د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دوی پر ښځو هم بریدونه کوي؟

مومند
10.12.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
په خبرونو کی خپور شوی خبر له مخی پر موټر سایکل سپاره نامالومو وسلوالو کسانو د دوشنبه په ورځ د لغمان ولایت د ښځو د چارو د ریاست سر پرسته میرمن ناجیه صدیقی باندی برید وکړ. میرمن صدیقي روغتون ته په لاره د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.
سرحدي ځواک وویل چې مېرمن صدیقي وروسته له دې د لغمان د ښځو د چارو د ریاست مشره وګومارل شوه چې د لغمان د ښځو د چارو مخکینۍ ريیسه حنیفه ساپۍ د جولای په میاشت کې په بمي حمله کې ووژل شوه. په هسی هیواد کی چی ښځو او ماښومانو یی خوندی نوی او د بریدونو قربانیان کیږی نو د هغه هیواد نارینه/سړی باید چی د سړی او سړیتوب، غیرت او ناموس په هکله خبری هم ونکړی او څادر/پوړنی پر سر په کور کی کښینی. ځکه چی زمونږ د پښتنو په دود او دستور او زمونږ په دین او مذهب کی د ښځو او ماښومانو دفاع او د دوی خوندیتوب مسولیت تر هره بله مسولیت نه لومړیتوب لری مګر زمونږ د هیواد په دا اوسنی حالاتو کی زمونږ د ښځو او ماښومانو ژوند هم ندی خوندی پاتی شوی. د تعجب او اندښنی وړ دی چی دا زمونږ پښتونوالی او زمونږ سړیتوب، ننګ او عزت او ناموس او غیرت چیرته دی او څه په شوی دی او ولی دغو احساساتو په مونږ پښتنو کی مړ شوی دی؟

په درناوی

مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more