د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ولي يو انسان په عمدي توګه ووژل شي ؟

tandar
16.12.2012

زه دهر بي ګناه انسان چه په هرمذهب او عقيده وي ځکه هر سړي په خپل قبر کي څملي اودخپلو اعمالو ځواب وايې په وحشيانه توګه دوژلو مخالف يم
ولي بي ګناه کورني نن په usa کي دخپلو ماشومانو په وير کي ناست دي ؟
امريکايان چه هره افغاني بي ګناه کورني هره ورځ په خپل ټاټوبي کي په سرووينو لړي هم انسانان دي ؟
ايا دافغانانو په وير هم دا لس کاله چاخواخوږي ښکاره کړه ؟
ځواب يې نه دي
چه کري هغه به ريبي
د cia ا و isi لاسونه زما دناپوه او بي اتفاقه ملت په وينو سره دي
..................................................
محمد حليم فدایي
د امریکا د نیوټاون په سنډي هوک لومړنۍ ښوونځۍ کې یوه ځوان، اډم لانزا، ۲۷ کسان چې ۲۰ پکې زینکان، کړاڅي او جینکۍ دي، په داسې حال کې چې په ټولګیو کې په زده کړه بوخت ول وژلي دی او په خپله یې هم (ځان د ځانمرګی یا د نورو په اصطلاح د استشهادي عمل قرباني کړ). د ځوان ددې عمل ترشاه انګېزه لا معلومه نه ده او څېړني رواني دی، اما تر ډېره برېده په پرمختللو هېوادونو کې دا ډول پېښي د رواني ستونزو له امله صورت نیسي.

دې پېښي محدود شمېر امریکايي کورنۍ د غم په ټغر کښېنولي. په رښتیا هم دا پېښه ډېره دردوونکې، زورونکې او خوشینوونکې ده. ځکه چې افغانان او په ځانګړې ډول افغان مور او پلار ددې غمېزي درد تر بل هرچا ښه حس کولای شي. زموږ هره ثانیه، دقیقه، ورځ او شپه د افغان اصیل بچیان هم د پردیو اوهم د خپلو ناپوهه او غولېدلو ټوپکوالو د مرمیو، بمونو، اختطافونو، ترور، ځانمرګیو قربانۍ کېږي. که چېري د افغان مېندو او پلرونو اوښکې او وینې محاسبه شي، نو ورڅخه سیلابونه جوړېدای شي. د ډېرو مېندو تازه شېدي په خپلو ګرمو سېنو کې وچې شويدي.

هغه څه چې ما ددغه ښوونځي د وژنو په اړه د امریکايي دولت، ولس، مدني ټولني او مطبوعاتو له خوا ولېدل دا راته په ګوته کوي چې هغوي د ملت او دولت په توګه د ځان لپاره د سیاست قبله ټاکلې ده. ددوي ټولو تمرکز په پېښه نه، بلکې د پيښي په انګېزو او عواملو وو، له دې پېښي څخه په استفادې یې د وسلو د قانون په اړه دلازمو اصلاحاتو غوښتنه کوله. ما د سي، این، این او نور رسنیزو شبکو خبرونه څارل، د ټولو په خبرونو او ریپورټونو کې د خفګان اثرات له ورایه څرګند ول. ټولو هڅه کوله چې د غم په کمولو کې له غمجنو کورنیو سره مرسته وکړي. ډاډ ورکړي، حتی تر دې پورې چي ترڅو دولت د وژل شوو کسانو نومونه په رسمي ډول څرګند نه کړي، دوي نه افشا کول او نه یې له زده کوونکو سره مرکې کولي او نه یي دولت باندې تهمت لګاوو چې ګواکۍ معلوماتو ته لاس رسی نلري. بلکې دا یې خپله یوه اخلاقي وجیبه ګڼله.

داسې هم وشول چې دغم لړلو کورنیو د ځینو خپلوانو او دوستانو لخوا د وژل شوو ماشومانو لپاره (دبودجي صندوق) جوړ شو ترڅو له دې لاري نورو ماشومانو ته د زده کړي وسایل او شرایط برابر کړي.

موږ بیا برعکس، نه له تاریخ او نه له پېښو څخه، نه داچې زده کړه نه کوو، بلکې تکرار یې غرور او غیرت بولو. همدا خبرې تکراروو او پرې عمل کوو چې موږ ۵۰۰۰ کلن تاریخ لرو، غرونه او بازان لرو، مرغان او زمریان لرو، جهاد مو کړیدی، مقاومت مو کړیدی، غزا مو کړیده، روس او انګریزمو مات کړیدی، یو نیم میلیون شهیدان مو ورکړیدی، په سلهاوو کونډي او یتیمان، معیوب او معلول مو ورکړیدي. موږ ددولت او ملت په توګه دا په مسوولانه ډول نه ده څېړلې چې له دومره لویو قربانیو سره سره ولي وروسته پاته یو؟ زموږ د قربانیو مېوه ولي نور څوک وړي؟ ولي نورو په خپل ۶۰ کلن او ۱۰۰ کلن تاریخ کې د ساینس او علم معراج ته ورسېدل او موږ لا ددین او ساینس ترمنځ واټن نه دی کم کړی؟ نورو خپل کلي او بانډې هم روښانه کړېدي، موږ لا د ښاري او کلیوال سلیقه یي واټن باندي و یاړو؟

نورو خپلې طبیعي منابع او زېرمې ختمي او د نورو لویو وچو د طبیعي زېرمو د استخراج لپاره خپل ظرفیتونه په کار اچوي او موږ ۵۰۰۰ کاله وروسته هم لا د ظرفیت له بحران سره مخ یو؟

بنسټېزه ستونزه داده چې نورو د ملت او دولت په توګه خپلې ملي ګټي تعریف کړیدي او موږ لا د قومي او حزبي ګټو په لومو کې نښتي یو. بله داچې په سیاست کې پېښې ډېري مهمې نه وي، له پېښو څخه زده کړه، د هغې پر بنیاد په نظام کې لازم سم سمکي او بلاخره دداخلي او بهرني سیاست سمت او جهت ټاکل.

انګریزان مو وشړل، روسان راغلل، هغوی مو وشړل، په داخلي جګړو کې ونښتلو. یو بل مرموز پټ تور لاس را وغزول شو، هغه ولاړ، غلی شو، بیايي سر راپورته کړ. په استاد برهان الدین رباني د سولې د سفیر تر نامه لاندې حمله وشوه، اما په عینی بڼه په اسدالله خالد هم حمله وشوه؟ دا ټولې پېښي دي چې تکرارېږي. آیا موږ د یوه ملت او دولت په توګه یوازې د همدي پېښو د تولېد لپاره پیدا یو؟

پوښتنه داده چې موږ (مخالف او حکومت) ولي له تاریخې پېښو څخه زده کړه نه کوو؟ که امریکایان د ۲۷ کورنیو د غم څخه زده کړه کوي، موږ ولي د میلیونونو کورنیو له غم څخه زده کړه نه کوو؟ امریکایانو د خپلو ملي منافعو لپاره د سیاست هدف او قبله معلومه کړېده او دهغې لپاره له ګڼو تاکتیکونو، ستراتیژیو، پالیسیو، قوانینو او تګلارو څخه ګټه پورته کوي، هغوی هم د سیاست لپاره لوری ټاکی او هم قبله، هم امام بدلوی، هم مقتدي، اما زموږ د ملت او دولت سیاست داده چې (زوړ ملا او زړې تراویح!). که هرڅومره زمانه او ناوړه پېښي تکرار شي نه مو امام او نه مو مقتدي ځان او سیاست بدل کړ، ځکه خو اوس د نړۍ د سیاست امامان نور دی،[color=red:8df015451c] موږ لکه د ګور چینجۍ په خپلو کې سره خورو! راځي لېږ یې له نورو زده کړو![/color:8df015451c]


مومند
17.12.2012

سلامونه تندر صیب
کاش ۱۰ تنه نور کسان تاسو په شان فکر کوونکی او تاسو عقیدی په شان عقیده لرونکی زمونږ په هیواد پیدا شی. داسی ښکاری چی مونږ پښتنو ته د ځانګو نه تر قبر پوری یواځی د جګړه او شهادت او قربانی زده کړی راکړل شوی دی او بس، مونږ نه ساینس او نه پرمختیا او نه په هوسا ژوند کوم دلچسپی لرو او نه هم پر زده کړو، تعلیم او ښه راتلونکی، یواځی په جهاد مو زړه خوښ کړی او بس که پردئ څوک پیدا نکړو چی ورسره وجنګیږو نو بیا خپل تر مینځ کی یو تر بل سره وژنو او خپل د هیواد ودانی ورانوو او داسی ښکاری چی ویجاړتوب او جګړه زمونږ پخوانی، اوسنئ او راتلونکی ژوند او شعار ګرځیدلی دی.
تندر صیب ستاسو د ډیره ښایسته لیکنه نه ډیره مننه

په درناوی
مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more