د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دقرآن شریف دمچولو شرعی حکم


Mazharee
13.12.2012

سوال:
دقرآن شریف مچول څه حکم لری؟
ځواب
دقرآن شریف څخه دمچ اخستلو په هکله کڅه هم صراحتا په قرآن او احادیثو کی کوم شئ نه ترسترګوکیږی خو دفعل څخه دځنی صحابه وو او ویناوو څخه دځنی علماؤ یی اباحت معلومیږی.
لکه چی په لاندی عبارتونو کی راځی:

«في القنية تقبيل المصحف قيل بدعة لكن روى عن عمر رض انه كان يأخذ المصحف كل غداة ويقبله ويقول عهد ربي ومنشور ربي عز و جل وكان عثمان يقبل المصحف ويمسه على وجهه».
1.شرح سنن ابن ماجه للسیوطی3702.
2. الدرالمختار باب الإستبراء وغیره.
3. غایة المقال فیمایتعلق بالنعال للکنوی صحفه204.
ژباړه: په قنیه – نوم دکتاب دی – کی راغلیدی چی مچول دقرآن شریف بدعت دی، خومګرداسی روایت راغلئ دئ، چی حضرت عمر (رض) به هر سحار قرآن اخستئ اومچوئ به یی او ویل به یی عهد ځما درب دئ، قانون ځما درب دئ، او حضرت عثمان (رض) به قرآن مچوی او خپل پرمخ بیی تیروئ.

او بعضی علماؤ یی مچول مستحب کڼلی دی لکه چی په ځینو کتابونوکی داسی راځی:
«ويستحب تقبيل المصحف قياساً على تقبيل الحجر الأسود، ولأنه هدية من الله فشرع تقبيله، كما يستحب تقبيل الولد الصغير».
1.شرح صحیح البخاری لشمس الدین السفیر.
2.البرهان فی علوم القرآن للزرکشی.
3. الاتقان فی علوم القرآن للسیوطی.
4. اتحاف فضلاء البشرفی القراءات بتغییر قلیل.
5. تحفة الحبیب علی شرح الخطیب جلد1 صفحه 551 .دلږ تغیرسره.

ژباړه: مستحب دئ دقرآن مچول په قیاس کولو سره پر حجر اسود باندی، اوبل ځکه چی قرآن دالله لخوا یوه هدیه ده، نو مچول یی روا شویدی، لکه مچول دخپل کوچنی بچی.
داغسی دعلماؤ پکی مختلف اقوال راغلی دی، خو چی په لنډویی را ونغاړم، عموما په نزد داحنافو او حنابله مچول دقرآن مباح دی، او هیچ حرج پکی نشته، او په نزد دشوافعو مستحب دی، او په نزد د مالکیة مکروه دی.

خودجواز او اباحت حکم یی ښه داعتدال خبره ده، خو پدی شرط چی څوک یی مچوی هغه دپاره داحترام وی، نه دبل مقصد لپاره خودالله دکلام سره زمونږ پوره محبت هلته ثابتیدلای شی، چی مونږ یی په احکامو باندی زده کړو، او هغه په خپل ټوله ژوند کی عملی کړو، او خپل صورت اوسیرت ورباندی داسی جوړکړو لکه چی پیغمبر(ص) او دهغه ګرانو او معززو اصحابو(رض) جوړکړئ وو. چی پدی صورت کی به مو په یقین دقرآن احترام هم کړئ وی او هم به مو په احکامو باندی پوره عمل کړئ وی الله پاک دی راته دپوره توفیق عمل په برخه کړی.

شناختن گروههای جدید

http://www.4shared.com/rar/Ix1kiFcd/___online.html


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more