د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د قطر په پلازمینه دوحه کي د افغانستان په اړه سیمینار جوړ شو

pattang
19.11.2012

تفصيل بـــــرخه: نن په آسیا کې
18Nov2012.
لیکوال: نن ټکی آسیا .

نن ټکی آسیا:
د قطر په پلازمینه دوحه کي د افغانستان په اړه سیمینار جوړ شو.

دغه سیمینار چي په قطر کي د (منتدی العلاقات الدولیة والعربیة) په زیار جوړ شوی وو، د بحث موضوع یې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات وه.

[img:94c154ec1f]http://www.nunn.asia/images/asia/qatar/forum_in_qatar_about_afghan.jpg[/img:94c154ec1f]

ددغه اکاډیمیک او علمي سیمینار عنوان وه: د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات په کومي لوري؟

په سیمینار کي ګډون کونکي د افغانستان څخه مولوي وکیل احمد متوکل د طالبانو پخوانی وزیرخارجه، او د طالبانو پخوانی سفیر ملا عبد السلام ضعیف وه، او همداسي د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده، ډاکټر عبد القیوم مومند، او ډاکټر عبد القیوم کوچي په سیمنار کي د ګډونوالو سره په افغانستان کي د سولي په اړه خپل اندونه شریک کړه.

په قطر کي د افغانستان سفیر ښاغلي خالد زکریا هم د سفارت د نورو غړو تر څنګ په دغه سیمینار د یو عام ګډونوال په توګه ګډون کړی وو.

د سیمینار نور ګډونوال د امریکا څخه جون فیفر (John Feffer) وو، د برتانیا څخه الیکس ستریک فان (alex stick van linschoten) او مایکل سمپل (michael semple) وه چې په خپل وار يې په افغانستان کې د سولې په اړه خپل نظریات بیان کړل.

څرنګه چي په سیمینار کي دعوت عام وو، او درې ورځي مخکي لا په اخبارو او د الجزیرې په شمول نورو تلویزوني چینلو کي ددې سیمینار په اړه اعلانونه شوې وه، او د ګډون لپاره عام دعوت اعلان شوی وو، نو ځکه په کښي ډیرو نورو افغانانو او د افغانستان په مسله کي د دلچسپي لرونکو د نورو هیوادونو څخه سیاسي کارپوهانو او د زده کونکو ګډون کړی وو.

په دغه سیمنیار کي د نن ټکی آسیا همکار هم ګډون کړی وو، نوموړي وویل چي د سیمنار د منتظمینو له خوا په قطر کي د طالبانو رسمي استازو ګډون نه درلود، او نه هم دې غونډي د یو کانفرانس شکل درلود چي په اخیر کې یوه ګډه اعلامیه خپره شي. نوموړي وویل چي دغه سیمینار یو علمي او اکاډمیک حیثیت درلود، په کوم کي چي له مخکي لا ویناوالو ته موضوعګاني ورکړل شوې وي، او هغوی له ځانه سره لیکلي راوړي وې، او بیا یې په سیمنار کي ګډونوالو ته واورولې.

ښاغلي ملا عبد السلام ضعیف د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په لار کې په پرته ستونزو او مشکلاتو رڼا واچوله. ښاغلي ضعیف د طالبانو او د افغان حکومت ترمنځ خبرو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ترڅو له امریکایانو سره د خبرو اترو پړاو نه وي بشپړ شوی، دده په وینا دکابل دادارې سره دطالبانو خبرې فایده نه کوي.

ښاغلي ضعیف زیاته کړه چې امریکا په تیره یوه لسیزه کې د طالبانو پرضد دومره منفي تبلیغات کړي دي چې اوس د امریکا لپاره دومره اسانه نه ده چې د طالبانو نوم یاد کړي، د همدې کبله امریکایان غواړي د کابل د ادارې له لارې د طالبانو سره خبرې وکړي. هغه وویل: "خو طالبان حاضر نه وه چې د کابل د ادارې سره مستقیما خبرې وکړي د همدې کبله بالآخره امریکا ددې تریخ حقیقت منلو ته حاضره شوه او د طالبانو سره یې مستقیما خبرې وکړي".

خو د نوموړي په وینا د ۲۰۱۱ کال د بن د دوهم کنفرانس نه وروسته حامد کرزي د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د پروسې د خنثی کولو کوښښ د قدرت د زوال له ډاره وکړ او د وارخطایۍ له وجې یې په دې پروسه کې منفي رول ولوباوه.

"امریکایانو یوولس کاله جنګ ته دوام ورکړ او سوونه زره شهیدان يي پریښودل، مګر نه یوه سالمه اداره رامنځته شوه، نه سوله او نه امنیت خوندي شو، خو اوس هم سر وخت دی او د طالبانو سره خبرې ضرور دي".

ښاغلي ضعیف د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د پروسې چې اوس متوقفه ده په لار کې د پرتو خنډونو د هوارولو او ددې پروسې د کامیابیدو لپاره ځینې وړاندیزونه هم درلودل، نوموړي وویل:

"-امریکا باید خپلې هغه ژمنې پوره کړي چې د اعتماد سازۍ د فضا د رامنځته کولو لپاره یې له طالبانو سره کړې وې.

-اشغال ته که په هره بهانه وي باید خاتمه ورکړل شي

-امریکا باید په خبرو اترو کې د کابل د ادارې سره خپل کړي قراردادونه تحمیل نکړي، او دا قراردادونه معطل کړي.

-امریکا دې خپله ظالمانه ستراتیژي په سوله ییزه ستراتیژي بدله کړي.

-د کابل اداره باید د نمایشې سولې او د قدرت پرځاي د سولې حقیقت ته ترجیح ورکړي.

-طالبان باید د نړۍ د صریح سیاست سره ځان عیار کړي.

-باید په ګډه کوشش وشي د ګاونډیو هیوادونو رول په مثبت لوري رامات شي."

د سیمنار بل ویناوال جون فیفر د افغانستان په اړه اوباما پالیسي سمبولیکه وبلله او ویې ویل عامه نظر دا دی چې اوباما د افغانستان په اړه هیڅ پالیسي نه لري. خو د نوموړي په وینا طالبان د امریکایانو تر وتلو وروسته د داخلي جنګ له ویرې مجبور شوي چې د امریکایانو سره خبرو ته حاضر شي.

"زه د سیاسي چارو د کارپوه احمد رشید ددې خبرې سره موافق یم چې وايي طالبان په دې باور دي چې داخلي جنګ نه شي ګټلی ځکه یې پریکړه کړې چې په مذاکراتو کې شریک شي".

د غونډې یو بل ویناوال ډاکټر عبدالقیوم مومند هم د امریکا او طالبانو د خبرو په لار کې په پرتو ستونزو رڼا واچوله، نوموړي د خپلو خبرو په جریان کې وویل:

"امریکا کولی شي د خپلو نظامي امکاناتو په واسطه د افغانستان اشغال ته دوام ورکړي، خو د همدې امکاناتو په درلودلو سره به ونه شي کړی چې په افغانستان کې کامیاب شي".

ښاغلي مومند طالبان د یوې آیډیالوژۍ جنګیالي وبلل، نه د مالي او مادي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره جنګیدونکي. هغه په هلمند کې د انګلیسانو په بوسشن نظامي اډه برید د طالبانو د پیاوړي قوت دلیل وباله. نوموړي د امریکایانو د کابل د حکومت هغه شرط هم بې ځایه وباله د کوم له مخې چې باید طالبان د افغانستان اوسني اساسي قانون ته غاړه کیږدي. ښاغلي مومند د سولې په پروسه کې د سعودي عربستان رول ته په اشارې وویل چې د عربي پسرلي څخه وروسته د دې هیواد په سیاست کې تغیر راغلی او اوس سعودي عربستان کوښښ کوي د سولې په پروسه کې خپل رول ولوبوي.

ډاکټر عبدالقیوم مومند د مذاکراتو پروسه په درې مرحلو وویشله:

"اول باید امریکا مستقیما د طالبانو سره مذاکرات وکړي، په دوهمه مرحله کې باید افغانان په خپلو کې سره کښیني، په دریمه مرحله کې باید درې واړه (امریکا، طالبان، د کابل حکومت) د شمالي ټلوالي او نورو ډلو په شمول په خپلو کې کښیني".

د سینمار بل ویناوال مولوي وکیل احمد متوکل هم په خپل وار په دې اړه رڼا واچوله، نوموړي په ځانګړي توګه د قومي ملیشي (اربکیانو) په جوړولو سخته نیوکه وکړه او ویې ویل چې که له یوې خوا اربکي سازي کیږي نو د بلې خوا خبرې د څه لپاره باید وشي.

"که د اربکیانو په جوړیدلو سره دا جنګ دوامداره کیږي نو دا کار د افغانستان یووالي ته سخت زهر دي، که امریکا او اروپا د ځان په اړه فکر کوي باید د افغانستان سولې او امنیت ته هم ژمن واوسیږي".

ښاغلي متوکل د (حقاني شبکه) یوه تبلیغاتي پروپاګنده وبلله او زیاته یې کړه: "اوس ټولو ته معلومه شوې چې د طالبانو قیادت یو دی، بیرغ یې یو دی، ویاند یې یو دی، ولې برعكس د حکومت په داخل کې بیلابیل موقفونه شتون لري".

ښاغلي متوکل د مطبوعاتو رول ته په اشاره وویل چې مطبوعات باید هومره خلک هیله من کړي څومره چې حقیقت وي. نوموړي د سولې په لارو د عمل کولو غوښتنه وکړه، او د امریکایانو اوسنیو نظامي عملیاتو ته په اشاره یې وویل:

"امریکایان د یوې بهانې له مخې راغلي وه، اوس خو نه هغه میلمه اسامه بن لادن شته او نه د کوربه ملا محمد عمر حکومت شته، اوس ولې د افغانانو په کورو چاپې وهل کیږي".

د سیمنار بل ګډونوال مایکل سمیل چې خپله د آیرلنډ دی، افغانان یې په ډیرو شیانو کې د آیرلنډیانو سره مشابه وبلل، نوموړي د افغانستان سیاسي او جګړييز حالات په آیرلنډ قیاس کړل او لکه د آیرلنډ په شان یې په افغانستان کې هم خپله د افغانانو په منځ کې خبرې اترې یو ضرورت وباله. ښاغلي سمیل په خپل هیواد کې د اربکیانو جوړښت او د هغې پایلې ګټورې وبللې او په افغانستان کې يې هم د اربکیانو د جوړښت ابتکار مثبت ګام وباله.

د سیمنار بل ګډونوال ډاکټر عبدالقیوم کوچي د افغانستان په اوسني وضعیت مفصلې خبرې وکړي او د طالبانو سره یې د امریکایانو خبرې ځکه مهمې وبللې چې دده په وینا امریکایانو بلیونونه ډالر د طالبانو د له منځه وړلو لپاره مصرف کړل خو بیا یې هم ماتې وخوړه او هیڅ نتایج یې ترلاسه نکړل. ښاغلي کوچي زیاته کړه چې طالبان د ولس په منځ کې داسې اوسیږي لکه ماهي چې په اوبو کې اوسیږي، طالبان د ولس د کلک ملاتړ څخه برخمن دي د همدې کبله امریکا ونه شوای کړی په یوولسو کالو کې د زرګونو شهیدانو او د خپلو زرګونو عسکرو په له منځه تللو سره طالبان له منځه یوسي.

"د طالبانو شکست ممکن نه دی، طالبان د ولس په منځ کې اوسیږي، تاریخ ثابته کړې چې هغه څوک نه شي ماتیدلی چې د ولس ملاتړ ورسره وي.. طالبانو ثابته کړه چې د افغانستان سره مخلص دي، خلک د طالبانو راتګ ته انتظار باسي، افغانان کرزی خپل مشر نه ګڼي".

ښاغلي کوچي په افغانستان کې د امریکايي عسکرو مورال او روحیه بایللې وګڼله او هغو امریکایي عسکرو ته یې اشاره وکړه چې په لوی لاس ځانونه زخمیان کوي ترڅو له افغانستان څخه د وتلو بهانه په لاس ورشي. هغه په امریکا نیوکه وکړه چې پخواني جنګ سالاران یې یو ځل بیا واک ته ورسول. نوموړي د پاکستان په اړه هم څرګندونې وکړې ویې ویل چې پاکستان د افغانستان لپاره ډیر مشکلات جوړ کړي، د امریکایانو د حملې وروسته طالبان پاکستان ته ځکه لاړل چې بل ځای یې نه درلود. "طالبان خو هند ته نه شوی تللی، خو پاکستان سره له دې د طالبانو مشران ونیول او په شهادت ورسول".

د سیمنار بل ویناوال ښاغلي وحید مژده هم د موضوع په رابطه خپله وینا واوروله، نوموړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د داخلي جنګ امکان کمزوری وباله ځکه دده په وینا پخواني جنګسالاران اوس د پیسو او بلډنګونو خاوندان دي او زړه نه ښه کوي چې خپل مرفه ژوند د جګړې امله له لاسه ورکړي.

[img:94c154ec1f]http://img1.bildupload.com/3dda3c1a9159ea764c51bcada1c4682d.jpg[/img:94c154ec1f]

د غونډي په پای کي عامو ګډونوالو ته د تبصرو او سوالونو اجازه ورکړه شوه، چې په دوحه کې د افغانستان سفیر خالد زکریا هم د یو عام ګډونوال په توګه اجازه وغوښته او نیوکه یې وکړه چې ولې د سیمنار ویناوالو افغانستان اشغال وباله.

سیمنار د درو څلورو نورو سوالونو وروسته پای ته ورسید


larghonay laraway
20.11.2012

السلام عليکم!
ياره پتنګ صيب اوس خو به يې منئ چې طالبان د امريکا او انګليس له خوا جوړ شوي خلک دي او په دې دومره موده کې ورسره په تماس کې وو.
ځکه مایکل سمپل همغه سړی دی چې په هلمند کې يې له طالبانو سره تګ راتګ، معاملې، روزنې او راکړې ورکړې درلودې خو کله چې يو بېچاره افغان ژورناليست اجمل نقشبندي د دوی له رازه خبره شو نو هغه يې د طالبانو په وحشي لاسونو حلال کړ!

ښه پتنګ صيب طالبان خو به اخر دې ملت او په قيامت کې خدای ته ځواب ورکړي ځکه د دوی او د کرزي د دې ناولي سياست په نتيجه کې ګڼ بې ګناه افغانان د مرګ کومي ته وروغورځول شول نو ته وايه!؟
تاسو به څه ځواب ورکوئ چې په پټو سترګو او احساساتو مو د طالبانو د دې ړانده سياست پلوي کړې ده؟
مايکل په همدې بد نامه له افغانستانه شړل شوی ؤ چې له طالبانو سره تګ راتګ لري خو اوس معلومه شوه چې هغه شړل هم د خلکو تېر ايستنه وه


pattang
21.11.2012

لرغونی صيب قضاوت دې يو پلويزدی !
ډېر په طالبانو لګيږې خو خپله لار هم نلرې ، که يې لرې نو را وړاندې کړه !!!!!

[quote:dd68b4a75b="larghonay laraway"]السلام عليکم!
ياره پتنګ صيب اوس خو به يې منئ چې طالبان د امريکا او انګليس له خوا جوړ شوي خلک دي او په دې دومره موده کې ورسره په تماس کې وو.
ځکه مایکل سمپل همغه سړی دی چې په هلمند کې يې له طالبانو سره تګ راتګ، معاملې، روزنې او راکړې ورکړې درلودې خو کله چې يو بېچاره افغان ژورناليست اجمل نقشبندي د دوی له رازه خبره شو نو هغه يې د طالبانو په وحشي لاسونو حلال کړ!

ښه پتنګ صيب طالبان خو به اخر دې ملت او په قيامت کې خدای ته ځواب ورکړي ځکه د دوی او د کرزي د دې ناولي سياست په نتيجه کې ګڼ بې ګناه افغانان د مرګ کومي ته وروغورځول شول نو ته وايه!؟
تاسو به څه ځواب ورکوئ چې په پټو سترګو او احساساتو مو د طالبانو د دې ړانده سياست پلوي کړې ده؟
مايکل په همدې بد نامه له افغانستانه شړل شوی ؤ چې له طالبانو سره تګ راتګ لري خو اوس معلومه شوه چې هغه شړل هم د خلکو تېر ايستنه وه[/quote:dd68b4a75b]


اتل
21.11.2012

پتنګ او لاروئ وروڼو، دزړه دکومي سلامونه او احترامونه تاسې دواړو ملګروته، چې د خپل ملک او ولس د مینې په لمبو کې سوزیږئ او کړیږئ وړاندې کوم. دا مهمه نده چې موږ په خپلو نطریو کې سره یو موټئ وو، بلکه دا مهمه ده چې ګډه داعیه لرو، او داسې نده چې موږ په ګوښیو لمبو کې سوزیږو. شریک خوږ موږ سره نږدي کوي. اول به هغه لمبې وژنو چې زموږد ډلې وچ او لانده نه پیژني، موږ په ګډه سوزوي. دغو سرکښو غلیمو لمبو ته، موږاو تاسې چې یو اوبل پر هغو او دغو ډلو پورې تړو، یو شان حیثیت لرو، موږ ټول هغو ته د سون د مواد وحیثیت لرو او دغه اور موږ سوزوي او زموږ په انرژي چلیږي او زموږ نه قوت اخلي.
موږ ته پکار ده، چې اول د اوردغه یاغي لمبې يعنې خپل دښمن خاموش کړو. کله یې چې د شر نه خلاص شو، بیا به پخپلو کې حساب کتاب کوو. يوه ملي منسوبه، به هغه ټول محاکمه کوي چې جنایتونه یې کړي وی، که هغه طالب وي او که نور څوک.
ګلالیو وروڼو، ستاسې په تبصرو خوشحاله شوم، خو تر ټولو دا خبره سودمنه ده چې د طالبانو د پخواني حکومت غټ ماموران د نورو سره د مسئلې د حل په امکاناتو سره جرګه شول. الله دې دا جریان بریالئ پر مخ بوزي، تر څو زموږ کړیدلي خلک په کاملو او سوله ایزو حواسو، په پوره آزادۍ خپل عادي ژوند بیا پیل کړي او د بې اتفاقۍ د اورد غضبناکو لمبو نه بر حذر شي.


pattang
21.11.2012

اتل صيب ورو، ورو داسې غوړېږې لکه دګل غوټۍ ! سلامونه، صحت دې غواړم !
وروره له هر پښتانه سره چې پښتنولي ولري او کلک پرې ولاړ وي زه 100 په
سلو کې په يوه هندسي سطحه کې طبعي ، ذاتي او اخلاقي څنګ پر څنګ
ورسره پروت يم اودمرګ تر ورځې به (اخ ) ونه باسم !
نوره به خبره نه اوږدوم !
که ما 100 کسه په خبره او قلم پوهه پښتانه داسې پيداکړي وی چې هغوی د طالب
سياسي لاس جوړ کړی وی او خپله ټولنه يې د طالب سياسي پته بللې وی نو اوس
به خبره ډېره وړاندې پر مخ تلې وه ، اشغالګر او دپښتنو دښمن لنډغر به لوڅ
لغړ بې پرتاګه ولاړ وو او لاره به ترې ورکه وه !

خو متاسفانه داروپا په پښتنوکې ما دا استعداد پيدا نکړ ، کله چې طالبان په
قدرت وو ، هلته به خلکو طالبان په موټرو کې ګرزول او غوړې ميلمستياوې به
ورکولې .. .... کله چې د طالب دولت دصلبيانو په لاس مات شه ,نو دپرون ورځې
طالب فرستو په طالب دوښمني شروع وکړه او پروپاګنده يې پسې شروع کړه!
نوداخواخلاقي ده ، احترام به دهغو کوو چې په خپله لاره کلک ولاړوي ، خو دخپل
هدف درسېدو لاره به مخ پورته او مخ کښته لارې هم مني ،خو هدف به نه خرڅوي !

ستاخبره چې لوړپوړي پخواني طالبان اوس په سوله کې برخه اخلې داخو ښه خبره
ده اودوی ښه بااستعداده ، قلمي خلک دي زه يې له نژدې پېژنم !
خو زه داسې فکر وهم چې دځينو طالبانو راخوشي کول دپاکستان له زندان
څخه ترڅو چې دسولې په پروڅيس کې مرسته وکړي د cia ، شمال لنډغرو
او دپاکستان خوشې يوه مصنوعي سيناريو ده اوبس !

څکه سوله د جنګي طالبانو او امريکې په لاسونو پورې تړلې ده ،څکه چې دواړه
يې جنګي خواوې دي ! که دطالبانو هغه غوښتونکي شرائط قبول نشي نو دجبهي
طالبا ن به خپله اصلحه هيڅکله له خپلو اوږو ټيټه نکړي ......


larghonay laraway
22.11.2012

السلام عليکم!
اتل صيب که د ملت،وطن او پښتو غم نه وای نو باور وکړه که يوه کرښه مې هم ليکلې وای. ځکه په مستعار نامه ليکنه خو نه ماته شهرت راکولی شي، نه په دې کار کومه مالي لاسته راوړن کولی شم. خو يوازې او يوازې د وجدان مجبوريت دی چې د ملت، وطن او په ځانګړې توګه پښتنو غم ژاړم!

پتنګ صيب که زه درېمه لار ونه لرم نو ضروري نه ده چې په غلطو لاړ شم. خير دی تاسو بهر مېشتي يې جوړه کړئ خو دا اوسني لوبغاړي باور وکړه چې د نورو لپاره جنګېږي او قرباني کېږي.

بله خبره د پاکستان ده چې تاسو کړې. رښتيا هم دا يوه مصنوعي سناريو ده.
د دې پليتې سناريو سناريسټه امريکه ده چې پاکستان او افغانستان حکومتونو ته دندې سپاري.
لومړی چې امريکې له طالبانو سره د سولې خبرې پيل کړې نو پاکستان ته يې اشاره وکړه چې په لسګونو طالبان يې بندان کړل او ويې وژل.
اوس يې چې بيا په قطر کې غونډه جوړه کړه نو افغان غلام حکومت ته يې امر وکړ چې بندي طالبان اعدام کړي!
دا يوه پليته لوبه ده خو له بده شامته چې قربانيان يې اکثره پښتانه دي!
الله دې ورحمېږي
مننه
ستاسو لاروی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more