی ډیر علمی ایښئ دئ، خو دلیکنی معنون دی په استثناء دآیتونو، نورټوله سوچه اوصاف درواغ دی، که یی نه منی دغه لیکنه تر پایه ولوله.
بسم الله الرحمن الرحیم
لكه څرنګه چی خدای پاک په نړی کی مختلف قومونه پیداکړیدی، داغسی یی دهر قوم لپاره خاصه ژبه معینه کړیده، چی په هغه ژبی باندی خبری کوی، او هغه یی په اصطلاح کی مورنی ژبه بلل کیږی، لکه عرب په عربی، پښتانه په پښتو، تاجیک په فارسی، اوداسی نور.....
چی الله پاک د ژبو اختلاف یوعلامه د خپل ربوبیت او وحدانیت او پوره قدرت بللی ده لکه چی په قرآن شریف کی راځی: {وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذلِكَ لآيَاتٍ لِّلْعَالَمِينَ} سوره روم 22.
ژباړه: او دعلامو څخه دده پیدا کول دآسمانونو او مځکو دی، او اختلاف ستاسو دژبو او رنګونو دئ، یقینا پدی کار کی دمخلوقاتو لپاره علامی دی.
خوسره ددی چی هره ژبه ځانته خاص اوځانګړئ نوم، او ادبیات لری، خو کله کله داسی وی، چی ځنی ژبی بعضی مشترکات هم لری پدی معنی سره چی ځنی لغات وی چی هغه په څو ژبو کی کاریږی، کله کله یی معنی هم یوه وی اوکله کله یی معنی مختلفه وی خو لفظ یی یو وی.
مثلا په انگلیسی کی پټاټیو(کچالو) ته Potato وایی چی دپښتو تلفظ سره یی ډیر کم تفاوت دئ، او یا لفظ د " کار " په پښتوکی فعل دئ، خو په انگلیسی کیCar اسم، اونوم دئ. او یا لفظ د " مور" چی په پښتو اسم دئ، او دهغه ښځی لپاره کاریږی کوم چی انسان ځنی زیږیدلئ وی اویا " موړ " هغه چاته وایی چی ډوډی یی ډیره خوړلی وی. خو همدغه ته ورته په انگلیسی کی Moor وصف دئ، او په معنی سره دډیر استعمالیږی،
اویا لفظ د " خان " چی په پښتو کی دکلی مشر او بډا ته وایی او په انگلیسی کی khan په معنی سره د"کاروان سرای" راځي.
اوپاپه فارسی کی پدر پلار ته وایی چی په انگلیسی کی عینا همدغه تلفظ دهمدغی معنی لپاره کاریږیPother او برادر چی په فارسی کی په معنی سره د ورور دئ، چی په انگلیسی کی دهمدغی معنی لپاره کاریږی Brother او یا لکه مادر چی په فارسی کی د مور په معنی سره کاریږی چی په انگلیسی که عینا دهمدغی معنی لپاره کاریږی Mother او یا لکه لفظ د " صاحب " چی په عربی کی په معنی سره دملګری راځی، خو په پښتو کی یو صیغه ده احترام ده، او ډیر وقت د محترمو خلګو دنامه سره ویل کیږی. اویا لکه " انا " چی په عربی کی ضمیر دواحد متکلم دئ، خو په پښتو کی دپلار مور اویا دمور مور ته ویل کیږی. او داسی نور.... چی هرڅو ژبی په ځینو شیانوکی سره اشتراک لری اوس تفاوت نلری که اشتراک تام یعنی په لفظ او معنی دواړو کی وی، او که اشتراک ناقص یعنی یواځی په لفظ کی وی.
نوداده هری ژبی خپل ځانته اصطلاح او کلتور دئ، هیڅوک داسی نسی ویلای چی فلانی لفظ په عربی کی داسی معنی ورکوی نوپه پښتوکی بیا ولی دهغه بلی معنی لپاره کارول شوئ دئ؟
دا په عربی ادبیاتو کی یو لوی ضرب المثل دئ، چی وایی: لامشاحة فی الإصطلاح ولامشاحة فی التسمیات.
یعنی په اصطلاحاتو او نوم ایښوولوکی کوم تنازع اوبدی نشته. خوځنی خلګ چی لږ علم ورسره وی، نو چی کله یی په نظر باندی یو لفظ مخالف دهغی معنی سره راسی چی دئ په پوهیږی،نو اعتراضونه ورباندی شروع کړی، چی دانو ولی داسی راغلئ دئ؟ خو دئ کم علمه دغه ته نه ګوری، چی داخو ژبی په ډیرو شیانو کی سره تفاوت لری، خو په ځینو شیانوکی بیا سره مشترکی دی. او بیا داسی کم بخته انسانان پدی هم خبرندی چی دهر نامه لپاره وجه دتسمیی ضروری نده، ځکه مځکی ته په عربی کی " أرض " وایی سره لدی چی وجه ده تسمیی نلری چی ولی ورته " أرض وایی؟.
چی یود داسی ناپوهو خلګو دجملی څخه هم ښاغلئ عبدالله رحمت دئ، چی نوئ ټول افغان فورم ته راغلئ دئ.
ده کم بخته یوه لیکنه کړی، په نامه د " دملا دلفظ څیړنه " په هغی لیکنه کی یی ډیر ناروا او مرداری خبری کړیدی، او داسی یی ویلی دی: [quote:da7650cf99][color=red:da7650cf99]او په عامه جامعه کي دهغه چا لپاره استعماليږي چي په دنيا کي يي ځان ،خلګوته رب ورپيژندلي وي او دځانه څخه دحلال اوحرام،ددين او بي ديني او دښه اوبد فيصلي ورکوي،دمالداري باوجود، زکاتونه خوري،نور خلګ داسلام ددين څخه را ګرځوي اوخپل د خيټي څخه دين راباسي،د قران اوحديث دزده کړي اوښودني سره نفرت لري اوداسي نور[/color:da7650cf99].[/quote:da7650cf99]
وګورئ! دادئ داسلام اصلی دښمن، او بی علمه زمونږ کوم عالم ځان داسی معرفی کړئ دئ؟ او کوم عالم دځانه څخه د تحلیل اوتحریم حکم صادر کړئ دئ؟ زمونږ کوم عالم دقرآن اواحادیثو پرضد فیصله کړیده؟. دئ کم بخته دقرآن په ساده ترجمه نه پوهیږی شروع یی په کړی دځانه څخه په قرآن کی ترجمی اوتفسیرونه کوی.
دی کم علمه ته باید ووایم: ای بی وقوفه! ته ورسه وګوره! چی د " ملا " لفظ څه معنی ورکوی؟ غوږ سه! ته خو ددی اهل نه یی چی څوک دی تاته علمی بحث وکړی ځکه ستاسو غوندی انسانانو سر په علمی بحث او باندی نه خلاصیږی او نه هم تاسو ته علمی بحث کومه مثبته فایده لری،خو زه یی دټول افغان دګرانو لوستونکو او ځینی محترمو ملګرو پخاطر درته په واضحو الفاظو بیانوم.
ملا په فتحه سره دمیم په معنی سره د ډک،ډلی،ټولئ،أخلاق،اومشرانو راځی، او په کسره سره دمیم هغه شی ته وایی چی لوښئ په ډکیږی لکه اوبه، شیدی، عسل، مستی اونور.......
او په ضمه سره، په معنی سره دناروغۍ دزکام، دباور وړسړئ، غنی.
چی همدغه خبره دعلم لغت په ډیرو کتابونو کی راغلی ده، چی زه یی په حیث دنمونی دیوکتاب دعبارت خلاصه لیکم:
المَلءُ بالفتح: مصدر مَلأتُ الإناءَ فهو مملوءٌ .
والمِلءُ بالكسر: اسم ما يأخذه الإناءُ
والمُلأ بالضم: الزُكامُ، ومُلِئَ الرجل وأمْلأهُ الله، أي أزْكَمَهُ،
وملُؤَ الرجلُ: صار مليئاً أي ثِقَةً، فهو غَنِيٌّ مَليءٌ بيِّنُ الملاءَةِ، مالأتُهُ على الأمر مُمالأَةً: ساعدته عليه وشايَعْتُهُ. وتَمالَؤوا على الأمر: اجتمعوا عليه. والمَلأَ: الجماعةُ.. والملأُ أيضاً: الخُلُقُ. يقال: ما أحسنَ مَلأَ بني فلانٍ، أي: عِشْرَتَهُم وأخلاقَهُم. والجمع أمْلاءٌ.{ الصحاح فی اللغة باختصار}.
ژباړه:" ملأ " په فتحه سره مصدر دئ، ملأت الخ... یعنی مالوښی ډک کئ نو دئ ډک دئ.
او " ملأ " چه کسره سره نوم دهغه شی دئ، چی لوښئ یی اخلی.
او " ملأ " په ضمه سره زکام ته وایی «ملئ الرجل » سړی زکام سو« أملاه الله » یعنی الله دی دئ زکام کړی.
او" ملؤالرجل" یعنی سړئ دباور وړوګرځیدئ. اودئ غنی دئ، غناء یی ښکاره ده.
او " مالأتُهُ على الأمر مُمالأَةً " یعنی ماورسره مرسته وکړه" .
او " وتَمالَؤوا على الأمر" یعنی دوی پریوکار سره راټول سوه، او " ملأ " ښو اخلاقو ته هم وایی. لکه چی په عربو کی داسی ویل کیږی : "ما أحسنَ مَلأَ بني فلانٍ" یعنی دفلانی دځامنو څونه ښه اخلاق اوژوند دئ. او جمع یی أملاء راځی.
او داغه رقم په بل کتاب کی راځی:
والمَلأُ - أيضاً - : الأشراف، وفي الحديث: أن المسلمين لمّا انصرفوا من بدر إلى المدينة استقبلهم المسلمون يُهَنِّئونهم بالفتح ويسألونهم عمّن قُتل؛ قال سلامَةُ بن سَلَمة - رضي الله عنه - : ما قَتَلْنا أحداً فيه طَعْم ما قَتَلْنا إلاّ عجائز صُلْعاً، فأعرض عنه رسول الله - صلى الله عليه وسلم - وقال: يا ابن سلَمة أولئك المَلأُ من قريش.{ العباب الزاخر اللباب الفاخر}.
ژباړه: " ملأ " په معنی سره دمشرانو خلګو هم راځی، په حدیث کی راځی: کله چی مسلمانان دغزوه څخه دبدر ومدینی منوری ته راغله، نوددوی مخته مسلمانان راووتل دوی ته یی دکامیابی مبارکی ورکوله او ددوی څخه یی پوښتنه کول چی څوک مو مړه کړل؟ سلامه بن سلمه رضی الله تعالی عنه وویل داسی څوک مو ندی وژلی چی خوندور وی بلکه یوڅولویدلی او ستومانه بوډاګان مو مړه کړه، نو رسول اکرم(ص) مخ ځنی واړوئ او ورته ویی ویل: ائ دسلمه زویه! داخو مشران خلګ وه دقریشوڅخه.
او په حدیث کی راځی: ان من الظلم مطل الغنى وإذا اتبع أحدكم على ملئ فليتبع. { مسند امام احمد حدیث 8160}
ژباړه: یقینا دجملی څخه ظلم، ځنډول د غنی دئ اوچاته چی پر غنی باندی حواله ورکړل شی نو ودی منی.
ښه رحمت خانه! لومړئ خو درته وایم : چی دا یوه اصطلاح ده چی زمونږ خلګه ودینی علماؤ ته " ملا " وایی دا په عربی او غیر عربی باندی کارنلری، او بیاکه یی درسره ومنم چی نه باید " ملا " په هغه معنی باندی وکارول شی کومه چی په عربی کی راغلی وی.نو بیاخو چی زمونږ خلګ و دینی عالم ته " ملا " وایی" هغه ځنی مشر، ثقة، با اخلاقه اومسلمان فقیه معنی اخلی. ځکه څوک چی رښتنئ عالم وی هغه کی دغه ټوله صفات وی، هم دخلګو مشروی هم خلګ ورباندی باور لری، او هم الله ورته ښه اخلاق ورکړی وی. ښه اوس زه ستا څخه پوښتنه کوم تاپه کوم دلیل دلته د " ملا " معنی یواځی حصر اوقصر په " ډک " باندی کړه او نوری معناوی دی ځنی نفی اوسلب کړی؟؟؟
بیا دی ودی کم علمی ته وګوره چی دخپل فاسد استدلال لپاره دی دقرآن په دغه دوو آیتونو باندی استدلال نیولئ دئ: قَالَ الْمَلأُ مِن قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ {٦٠الاعراف}  وَقَالَ الْمَلِكُ إِنِّي أَرَى سَبْعَ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعَ سُنبُلاَتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ يَا أَيُّهَا الْمَلأُ أَفْتُونِي فِي رُؤْيَايَ إِن كُنتُمْ لِلرُّؤْيَا تَعْبُرُونَ {٤٣يوسف}. ښه دلته د" ملأ " معنی هم هغه ده چی تاسو ذکر کړیده؟ هیڅ کله داسی نده بلکه دلته د "ملأ" معنی ده "مشران دقوم"، لکه په پورتنی حدیث کی، ځکه په دواړو آیتونو کی ټولو موجوده تفاسیرو د " ملأ " معنی په " اشراف " باندی کړیده، چی همدغه مشرانو ته وایی زه یی درته په حیث دنمونی دیوتفسیر عبارت نقل کوم : يا أيها الملأ)، يقول: يا أيها الأشراف من رجالي وأصحابي أفتوني في رؤياي)، فاعبروها،(إن كنتم للرؤيا) عَبَرَةً. { تفسیر طبری سوره یوسف آیه 43}. اوس دلته چی تا د " ملأ " معنی په ډک کړیده تا په کوم تفسیر کی لیدلی دی؟؟؟ او په کوم قانون باندی یی پدی باندی معنی کوی؟؟؟
اوبیا که یی درسره ومنم چی دلته یی معنی ډک ملایان دی، ښه نو په قرآن کی خو نور ځایونه هم د " ملأ " لفظ راغلئ دئ، هلته یی معنی په څشی باندی کوی؟ ځکه تاکم بخته خو مطلقا حکم کړئ دئ چی " ملا " یعنی ډک. مثلا
1. {لاَّ يَسَّمَّعُونَ إِلَىٰ ٱلْمَلإِ ٱلأَعْلَىٰ وَيُقْذَفُونَ مِن كُلِّ جَانِبٍ} { الصافات 32}.
ژباړه: چی شیطانان غوږ ونه نیسی و ملائکه وو ته او دوی ویشتل کیږی دهر جانبه څخه. ښه اوس ته کم عقله دلته د " ملا " څخه ډک ملایان اخلی؟؟؟ تابه هم صبا ورځ داجتهاد دعوه کړی وی؟؟؟
2. {قَالَ يأَيُّهَا الْمَلأُ أَيُّكُمْ يَأْتِينِي بِعَرْشِهَا قَبْلَ أَن يَأْتُونِي مُسْلِمِينَ} {سورة النمل 38}.
ژباړه : وویل (سلیمان علیه السلام) أی مشرانو! څوک به ماته د ددی (بلقیس ) تخت راوړی مخکی تردی چی دوی ماته غاړه ایښوونکی راسی؟.
ښه اوس دلته د " ملا " څخه ته کم علمه د ډکو ملایانو معنی اخلی؟؟؟. افسوس افسوس چی علم داسی خوار سو چی ستاغوندی ناپوهانو ته پاتی شو.

بیاهم درته وایم: رحمت خانه! داسی لیکنی تاته هیڅ ګټه نلری، نه یی څوک درسره منی، او نه هم پردی باندی څوک تاته شاه باشئ وایی: داسی کارونه عموما داسلام ددښمنانو کاروی چی په مابین کی دمسلمانانو دنفاق او نفرت تخم پاشی، مسلمانان په لایعنی باندی مصروفه کوی، ددی لپاره چی دکفارو ومقابلی ته خلاص نشی، مکوه! که په رښتیا مسلمان یی نو دنورو وړونو سره دی د یرغلګرو یهودو اونصاراوو پرضد قلمی او وسله وال جهاد شروع کړه، دکفارو پرضد وجنګیږه!لیکنی وکړه بیانونه اوتقریرونه وکړه، دمجاهدینو سره هر اړخیزه مرسته وکړه.
زه نه وایم چی ته نو دبدعتونو سره مقابله مکوه دبدعت سره مقابله هم یوقسم جهاد دئ، خوکوم شئ چی ته یی لیکی ته باور وکړه چی هسی خوشی دجاهلیت او ناپوهی څخه ډکی خبری دی ، تر اوسه چی تاسو کومی لیکنی کړی دی، هیڅ یوه لیکنه دی کوم علمی حیثیت نلری. بلکه ټول درواغ، تهمتونه، اوبهتانونه دی.


Re: دملاد لفظ څيړنه:

کامیاب
21.12.2012

[quote:398883ac03="عبدالله رحمت"]او په عامه جامعه کي دهغه چا لپاره استعماليږي چي په دنيا کي يي ځان ،خلګوته رب ورپيژندلي وي او دځانه څخه دحلال اوحرام،ددين او بي ديني او دښه اوبد فيصلي ورکوي،دمالداري باوجود، زکاتونه خوري،نور خلګ داسلام ددين څخه را ګرځوي اوخپل د خيټي څخه دين راباسي.[/quote:398883ac03]
رحمتیه! ډیر فاسد اوفاسق سړي يي، زموږ کوم عالم ځان دغسی معرفی کړیدئ؟؟؟ چی ته خبیث ورباندی تهمت وایی؟
پدی لیکنه به دی یهود اونصاری ډیر خوشحاله شویوی، ځکه کوم کارچی دوی ورباندی په ملیاردونو پیسی مصرفه وی، تئی دوی ته مفت کوی، بیاهم ځانته مسلمان وایی او ځان داسلامی ټولنی فرد بولی، لیکنه دی هیڅ داعتبار وړنده، دلیکنی څخه دی ټیټ والئ داستعداد او علمی ظرفیت له ورایه ښکاری، ځکه نه دقرآن په ترجمه پوهیږی، نه په عربی آدبیاتوکی بلدتیا لری، او نه هم په عرف اواصطلاح خبریی.
داهسی خبری ندی، مظهری صیب! خپل په لیکنی کی داټولی ثابتی کړیدی، ورسه په دقت یی وګوره!
الله دی بدبخته که وهابیه!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more