د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

داسلام ددين،پټ دښمنان وپيژني:

عبدالله رحمت
15.12.2012

ډيرخلګ شته چي په پټه داسلام ددين سره دښمني کوي،مګر پخپل فريب اوچل سره، ځانونه د دين پيروان ښيي او دجاهلو اوبي عقلانوخلګو په زړونوکي يي محبوبيت حاصل کړي وي؟
داچي دوي داسلام ددين سره پټه دښمني کوي نوداسلام ددين ترښکاره دښمنانو (يهود،نصاري اوددوي هم فکره خلګو څخه) ډير خطرناک دي،ځکه چي دداسي خلګو تشخيص کول ډيرګران وي؟
ګرانوملګروچي خفه نشي، داسلام ددين په بيانولو کي موږ دهيچا لحاظ اوخيال نه ساتو بلکه دالله سبحانه وتعالي امر عملي کوو،اول ځل دا معلومات په تسلي سره ولولي اوبيا د قران اونبوي حديثوپه رڼا کي فيصله وکړي،ترڅو داسلام پټ دښمنان راښکاره اوبربنډ شي:
۱++ پيران،خليفه ګان اوددرواغو سيدان، د اسلام ددين پټ دښمنان دي.
دپير لفظ دفارسي اودري څخه نه دي اخيستل شوي،چي سپين ږيري يي مراد وي بلکه دا انګريزي(peer) لفظ دي چي معنا يي( ښه سړي) ده.
اودا لفظ د انګريزانو لخوا راغلي دي.
دصوفي ،خليفه اومريد لفظونه همداشان نور ،په اوسني وخت کي د بدبخته خلګونومونه دي،چي دعربي صوف څخه جوړ دي اومراد ترينه وړين دي،ځکه پخوا به دامشرکانو صوفيانو دوړيوڅخه جوړمواد دخپل شعار په څير استعمالول. اومريد په عربي کي سرکښه ته وايي (وَمِنَ النَّاسِ مَن يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّبِعُ كُلَّ شَيْطَانٍ مَّرِيدٍ ﴿٣﴾ الحج)=اوبعضي خلګ هغه دي چي دالله په هکله جګړه کوي په بي علمي سره،اوتابعداري کوي د هر سرکښه شيطان.
اوزموږپه جامعه کي چي څوک ځان ته سيد وايي،تعويذونه کوي،ځان په غيبو خبربولي اوداسلام په نامه هررنګه شرک کوي. زموږدمعلوماتو مطابق هغه خلګ په پښتو ژبه سيي خبري هم نشي کولاي،اودا خلګ شيعه وي اوبل ځاي يي خرابي پيښه کړي وي،نو با الاخره دپښتنو په سيمه کي ځان په اغااوسيد تيروي او داسلام ددين په مقابل کي هررنګه کفر اوشرک خپروي،دجامعي جاهل خلګ سجدي ورته کوي اودي حراميانوته خپلي لوڼي په بخښه ورکوي،د الله څخه يي زيات عبادت کوي اوډيره زياته ويره ځيني لري، چي بيله اوداسه يي نوم هم نه اخلي اودا د درواغوپيران اوسيدان يي هميشه په خپلو ښځو کي خوشي کړي وي اوبيا خوشحاله وي چي اغاصاحب راته اولاد راکړ؟
کله چي ددابي دينه اغاخيلواو سيدانو څخه پوښتنه وشي چي تاسو دچا اولاد ياست؟ دوي په ځواب کي وايي چي د رسول الله د اولادي څخه يو،مګر دابي ايمانه اغاخيل درواغ وايي،ځکه د محمد رسول الله نارينه ځوان اولادونه نه دي پاتي شوي،او که ځانونه دحسن اوحسين د اولاد څخه بولي هغه خو د علي کرم الله اولادونه وه.
اوبل که داخبره هم ورسره ومنو نود خپل تاريخ هيڅ ثبوت هم نلري؟ځکه اوس وخت ټول داهل تشيع مذهب سيدان، ځانونه د علي اولادونه بولي. اوکه يقيني سيدان او اغاخيل شي،نو بيا هم د خپل کفر اوشرک په خاطر داسلام څخه وځي لکه دنبي عليه السلام تره ابوطالب چي دکفر په حال کي ددنيا څخه ولاړي.


حمید هڅــاند
15.12.2012

اسلام علیکم.
ښاغلی رحمت، جوړ پخیر...
غزني کې د یو اغاصاحب کور ته ورغلو، شپه ورسره مېلمانه وو. نوموړی کور کې د یا غلام دستګیر لوحه کوټه کې راځړېده او د کورنۍ شجره یې لیکلې وه او ځانونه یې سیدان ثابت کړي ول. اغاصاحب ته د هېواد له ګوټ ګوټ نه میلمانه راځي او تعوېذونه پرې کوي، لویه کوټه لري او ډېره ښه میلمه پالنه کوي. له اغاصاحب سره مو د شپې اوږد مجلس درلود، ده ویل چې دوی درې کوره افغانستان ته له عراق څخه راغلي دي او هغه دچا خبره پېران پیر غلام دستګیر له کورنۍ نه دي. لامذهبو ته یې لومړی وهابي او بیا کافر لفظ کاراوو، په همدې موضوع مې زیات و نه غږاوی.
خبره داده چې دوی پخپله هم نه پوهېږي، ځینې یې خورا پرهېزګار خلګ دي، خو پوهه یې کمه ده. مینه وال خو یې بیا د دوی نه هم په پوهه کې خوار وي.

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more