د موضوعګانو سرپاڼه
وطن پال او نور ګټور شعرونه
تاييد
ګل آغا احمدي
01.11.2004
مه كړه ياره زما مينه كې ترديد
زه يم ستا د شنكي خال د پير مريد
لكه سوزي چې پتنګ لمبه د اور كې
داسې بوله ما په مينه كې شديد
ستا ليمو مې له پخوا دى زړه اخيستى
نه يم زه د ښكلا سيمه كې جديد
چې سفر څومره ددې كاروان سختيږي
زه همدومره شم ستا مينه كې سديد
په ليدو پسې دې دومره شيدا شوى
د ديدار ورځ به مې سراسر وي عيد
هميشه مې ځير ته ناڅي ستا يادونه
لكه ناڅې چې اميل كې مرواريد
يا شمال په ګڼو څڼو د بڼ راشي
ورته وخاندي د پاڼو هر وريد
خواږه عطر د نسيم لپو كې وركړي
ورشيندي يې د ښكلاوو په كانديد
ستا ښايست مې د ځيګر په پاڼه ليك دى
د هر بيت توري يې كړي داسې تاييد
ګل آغا احمدي وردك