د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دا کله رهبران دي!

pattang
15.11.2012

دا کله رهبران دي!

تفصيلبـــــرخه:
شعـــــرونه 14 Nov 2012 .
لیکوال: محمد فاروق (وړ) .

[img:34e03e8946]http://www.nunn.asia/images/officials/loyajirga2011_4.jpg[/img:34e03e8946]

دا کله رهبران دي، هو!داکله رهبران دي
چیچل کوي ،خوړل کوي،لنډي کوچه ماران دي

نسب ته یې چې وګورې ،تاریخ ددې شاهددی
په ټولو یرغلګرو لکه خپل پوځونه ګران دي

ډیرکلک دورورۍ مزي یې په لاس او ژبه غوڅ کړل
میربل هندو،چرچل او خمیني ورته حیران دي

ټول غله او قاتلان دي ،دؤلجې په سریې جنګ دی
دښمن په موږ راوتپل ،وحشي داړه ماران دي

په تورزړه او په سرکې یې درحم اثرنشته
دپاپ،هېتلر،ستالین،کاوبای او باندهمقطاران دي

دګډ او دقارون رُخه ددوی په څیرو راغله
چاغ،مست او میلیونرشول،دناموس خپل تاجران دي

په ږیرو،نېکتایي ،کند او چپنویې تېرنوزې!
دلرې او نږدې مملکتونو سفیران دي

لاسونه،پښې او خولې یې دافغان په وینو سره دي
دخپلې مورد(....)نه راوتلي خونکاران دي

دبتې ،زرک او زاڼې په بڼکوکې ځان ښیي
عادت یې دی ،مردارې خوري ،سترخیټي کجیران دي

څوک نه ورنږدې کیږي،سخت بویونه ورنه خېژي
چنجي دخوسا ډنډ دي،دشیندرپیره داران دي

نه ننګ نه یې ناموس شته ،پوزه غوڅه نوم یې بددی
مین په پونډ،یورو،دالر،سروزرو او غیران دي

ډولي طوق یې په غاړه کې چېښتن ته وفاداردي
ښکاري سپي دشرقیانو ،دغربیانو او ایران دي

دښځې په سینه او پرتاږه یې صلیب بریښي
دبوش ،بلیر،شرودر او سرکوزي خواږه یاران دي

بانکونه،موزیمونه او کورونه یې ټول چورکړل
بې شرمه او بې باکه رټلشوي لوټماران دي

استاذ ،پروفیسور او عالم ولې ورته وایې؟
ټګان دي،دپیسو دټولولو ډاکتران دي

دقُم په خوله کې جنس،مذهب او ژبه سپرمېغي شول
په دم اوربلوي ،ازمویل شوي ساحران دي

دپت،تقوا،انصاف او وفا طمع ورنه مه کړه!
ټول عمر دخپل نفس،کینې او جهل اسیران دي

جومت ،هم درمسال ،هم کلیسا ته لکه غله ځي
په چل ـ ول،چاپلوسۍ او دووسۍ کې ماهران دي

کعبې ته ټولو شا کړه ،واتیکان ته یې مخونه
مُرتد شول،معبودان یې مسخ شوي کافران دي

سپک ـ سپاند شول،دخپل کور اود دفتر نه وتئ نه شي
سرکوزي دملت ته ،ساده ښځې که نران دي

ګمان کوي ،چې تل به یې دخدای(ج) له قهره ساتي
ډیرغټ غټ مشرکان یې اخلاصمن او باداران دي

سپیڅلی انسانان ددوی په سترګو کې اغزي دي
اخ!کاشکي،یوهم نه وی،بې وجدانه غداران دي

دپټ کاروان سروان یې پلار،بابا،نیکه یا جد و
ډېری ددوی خرڅ شوي په وروڼی کې مُخبران دي

تک تور داوباما(...) او دمېرکېل سپینه (....)
کرزي ته په صحرا کې لکه څاڅکي دباران دي

رښتیني افغانان ددوی په کړو وړو شرمیږي
څپړ ورسره ښایي،د ورانۍ طرفداران دي

دعدل جنازه ده ،آزادي او ښادي ژاړی
خوګان قطارولاړدی،امامان یې دوه (....)دي

په ارګ ،شورا،قضا او حکومت کې انډوخردی
غلبېل یې کړه!چې کوم ددوی (....) ،کوم یې (....) دي

ډیر زر به څلور واړه دشپاله په نامه یادشي
نن خره هلته هنګیږي ،په ژړا ټول سرداران دي

دخره کارخودخره دی په پاده او په شپاله کې
دخرو مور او پلارخره دي ،که کشران او که مشران دي

په وچه ،په اوبو او په هوا کې یې پرېنږدې!
سبب دکنډوالو،زګېرویو،چیغو او هجران دي

هرچیرته چې دوی وینې ،ځنډ ونه کوې !ورتوکړه
دتا دابدي دښمن ټیټسترګي نوکران دي

تېره توره په لاس کې نېغ ورځه دباتور وروره!
فیلان یې ژوندي تیرکړل ،هېر دې نه شي ! ښاماران دي

دټانک ،توپ او ټوپک ګولۍ په یوه هم خاورې نه کړې!
لایق دسروسکروټو،غرغرې ،خوړ او ډېران دي

زاړه او واړه زېړرنګ لاس ترزنې لاندې ناست دي
سور اور شول اسوېلي یې ،وږي ـتږي بېکاران دي

اسمان کوکې وهي ،اوښکې او اه دده طوفان شو
بېل شوي یودبل نه ګرانې خویندې او وروران دي

هرڅوک چې سوله غواړی ،وچ تندی او مخ یې ښکل کړه!
دسولې دښمنان دګاونډیانو چاکران دي

په لوی خدای(ج)دتکیې سره دخپل ملت په مټو
دروس ،اګلیس،چنګېز او سکندر پلانونه وران دي

ازاد قلم په اوښکوهر لوستونکي ته لیکلي:
دپست ټول صفتونه ناکردې دخپل دوران دي

دبورې مور دزړه څړیکې که ته په رښتیا واورې ،
قانع به شې چې تورکارغه ته هم خپل بچیان ګران دي

چې مخ یې دتوردود،دوړو او خیري څخه پاک وي
دقدروړ هندارې لیکوالان او شاعران دي

(زاړه دمرګ خواړه دي )،دا متل په پام کې ساته
ځوانان او پېغلې (وړه!) دنوښت وړ رهبران دي

----------------------
محمد فاروق (وړ)
زولېنګېن ـ جرمني
۰۱،۱۱،۲۰۱۰


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more