د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په ډاکتر افریدي رسمي او غیر رسمي تورونه، او د عامه اذهانو د محکمې برائت

میرویس
17.12.2012

ګرانو لوستونکو، اسلام علیکم
کله چې د ډاکتر شکیل افریدي د بند خبره رسنیو ته را ووزي، اوله خبره چې د خلکو ‌ذهن ته ورسیږي، داده چې دغه ډاکتر د اُسامه بن لادن د اوسیدو د ځای د برالاکولو په ګناه په ۳۳ کاله بند محکوم شو
خو په دویم پړاو کې دا ټکئ سړئ ځوروي چې اُسامه خو د پاکستان په شمول د ټولې نړئ دښمن ؤ، نو پر ځای ددې چې ډاکتر شکیل افریدي ته، داُسامه په وجه سزا ورکړه شي، ولې هغه ونه نازول شو؟ خو دا خبره خلکو هیره کړیده چې ډاکتر شکیل افریدئ د اُسامه د کور د برالا کولو په ګناه په بند ندئ محکوم شوئ، بلکه هغه دیوې غیرقانوني شوې افراطي اسلامي ډلې سره د ارتباط درلودلو په تور په ۳۳ کاله بند محکوم شویدئ.
دا چې رسماً په ډاکتر افریدي د څشي له امله بند ختلئ، او دا چې عام خلک وايې چې هغه د اُسامه بن لادن د کور د رسوا کولو په الزام په په بند محکوم شوئ، دوې جلا مسئلې دي. خوحقیقت دادئ چې ډاکتر شکیل افریدئ د عامه اذهانو په محکمه کې، نه داچې بې ګناه دئ، بلکه دا معتبره محکمه ډاکتر شکیل افریدئ یو قهرمان ګڼي او قضاوت کوي چې هغه مسلمان او په تیره بیا پښتون ولس چې ډاکتر افریدي یې د خدمت په لاره کې غټه قرباني ورکړه، وجداني دنده لري چې په خلاصون کئ یې امداد وکړي.
ډاکتر افریدي، د عامه افکاروپه محکمه کې برائت هغه وخت واخیست، چې د خدمت پر عوض د غلط تور پر الزام داسې بند پرې وخوت، چې په ورته ګناه یې هیڅ سارئ ندئ لیدل شوئ


حمید هڅــاند
18.12.2012

دا شیګل شګیل بیا بیا مخې مخې ته کوې. زه خو وایم افغانستان کې ټاکنې نژدې دي، د افغانستان تابعیت ورته واخله او کاندید یې کړه،،،دلته خو بې له هغه هم خبره نامالومه ده ، که یې تابعیت نه وي هم چې پښتو خبرې کولی شي، کاندیدولی یې شې.
والله چې کمپاین کې ښې ډېرې پیسې هم دي، که چوکۍ و نه ګټي، پیسې خو به ترلاسه کړي.
بده مشوره خو به نه وي:?
درنښت


طیب زابلی *
18.12.2012

من اعان ظالما سلطه الله علیه.
چاچی دظالم کومک وکړ الله ج به دغه ظالم پرده مسلط کړی.
له شیګل سره هم عین دا معامله وشوه ځکه ده دیو لوی ظالم امریکا کومک وکړ جاسوسی یی ورته کوله او الله پاک هغه ظالم پرده مسلط کړ ځكه پاکستان چی په ده هرڅه کوی هغه دامریكی په خوښه کنه نوچی دامریکی خوښه نه وی پاکستان یی یوه ورځ هم نشی بندیکولای .
نواوس که دده دخلاصون لپاره کومک غواړی نو هغه دده له بادار امریکا څخه یی وغواړه پښتانه دا جاسوس پکار نه لری نه پښتون قام دومره بی همته ده چی دغربیانو دجاسوس دخلاصیدو هڅی وکړی.
او هڅاند صیب تاهم بده مشوره نده ورکړی ځکه ده خوهسی هم خپل وجدان دپیسو په بدل خرڅ کړی ده.


میرویس
04.01.2013

حمید هڅانده، اسلام علیکم
دا پیشنهاد خو دې په منطق برابر او د پښتنو دورورولۍ سره مطابقت لري. دا به چندان بده خبره نه وي، چې یوه پښتانه مسلمان ورورته چې زما دښمن یې وژلئ وي او زما ټول ولس یې د هغه د شر نه آزاد کړئ وي، موږ هغه ته د ګران افغانستان تابعت ورکړو
بده خو داده چې، موږ او تاسې هغو تیرورېستو عربو، ازبکو، تاجکو، چچن، قرغزاو شینجاني قاتلانو ته، چې هم یې زموږ د ولس په وینو لاسونه سره دي، او هم د اسلام د غاړې غور شودي، او زموږ پښتنو سره، د ډاکتر شکیل افریدي، برخلاف نه ژبنی اړیکي لری او نه هم د ګاونډیتوب حسنه روابط..


اتل
08.01.2013

طیب زابلئ صاحب، اسلام علیکم
تاسې او ډاکتر شکیل افریدئ، د دوو اجنبي او خارجي ډلو ددښمنۍ، اودوستي د سیالۍ په لومه کې ښکیل یاست. ډاکتر شکیل افریدي، پدې وجه د آُسامه بن لادن ځای ځایګې رسوا کړ، چې هغه اجنبي تیرورېست عرب دئ، چې د طالبانو د حکومت د لستوڼي نه یې په خارج کې په خپلو دښمنانو ډزې وکړي، او پدې ترتیب یې ګرده نړۍ د افغانستان د خلکو، په تیره بیا د پښتنو غاړې ته ورواچوله

خو تاسې بیا هغه خارجي قواوې چې د مجبوریت له مخې د القاعدې د جرړو د ایستلو دپاره زموږ ملک ته راغلې، تیری ګرې ګڼۍ. تاسې د طالبانو په ناروا، ظلم، ستم او دخارجیانو په غلامۍ سترګې پټوئ، او غواړئ چې بیا په ملک باندې د جهالت توره شپه خوره کړي، لکه مخکې چې طالبانو د شرعي قانون د جاري کول په پلمه د جاهلو خود غرضه عربو تر متروکه لاندې په خپلو پښتنو، او ټول ملک خوره کړې وه. د امنیت او مخدره موادو د له منځه وړلو نه پرته، طالبانو افغانستان د بدوي ادوارو په لور قهقرا ته روان کړئ ؤ

که طالبان بیا قدرت ته ورسیږي نو اول ظلم به پر تاسې و چلوي، لکه مخکې یې چې چا ملاتړ کړئ ؤ، او د طالبانو د حکومت مزه یې چې و څکله پښیمانه شول. تاسې دغه ظلم پرځان مه روا کوئ. د طالبانو لخوا د مسلمانانو قتل، جهاد نه بلکه جبر دئ، دا د خوارجو جنګ دئ، نه سپیڅلئ جهاد
آزمیلي، بیا مه آزمیئ
الله پاک دې موږ ټولو ته بصیرت را په برخه کړي


میرویس
11.04.2013

حمید هڅاند، طیب زابلئ او اتل صاحب، پر تاسې دریو واړو سلامونه وایم، الله مو مه خواروه
وروڼو، زما په شمول موږ څلور واړه یو هدف لرو او هغه زموږ د ملک آزادي، او د ولس د خپلې ارادې د حق حاصلول دي
سوال دادئ چې موږ خپله آزادي او آرامي پخپل وطن کې غواړو، او که د بیګانه ګانو دداعیې دپاره جنګیږو؟ آیا موږ غواړو چې اول خپل ملک هیر کړو، او د ټول اسلام دداعیې دپاره د پنځو یاغیانو سره چې د خپلو وطنونونه فرار شويدي، لاس یو کړو اود خپل ملک بقا په خطر کې واچو، او راتلونکي نسلونه د بې سوادۍ، غربت، فقر، احتیج او غلامۍ سره مخامخ کړو؟ که دا غواړو نو د القاعدې او د اُسامه نغارې به ډنګوو، او که غواړو چې پخپل ملک کې په آزادۍ، پت، عزت، د یوه مستقل ملک په حیث ددنیا د متقابل احترام په لړ کې ژوند وکړ، افغانی هویت او پاسبورت ولرو، او خپل دیني مناسک په افغاني آزاده توګه اجرا کړو، نو بیا پوهیږو، څه چې ډاکتر شکیل افریدي د پښتون قام او ټولې سیمې دپاره وکړل د قدر وړ دي. دلته د یوې ډلې تښتیدلو عربو او د ډاکتر افریدي خبره د لویې پښتونخوا او د یوه مملکت په حیث د افغانستان د بقا او ساتنې د مطرح مسئلئ یو کمکئ جز دئ.
ډاکتر افریدي د القاعدې د ښامار د سر په وهلو کې مرسته وکړه، اوس پر موږ پورې اړه لري، چې څنګه د افغانستان د دښمنانو نه ځان ته نجات ورکړو، د افرادو او یوه ملک په حیث خپل ددرویزې لاس را ټول کړو او پخپل ځان بسیا شو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more