د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د cia جنايتکاره قصابان.

pattang
21.11.2012

د شلګر اربكيانو د شيلې كلي د ملا امام په ګډون درې تنه شهيدان كړل
تفصيلبـــــرخه: خبـــــرونه 20 Nov 2012 .لیکوال: نن ټکی اسیا .
[img:b668c38bb9]http://www.nunn.asia/images/اربکیان.JPG[/img:b668c38bb9]
د غزني د شلګر اربكيانو دوه ورځې مخكې د ګيرو ولسوالى د شيلي كلي ملا امام او ورسره درې تنه د ابراهيم خيلو په كلي كي په خورا بې رحمانه ډول شهيدان كړل.

له سيمې را رسيدلي راپورونه وايي چې څلور ورځې مخكې د شلګر (اندړو) او ګيرو ولسواليو په ډېرى كليو كې د امريكايانو، ملي ارود او د شلګر د اربكيانو تركيبي پراخ عمليات پيل شوي دي، د عملياتو په لومړۍ ورځ دغه تركيبي ځواكونه د ګيره ولسوالۍ د شيلې كلي ته ورغلل، د ياد كلي ملا امام (مولوي صاحب ذبيح الله) او تر لسو ډېر كليوال يې له ځانه سره بوتلل، چې يوه ورځ وروسته يې محترم مولوي صاحب ذبيح الله او د ياد كلي دوه نور كسان د اندړو ولسوالۍ په ابراهيمخيلو كلي كې په شهادت ورسول او پاتې كسان لا اوس هم ورسره بنديان دي.

شهيد مولوي صاحب ذبيح الله چې د ۳۰ كلونو په شاوخوا كې عمر يې درلود، د اندړو ولسوالۍ د ميري كلي اوسيدونكى او له نور المدارس مدرسې څخه فارغ شوى و، له څو كالو راهيسي په سيمه كې د غربت په ديار كې د طالب علمانو په روزنه بوخت و او ورسره په څنګ كې يې د شيلې كلي د ملا امام دنده سرته رسوله.

نوموړى د خورا نيكو صفاتو خاوند، د دينې علم په برخه كې خورا د مبتكر ذهن څښتن و، تل به يې په زغرده او زړورتيا خبرې كولې د حق په ويلو كې خورا تر هر چا مخكي و. روح دې يې ښاد وي (انا لله و انا اليه راجعون)[/img]


larghonay laraway
22.11.2012

السلام عليکم!
پتنګ صيب باور وکړه سړی ډېر خواشينی شي چې نه مو په غربت کې څوک پرېږدي او نه په قدرت کې. که ګناهګار يو خو د خدای به يو نو د داسې لنډه غرانو په لاس ولې عذاب راکوي؟
زه خو نور په غندلو او ليکلو هم ستړی شوم خو له ورځې بلې ته بد اخبر اورم او ښه مې وانه وريد!
بس الله دې هغه وکړي چې زمونږ په کې خير وي او نور دې مونږ له دې عذابونو خلاص کړي
امين


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more