د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

علم څه ته وایی

Naeem sadat
18.11.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

زه یو څو پښتنی لرم که محترم دینی عالمان می دی پښتنو ته ځواب راکړی مهربانی به یی وی

ما غوښتل چی د علم په باره کی یو بحث جوړ کړم خو ستونزه داده چی زه نه پوهیږم چی علم څه شی دی په ویکیپیډیا کی د علم تعریف داسی شوی

(پوهنه یا ساينس د انسان د زده كړيز كار او فعاليت هغه ځانګړى ډول دى ، چې د چاپېريالې نړۍ د عيني ، غونډاليزو (سېستماتيكي) منظمو او مدللو پوهو طرحه كولو او رامنځته كولو ته يې لورى وركړ شوى وي)

یعنی علم ساینس ته وایی او ساینس هرڅه په تجربه ثابتوی (فزیک ، کمیا ، بیولوژی ، او داسی نور مضامین خپل هرڅه په تجربه ثابتوی ) یعنی یو عمل په لابراتوار کی ډیر ځله تکرار کړی او کله چی یی نتیجه یو ډول وی نو دا ددوی لپاره ثبوت دی

خو بل پلو بیا د ریاضی علم دی چی هغه بیا په تجربه نه ثبوتیږی بلکی پخپله هر څه ثبوتوی لکه ۲+۲=۴ کیږی بغیر له تجربی دا ثبوتوی چی دوه جمع دوه څلور کیږی

او بل پلو بیا دینی علم دی چی موږ هغه ته دینی علم وایو له همدی ځایه موږ دینی عالمانوته (عالم)وایو

اوس که چیری ساینس علم وی بیا ولی موږ انجینر ته عالم نشو ویلی ؟؟
اوکه چیری ساینس علم نه وی بیا ساینس څه شی دی او علم څه شی دی او د علم تعریف څه دی؟
او ددینی علم او د ساینس په منځکی فرق څه دی ؟
ایا موږ منطقو ته د ریاضی علم ویلی شو ځکه چی محاسبه ده ؟؟

و


حمید هڅــاند
18.11.2012

ملتوال صیب، زه ساده هلک یم، په ساده الفاظو خبرې کوم:
علم پوهې/خبرېدنې ته وایې، عالم هغه دی چې له اړوندې موضوع، ساحې، مضمونه او...پرتلیزه خبرتیا ولري. پرتلیزه ځکه، مطلق او پوره پوهه یواځې الله جل جلاله لري، ته چې زما نه د زابل په اړه زیاته خبرتیا لري، نو ته زما په پرتله، په همدې برخه کې پرتلیز عالم شوې.
درنښت



ع کريم حليمي
18.11.2012

محترم او قدرمن ملتوال صاحب او ګران مکرم حمید هڅاند صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله !
ملتوال صاحب مننه ، ډېر معقولي اوهم زېبا پوښتني مو مطرح کړېدي ، کله چه څوک له داسي پوښتني سره مخ سي چه : علم څه ته وايي‌ ؟ داپوښتنه په لمړیو ثانیو کښي ډېره
بسیطه او واسع نه معلومیږي ، اما کله چه ژبه او یا قلم يې د جواب هڅه وکړي نو فوراً د پوښتني کیفیت له اظهر من الشمس او بدیهي شکل څخه د یوې مشکلي پوښتني شکل غوره کړي
دوهم چه راسم ستاسو د پوښتني جواب ته ، تاسي پوښتلي چه : ((اوس که چیری ساینس علم وی بیا ولی موږ انجینر ته عالم نشو ویلی ؟؟ ))
زه ستاسو له سؤال نه مطلب نه سم اخستلای دا څه معنی : که چیری ساینس علم وی؟؟
په کوم شکل چه تاسو سوال مطرح کړی ، دغه ئې ښه شکل نه دي ولي چه تاسو عربي او انګلیسي سره ګده کړیده ، یعني تاسو پوښتلي چه: که چیري علم علم وي

په هر صورت ، زه به کوښښ وکړم تاسو ته به زما له عقله جواب درکړم : البته د علم په باب علماء او فلاسفو قسم قسم تعریفونه لیکلي او بیان کړي دي

زه هم و علم اوعالم ته تعریف لرم

لمړي : علم په دوه قسمه دی ، علم مفید / مطلق مفید او بل بې فایدې علم

علم مطلق عبارت دی له : علم لدني
علم مفید عبارت دی له : علوم طبیعي
علوم طبیعي هغه فورملاو ته ویل کيږي چه رب د خلقت لپاره ، تر خلقت نه مخکي له الله سره وه او هر انسان يې په هڅه کشف کولای شي ( کېمیا او فزیک )
چه دا کشفیات (پوهي ) پر انسان او خلقت باندي مثبت او منفي تأثیر کوي

او علم لدني هغه اخلاقي کودونه دي چه رب العزت ئې وخت پر وخت و خپل یو بنده ته په یو قسم د اقسامو را لېږي او مطلق مفید وه او دي

بې فایدې علم ، هغه علم دی چه تر کشف ورسته په حیات کښي د استعمال ځای او موقع ئې نه وي

هر هغه څوک چه لدني علم له چا حاصل کړي او د دغه علم له برکته ئې ټول قلبي امراض له قلبه ور ورک کړي ، په دیني اصطلاح کښي هغه ته عالم ویل کیږي

او هر هغه څوک چه د تحقیق او هڅو او تجربو او محاسبو له لاري کومه داسي پوهه کشف کړي چه مخلوق ته هوسايي ور و بخښی دغه ‍کاشف ته د دانشمند یا پوهاند صفت باید استخدام کړو

د علم تعریف : هر هغه نوی مادي /معنوي کیفیت چه د پنڅو حواسو په واسطه د لمړي ځل له پاره د تحقیق په سبب کشف کړو ، دغه نوي کیفیت ، فورملا ، یا شي ته کشف ویل کيږي او د کشف اصولو او طریقې ته علم ویل کیږي ، هغه چا چه د کشف کېدلو طریقه پیداکړه هغه ته ( پوهه ، دانشمند ) ویل کیږي

درنښت


Naeem sadat
19.11.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

محترم حلیمی صاحب واقعا ستاسی علم د قدر وړ دی ، ما څو ځایه دا پوښتنی مطرح کړی وی خو چا لا تر اوسه پوری ستاسی په شان قانع کونکی ځواب نه وو راکړی

زما نظر هم همداسی وو لکه تاسی چی فرمایلی خو ما دیته ضرورت لاره چی خپل نظر وازمویم

حلیمی صاحب زما نظر داسی دی چی یو د الله (ج) علم دی چی هغه مطلق دی او انسان هغه علم ته هیڅ وخت نشی ورسیدای بغیر له دی چی پخپله الله (ج) وغواړی چی دا علم انسان ته راولیږی

دوهم هغه علم دی چی الله(ج) د هغه علم په واسطه دا کاینات پیدا کړی یا ددی کایناتو قوانین دی یا هغه محاسبه ده چی الله (ج) د کایناتو دکنترول لپاره پیدا کړی او الله (ج) موږ انسانانو ته دا قوت راکړی چی دا قوانین پیدا او محاسبه کړو

په دی اساس موږ د طبعیت دی قوانینو ته علم ویلی شو یا د نوموړو قوانینو محاسبی ته علم ویلی شو چی هغه ریاضی ده له دی ځایه موږ دا ویلی شو چی محاسبه یا ریاضی علم دی

اوس پوښتنه پیداکیږی چی موږ دا علم یوازی د محاسبی له لاری پیدا کولی شو او که د تجربی له لاری هم ؟

او محترم حلیمی صاحب یوه بله پوښتنه هم لرم هغه داچی حق څنګه تعریفیږی یا حق څه شی ده ؟

و



ع کريم حليمي
19.11.2012

[quote:432bb392eb] اوس پوښتنه پیداکیږی چی موږ دا علم یوازی د محاسبی له لاری پیدا کولی شو او که د تجربی له لاری هم ؟ [/quote:432bb392eb]

علم د محاسبې له لاري پېدا کیږي ، او د تجربې له لاري یقین او اطمینانته رسیږي

او پر حق به څه غور وکړم پسله څه غور نه به جواب تاسوته ولیکم
درنښت



ع کريم حليمي
19.11.2012

مکرم او محترم ملتوال صاحب ، او درنو لوستونوکو السلام علیکم و رحمة الله

قال الله وتعالی : تواصواْ بالحق

دحق اصطلاحي تعریف :‌
حق:- خلق لکم مافي الاض جمیعاً (( خداي ستاسي د (کار) دپاره دمځکي ټول شیان پېداکړه ))
د دېٖ کبله انسان باید د دنیا د هر شی سره چه انسان د هغه سره د ګټي او نفعي تعلق لري یو راز علاقه و لري
د دېٖ تعلق او علاقې تقاضا داده چه باید انسان د دغو شیانو په ترقي او حفاطت او ساتنه کي زیار وباسي او
د هر يو شئ څخه هغه استفاده وکړي شي دکومي استفادېٖ د پاره چه هغه خدای پېدا کړيدي او هغه شئ په هغو ځایو کښي صرف کړي په کومو ځایو کښي چه پاک خدای د هغه شي و مصرف کېدو حکم کړئ دی او د ټولو هغو شیانو څخه محفوظ وساتلی سي چه هغه شیان د دغه شي نفع رسوني ته زیان او نقصان پېښوي ،
د دېٖ مســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــؤلیت او ذمـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه دارۍ نوم
په اصطلاح کښي " حق " دی
او د حق ادا کول فرض او لازم دي

[color=white:e99a4ccc1c] هر څوک چه ۹۸ اسماءالحسنی صفتونو خاوند وي هغه ته حق ویل کیږي او "حق مطلق "دی ( ۹۸ =حق = الله )
هر کله چه ۹۸ کتابي صفتونه په یو وجد کښي وي نو دغه وجد حق دی هر څوک چه حق دی هغه الله تعالی دی
[/color:e99a4ccc1c]


Naeem sadat
20.11.2012

ګراڼو ورڼوالسلام علیکم

مننه حلیمی صاحب ،

حلیمی صاحب تاسی ویلی چی موږ د طبعیت قوانین د محاسبی له لاری پیدا کولی شو او د تجربی له لاری خپل اطمینان پری حاصلولی شو یعنی تجربه د علم اساس نه ده بلکی محاسبه د علم اساس ده پداسی صورت کی نو موږ هغه مضامینو ته چی محاسبوی اساس ونلری علم نشو ویلی بلکی یواځی د تجربی په شکل استفاده ترینه کولی شو

په همدی خاطر موږ یوه انجینر ته عالم نشو ویلی

او دلته حلیمی صاحب یوه بله پوښتنه راپیدا کیږی چی د همدی لپاره ما ستاسو څخه دا پوښتنه کړی وه چی حق څنګه تعریفږی

او هغه پوښتنه داسی ده حلیمی صاحب

چی هغه حق چی موږ وایو چی الله (ج) حق دی چی بیشکه همداسی ده دوهم کله چی موږ په دنیاوی کارونو کی حق او باطل معلوموو یعنی کله چی موږ وایو چی دا کار حق دی یا نا حقه یا دا خبره حقه ده یا نا حقه یا په دی کارکی حق زموږ سره دی دا موږ د کوم علم له رویه تثبیتوو ایا د منطقو له رویه او که کومه بله لار لری ؟؟

بښنه غواړم حلیمی صاحب چی ډیری زیاتی پوښتنی کوم

ړ



ع کريم حليمي
20.11.2012

[quote:2558b15c39] موږ په دنیاوی کارونو کی حق او باطل معلوموو یعنی کله چی موږ وایو چی دا کار حق دی یا نا حقه یا دا خبره حقه ده یا نا حقه یا په دی کارکی حق زموږ سره دی دا موږ د کوم علم له رویه تثبیتوو ایا د منطقو له رویه او که کومه بله لار لری ؟؟ [/quote:2558b15c39]

محترم او مکرم ملتوال صاحب او درنو لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله
ملتوال صاحب ، ډېر ښه کوی چه پوښتني کوې ، پوښتنه د عالي او لوړو خلکو صفت دي

د حق د تعین کولو قدرت : د اسمان ، او شوری، جرګو ، غونډو سره دی

د وحی تعیناتو او د اجماع تعینات چه د وحی سره موازي وي حق بلل کیږي ، مثالونه ئې ، حق المسلم على المسلم ، حق الزوج على الزوجة، حق خدمت او حق زحمت او حق منصب ، حق اقامت ، حق للسائل والمحروم ، حق الحيوان ………………
درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more