اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
اول اطاعت بیا امنیت!
مساپر
17.12.2012
ګرانو هیوادوالو اسلام علیکم،
کله کله الله (ج) زمونږ په حالاتو کې بدلون نه راولي، ځکه چې الله تعالی غواړي چې زمونږ په زړونو بدلون راولي.
[img:51f5f15f0b]http://www.s-rohi.com/images/gallery/2b93683cbd539338b9f60956d4a39473.jpg[/img:51f5f15f0b]
حقیقت چې د سولې او امنیت د برقراری یوازني لاره هم د الله تعالی د اطاعت او عبادت لاره ده.
والسلام،
Re: اول اطاعت بیا امنیت!
Mazharee
18.12.2012
[quote:1165a689fe="مساپر"]ګرانو هیوادوالو اسلام علیکم،
حقیقت چې د سولې او امنیت د برقراری یوازني لاره هم د الله تعالی د اطاعت او عبادت لاره ده.
والسلام،[/quote:1165a689fe]
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
مساپر وروره!
دخبری سره دی بیخی موافق یم، په لاندی آیت کی هم کټ مټ دغه ستاسو خبری راځی:
{وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ مِنْكُمْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذلِكَ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ}سورة النور55
ژباړه: الله وعده کړی ستاسو دهغه کسانو سره چی ایمان یی راوړئ دئ، او ښه اعمال یی کړیدی، چی دوی به په مځکه کی خلیفه ګان ګرځوی، لکه چی یی خلیفه ګان ګرځولی وه هغه خلګ چی ددوی ترمخه تیرشویدی، او ټینګوی به دوی لره ددوی هغه دین چی ورته انتخاب کړئ یی دئ، او ددوی ویره به په امن باندی بدله کړی، چی دوی ځما عبادت وکړی، ځما سره هیڅ شئ شریک ونه ګرځوی، او هرڅوک چی ددی وروسته کافر شو، نوهغوی دالله داطاعت څخه وتلی دی.
نوچی سړی دالله پاک ودی قول ته متوجه وسی { لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً}یقینی پدی ښائسته کلام کی همدغسی راغلیدی چی زه به دوی ته امنيت ورکوم، اوبیادا وروسته قول چی فرمایی: {يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً} مفسرین کرامو په تفسیر کی ددی جزء لیکلی دی: چی دغه کلام مستأنف دئ، خو په منزله سره دعلت دپاره دماقبل دئ، یعنی پدی شرط چی تاسو ځما عبادت وکړی ځما سره شریک ونه نیسئ، نوزه به تاسو ته دغه دری شیان درکوم
1. دځمکی حکومت به ستاسو پلاس درکوم.
2. ستاسو دین به ټینګوم اوخپروم.
3. تاسو ته امنیت راولم.
چی همدغه مطلب ددی آیت څخه هم معلومیږی:{وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِينَ}.سوره آل عمران 139.
ژباړه: تاسو مه سست کیږی او مه غمګینه کیږئ، تاسوبه سرلوړی یاست ترڅوچی تاسو په حقه اورښتنی مسلمانان یاست.
اللهم ارزقنااتباع نبیک صلی الله علیه وسلم والتأسی بأصحابه رضی الله تعالی عنهم.