د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

نړۍ واله ټولنه په افغانستان کې سولي ته ژمنه نه ده - روستار ترکي

pattang
12.11.2012

نړۍ واله ټولنه په افغانستان کې سولي ته ژمنه نه ده - روستار ترکي
تفصيلبـــــرخه:
خبـــــرونه 12 Nov 2012 .لیکوال: نن ټکی آسیا .

[img:5f8f9533b7]http://www.khabarial.com/wp-content/uploads/2012/11/Screen-Shot-2012-11-12-at-00.18.08-300x300.png[/img:5f8f9533b7]

ډاکتر روستار ترکی
حقوق پوهه او دافغان چارو څېړونکی ډاکتر روستار ترکی وايي چې افغان طالبان تیار دي چې دولسمشري په ټاکنو کې ګډون وکړي ،خو شرط دادی چې ټاکنې به دیوه موقتي بې پرې او دخلکو له استازو جوړ حکومت تر سیوري لاندي کېږي . هغه وویل چې وسله والو طالبانو ته په وسلو سامبال جنایت کاران او ټوپکسالارانو سره تګ آسانه نه دی ، خو جګړې ته مجبور کړل شوي طالبان سولي ته ژمن دي . هغه وايي سوله هغه مهال په افغانسان کې شونې ده چې وسله والي ډلي بې وسلې کړل شي او په بیلا بیلونومونو دټوپکسالارانو جوړسوي ځواکونه له منځه یو وړل شي‌.

روستار ترکی زیاتوي چې افغان حکومت او نړۍ واله ټولنه کولای شي چې له دې فرصت نه په ګټه اخیستلو سره په هیواد کې دا یمي‌سوله تامین کړي ،خو نوموړي تور ولګاوه چې نړۍ واله ټولنه په افغانستان کې سولي ته ژمنه نه ده .‌ هغه په بریتانیا کې یوې جوړي شوې غونډي ته دوینا پر مهال وویل چې امریکا غواړي په ډېرو حساسو شرایطو کې دډیورنډ مسئله راوسپړي ،‌چې دا کار دافغانستان او پاکستان تر منځ داړیکو دخړ پړتیا سیوا نوره ګته نشي‌لرلای .

ډاکتر روستار ترکي پر امریکا تور ولګاوه چې پر کنړ باندي دپاکستاني پوځ په بریدونو کې لاس لري او دا بریدونه دیوې دسیسې له مخي پر افغان خاوره دپاکستان له لوري تر سره کوي .

نوموړي دخپلو خبرو پر مهال هغه کسان هم دهیواد دګټو سره په ټکر کې وبلل چې په اوس وخت کې دپاکستان سره دډیورنډ پر کرښه دده په وینا سیاسي دکانداري کوي .

دسیاسي چارو کاروپوهه او دحقوقو ډاکتر روستار ترکي پر افغانانو غږ وکړو چې دسولي دخبرو لپاره پر افغان حکومت او نړۍ واله ټولنه فشار واچوي . هغه وايي چې وسله وال طالبان جګړې ته مجبوره شوي‌او دا یو قوي مقاومت دی .

هغه ومنل چې طالبان له پاکستان نه په افغانستان کې خپل تحریک چلوي‌ځو دلیل یې دا وړاندي کړو چې طالبان مجبور دي‌چې دیو چا نه دیوچا حمایت او ملاتړ تر لاسه کړي . نوموړی وايي‌چې طالبان نه خو مریخ ته دتګ لار لري او نه هم سپوږمۍ ته ختلای شي‌، نړۍ واله ټولنه او افغان حکومت په خپل هیواد کې دژوند کولو حق نه ورکوي او پر خپله خواره ژوند کول دهر افغان حقوقي حق دي‌.

نوموړي دا خبري‌په هغه غونډه کې وکړې چې دبریتانیا په پلازمېنه لندن کې د افغان ډاکترانو (آې ایم آې ) له لوري جوړه شوې وه . ددغې غونډي‌هدف دښاغلي ترکي ستاینه او همدا راز هغه ته درناوی وو.‌

که څه هم داستاد روستار ترکي داوسنیو څرګندونو په تړاو تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي ،خو ښاغلی ترکی په دې مشهور دی چې په لوېدیځ کې دطالبانو دهر اړخیز موقف څخه حقوقي دفاع کوي‌.

دغونډي چاري د بي بي سي پښتو یوه پخواني همکار ولي عبدالله پر مخ بېولې او دلومړنیو ویناوالو څخه دسیاسي چارو کارپوهه لیکوال او ژورنالیست ښاغلی حلالي وو چې د روستار ترکي‌پر ژوند او شخصیت یې رڼا واچوله . هغه دحقوق پوهه ډاکتر روستار ترکي هغه کتاب هم یو تاریخي او باارزښته اثر وباله چې «افغانستان درآتش جنګ» عنوان لري او تازه له چاپه راوتلی دی . دغې غونډي‌ته په بریتانیا کې له بېلا بېلو برخو څخه لیکوال ،ژورنالیسټان ،ډاکتران ،سیاسي او کلتوري څېرې رابلل شوې وې .

غونډه دسیاسي سوالونو او جوابونو په تر سره کولو سره دډاکتر قسیم ابراهیمي په کوربه توب پای ته ورسېده


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more