د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

سیرت خلفاءِ راشدین


ع کريم حليمي
10.11.2012

سیرت خلفاءِ راشدین

د صحابه کرامو او خلفاء راشدینو رض په نسبت ضروري عقائد
عقیده (۱) صحبت د رسول الله صلی الله علیه وسلم داسی ډېره لوړه خبره او ستر شئ دی . او د نبي په امة کښي د صحابه کرامو رتبه تر هر چا لوړه او بلاتره ده . څوک چه په اندازه د یوې لمحې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحبت مفتخر شوي ، نو لوړ ترین فرد د متاخرینو به له دوی سره برابر نسي

ف-تعداد د صحابه کرامو د بدر په غزا کښي ۳۱۴ نفره ، او په حدیبیه کښي ۱۵۰۰ نفره او د مکې په فتح کښي ۱۰۰۰۰ نفره او په حنین کښي ۱۲۰۰۰ نفره او په حج الوداع ( یعني آخرین حج د آنحضرت صلی الله علیه وسلم ) ۱۲۴۰۰۰ نفره وه ، او تعداد د هغو اصحابو کرامو کوم چه د احادیثو په کتابونو کښي له دوی روایتونه نقل سوي دي ۷۵۰۰ نفره دي

عقیده (۲) رتبه د مهاجرینو او انصارو لوړه افضله ده تر نورو صحابه کرامو ، او د مهاجرینو او انصارو په منځ کښي بیا رتبه د اهل حدیبیې او تر دوی ټولو کښي بیا درجه د اهل بدر ، او تر ټول اهل بدر بیا مقام د خلفاء اربعه لوړ دی ، او په دوی څلورو کښي بیا رتبه د حضرت صدیق او حضرت فاروق بهترینه او فائق تره ده

ف- مهاجرین و هغو اصابو ته ویل کیږي چه خپل وطن مکه معظمه په خاطر د خدا او د هغه د رسول او صلی الله علیه وسلم په خاطر ترک کړی ؤ ، او د دوی تعداد ۱۱۴ نفره ؤ ، او انصار و هغو اصحابو ته ویل کیږي چه په مدینه کښي ئې سکونت درلود او آنحضرت صلی الله علیه وسلم او مهاجرینو ته ئې په خپل ښار کښي ځای ور کړ او د هر راز حمایت څخه ئې دریغ نه ؤ کړی

عقیده (۳) افضلیت د خلفاء اربعه ؤ په سبب د خلافت نه دی ، که بالفرض د دوی پر ځاي کوم بل څوک انتخاسوي وای ، نو بیا هم د دوی افضلیت پر ځای ؤ .

عقیده (۴) خللیفه د رسول په مثل د رسول صلی الله علیه وسلم معصوم نه دي ،او هر کار اطاعت ئې هم واجب نه دی لکه د رسول د هغې چه واجب دی ، بتالفرض که خلیفه سهواً یا عمداً په خلاف د شرع حکم صادر کړي نو د دغسي حکم اطاعت جائز نه دی ، عصمـــــت د نبوت خاصه ده و رسته تر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ، و یو چاته د د معصومیت عقیده درلودل خلاف د شریعت او نبوت ده

عقیده (۵) د رسول الله د خلیفه وظائف دانه دي چه په دین کښي تازه حکمونه صادر او نه د تحلیل او تحریم اختیار لري ، بلکه د دوی وظیفه فقط دا ده چه خلګ ته د قرآن او سنت پر لار برابر کړي او احکام شرعیه په موقع اجرا کړي او امور انتظامیه بر قرار کړي

عقیده (۶) تعینېدل د خلیفه د خدای وظیفه نه ده بلکه و مسلمانانو وظیفه ده ، لکه څنګه چه د پنڅو وختو د لملنځه له پاره د امام د تعین وظیفه د مقتدیانو ده

نور بیا



ع کريم حليمي
15.11.2012

ف - داچه هل سنت والجماعت خلفاء راشدین د الله له جانبه ګڼي ، د دې معنی داده چه دا څلور خلیفګان د مهاجرینو له ډلي څخه وه ، او په نص قرآن کښي راغلي چه خلافت اهلیت په مهاجرینو کي وجود لري یعني د دغو خلیفګانو راتګد خدای رضا وه (تفسیر آیه تمکین ،‌ وعد الله الّذين آمنوا منكم و عملوا الصالحات ليستخلفنّهم في الأرض)
او دا داسي معنی نه لري چه خلفاء ثلاثه خدای او رسول مقرر کړي وه ، بلکه په دې معنی دي چه خدای تعالی په قرآن مجید کښي وعده کړېوه چه صحابه به خلافت کوي او د خلیفګانو وعدی او علائم او پیشګویاني ‌ذِکر کړی او علاوه پر دې راجع د خلافت په باب په احادیث نبوي کښي هم پیشګويي سوي وې ، دا پیشګويي یوازي د حضرت ابو بکر صدیق نیزد نه دي د نورو په حق کښي هم سوي دي ، خو د مرض الوفات په وخت کښي يې ابوبکر صدیق منتخب کړۍ (پیش امام ئې کړ)

عقیده (۷) ازواج مطهرات آنحضرت صلی الله علیه وسلم یوولس وې ، او حضرت خدیجه ، او حضرت زینب بنت خزیمه دواړي د په حیات کښي د آنحضرت صلی الله علیه وسلم وفات شوي وې ، حضرت عائشه ، حضرت حفصه ،حضرت حبیبه ، زینب بنت جحش ،حضرت ام سلمه ،حضرت صفیه حضرت حضرت سوده ، حضرت میمونه ، حضرت جویریه او دا د خدای نېکاني او بزرګواري ټوله د مومنانو مندي دي
او د دوی په منځ کښي حضرت خدیجه رضی الله عنها او حضرت عائشه رضی الله عنها افضل تره دي
نور بیا



ع کريم حليمي
15.11.2012

عقیده (۸) لوني د آنحضرت صلی الله علیه وسلم څلور وې ، حضرت زینب رضی الله عنها د ابوالعاص بن الربیع په نکاح وه ، او حضرت رقیه رضی الله عنها او ام کلثوم (رض) د حضرت عثمان ذوالنورین رض په نکاح کښی وې ( د رقیې رضی الله عنها تر رحلت ورسته ئې ام کلثوم ورکړه ) ، او حضرت فاطمة الزهرا رض د حضرت علی (کرم الله وجه ) په نکاح وه ، څلور لوني د انحضرت صلی الله علیه و سلم د ستر شان او لوړ فضائل درلودلل ، او مبارک د لونو په منځ کښي د فاطمة الزهرا منزلت تر ټولو لوړ دی ، او علاوه د امت پر مېندو او د تر ټولو جنتیانو ښځو د فاطمې زهرا سمت لوړ والی لري

ف - فقط فاطمة الزهرا د رسول الله لور ګڼل د قرآني نص څخه خلاف خبره ده ( ياأيها النبي قل لأزواجك وبناتِكَ ) په آیه کریمه کښي د لوني صیغه په جمع راغلې ده

نوربیا



ع کريم حليمي
19.11.2012

عقیده (۹) د آنحضرت صلی الله علیه وسلم د لسو اکاګانو له جملې فقط حضرت حمزه رض او حضرت عباس رض په اسلام مشرف شوه ، چه دواړو بې شماره فضائل درلودله ، او بالخصوص رتبه د حضرت حمزه ډېره ستره ده ، هر کله چه حضرت حمزه رض د احد په جنګ کښي په شهادت و رسېدی ، آنحضرت صلی الله علیه وسلم ،حضرت حمزه رض د سید الشهدا په لقب مفتخر کړی

او د آنحضرت صلی الله علیه وسلم پنځه عمګاني درلودلې او دهغو له جملې نه فقط حضرت صفیه رض د اسلام نعمت په نصیب سؤ

نور بیا



ع کريم حليمي
25.11.2012

عقیده (۱۰)‌ د مهاجرینواو انصارو تر مینځ د خوابدی او شکررنجۍ یادونه خُصُوصًا پر اهل حدیبیې باندي افتراءات ویل ، له نصوص صریحه خلاف ویل دي ، ( أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ )

عقیده (۱۱) د صحابه کرامُ د مشاجراتو او د دوی ترمنځ د نزاع بیان بېله ضرورتِ شرعي او حسن نیت څخه حرام دی ، موږ ته ضرور ده چه د دوی په نسبت حسن ظن ولرو ، ولي چه د ددواړو فرقو احترام پر موږ لازم دی ، احیاناً که داسي خبره د دوو پیغمبرانو په منځ کښي پېښه سي ، موږ نه سو کولی چه پر یوه بد ووایو ، ولي چه د ًران په نص سره پر موږ فرض ده چه پر دواړو ایمان ولرو

ف - د حضرت علی کرام الله وجهه د خلافت په وخت کښي خانه جنګي پېښه سوه ، لمړي جنګ جمل ، ( په یوه طرف کښي حضرت علی رض او په بل طرف کښي ام المومنین حضرت عائشه رض او ملګري ئې حضرت طلحه رض او حضرت زبیر رض چه د عشره مبشره له جملې څخه وه ) د دوی تر مینځ پېښ سو ، چه په دواړو طرفونو کښي صحابه اکابر وه ، اما دا جنګ په بنا د حیله سازۍ د څو نفرو مفسدانو اشتباهاً پېښ سو ، دا جنګ په داسي حال کي پېښ سو چه د دوی په منځ کښي هیځ آزردگی او نارازۍ نه وه

او دوهم جنګ صفین : چه په یوه طرف کښي حضرت علی او په بل طرف کښي حضرت معاویه قرار درلود ، قضاوت د اهل تسنن داسي دی چه : حضرت علی رض خلیفه بر حق ؤ ، او حضرت معاویه او ملګري ئې په اشتباه کښی لوېدلي وه ، نو دوی ته بد ویل د دوی د خطا په سبب جائز نه دي ، ولي چه دوی هم هغه اصحاب کرام وه چه لوړ فضائل ئې درلودله ، او دا خطا د سوء تفاهم له لاري مینځ ته راغلې وه ، او د سوء تفاهم اسبابو وجود درلود ، چه داسي خطا ګانو ته خطايي اجتهادي ویل کیږي ، او په هیڅ وجه د عقل ، شرعي له رویه مؤاخذ نه حسابیږي

تاریخي مثال - د حضرت موسیٰ ع او د حضرت هارون علیه السلام تر مینځ داسي واقعه پېښېږي چه حضرت موسیٰ ، حضرت هارون تر ږیره نیسي او کشوي ئې ، د دې واقعې بیان په قران کښي راغلی ، اما دواړه پر موږ باندي واجب التعظیم دي ، ولي چه قران فرمايي : لا نفرق بین أحد من رسله
( یعني موږ د خدای د رسولانو په تفرقه نه یو قایل )


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more