د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

حکمتیار: د القاعدې او طالبانو سره هیڅ نړاو نه لرم!

تيمور
15.11.2012

ټولو درنو هیوادوالو ته اسلام علیکم،
د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار د (الحیاة اللندنیة) ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې څرګند کړي دي چې هغه د القاعدې او طالبانو سره هیڅ کوم تړاو نه لري. حکمتیار ټینګار کوي چې د حل لاره ئې د ټولو مجاهدینو په اتحاد او اتفاق کې وبلله، چې یوه پرخه جبهه جوړه او د مقاومت او په افغانستان کې د راتلونکی نظام څرنګوالی اعلان کړي ، او د اوسنۍ ستونزې لپاره هر اړخیزه او مفصل حل وړاندې کړي. او دا دحل پروسه باید د بهرنیو ځواکونو غیر مشروط وتل په فوری توګه وټاکي ، او د وتلو دمنلو وړ مهال ویش اعلان کړي ، د موقت حکومت تشکیل چې د واک مسالمت آمیزه انتقال راتلونکی حکومت ته په غاړه واخلی ، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته شفاف اوپاک انتخابات د اسلامی شریعت پر بنسټ تر سره شي . اودا تضمین شي چې ټولې وسلوالې ډلې به د حکم رسیدلو ته جګړیزه تګلاره نه خپلوي ، او هیڅ راز بهرنۍ مرسته او کومک به نه تر لاسه کوي .
دا یادونه پکار ده چې حکمتیار هغه سړی دي چې د یوې لنډې مودې لپاره په کال ۱۹۹۰م د صدراعظمۍ منصب ته رسیدي دي، او نوم ئې هم د ملګرو ملتونو په تور لست کې شامل دي.

محترمو او قدرمنو هیوادوالو، که د خپل ګران او سرلوړي هیواد شانداره تاريخ ته یو نظر واچوو او حالاتو ته د خپل فکر په ښيښه کي وګورو دا به را مالومه شي چي د زمونږ د قهرمان او ګران هیواد نیک او خير خواه څوک او مزدور او بد خواه څوک دي.
دا یوه روښانه موضوع ده او د هيچا نه پټه هم نه ده چې په دې څه باندې دری لسيزو کې رنګارنګه او مختلفی ډلې او گروپونه یي په کار واچول شوي او هر يو په خپل وارد هیواد د خیرخواهی ادعا وکړه چي دوی زمونږ د مظلوم ملت سره يې د همدردي دعوا وکړه ، خو زمونږ ملت شاهد دي چې دوي په ظاهر يو او په باطن نور څنګه وختل، نو په دې اساس مونږ باید ډېر احتیاط وکړو چې بیا دغه مشکلاتونه تکرار نه شي.
والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more