د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په مسجد کی ددویم جماعت شرعی حکم


Mazharee
16.12.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
[color=green:81aa2cc188]تکرار دجماعت په مسجدکی[/color:81aa2cc188]
مسجد به یا دلاری مسجد وی اویا دمحلی او کلی مسجد، د لاری په مسجد کی اتفاقا تکرار دجماعت روادئ، ځکه چی دهغه لپاره خو معین امام اومعین خلګ نوی معلوم هرڅوک چی پرلاره تیریږی په صورت کی د اجتماع دشرائطو کولای شی چی پکی جماعت وکړی.لکه چی په بحرالرائق کی راځی: وَهَذَا إذَا لَمْ يَكُنْ الْمَسْجِدُ عَلَى قَارِعَةِ الطَّرِيقِ ، فَإِنْ كَانَ كَذَلِكَ فَلَا بَأْسَ بِتَكْرَارِ الْجَمَاعَةِ فِيهِ بِأَذَانٍ وَإِقَامَةٍ لِأَنَّهُ لَيْسَ لَهُ أَهْلٌ مَعْلُومٌ فَكَانَتْ حُرْمَتُهُ أَخَفَّ {بحراالرائق باب صفة الإمامة فی الصلوة}.
ژباړه: او دغه هغه وقت چی مسجد پر سر دلاری نوی، کچیری پر سردلاری وی نو هیڅ پروا نلری چی په هغه کی دی جماعت دآذان او اقامت سره تکرار شی، ځکه دهغه لپاره خو معلوم اهل نوی، نو حرمت یی سپک دئ.
او همدا راز په بدائع الصنایع کی راځی: وَالدَّلِيلُ عَلَيْهِ أَنَّهُ لَا يُكْرَهُ فِي مَسَاجِدِ قَوَارِعِ الطُّرُقِ {بدائع الصنایع فصل فی بیان محل وجوب الأذان}.
ژباړه: او دلیل پردی باندی دادئ: چی یقینا تکرار دجماعت دلاری دسر په مساجدو کی مکروه ندئ.
خوکچیری مسجد دکلی او محلی وی نو پدی کی دفقهاؤ اختلاف دئ، امام شافعی رحمه الله یی مطلقا جایز بولی، امام ابوحنیفة رحمه الله وایی: که جماعت تر درو نفرو ډیر وو مکروه دئ، اوکه ډیر نوو نوبیا مکروه ندئ، او امام محمد رحمه الله وایی: کچیری دویم جماعت په طریقه سره ددعوت اوبلنی وی نو مکروه دئ، او که داسی نوی نو بیا مکروه ندئ، او امام ابویوسف رحمه الله وایی:دویم جماعت هغه وقت مکروه دئ، چی خلګ ډیروی، اوکه دوه یادری نفره وی نو په یو کنج کی دمسجد ودریږی لمونځ په جماعت باندی وکړی مکروه ندئ{تحفة الفقهاء} خو په بل روایت کی دامام ابویوسف رحمه الله دقول سره یی بل شرط هم ذکر کړئ دئ چی تغییر دهیئت ددویم جماعت دئ، دهیئت سره دلومړنی جماعت.
امام شافعی رحمه الله په لاندی حدیث باندی دلیل نیسی: عن أبي سعيد الخدري قال : دخل رجل المسجد و رسول الله صلى الله عليه و سلم قد صلى فقال رسول الله صلى الله عليه و سلم : ( ألا من يتصدق على هذا فليصل معه ) صحيح ابن حبان حديث2397 قال شعيب الأرنؤوط : إسناده صحيح.
ژباړه: دابی سعید خدری (رض) څخه روایت دئ، چی یوسړی مسجد راغئ، رسول اکرم (ص) لمونځ کړئ وو، نو رسول اکرم (ص) وفرمایل: آیا څوک سته چی پر دغه سړی باندی صدقه وکړی اولمونځ ورسره وکړی؟. بل ځای راځی چی ابوبکر صدیق ویل زه لمونځ ورسره کوم، یارسول الله! نو ابوبکر صدیق (رض) ورسره ودریدئ، لمونځ یی ورسره وکئ.
او کوم علماء چی یی مکروه بولی هغوی درسول اکرم (ص) په لاندی فعل باندی دلیل نیسی: رَوَى عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ أَبِي بَكْرٍ عَنْ أَبِيهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَرَجَ مِنْ بَيْتِهِ لِيُصْلِحَ بَيْنَ الْأَنْصَارِ لِتَشَاجُرٍ بَيْنَهُمْ فَرَجَعَ وَقَدْ صَلَّى فِي الْمَسْجِدِ بِجَمَاعَةٍ فَدَخَلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي مَنْزِلِ بَعْضِ أَهْلِهِ فَجَمَعَ أَهْلَهُ فَصَلَّى بِهِمْ جَمَاعَةً ، .{بدائع الصنایع فصل فی محل وجوب الآذان}.
ژباړه: عبدالرحمن بن ابوبکر(رض) دخپل پلار څخه روایت کوی: چی رسول اکرم(ص) دکوره څخه ووتئ، ددی لپاره چی په مابین کی دانصارو صلح وکړی، په خاطر دهغه جنګجال چی ددوی په مینځ کی پیښ شوئ وو، نو رسول اکرم(ص) راغئ، پداسی حال کی چی لمونځ په جماعت باندی آداء شوئ وو، نورسول اکرم(ص) کورته دخپلی یوی کورنی داخل سو، دوی یی سره راټول کړه، نولمونځ یی په جماعت باندی ورسره آداء کی.
بیا ددی حدیث په ادامه کی پورته کتاب لیکی: وَلَوْ لَمْ يُكْرَهُ تَكْرَارُ الْجَمَاعَةِ فِي الْمَسْجِدِ لَمَا تَرَكَهَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَعَ عِلْمِهِ بِفَضْلِ الْجَمَاعَةِ فِي الْمَسْجِد.{بدائع الصنایع مخکنی حواله}
ژباړه: کچیری تکرار دجماعت په مسجد کی مکروه نوای، نو رسول اکرم(ص) به نوای پسی پری ایښئ، سره ددی چی دئ په فضیلت دجماعت هم خبر وو.
خوعلامه شامی رحمه الله په خپل مشهور ښکلی فقهی کتاب " رد المحتار" کی وروسته تر نقل کولو داختلاف مذکور داسی لیکی: وقدمنا في باب الأذان عن آخر شرح المنية عن أبي يوسف أنه إذا لم تكن الجماعة على الهيئة الأولى لا تكره وإلا تكره وهو الصحيح وبالعدول عن المحراب تختلف الهيئة كذا في البزازية انتهى.{رد الحتار مطلب فی تکرار الجماعة فی المسجد}.
ژباړه: او مونږ مخکی په باب کی دآذان ذکر کړه دآخرڅخه دشرح المنیة دابویوسف رحمه الله څخه چی کچیری دویم جماعت د اول جماعت پرهیئت اوشکل باندی نوی، نو مکروه ندئ، اوکه وو نوبیا مکروه دئ، او داغه قول هم صحیح دئ، او په اوښتلو باندی دمحراب څخه هیئت مختلف کیږی، داغسی په بزازیه هم راغلی دی،.
خلاصه دمسئلی داسی سوه، چی دلاری په مسجد کی خو مطلقا تکرار دجماعت مکروه ندئ، کڅه هم هر جماعت دځان لپاره آذان او اقامت وکړی، البته همزمان نه بلکه په مختلفو اوقاتو کی اوپرله پسی.
او دمحلی په مسجد کی چی داسی نوی چی دویم جماعت دی، سبب ددی سی چی خلګ دی بیا پردویم جماعت باندی اتکاء وکړی اول جماعت ته دی نه حاضریږی، یعنی چی هروقت په ډیرئ او بلنه باندی نوی، بلکه بغیر له دعوت، آذان اواقامت څخه، اټکلی وی او امام ددویم جماعت هم په محراب ولاړ نوی نو بیا جماعت مکروه ندئ، ځکه دداسی جماعت کول کوم حالی اویا تدریجی تاوان نلری که یی څوک وکړی کوم مشکل پدی کی نشته لکه چی په کتابونوکی یی نظر وهمدغه تاوان ته چی تقلیل دجماعت دئ حکم کړئ دئ. لکه چی په بدائع الصنایع کی راځی: وَلِأَنَّ التَّكْرَارَ يُؤَدِّي إلَى تَقْلِيلِ الْجَمَاعَةِ ؛ لِأَنَّ النَّاسَ إذَا عَلِمُوا أَنَّهُمْ تَفُوتُهُمْ الْجَمَاعَةُ فَيَسْتَعْجِلُونَ فَتَكْثُرُ الْجَمَاعَةُ ، وَإِذَا عَلِمُوا أَنَّهَا لَا تَفُوتُهُمْ يَتَأَخَّرُونَ فَتَقِلُّ الْجَمَاعَةُ ، وَتَقْلِيلُ الْجَمَاعَةِ مَكْرُوهٌ ، بِخِلَافِ الْمَسَاجِدِ الَّتِي عَلَى قَوَارِعِ الطُّرُقِ ؛ لِأَنَّهَا لَيْسَتْ لَهَا أَهْلٌ مَعْرُوفُونَ ، فَأَدَاءُ الْجَمَاعَةِ فِيهَا مَرَّةً بَعْدَ أُخْرَى لَا يُؤَدِّي إلَى تَقْلِيلِ الْجَمَاعَاتِ.{بدایئع الصنایع فصل فی بیان محل وجوب الآذان}
ژباړه: اوتکرار دجماعت پدی خاطر مکروه دئ، چی تکرار سبب ده لږوالی دجماعت کیږی ځکه خلګ چی پوه شی چه ددوی څخه جماعت فوت کیږی ژر راځی نوجماعت ډیریږی، اوکه پوه سی چی ددوی څخه جماعت نه فوت کیږی نوبیا وروسته راځی نوبیا جماعت لږیږی، او لږوالی دجماعت مکروه دئ، پخلاف د هغه مساجدو چی دلاری پر سرجوړوی، ځکه دهغوی لپاره معلوم اهل نوی، نوپدوی کی یوجماعت وروسته تربل جماعت سبب ده لږوالی دجماعت نکیږی.
نوپه مراعات کولو سره دپورتنی شرائطو دویم جماعت په مسجد کی مکروه ندئ. چی داخبره د شامی رحمه الله دلاندی قول څخه هم په صراحت سره معلومیږی: وفي آخر شرح المنية وعن أبي حنيفة لو كانت الجماعة أكثر من ثلاثة يكره التكرار وإلا فلا
وعن أبي يوسف إذا لم تكن على الهيئة الأولى لا تكره وإلا تكره وهو الصحيح وبالعدول عن المحراب تختلف الهيئة كذا في البزازية ا هـ
وفي التاترخانية عن الولوالجية وبه نأخذ.{ ردالمحتار}
ژباړه: په آخر کی دشرح المنیة راعلی دی: دامام ابوحنیفه رحمه الله څخه روایت دئ، چی کچیری جماعت تر درو نفرو ډیر وی نو مکروه دئ، او که ډیر نوی نوبیا مکروه ندئ، او دامام ابویوسف رحمه الله څخه روایت دئ، چی( دویم ) جماعت په اول هیئت نوی مکروه ندئ، او کچیری وو نوبیا مکروه دئ، او په اوښتلو دمحراب څخه هیئت مختلف کیږی، داغسی په بزازیه کی راغلی دی. او په تاترخانیه کی د ولولوالجیة څخه راغلی دی چی: پدغه قول باندی مونږ عمل کوو.
خوکڅوک ځان دمحل څخه دخلاف باسی نو بهتر دغه دئ، چی دکلی په مسجد کی دی، دویم ځل جماعت نکوی، کوښښ دی وکړی چی ځان لومړی او هغه سنت جماعت ته راورسوی، خوکه بالفرض یو وقت دیو عارض اوقاصر په خاطر جماعت ځنی پاتی شی، نوبیادی جماعت بیله مسجده بل ځای په خپل کور اویا په فارغه اطاق کی وکړی.


ابواحمد
17.12.2012

ستاسې حضورته په ډیر درنښت او احترام سلامونه !
محترم داچي موږ تاسو ته تکلیف درکړ او موږ ته مویو ډیرقناعت لرونکی ځواب راکړ، له تاسو څخه یوه دنیا مننه کوواو په ډیره عاجزانه غوښتنه درڅخه کوو چي له موږ سره په داسې دیني پوښتنو کښې كه مرسته وكړې او داسې تفصیلي ځوابونه راکړې ډیر احسان به مو وې . والســـــــــــــــــــــــلام


ابواحمد
17.12.2012

الاستفتآء :
که چیري له یوچا څخه جماعت تېر شوی وو، نو دده دپاره به دا اولی وې چي لمونځ په مسجد کښې منفرداً وکړي او که به دا اولی وې چي په خپل کورکښې دخپل کور وښځوته جماعت ورکړي ؟
بينوا توجروا


حمید هڅــاند
18.12.2012

دویم جماعت عموما هله خلک کوي چې لومړي هغه ته ونشي رسېدای. مثلا په ښار کې چې تر څو مسجد ته ځې، لومړی جماعت تېروي، که د ښار مسجدونه ټول د لارې سر وي، بیا خو دویم جماعت سم شو، که یې نه بولئ، بیا؟
پوښتنه داده چې هیڅکله هم دویم جماعت داسې نه وي چې همیشه دي د یو څو کسو له خوا کېږي او د لومړي د کمښت لامل دي شي؛ بلکې د اړتیا په مهال ترسره کېږي، نو بیا څه پکې وایاست.



Mazharee
18.12.2012

[quote:e0a8f6c91a="ابواحمد"]الاستفتآء :
که چیري له یوچا څخه جماعت تېر شوی وو، نو دده دپاره به دا اولی وې چي لمونځ په مسجد کښې منفرداً وکړي او که به دا اولی وې چي په خپل کورکښې دخپل کور وښځوته جماعت ورکړي ؟
بينوا توجروا[/quote:e0a8f6c91a]
السلام عليكم ورحمة الله وبرکاته
ابواحمد وروره!
بهتره داده چی سړئ خپل کورته لاړشی، خپله کورنی سره راټوله کړی، دهغوی سره لمونځ په جماعت باندی وکړی، که هغوی لمونځ نوو کړئ، که هغوی لمونځ کړئ وو نوبیاکولای شی چی دماپښین او ماخستن په لمانځه کی هغوی دنفلو نیت وکړی،او دئ دفرضو، خو په نور لمونځونو کی نه...
رَوَى عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ أَبِي بَكْرٍ عَنْ أَبِيهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَرَجَ مِنْ بَيْتِهِ لِيُصْلِحَ بَيْنَ الْأَنْصَارِ لِتَشَاجُرٍ بَيْنَهُمْ فَرَجَعَ وَقَدْ صَلَّى فِي الْمَسْجِدِ بِجَمَاعَةٍ فَدَخَلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي مَنْزِلِ بَعْضِ أَهْلِهِ فَجَمَعَ أَهْلَهُ فَصَلَّى بِهِمْ جَمَاعَةً ، .{بدائع الصنایع فصل فی محل وجوب الآذان}.
ژباړه: عبدالرحمن بن ابوبکر(رض) دخپل پلار څخه روایت کوی: چی رسول اکرم(ص) دکوره څخه ووتئ، ددی لپاره چی په مابین کی دانصارو صلح وکړی، په خاطر دهغه جنګجال چی ددوی په مینځ کی پیښ شوئ وو، نو رسول اکرم(ص) راغئ، پداسی حال کی چی لمونځ په جماعت باندی آداء شوئ وو، نورسول اکرم(ص) کورته دخپلی یوی کورنی داخل سو، دوی یی سره راټول کړه، نولمونځ یی په جماعت باندی ورسره آداء کی.



Mazharee
18.12.2012

[quote:fdf64c9090="حمید هڅــاند"]دویم جماعت عموما هله خلک کوي چې لومړي هغه ته ونشي رسېدای. مثلا په ښار کې چې تر څو مسجد ته ځې، لومړی جماعت تېروي، که د ښار مسجدونه ټول د لارې سر وي، بیا خو دویم جماعت سم شو، که یې نه بولئ، بیا؟
پوښتنه داده چې هیڅکله هم دویم جماعت داسې نه وي چې همیشه دي د یو څو کسو له خوا کېږي او د لومړي د کمښت لامل دي شي؛ بلکې د اړتیا په مهال ترسره کېږي، نو بیا څه پکې وایاست.[/quote:fdf64c9090]
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
هڅاند وروره!
دمزدحم بازار اولاری مسجد تفاوت نه سره لری، نو لهذا په دوی کی تکرار دجماعت هم مکروه ندئ، پاتی سوه دمحلی مسجد چی هلته تکرار دجماعت سبب دقلت دجماعت کیږی هغه پدی خاطر چی کله خلګ وپوهیږی چی په مسجدکی دلومړنی جماعت وروسته بل جماعت کیږی، نوخلګ سستی کوی، ټوله پریوه وقت باندی نه حاضریږی، نو معلومه خبره ده چی پدی باندی جماعت کمیږی، خوکه داسی پیښه شی چی اتفاقی او اټکلی یوڅه خلګ راشی لمونځ ځنی شوئ وی، نوبیا دوی کولای شی چی په تغییر سره دهیئت دلومړنی جماعت سره بیاهم دوی خپل لمونځ په جماعت باندی آداء کړی. والله اعلم وعلمه اتم


ابواحمد
19.12.2012

له نورالحق مظهري صاحب څخه یوه دنیا مننه !


ابواحمد
20.12.2012

استفتآء : دمالګې څکل تر ډوډۍ له مخه او وروسته څه حکم لري ؟
بیّنوا توجروا


ابواحمد
22.12.2012

که چیري یو چا پر بل سړي مځکه خرڅه کړه ، نو ایاپه دې سودا کښې مرعی (یعني دانسانانو دضرورت ځای لکه دحیواناتو دڅړ ځای یاداسې نور)هم داخله ده او که داخل نه ده ، یعني ذکر کیدل په سودا کښې ورسره غواړي ، چي دغمره مرعی درسره درکوم او که یې نه غواړي ؟
بینوا توجروا



Mazharee
23.12.2012

[quote:6d4a382db9="ابواحمد"]استفتآء : دمالګې څکل تر ډوډۍ له مخه او وروسته څه حکم لري ؟
بیّنوا توجروا[/quote:6d4a382db9]
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
ابواحمد وروره! یو عموما او مطقا دمالګی خوړل دی او یو داچی دخوړلو او څکلو لپاره یی یو خاص ځای معلوم وی.
عموما مالګه د نورو حلالو غذایی توکو په څیر یو حلال شئ دئ، انسان هروقت کولای شی، چی دمالګی څخه استفاده وکړی، مګر په هغه صورت کی چی خوړل یی انسانته مضروی ، نو دنورو مضرو شیانو په څیر یی خوړل ناروا دی، ځکه دا حدیث اوفقهی قانون دئ، چی لاضرر ولاضرار.
پاتی شوه دمالګی خوړل په یو خاص ځای کی لکه ډوډی، نو ددی په استحباب کی دځنی علماؤ قولونه شته:
[وَمِنْ السُّنَّةِ الْبُدَاءَةُ بِالْمِلْحِ وَالْخَتْمُ بِهِ بَلْ فِيهِ شِفَاءٌ مِنْ سَبْعِينَ دَاءً]
{ردالمحتار}
ژباړه: او دجملی څخه دسنت دډوډی خوړلو دادئ، چی پیل او ختمول یی په مالګه باندی وشی، بلکی پدی کی شفاء د70 ناروغیو څخه ده.
[وَيَبْدَأُ بِالْمِلْحِ وَيَخْتِمُ بِهِ].
{حاشیة الجمل . شافعی. شرج البهجة الوردیة}.
ژباړه: شروع او ختمیدل دی په مالګه باندی کوی.
[وقال الشيخ عبد القادر ويستحب أن يبدأ بالملح ويختم به].
{الانصاف باب الولیمة.حنبلی مذهب}.
ژباړه: شیخ عبدالقادر رحمه الله ویلی دی: مستحب دئ، چی پیل او ختمیدل دډوډی په مالګه باندی وشی.
[ومن السنةالبداءة بالملح والختم به؛ لأن فيه شفاء من سبعين داء]
الفقه الاسلامی وادلته.
ژباړه: او دجملی څخه دسنت دډوډی خوړلو دادئ، چی پیل او ختمول یی په مالګه باندی وشی، بلکی پدی کی شفاء د70 ناروغیو څخه ده.
پدی هکله علامه ابن خجر رحمه الله په خپل کتاب المطالب العالیة یو حدیث هم راوړئ دئ « عن علي رضي الله عنه ، قال : قال لي رسول الله صلى الله عليه وسلم : « إذا أكلت فابدأ بالملح ، واختم بالملح ، فإن الملح شفاء من سبعين داء ، أولها الجنون والجذام (1) ، والبرص (2) ، ووجع الأضراس ، ووجع الحلق ، ووجع البطن »{ المطالب العالیة 2460}
ژباړه:دحضرت علی رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ، چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ماته وویل: کله چیدی خوراک کوئ، نو په مالګه باندی یی شروع کړه اوپه مالګه یی ختم کړه، ځکه مالګه د 70 ناروغیو شفاء ده، چی لومړنۍ یی: لیونتوب ، جذام، پیس کیدل، دغاښو درد، دحلق درد، او دنس درد.
خو ځنی کتابو کی دغه حدیث اسنادا ضعیف بلل شوئ دئ لکه: اتحاف الخیرة المهرة بزواید، خو ابی اسحاق حوینی ورته موضوعی او باطل ویلئ دئ.
اوپه " الفردوس بمأثور الخطاب " کی یی دحضرت عائشی رضی الله تعالی عنها څخه قول رانقل کړئ دئ، چی فرمایی: [من أكل الملح قبل كل شيء وبعد كل شيء دفع الله عنه ثلثمائة وثلاثين نوعا من البلاء أهونها الجذام]{ الفردوس بمأثور الخطاب 5845 عائشة رضی الله تعالی عنه}
ژباړه: هرڅوک چی مخکی او وروسته تر هرشی مالګه وخوری، نو خدای پاک به دهغه څخه 330 قسم ناروغی دفع کړی، چی ترټولو سپکه یی جذام دئ.
والله اعلم



Mazharee
23.12.2012

[quote:24c1e3a0b1="ابواحمد"]که چیري یو چا پر بل سړي مځکه خرڅه کړه ، نو ایاپه دې سودا کښې مرعی (یعني دانسانانو دضرورت ځای لکه دحیواناتو دڅړ ځای یاداسې نور)هم داخله ده او که داخل نه ده ، یعني ذکر کیدل په سودا کښې ورسره غواړي ، چي دغمره مرعی درسره درکوم او که یې نه غواړي ؟
بینوا توجروا[/quote:24c1e3a0b1]
ابو احمد وروره! کڅه هم ستاپوښتنه څه تفصیل ته اړتیا لری، ځکه پوښتنه دی دډیرو احتمالاتو محتمله ده، خوزه د کتابونو څخه درته داسی ویلئ شم: څوک چی مځکه خرڅوی، په صورت دتعمیم هر هغه شئ دمځکی په بیع کی داخلیږی چی دمځکی د حقوقو څخه وی لکه حق دشرب ، حق دمرور او حق دمسیل. لکه چی په دررالحکام شرح مجلة الأحکام کی راځی
الْأَشْيَاءُ الَّتِي تَشْمَلُهَا الْأَلْفَاظُ الْعُمُومِيَّةُ الَّتِي تُزَادُ فِي صِيغَةِ الْعَقْدِ وَقْتَ الْبَيْعِ تَدْخُلُ فِي الْبَيْعِ . مَثَلًا : لَوْ قَالَ الْبَائِعُ بِعْتُك هَذِهِ الدَّارَ بِجَمِيعِ حُقُوقِهَا دَخَلَ فِي الْبَيْعِ حَقُّ الْمُرُورِ وَحَقُّ الشُّرْبِ وَحَقُّ الْمَسِيلِ . بِشَرْطِ أَنْ تَكُونَ مَوْجُودَةً وَقْتَ الْبَيْعِ. ( الْمَادَّةُ 235 ).
ژباړه: هغه شیان چی هغوی لره عام الفاظ شاملیږی،کوم چی د سودا په وقت کی زائد پرصیغه دعقد ویل کیږی، په بیع کی داخلیږی، مثلا چی ووایی: مادغه سرای درباندی خرڅ کړئ سره دټولو حقوقو نو پکی داخلیږی حق دتیریدلو، حق داوبو، او حق داوبو تیرولو، خو پدی شرط چی دغه شیان په وقت کی دعقد موجود وی.
خو کچیری یی عمومی الفاظ ونه ویل تنها یی دمځکی او یا دسرای نوم په سودا کی واخستئ نو بیا نه داخلیږی لکه چی په همدغه کتاب کی راځی:
لَا تَدْخُلُ الطَّرِيقُ وَحَقُّ الشُّرْبِ وَحَقُّ الْمَسِيلِ وَالدَّلْوُ وَحَبْلُهُ مِنْ غَيْرِ ذِكْرٍ يَعْنِي إذَا لَمْ يَنُصَّ فِي الْبَيْعِ عَلَى دُخُولِهَا أَوْ لَمْ يُعَمِّمْ.
جلد 1 صفحه 182
ژباړه: نه داخلیږی لاره اوحق دشرب او حق دمسیل او سلواغه او دهغی رسۍ بغیر دذکرکولو نه، یعنی چی دهغوی پر دخول یی تصریح نوی کړی، اویایی عمومی لفظ نه یی ویلئ.
نو کوم شئ چی تاسو د " مرعی " په نوم نومولئ دئ دهغه هم دغسی حکم دئ لکه دپورتنی شیانو.
والله اعلم.

خوابو احمد وروره! ځما ستاڅخه په پیرزوینی او لورینی باندی یوه هیله ده هغه داچی داسی پوښتنی چی ته یی کوی، ته کولای شی، چی خپل پرشاو اوخوا علماؤ ته ورشی، دهغوی څخه شفاهی ځوابونه واورئ، په داسی اجتماعی شبکو کی لکه ټول افغان فورم، فیسبوک، تویتر، او داسی نور.....
داسی مسائل مطرح کړئ چی عمومی اوعصری مسائل وی، لکه جهاد ، دیهودو اونصاراوو سره مقابله او دهغوی پرضد باندی دخپلو اسلامی وړونو تحریک کول، عموما داسلامی شعائرو دفاع ، او داسلام تبلیغ، دبدعت او خرافاتو سره مقابله، په مسلمانانو کی عامه پوهاوئ، امر بالمعروف اونهی عن المنکر، دمجاهدینو په نسبت دخلګو پوهاوئ، په صورت کی دلزوم دځینی ګمراهو دلګیو معرفی کول اودهغوی دعقیدی رد، او داسی نور عمومی مفید توکی.....
او همداراز تاسو خپله دخپل معلوماتو مطابق کوم مفید شیان ولیکئ اوبیایی په فورم کی کښیږدئ، ترڅو لوستونکی، ځنی فایده واخلی، تاسو تنها یوه پوښتنه کوئ اوبس، که ستاسو تنها دپوښتنی ځواب پکاروی نو مامخکی درته وویل چی تاسو کولای شئ، چی خپل خوا اوشا کی علماؤ څخه وپوښتئ، اویاهم دانترنت له لاری دمشهورو دارالأء ګانو څخه وپوښتئ، کوم چی وظیفه یی هم دغه ده، او ددغه لپاره تأسیس شوی دی،.
هیله ده چی خوادی را څخه بده نکړی دامی یوه هیله او وړاندیز وو چی ستاسو مبارک مخی ته می کښیښود.

الله مو دژوند په هر برخه کی بریالی او سرلوړی ولره


حمید هڅــاند
06.01.2013

ښاغلی مظهري، یو ځل بیا سلامونه:
تاسو دا حدیث شریف لیکئ:
[quote:cdc472fa2d]عن أبي سعيد الخدري قال : دخل رجل المسجد و رسول الله صلى الله عليه و سلم قد صلى فقال رسول الله صلى الله عليه و سلم : ( ألا من يتصدق على هذا فليصل معه ) صحيح ابن حبان حديث2397 قال شعيب الأرنؤوط : إسناده صحيح.
ژباړه: دابی سعید خدری (رض) څخه روایت دئ، چی یوسړی مسجد راغئ، رسول اکرم (ص) لمونځ کړئ وو، نو رسول اکرم (ص) وفرمایل: آیا څوک سته چی پر دغه سړی باندی صدقه وکړی اولمونځ ورسره وکړی؟. بل ځای راځی چی ابوبکر صدیق ویل زه لمونځ ورسره کوم، یارسول الله! نو ابوبکر صدیق (رض) ورسره ودریدئ، لمونځ یی ورسره وکئ. [/quote:cdc472fa2d]
او بیا لیکئ چې امام شافعي رحمة الله علیه په دې حدیث شریف باندي استناد کوي. خو به دې حدیث د استناد له مخې خبره اختلافي ده:
[quote:cdc472fa2d] رَوَى عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ أَبِي بَكْرٍ عَنْ أَبِيهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَرَجَ مِنْ بَيْتِهِ لِيُصْلِحَ بَيْنَ الْأَنْصَارِ لِتَشَاجُرٍ بَيْنَهُمْ فَرَجَعَ وَقَدْ صَلَّى فِي الْمَسْجِدِ بِجَمَاعَةٍ فَدَخَلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي مَنْزِلِ بَعْضِ أَهْلِهِ فَجَمَعَ أَهْلَهُ فَصَلَّى بِهِمْ جَمَاعَةً ، .{بدائع الصنایع فصل فی محل وجوب الآذان}.
ژباړه: عبدالرحمن بن ابوبکر(رض) دخپل پلار څخه روایت کوی: چی رسول اکرم(ص) دکوره څخه ووتئ، ددی لپاره چی په مابین کی دانصارو صلح وکړی، په خاطر دهغه جنګجال چی ددوی په مینځ کی پیښ شوئ وو، نو رسول اکرم(ص) راغئ، پداسی حال کی چی لمونځ په جماعت باندی آداء شوئ وو، نورسول اکرم(ص) کورته دخپلی یوی کورنی داخل سو، دوی یی سره راټول کړه، نولمونځ یی په جماعت باندی ورسره آداء کی. [/quote:cdc472fa2d]

لومړی حدیث شریف خو مو صحیح بللی دی، خو د وروستي هغه په اړه مو پرېکړه نه ده کړې. اوس که دویم هغه ضعیف شي، ایا ټوله خبره نه معکوسوي. یانې، که دویم حدیث ضعیف شي، بیا خو د امام شافعي قول باید ومنل شي او دویم جماعت باید مکروه و نه بلل شي.
اوس راځو د دویم حدیث په اړه:
د دې روایت په سند کې یو کس د ابومطیع بلخي په نوم شتون لري چې ثقه دی خو احادیثو کې یې منکر هغه هم شته چې له امله یې یو شمېر محدیثو همدا جرح پرې کړې ده. نو ترڅو چې د دې حدیث په اړه په زبات ونه رسوله شي چې دا یې له منکرو څه نه ده؛ څه ډول به دا حدیث سند نیسې؟؟
ځکه:
قال إبراهيم بن عبد الله بن الجنيد ، عن يحيى بن معين : صالح ، ليس بذاك القوى
په حواله کې ویل کېږي چې دا کس نیک ؤ خو قوي نه ؤ
قال أبو القاسم البغوى ، و أبو الحسن الدارقطنى : ضعيف .
و قال أبو أحمد بن عدى : فى بعض رواياته مالا يتابع عليه .(تهذیب الکمال )
ابوالقاسم او ابو الحسن دارقطني له قوله دی ضعیف دی او د ابو احمد بن عدی له قوله په ځینو روایاتو کې د ده متابعت نه دی شوی.

اوس دا چې له ده منکر هم روایت دي،،نو لومړی دا ثابتول اړین دي چې ایا دا روایت یې منکر دی که نه،،،او د اشتباه په صورت کې خو یې په وړاندي صحیح حدیث شریف شته چې دویم جماعت ته پکې اجازه شتون لري..نو څنګه شکمن روایت ته په صحیح روایت برتري ورکوې؟؟

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more