د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

الاستفتاء : جماعت ثاني څه حکم لري ?

ابواحمد
06.12.2012

الاستفتاء : جماعت ثاني څه حکم لري ?



ع کريم حليمي
08.12.2012

لمړئ زموږ سلامونه ومنه : السلام علیکم و رحمة الله

الاستفتاء : فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
الاستفتاء د فساد د مخنوي له پاره هر وخت ښه کار دي ، چه د علماء او سیاسي دلګیو سره د دستور او ملي سنتونو په باب مشاورې او جرګې وشي ، په دغه جهان کښي هر څه بېله اخلاق سماوي قابل د تجديد نظر دي او وي به

او چه خبره و احکام اواخلاقي سماوي (نص صریح قرآن )ته راسي نو بیا الاستفتاء ته ځای نسته !!!
درنښت


ځما پوښتنه راځواب کړﺉ

ابواحمد
10.12.2012

وعلیکم السلام :ملګري ځواب خو دي ځما مسئلې ته نه ده ویلی او ستا دلیکل شوي پیغام په مطلب مي سرخلاص نه شو.


تاسي پوښتنه روښان او واضح کړئ


ع کريم حليمي
10.12.2012

محترم او مکرم ملګرې ، السلام علیکم و رحمة الله
ملګرې ! ستاسي یو وچ سوال کړی وو .‌ زموږ حق دي ( ښه هم دا ده) چه وچ جواب درکړو,
که پر تاسي تکلف او محنت نه وي ، پوښته مو يو څه روښانه کړئ
ان شاء الله چه د ټول افغان علماء به روښانه جوابونه درته ولیکي
ــــ
ملګرې ! که دي د پوښتني مطلب دا وي چه : په مسجد کښي د جماعة ثاني حکم څه دی ، نو دوهم جماعة جواز لري‌ ، او که چا په مسجد کښي دوهم جماعة کاوه په غرض د تعصب او شخصي مدعا ، نو بیا دغه جماعة ثاني ناروا دی !!!!
درنښت


ابواحمد
14.12.2012

محترم ستاسو حضورته يوځل بیا السلام علیکم !
ماپوښتنه کړي وه : چي په یوه مسجد کښې جماعت شوی وې ،نوکیدای شي چي په دغه جماعت کښې بل جماعت بیاوشې، تاسوخوراته ویلې چي تعصبا نده جایز او بغیر له تعصب جایزده، مګر بعضي علماء وایې چي جماعت ثاني مکروه ده نوکه تاسو خپله مسئله راته دکتاب په حواله وښه یاست ،لویه مهربانې به ومووې .



ع کريم حليمي
15.12.2012

محترم او مکرم ابو احمد صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

[quote:bccdcde572]بعضي علماء وایې چي جماعت ثاني مکروه ده نوکه تاسو خپله مسئله راته دکتاب په حواله وښه یاست [/quote:bccdcde572]
محترم وروره ! کوم علماء چه جماعة ثاني مکروه ګڼي هم سمه ده ، زه ورسره موافق یم ، ولي چه داخو فقهي موضوع ده ( پخوانۍ )

د سردار عالم په وخت کښي ، اصحاب کرام داسي تر تهدید لاندي وه
چه : مبارک ورته ویلي وه (فأحرق عليهم بيوتهم ) نو خلګ ډارېدل ټول
د آذان پر وخت مسجد ته راتلل ، او داسي هم پېښه سوه چه یو په سترګو ړوند صحابی راغلی و مبارک ته چه رهنما نه لرم چه مسجد ته مي راولي ، آه د خدای رسوله اجازه راکړه چه د شپې لمونځ کور وکړم ؟ سردار عالم ور ته وفرمایل چه آذان اورې ، هغه وویل چه نعم ! نو بیا سردار عالم ورته وویل چه اجابت کوه ،

نو دغسي او نور سببونه وه چه اصحابو کرامو جماعة ثاني نه کاوه

جَاءَ أَعْمَى إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ إِنَّهُ لَيْسَ لِي قَائِدٌ يَقُودُنِي إِلَى الصَّلَاةِ فَسَأَلَهُ أَنْ يُرَخِّصَ لَهُ أَنْ يُصَلِّيَ فِي بَيْتِهِ فَأَذِنَ لَهُ فَلَمَّا وَلَّى دَعَاهُ قَالَ لَهُ أَتَسْمَعُ النِّدَاءَ بِالصَّلَاةِ قَالَ نَعَمْ قَالَ فَأَجِبْ

او بل خبره دا هم ده چه که چا اذان واورېدلی ، نو پر هغه ځای لمونځ پر سړي واجب کیږي ، بل مسجد ته به نه ځي ،

خو !!!! معاصره فقهه بیا داسي ده !!!!
د کابل په ښار کښي ۴ ملیونه خلګ اوسیږي ، که داسي پېښه سي چه ټول خلګ مسجد ته پر یو وخت حاضر سي نو ۴ زره غټ مساجدوته اړ تیا سته ، نو محال خبره ده چه کابل دي ۴ زره غټ مسجدونه ولري ،

او بل : که وزارت اوقاف راولاړ سي د بازار غټو او لوی مسجدونو لپاره ، لس امامان و ټاکي (إمام راتب) رسمي
مقرر کړي ( عصر لمونځ په لس واره په امام راتب پسي کیږي )
نو بیا که څوک را ولاړ سي او بیله إمام راتب څخه جماعة کوي ، نو بیا جواز نه لري او كراهة لري

او که علماء یا وزارت اوقاف کومه عملي لاره جوړه نه کړي ، نو بیا وخلګو ته لازمه ده چه په درو او څلور‌، ۵ ، او ۶ نفر جمامة وکړي ولي چه د جماعة د لمانڅه ثواب يو په ۲۷ دی ، او جماعت لازم هم دی : وَارْكَعُوا مَعَ الرَّاكِعِينَ

درنښت


ابواحمد
15.12.2012

ستاسو حضورته دزړه له کومې سلامونه !
که چیري له یوچاڅخه جماعت تیرشوی وې،نو ددغه سړي لپاره به دابهتره وې چي کورته ولاړ شي اوپه کورکښې خپلې دکورښځې راټولې کړي اوجماعت ورکړې اوکه به دا اولی وې ، چي په مسجدکښې لمونځ وکړي اویواځي یې وکړي؟
بینوا بالحوالة توجروا



ع کريم حليمي
16.12.2012

[quote:ae72ba0247="ابواحمد"]ستاسو حضورته دزړه له کومې سلامونه !
که چیري له یوچاڅخه جماعت تیرشوی وې،نو ددغه سړي لپاره به دابهتره وې چي کورته ولاړ شي اوپه کورکښې خپلې دکورښځې راټولې کړي اوجماعت ورکړې اوکه به دا اولی وې ، چي په مسجدکښې لمونځ وکړي اویواځي یې وکړي؟
بینوا بالحوالة توجروا[/quote:ae72ba0247]

محترم او مکرم ابو احمد صاحب ، وعلیکم السلام
ګرانه وروره ، هو ! اصحابو کرامو هم داسي کول ، زما پلار هم همداسي کول ( زما مور او پلار به په کور کښي همېشه د جماعت لمونځ ) کاوه .
د افغانستان په قریجاتو کښی ممکن ده چه دا اخلاق عملي سي ،‌
د اسلام دین یوازي د افغانستان د قریجاتو او کوچیانو لپاره نه دي ، دا دین د درست جهان دخلکو لپاره دی ، هر کله چه ملک صنعتي کیږي ، نو بیا ښځي هم په کښي کاریګري وي ، او په کورونو کښي نه وي ناستي ، ( یعني ۸۰ ٪ )
نن او ســــــــــــــــــــبا د کور دښځو سره په جماعت د لمانځه زمانه مخ پر نېستي کېدلو ده .
او په عیني وخت کښي د جماعت دلمانځه فعل سنت موکد دی او یا واجب دي
مبارک فرمايي چه زه د جماعت له پاره بل څوک تعینوم ،او زه ځم هغو کورونو ته اور اجوم کوم چه جماعت ته نهدي راغلي ، او
یو ړوند صحابي را ځي او و سردار عالم ته عذر پېشوي چه ړوند یم او رهنما نه لرم چه مسجد ته مي راولي ، او سر دار عالم يې معذرت نه مني ، په داسي حال کښي چه ذالجلال و الاكرام فرمايي چه : يريد الله بكم اليسر ولا يريد بكم العسر (الله پر تاسې اسانتيا راوستل غواړي، سختي راوستل نه غواړي )

دا تر لمر ښکاره خبره ده چه سردار عالم یو رءُوف رّحیم او حریص
رسول دی ، او رب ورته فرمايي چه اساني کوه ، او دا موصوف ،د یو ړانده صحابي معذرت نه مي ، او غواړي چه ترک جماعتو و کورونو ته اور واچوي ( صلاة العشاء)، یعني نو جماعت فرض عین دی لکه لمونځ چه فرض عین دي !!

نو فلهذا السبب !!!! په نن عصر کښي ، او سبا په هر مجسد کښي جماعة ثاني حـــــــــــــق دي ،

[color=white:ae72ba0247] د فرض لمونځ کولو ځای مسجد دي
او نفلونه او وتر رکات د کور عبادت دي [/color:ae72ba0247]

درنښت


ابواحمد
17.12.2012

ډیره مننه : خو ارامان چي دمسئلې ځواب دکتاب په عبارت راکړي وای


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more