د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

زه او پتنګ صيب اوس دواړه حسابوو

tandar
16.12.2012

زه او پتنګ صيب اوس شپه اوورځ دواړه حسابوو هههههها
اوس دکلنو په حساب کي يو :oops: :oops:
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ادم خان سيرت
ډيری وخت په ټولنه کې دانساني مزاجونه او عادتونه دټولنیزو حالاتو ته په کتو ځینې داسې عادتونه او خویونه خپلوي که په ځیرسره ورته وګورو دهمدغو ویناوو او اندونو ترشاه ستر ناسپړل شوې رازونه او خوندونه پراته دي.

زه همداسې یوه موضوع ستاسو سره شریکوم، چې ترشاه یې پټ رازونه او خوندونه شتون لري.

نن سهار مې په دفتر کې دیوګران ملګري څخه چې نژدې ۱۸ ورځې یې دواده شوي ترې وپوښتل چې څومره وخت وشوو چې کور ته نه یې تللی نو ویې ویل ۱۸ ورځې، دنزاکت پراساس مې ورته وویل چې خفه کیږه مه میرمنې ته همدا اوس زنګ ووهه او ترې دخپل سفر دوخت په اړه معلومات وغواړه هغه هم په بیړه کورته زنګ و وهلو او دلږځنډ وروسته یې وویل میرمن مې وایي(۱۸) شپې کیږي چې نه یې راغلې.

دسفر او دمسافرتوب پرمهال که تاسو له نارینوو وپوښتۍ نو حتما درته وايي چې دبیلګې په توګه پنځه ورځې، لس ورځې، پنځلس ورځې او بالاخره شل ورځې خو دهمدغې یادې موضوع په اړه که دیادو کسانو میرمنو او ښځينه برخې نه وپوښتل شي چې دخاونددتګ څخه دې څومره وخت تیریږي نو سمدستي درته وايي پنځه شپې، لس شپي، پنځلس شپې او بالاخره شل شپې تاسو وګورۍ وخت هغه وخت دی خو یوازې په نومونو کې یې فرق راغلي نارینه یې ورځې شمېرې او میرمنې یې شپې شمېري.

ددې ترشاه حتماً کوم راز پروت؟ ولې نارینه ورځې دخپل حساب معیار ګرځوي؟ او همدارنګه برعکس ښځې ولې شپې دخپل حساب معیار ګرځوي؟

ار واپوهانو ثابته کړې ده چې دنارینو په پرتله میرمنې ډيرې دجنسي غریضي له پله پیاوړي دي، په کلیو او بانډو کې د ورځې له پلوه میرمنې په ورځینو کارونو بوختي وي او ټولې تیاریانې او چمتوالی یې هم دشپې لپاره وي نوځکه په شپو حساب کوي، خو دبلې خوا نارینه په طبیعت کې ځینو مسایلو ته دومره پاملرنه نه کوي، همدارنګه نارینه دخپل راتلوونکي ژوند او سبا بیګاه تیرولو په موخه تر ډيره بریده لالهنده بریښي نو ځکه یې حساب هم په ورځو وي.

زما یادیږي هغه مهال چې روسانو په افغانستان یرغل کړې وو نو زما دپلار او ترونو په څير سل ګونه هېوادوال دخپلو کورونو پریښودلو ته اړ شوي ول، په کلیو او بانډو کې به مو میندو دچراغ رڼا ته په دیوالونه باندې په ګوته کرښې ویستلې او دخپلو میړونو او زامنو د لریوالي شپې به یې شمارلې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more