د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ګران هیواد افغانستان ته ، د افغان سولی جرګی د سولی هییت سفر څخه ډیری موثری او مثمری لاسته راوړنی

pattang
11.12.2012

ګران هیواد افغانستان ته ، د افغان سولی جرګی د سولی
هییت سفر څخه ډیری موثری او مثمری لاسته راوړنی
تفصيلبـــــرخه:
مقـــــالی او تبصرې . 2012/ Dez.11 لیکوال:
الحاج استاد بیانزی .

[img:c84dc0d51a]http://www.nunn.asia/images/afghanistan/kabul/Kabul-city.jpg[/img:c84dc0d51a]

مونږ د افغان سولی جرګی له خوا دوه کسان د سولی د پروسی د اړوندو چارو د سرته
رسولو د پاره ( د ۲۰۱۲ میلادی کال د جولای د میاشتی په شپږویشتمی نیټه ) د ګرا
ن هیواد پایتخت کابل ته سفر وکړو ، ترڅو د ټولو خواو سره خوله په خوله خبری وکړو
خپلی نظریی او وړاندیزونه له هغو سره ګډ کړو، د سولی او ملی ورورولی د پښو
درولو د پاره زمینه سازی او فارمول سازی وکړو .

د سهار شپږ بجی زمونږ د سپارلی الوتکه د کابل په بین المللی ډګر کی کیناسته او له
نیکه مرغه ښکلی د رحمت باران وریدلو ، دا ښکلی نری باران مو د خپل سفر لمړی
نیکمرغی وګڼله.

باران سره ښکلی نیمه سړه هوا ملګری وه داسی نه معلومیده چه د کابل هوا دی کثافات
او الودګی ولری ، خدای شته مونږ د ډیری خوشالی احساس وکړو .

له ټولو ډیره نازولی او جالبه خبره دا وه چه ګران هیواد ته د ۳۵ کلونو مسافری وروسته
راستانه شوی وو هره خواته مو په ډیره حیرانتیا سره کتل هر څه راته باغونه او ګلونه
ګلونه ښکاریدل او په رشتیا مونږ د پاره هر څه نوی وو دا ځکه چه پخوانی ډیری ودانی
ورانی شوی وی ، زړی شوی او بدلی شوی وی او ورسره نوی ودانی نوی لیاری او نوی
سړکونه جوړ شوی وو مونږ ویل که مونږ کوم نابلده ځای ته راغلی یو په لمړی سرکی مو
ځانونه لکه پردی ګڼل . یو ورور د کابل هوایی ډګر څخه ښار ته یووړو ، ستړی او
خوبولی وو د یو ورور په کور کی مو لږ څه استراحت وکړو د چای چښلو وروسته د ښار
خواته ووتو روپی مو سره بدلی،او د هغه ځای موباییل تلیفونونه مو سره رانیول او
ورځ مو د ښار په یوه او بل اړخ په لیدو او نندارو تیره کړه .

بله ورځ چه باران دریدلی او لمریزه ورځ وه د خپلی سولی د پروسی په هکله مو خپل
ورځنی پلانونه ترتیب او د هغه پلان د عملی کولو په فکر کی شو . زمونږ د پلانونو
زیاته برخه د کابل هغه ورونو رابرابروله چه مونږ سره د سولی پروسه کی له پخوا نه
ملګری وو ، دوی مخکی له مخکی( د هغه خواوو سره چه مونږ باید ورسره ووینو)
زمونږ د لیدنو او کتنود پاره وختونه ټاکلی وو . ددی پلانونو په لړ کی د هیواد ځینو
ولایتنو او ولسوالیو ته مو هم سفرونه درلودل .
له نیکه مرغه له ټولو کتنو ، لیدنو او سفرونو مو ډیر ی موثری لاسته راوړنی ولرلی کوم
چه ډیرو خلکو او ګروپونو تر اوسه ( دا ډول موثره او پیاوړی لاسته راوړنی) لاس ته نه
وی راوړی ، داځکه چه زمونږ میشتو د شوری وروڼه هلته ډیر فعال او د خلکو باور یی
تر لاسه کړی وو ، او د سولی دا کاریی له اولیتونو څخه وو . په دی هکله مونږ د ټول
سفر د کړنو او لاسته راوړنو مفصل راپور د افغان سولی جرګی ته ورکړی دی خو لنډیز
به یی ټولو هیوادوالو ته هم وړاندی کړو او هغه دا چه :

د اهل تشیع وروڼو، د شمالی ټلوالی د بیلابیلو ګروپونو، د بیلابیلو حزب اسلامی
ګروپونو ، د امارت اسلامی د دننی او بهرنی مجاهدینو ، د حکومتی چاروواکو ،
مدنی ټولنو ، د حکومتی سولی عالی شوری د ډیرو مهمو غړو ، د مشرانو او کشرانو
جرګو او د ولایتی شوری ګانو سره مو وار په وار لیدنی کتنی وشوی . هغوی د افغان د
سولی د جرګی د سولی د پروسی او په دی هکله زمونږ د اوږدو سفرونو یادونه او
لمانڅنه وکړه، دعا ګانی یی کولی چه زمونږ په سفر کی دی الله ج هغه برکت واچوی چه
دی مظلوم او په وینو کی ډوب ، دردیدلی او غمیدلی اولس ته (چه پوره ۳۵ کلونه یی
په جنګ کی تیر شول ) نور د سولی او هوساینی پسرلی راولی . د هغوی هریو ګروپ په
بیلو جملو او کلماتو کی د ټولو ګډ هدف او ګډ مشکل ته ګوته و نیوله ، د خبرو کوچ یی
دا وو :

دافغانانو څخه ډیری سهوی شوی دی د هغو سهو له امله مو د جنت په شان ښکلی وطنه
مو جهنم جوړ کړو ، د خپلو ناپوهیو او یا د نورو په لمسون مو یو بل ووژل ، د کار
نتیجه دا چه مونږ تولو وبایلله او زمونږ دښمنانو وګټله ( اولا ګټی یی ).
د سیمی ګاونډی ملکونو او د نړی استعماری قوتونو زمونږ په ملک کی د هرهر ګروپ
سره په اړیکو کی وو ، دا اړیکی به د ځینو سره کمی خو د ځینو سره بیا زیاتی وی ، دا
اوس هم چه نه جوړیږو علت یی دادی چه بارنی دښمنان په مونږ کی لاسوهنه لری . څوک
هم خپله خطا او ګناه نه منی هر ګروپ په نورو پړه اچوی( چه تاسی ملامت یاست) . دوی
وویل نور بس دی له ۳۵ کلونو جنګ به مو پوره زده کړه کړی وی (چه زمونږ اصلی
دشمن او دوست څوک دی ؟) راځی چه هر څوک د نورو پرځای ځان ملامت کړو له خپلو
مرورو ورونو بخښنه وغواړو ، یو بل غیږ کی ونیسو او یو ځل بیا نړیوالو ته وښیوو (
که مونږ په جنګ پوهیږو مونږ په سوله هم پوهیږو) . هر ګروپ د تکبیر چیغی وهلی ا
و ویلی چه دا قربانی به زما له ګروپه پیل کړو .
[color=green:c84dc0d51a]د اسلامی امارت د وروڼو سره ( چه تر ټولو ډیر مهم ځکه دی چه سنګر
کی پراته دی ) مو د لیدونو وخت کی دا پوښتنی یادی کړی چه : مخالف ګروپونو سره
دا ویره ده ( چه تاسی به اسلامی امارت بیا جوړوی او په ټاکنو به عقیده نه لری) ددی
معنی به دا وی چه تاسی به نوروته په سیاسی قدرت کی برخه نه ورکوی ، هغوی وویل :
زمونږ سایت ته مراجعه وکړی زمونږ مشر په تیر لوی اختر اعلامیه کی علنی اعلان کړی
دی ( چه مونږ د قدرت انحصار نه کوو ).

د باندنی دښمنانو تر شتون پوری مونږ هماغه د پخوانی اسلامی امارت تشکلیلات او
تعیینات ساتو ، (کله چه مو یرغلګر له خپلی خاوری وویستل) نو بیا مونږ د اسلامی
امارت پرځای ( چي اوس ورته پوره شرایط برابر نه دی ) یو متناسب ملی اسلامی
حکومت را منځته کول غواړو چه د ملت ټولی خواوی پکی متناسبه برخه ولری نو په
دی ډول به د ورور وژنی مخه ونیول شی ، ( اسلامی امارت به د وروستی نسلونو په
وسیله رامنځته شی) هغه وخت به خلک د قوم ،ژبی ، سمت ، ګوند او داسی نورو
پرڅای تقوی ، لیاقت ، ابتکار پوهه او اخلاص معیار ونیسی د ملک چاری به
مستحقو او متقی خلکو ته وسپارل شی لکه چه قران فرمایی تاسی ( امانت اهل کسانو
ته وسپاری ) . اوس چه مونږ کی خارجی لاسونه دی مونږ دوست او دشمن سره خطا کړی
دی د اسلامی حکمت له مخی ددی اړه ده چه په هر فارمول وی سوله جوړه او دشمنی
اخر ته ورسیږی ، ملی او ا سلامی یووالی قایم شی .

له بده مرغه د دین او خاوری دشمنان په کمین کی ناست دی مونږ دی متناسب حکومت
جوړونی ته هم نه پریږدی ، مونږ ولیدل د روسانو له وتلو وروسته یی مونږ د پشتو او
فارسی په نوم وجنګولو( چه هغه د قومی او ګوندی تعصباتو اور لا اوس هم بلیږی) نو
امریکایان هم) د خپلی ماتی د شرمندګی د پټولو د پاره) د روسانو له هماغه قومی
تعصباتو له پروژی څخه کار اخلی ، ددی د پاره پلانونه په لاس کی دی ، ددی د پاره
ډالر او وسلی ویشل کیږی ، په رسنیو ، تلویزنونو ، اخبارونو ، کتابونو ، تعلیمی
ادارو او د حکومتی چوکیو په ویش یی د ا رقابتونه او دشمنیګانی یی رامنڅته کړی
دی ، (هر قوم او هر ګوند د بل سره غوښه او چوړکی دی ) ، الله ج قران عظیم شان کی
فرمایی چه تاسی د کفارو مقابل کی سخت زړی او خپلو منځو کی رحم ولری خو مونږ
ددی ایت شریف سرچپه لګیا یو د کفارو په دستور خپل ورونه وزنو او د کفارو سره
مینه لرو.

نو ګرانو هیوادوالو دا چي ما څه لیکلی ( زما د خپلو اوریدلو او زما د خپلو سترګو
لیدلی حال دی) تاسی وګوری ټول مخالف اړخونه له جنګه څومره ستړی شوی ، سوله
غواړی ، پرون یو د بل وینو تویول یی د ځان د پاره حلال ګڼل الحمدلله اوس داسی
قربانیو ته تیار دی ؟ هره ډله وایی (چه ټوله ملامتیا زمونږ ده) ، نو که دا پیرزونی
صادقانه او مخلصانه وی نو مونږ به ولی سولی ته نه هیله مند کیږو ( صرف چاته اړه وه
چه دوی سره مخامخ کینوی) ، تولو مونږ سره ژمنه وکړه چه مونږ به تاسی ته خپل
نماینده ګان د ملی جرګی د جوړولو د پاره درکړو چه تاسی سره د سولی په پروسه کی
زمونږ په نمایندګی مرسته وکړی د غه ملی متناسبه جرګه به د ټول ملت د ټولو اړخونو
نمایندګی کوی.[/color:c84dc0d51a]

نو مونږ هلته د انسجام کمیټه په نظر کی ونیوله (که د افغان سوله جرګه یی تایید او
قبوله کړی) دغه کمیته به د ملی جرګی د تاسیسولو د پاره د ټولو اړخونو څخه
نمایندګان را خپل کړی کوم چه مونږ سره یی مخکی له مخکی مفاهمی او ژمنی کړی دی
او د انسجام کمیټه به ددغه لویی ملی او اسلامی جرګی مهمه او فعاله برخه وی . دوی
به ددی جرګی بنسټ کیښودونکی او تصمیم نیونکی وی .

ددی کارونو په لړکی مو د امریکا سفارت او د ملګروو ملتونو د څانګی سره هم لیدل
کتل وکړل هغوی هم زمونږ د سولی هلی ځلی وستایلی او د خپلو ممکنه مرستو ژمنه
یی وکړه د امریکا سفارت مونږ ته وویل ( چه له حکومتی چارواکو سره هم اړیکی
ونیسو) . نو مونږ له ځینو وزیرانو ، معینانو ، ریسانو ، وکیلانو آو د سولی د عالی
شوری د غړو سره تماسونه ونیول د هغو سره مو د سولی په هکله د افغان سولی جرګی
وړاندیزونه شریک کړل .

[color=red:c84dc0d51a]له بده مرغه حکومتی چارواکی (د سولی د عالی شوری په ګډون) داسی
نه معلومیدل چه سولی سره دی دلچسپی او مینه ولری ، داسی استدلال یی کوو چه
اوسنی حالت د بدلیدو نه دی او همدا حالت د افغانستان د خلکو په ګټه او څوک یی نه
شی بدلولی او خارجیانو هم دلته ډیری سرمایی په کار اچولی او وینی یی توی کړی دی
( دوی نه وځی) تاسی ډاډه اوسی.
ډیری خبری دوی کولی زمونږ د خبرو اوریدو حوصله یی نه درلوده دوی پوهیدل چه هر
ډول( حتی مثبت بدلون) هم د دوی په ګته نه دی ، نو زمونږ خبری ورباندی ښی نه
لګیدی . [/color:c84dc0d51a]

دا د دوی مشکل وو زمونږ هدف صرف دوی ته اورول وو چه د سولی د راتګ د پاره (په
خوښه یا په زور) امادګی ولری ، دا تاریخی جبر دی څوک یی مخه نه شی نیولی .

په درناوی

( الحاج استاد بیانزی )


pattang
11.12.2012

بيانزی صيب کور داباد چې احساس لرې !
دصليبيانو له خوا کښېنولی فاسد رژيم به هيڅکله سوله ونغواړي ځکه چې له دوی
څخه بيا دالر کته کيږي ، داټولې دسولې خبرې ، دسولې شورا ارتجاعي ډرامې دي
چې اولس پرې غلطوي اوبس ٠
طالبانو ته دې الله پاک قوت ورکړي ډېر شهيدان يې ورکړل ، الهي د ټول ملت ددوی
په لوري کړي او الهي دګاونډيانو په زړه کې رحم پيداکړي چې طالبانو وروڼو ته دهوايې
او ټانکونو ضد اصلحه ورکړي ٠ فاسد رژيم له خپلو صليبي بادارانو څخه ډاډ ګېرنه
ترلاسه کړې ده چې له 12014 څخه وروسته به هم په افغانستان کې يو شمېر پاته کيږي
نو څکه يې ستاسو دسولې خبرو ته داسې سوړ منفي ځواب در کړی دی !

دصليبيانو يومهم هدف داسلام پرزول او داسلامي ټولني اخلاقي او ټولنيز روابط
له منځه وړل دي ٠ دوی هلته خوشاليږي چې لوڅ لېنګي او سپينې لوڅې سينې وويني
تېره هفته يې هم سيما سمر ته دنوبل نسبتي جائزه ور کړه خو حال دادی چې سمر خپله
دجنګي جنايتکارانو د بازي اله ده ،داچې سمره داپورته ( لينګي پورته ، سينې لوڅې)
خواص لري نو جائزه يې هم (50000 €) ورته ورکړه .
سيما سمر په جرمني کې له صليبي اشغالګرو څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې
افغانستان يواځې پرې نږدي او خپل عسکر هلته تل خوندي وساتي .....

ډېرې مندې به بوري اوډېرې به هم کونډي شي خو چې هر څومره زور او ظلم زياتيږي
په هغه اندازه به مقاومت هم زياتيږي.
بيانزی صيب دا داسلام او غربي فاسدې ليبرالې ديموکراتي سيستم جنګ دی شايد
لکه دمنځنويو پېړويوهغه صليبي جنګونه 200 کاله دوام وکړي.

لعنت په اشغالګروصليبيانو او فاسد رژيم !


larghonay laraway
12.12.2012

سلامونه!
ښه يونليک يې ليکلی دی. پر معلوماتو سربېره ادبي او هنري خواږه هم په کې شته !
مننه


ډاکتر څپاند
13.12.2012

پتنګ صيب سلامونه، 

دې محترم  الحاج استاد بیانزي پياوړ ې ليکنه کړې ده خو دا مو ندي ليکلي چې بيانزی صيي څوک دی؟

په درناوې 


Ghairat
14.12.2012

1- د افغان سولې جرګه ؟ یعنې څه ؟ یوه بهرمیشتې ټولنه او د هغې دوه ژورنالستي کارکوونکي کابل ته ځي، چیرې چې د طالبانو
یو رسمي استازی هم نشته او د سولې په حکومتي شورا کې د کومو تسلیم شویو پخواني طالبانو سره مطبوعاتي مرکه کوي
، چې له همدې امله يې نومونه هم نه دي معرفي شوي ، او هغوی ته
بیا د اسلامي آمارت نماینده ګان وايي؟؟؟؟ . :lol: :lol: :lol:

۲- دا مرکه په جولای کې تیره شوې او دومره بې وزنه پاتې شوې چې ایله اوس د دسمبر په ۱۱ نېټه څلورنیمې میاشتې وروسته يې نشر ته دسپارلو جرئت شوی چې دا ټول صرف د حزب اسلامي د تبلیغاتو هغه دچا خبره «د افغان سولې جرګې» یو مثبت غبرګون انځوروي او بس!

۳- دا مرکه له حکومت څخه صرف د يو څو بې ځواکه او بې واکه مټې ټې ګروپونو ګیلې ښکاره کوي چې
په یو طرف کې يې هم څوک په خوله تریخ پیاز قدرې هم نه خوري !

۴- د بې واکو او بې ځواکو تسلیم شویو طالب استازو دغه نظر د جګړې د سنګر یو طالب هم نه مني، نو ملا عمر
یا آن د ISI «مشاورین » به يې څنګه ومني؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

۵- لهذا دا مرکه د خپل وزن له مخې یوه تشه پسکۍ ده چې بوی يې په پَلَتۍ وهلو نشی راستنیدای!


pattang
14.12.2012

غيرت صيب سلا مونه !
خوشاله شوم چې په پښتو وګړېدې ، ما يو e-mail درته ليکلی او ٦ اونۍ پرې تېرې
شوې چې تر اوسه دې لوستلی هم ندی ! که څه هم په پاڼه کې دغه خبر په ډاګه درته
مالوميږي ، ته باور وکړه چې هغه چيچل نکوی !
په هر حال رابشو دبيانزي صيب ليکنې ته !
بيانزی صيب، زه او ته سوله نشو راوستی ! خو مونږ يې په راوستلو اونه راوستلو
خبرې او تحليل کولی شو او هر کس بل هم !
خوته باور په خدای وکړه که ما سل تکړه افغانان لرلی نو ما به پردې اروپا کې لرلی،
نوداشغالګرواو لاسپوڅې رژيم ملا ور ماته کړې وه ! خونه ټول دروغ وايو باټې ولو
، لوړ نوم مو خوښېږي خو په غلامي او بي بې عقلي کې ! حتی ان تردې پورې چې
ځينې د پښتنوخپل سري قلابي مشران ډومانو ته پيسې ورکوې چې په نوم يې
ډومان شعرونه اوبدلې ووا ېي ! دپښتنو او افغانانو هر کار جعلي، غيرې منطقي
او داولس بربادي دی ، تراوسه مې ددوی کارونه دهيواد په ګټه ونه ليدل !
دوه ټکې :
- بيانزی صيب جنګي طالبان يادکړي ، نه تسليم شوي !!
- بيانزی صيب د مذدور ، خرڅ شوي ، اجنټ ، جاهل ، ناپوهه او دلال دولت
دسولې څخه نفرت ياد کړی او شاهدي يې ورکوي !!
- داچې بيانزي صيب خپله ليکنه درې ماشتې ? وروسته لوستونکو ته وړاندې کړې
ده، دا دې بيانزي صيب د خپل اقدام او سفر څخه مايوسي ښکاروي ، لکه چې تا هم اشاره ورته کړې ده !!


پتوال
15.12.2012

سلامونه !
بیانزي صاحب نه دي بیان کړي چې د کومې کچې طالبانو سره یې وکتل نومونه يط باید معلوم وي که نه د بې نومه ،
پټ هویتو او ټیټپوړو طالبانو سیاسی خبرې او وعدې څه ارزښت لري؟؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more