د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

طالب او بي بي سي

pattang
09.11.2012

طالب او بي بي سي
تفصيلبـــــرخه:
مقـــــالی او تبصرې 04 نومبر 2012 .لیکوال: قاري حبیب
نن مې دبي بي سي پښتو پر ویب پاڼه دکالمونو په برخه کې د شمع نظامي په نامه دیوې لیکوالې کالم ولید چې په ټوله کې یې ددې خبرې دثابتولو هڅه کړې وه چې ( طالبان اوس هماغه پخواني ترجوماتونو او هوجرو پورې محدود طالبان نه دي پاته )
لومړی خو باور نه کوم چې دغه شمع نظامي به کوم اصلي نوم وي ، په یقین سره ویلی شم چې داد همدې بي بي سي پښتو کوم همکار دی ، چې غواړي ترداسې ناشناخته نومونو لاندې خپل د زړه بړاس وباسي ، دنوموړې دکړې خبرې په اړه به ووایم چې رښتیا هم اوس طالبان هماغه د څولسیزو پخوا افغان طالبان نه دي ځکه چې دحالاتو له بدلون او انقلابي شرائطو سره دهوجرې دطالبانو مسؤلیتونه هم درانه شوي دي ، دطالب فکر اوس یوازې دکتاب په حاشیه او نکته کې نه دی بند ، بلکې په هیواد او اولس راغلې بدې ورځې یې دجومات ترڅنګ ددنګ چینار سیوري ته دځوانۍ مستانه خوب تښتولی دی ،

اوسنی طالب دپروني هغه غوندې دخپلې خیالي دمطالعې ترڅنګ دخیالو خیالونو ته نه دی ورخلاص ، بلکې دحیرتان او لیلې په کومه ورکه دښته کې دنړیوال جبر او غدر دټانګ او طیارې تراور لاندې داوسني طالب بې حسه شوی جسد دحال په ژبه وایي .
خاونده دابه ستا قضاوي
چې تورې څڼې مې دبلخ بادونه وړينه
اوسنی طالب دپروني هغه غوندې دکلي او مالت نازنین او دماشومانو او تورسرو دنکلونو شاهزاده نه دی ، بلکې اوسنی طالب دبل هرانسان په نسبت ډیر ځپل شوی ، قتل شوی ، بندي شوی ، ملامت شوی ، او بالاخره په هراړخیزه نفي ګواښل شوی دی ، دطالب جان دمینې ګل بشره اوس دهماغو پخوانیو مستانه ټپو سندرماره نه ده ، نن دپرمختللي وحشت او یرغل په تورتم او دکندز او کلاجنګي دکانیتینري قتل عامونو په عصر کې دطالب دوطن هره ګل بشره داوښکو او سلګیو په بدرګه یوازې دا ټپه ویلی شي چې
شمال دیار په وینو سور دی
چې دشمال شمال راځي ما ژړوینه
نننی طالب رښتیا هم له پخواني هغه سره ډیر توپیرلري ، ځکه چې دپروني طالب دښایست په اړه به ویل کیدل . .
په شړشم غوړې څڼې
په رنجو تورې سترګې
ددنګ چینار په شانې دنګه ونه
سپینې جامې ، کتاب ترڅنګ ، چې په کوڅه تیریږي
نو ډیرې سترګې یې له بام څخه په پټه څاري . . .
مګر نننی طالب چې د ( الا بلا به ګردن ملا ) په زمانه کې ددین ، وطن ، عفت ،استقلال ، ارزښتونو ، اولس ، جهادي ارمانونو او ډیرو نورو اقدارو دساتلو مسؤلیت ورحواله شوی دی ، یوازې په الهي تکل او لیونۍ مینه یې تقریبا ددرستې نړۍ بارودو ته خپل سپینه سینه سپر کړې ده ، نو ځکه دنن عصر دطالب په اړه یوازې دا ویل کیدای شي چې . . .
سپین طالبان ترشیدو سپین وو
دبم لوګو یې توربخون کړل سپین مخونه
طالب جان چې پرون تر ګل نازک بلل کیده نن ترکاڼي کلک ثابت شو ، په تیرو څو لسیزو کې موږ لیدل چې دوطن په ښارونو کې دکفر او عصیان لګیدلی دپلالې اور دطالب جان تر درمند ( حجرې او جومات ) پورې ورسېد ، همدې اور طالب جان راویښ کړ ، او دې ته یې مجبور کړ ، چې باید دمړ کولو لپاره یې لاس په کار شي ، طالب دهمدې اور په لمبو کې پوخ شو ، داور دوژلو لپاره یې هر راز قربانی ورکړه ، دپتنګ غوندې په بیا بیا وسوزید ، لمبه شو ، ایره شو ، شهید شو ، ابدي شو او غازي شو ، داور او ایمان په دې جګړه کې طالب نادرې وکړې ، ټول نړیوال باورونه او دستراټیژیکو څیړنو دمراکزو اټکلونه یې غلط ثابت کړل ، هغه امریکایي فرعون چې ایټمي چین او روسیې ورته سلامي وهله ، او درسته نړۍ ترې ګبڼۍ نیولې وه ، دطالب جان په لاس مسخره شوه ، بدل شوي طالب جان له ځان سره ډیر ټولنیز قضاوتونو او ادبیات هم بدل کړل ، طالب په خپل عبقري کردار سره د ( ملا ملا جنګ ده ما مه شمېره) دروغجنه افسانه هم د انټي طالبانو له اذهانو نسیا منسیا کړه .
حقیقت دادی چې طالب ذاتا هماغه طالب دی ، خو څرنګه چې د زرو اصالت اور ته دغورځیدلو په مهال معلومیږی ، دمعاصر طالب عبقري صفات هم هغه مهال روښانه شول ، کله چې له ننګونو اوازمیښتونو سره لاس او ګریوان شو ، طالب دامت دتاریخ په خورا سختو شرائطو کې خپل مسیر په پوره میړانه وپاله ، نوځکه به په ټوله کې دبي بي سي دا خبره ومنو چې نننی په ازمیښتونو کې ګیر طالب دپروني هغه په نسبت دټولنیز رول له اړخه ډیر تغیر کړی دی .
خو ښاغلو بي بي سي والو ! که طالب بدل شوی ستاسو بي بي سي هم په خپل حال نه ده پاته بلکې دپخوا په نسبت خورا ډیر او اساسي تغیرات په کې راغلي دي .
دبي بي سي زوړ تاریخ به نه راسپړو دا چې څرنګه د دوهم نړیوال جنګ په مهال بي بي سي خپل ټول اصول او مقررات په تاخچه کې ایښي وو او یوازې یې دمؤتلفینو دتبلیغاتي لوډسپیکر رول خپل کړی وو ، اوس داخبرې په خپل حال پریږدو خوباید ووایو چې لږترلږه دافغانستان لپاره دبي بي سي خپرونو داوس په پرتله پخوا ډیر اعتبار درلود .
د روس ضد جهاد په مهال بي بي سي یوازینۍ مشهوره رسنۍ وه چې افغانانو ته یې دهیواد او نړۍ خبرونه رسول ، هغه مهال بي بي سي داوس غوندې تبلیغاتي شبکه نه بلکې یوه معتبره رسنۍ وه ، چې په خبرونو یې باور کیدلای شوای ، بي بي سي دافغانستان دجهاد ، روسي مظالمو او دمجاهدینو دبریاوو په اړه في الجمله ښه راپورونه نشرول که څه هم په دې مابین کې یې خپل دودیز پرنګي شیطانت هم نه هیراوو او په پوره جسارت یې دکونړ او لغمان عملیات هم د پنجشیر تر زمري ( !) پورې تړل .
مګر له تېرې څه باندې یوې لسیزې راهیسې بي بي سي دافغانستان لپاره په خپرونو کې د ژورنالیستیکو اصولوپه نظرکې نیولو په ځای دلندن د رسمي تبلیغاتي پالیسي تطبیق ته مټې رابډ وهلي دي .
په افغانستان دامریکایي یرغل دپیل په مهال بي بي سي په څرګنده دیواړخیزې جګړه ایزې رسنۍ رول خپل کړی وو ، دافغانستان لپاره دبي بي سي خبریاله کیټ کلارک له هغو بهرنیو استخباراتیانوسره په پنجشیر کې پیاده شوه ، چې د امریکایي بمبار د رهبرۍ لپاره هلته لیږل شوي وو ، کیټ کلارک په دې مهال په خپلو راپورونو کې داسې دروغ وشڼول چې ښایي بي بي سي پښتو او فارسي به یې پخوا ساری نه وي لیدلی ، دکابل له سقوط وړاندې دکیټ کلارک هغه راپور مې یاد دی چې نوموړې ویل زه اوس دکابل په شمال کې په هغه سیمه کې یم چې پخوا دطالبانو په لاس کې وه مګراوس دشمال ټلوالې فتحه کړې ، په حقیقت کې تردې مهال طالبانو په شمالي ډنډکې هیڅ سیمه له لاسه نه وه ورکړې او کیټ کلارک به شاید له پنجشیر څخه دروغ ویل .
د امریکا د National public radio خبریاله Sarah Chayes چې په افغانستان دبرید دپیل په مهال په کوټه کې وه په خپلو یاداښتونو کې لیکي ، چې ددې سفر په مهال ورسره دبي بي سي خبریال ( آدم بروکس ) هم ملګری وو چې دافغانستان دجنوب دخبري پوښښ لپاره بي بي سي سیمې ته استولی وو ، نوموړې وایي چې بي بي سي به په دې مهال هغه شیان نشرول چې حتی خپل خبریال به یې ورباندې نه وو خبر او نه به یې راپور ورکړی وو ، نوموړې دکویټې په سرینا هوټل کې دبي بی سي له مشرتابه سره د آدم بروکس جنجال یادوي ، بي بي سي اعلان کړی وو چې کندهار ښار له طالبانو نیول شوی دی ، خو حقیقت داوو چې طالبانو تردې مهال په کندهار او شاوخوا سیمو بشپړ کنترول درلود ، آدم بروکس که هرڅو کوښښ کوه او دبي بي سي له مشرتابه سره دتوندو خبرو په مهال یې دسرینا هوټل میز ته سوکونه ورکول ، خو ترپایه یې هم په بي بي سي دهغه راپور ردول ونه منل چې بي بي سي یوازې دخپلو تبلیغاتي ملاحظاتو په اساس نشر کړی وو .
دطالبانو دحکومت له سقوط وروسته بي بي سي دځینو داسې لغتونو استعمال پیل کړ، چې نه یوازې دژورنالیستیکي اخلاقو خلاف وو بلکې دپښتو ادبیاتو له اړخه هم نا مانوسه وو ، ددوی په قاموس کې افغان طالب ( ترهګر ، اورپکی ، سخت دریځي ، ځان مرګي ) وبلل شو ، خو ددې نامتوازنې جګړې اصلي اوربلونکو یرغلګرو ته ( نړیوال سوله ساتي ، مرستندویان ) ویل کیږي .
د بي بي سي په سیاسي قاموس کې همدا اوس دشلګر دپایندي او قدم خېلو لنډ غر اربکیان ( ملي سرتاسري پاڅون ) بلل کیږي ، خو طالبان چې له ښارونو پرته ټول افغانستان یې په ولکه کې دی ، او کرزی ترې له ارګه ترپول تخنیکه په ځمکه نه شي ګرځیدلی ( طالب پاتي شوني ) بلل کیږي
بي بي سي دامریکایي یرغل له ورځې بیا تراوسه پورې خپلې هغې پالیسي ته ادامه ورکوي ، چې دهیڅ یرغل مخالف او مجاهد غږ به نه نشروي ، دطالبانو دویاند غږ به یوازې دنمونې لپاره په کال کې یوځل خپروي ، او په سیستماتیک ډول به هڅه کوي ، چې دطالبانو د محکومولو ، بدنامولو او ناکام ښودلو لپاره خپله پرانیستي جبهه ګرمه وساتي .
ددې لپاره چې د بي بي سي له څپو څخه دکوم یرغل ځپلي افغان کړیکه یا امریکا ضد مجاهد غږ پورته نه شي ، بي بي سي خپل د ( ستاسو غږ ) پروګرام ترډیره حده له ژوندۍ بڼې څخه واړاوو ، دوی اوس ددې پروګرام لپاره له وړاندې نظرونه اخلي چې تر کتنې او ایډیټ وروسته دخپریدو بخت مومي ، کوم ټیلفونونه چې په ژوندۍ بڼه اخیستل کیږي ، په هغو کې هم وروستۍ درجه احتیاط نافذ شوی ترڅو کوم غیر مطلوب (!) څه خپاره نه شي .
بي بي سي چې پخوا له کومو افغان واقعیت بینه کارپوهانو سره مصاحبې او بحثونه کول ، اوس هغه کارپوهان دافغانستان په مسائلو نه راغږوي ، ډاکټر روستار ترکی ، قیوم مومند ، یعقوب شرافت ، ډاکټر فاروق اعظم ، عبدالکریم حقانیار ، ډاکټر صمد حامد اوځیني نور موږ تر یرغل وړاندې دهمدې بي بي سي له لارې وپیژندل ، مګر دا لس کاله ددې کسانو غږ ورک دی ، ځکه بي بی سي اوس ددې کسانو په عوض ځینی نور ډالري صاحب نظران پیدا کړي دي .
بي بي سي دلسو کلونو له تجربې وروسته لا هم دطالبانو ویاند دهغوی حقیقي ویاند نه بلکې ادعائي ویاند بولي ، دبي بی سي خبریالان خو اوس چې دعادي خبرو په مهال هم دطالبانو دویاند نوم اخلي نو دا خندونکی وروستاړی ورسره غبرګوي چې ( ذبیح الله مجاهد چې ځان دطالبانو ویاند بولي !!)
عجیبه داده بي بی سي اوس په خبري او ژورنالیستیکه برخه کې خورا سرچپه دریځ خپل کړی دی ، بي بي سي په ټوله کې دافغانستان په لراوبر کې دخپلو مؤظفو ژورنالیستانو په خبره دومره باور نلري ، لکه دمحلي چارواکو په خبره یې چې لري ، همدا اوس روزانه له بي بي سي څخه هغه خبرونه نشریږي چې خپلو خبریالانو یې نه بلکې سیمیزو چارواکو بي بي سي ته سپارلي وي .
په ځینو ولایاتو کې خو سیمیز چارواکي دبي بي سي دخبریالانو رول ادا کوي ، څو میاشتې وړاندې دهلمند والي ګلاب منګل په رڼا ورځ دروغ وویل او ادعا یې وکړه چې په کجکي ولسوالۍ کې طالبانو دپنځلس کسانو څخه سرونه غوڅ کړي دي ، په داسې حال کې چې دبي بي سي سیمیز خبریال ددې پیښې په اړه هیڅ باور نه درلود ( ځکه چې اصلا دې پیښې هیڅ وجود نه درلود ) بي بي سي همدغه دګلاب منګل راپور تېر کړ.
ما چې له بي بی سي څخه دغه خبر اورېد او بله خوا له سیمې هم خبر وم چې پیښه هیڅ جزئي واقعیت هم نلري ، نو که له یوې خوا دلندن میشتو بي بي سي والو په ناخبرۍ خندا راتله له بلې خوا په دې هم متاسف وم چې دبي بي سي غوندې دیوې معتبرې رسنۍ خبري ارشیف په څومره ناترسۍ ( لګیا دی ) له دروغو ډکیږي .
سبا به دبي بي سي اداره ویاړي چې دافغانستان دپیښو ژوندی غږیز تاریخي ارشیف په واک کې لري ، خو خبر به نه وي چې هغه په یواړخیز ډول دګلاب منګل ، زمري بشري ، لطف الله مشعل او اکرم خپلواک له ګیډي عندیو او خندوونکو دروغو ډک دی .
دلته باید دبي بي سي سیمیز خبریالان او او مشرتابه سره جلا کړو ، دبي بی سي سیمیز خبریالان زیاتره خورا رښتیني ، پاک نفسه او سم خلک دي ، دوی قطعا له هغې خبري پالیسۍ سره موافقت نلري چې همدا اوس بي بي سي برای افغانستان په لاره اچولې ، دعامه افغانانو غوندې دوی هم له بي بي سي سره په لوی جنجال ککړ دي ،دوی ددې لپاره چې دسیدعبدالرحیم غوندې له دندې ونه شړل شي ، اړ دي چې په سترګو یوه څه وویني مګر په راپور کې بل څه ولیکي ، دوی که غواړي چې راپورونه یې په لندن کې دبي بي سي دنیوز روم له پاټکونواو فلټرونو سلامت تیر شي ، نو باید ډیر په دقت رښتیا په دروغو بدل کړي .
دا ټول حقائق څرګندوي چې دافغانستان لپاره دبي بي سي پښتو خپرونې دپخوا پرتله خورا ډیرې بدلې شوې دي بي بي سي اوس هغه بي بي سي نه ده پاته چې افغانانو به دشخړې او جنجال په مهال یوه بل ته ویل ( په والله به بي بي سي درباندې وغږوم ) بي بي سي اوس دافغان دجلال او میړانې په رښتوني کیسه کې نه ده ، تردې چې دنړیوالو یرغلګرو په خلاف دافغان اولس دورځینو لسګونو عملیاتو او حماسو له منځه یوازې په یوه هم نه غږیږي ، ځکه بي بي سي اوس خپل ټول وخت یوازې خپلو تبلیغاتي دروغو ته ورکړی دی .
وایي دشلمې پیړۍ په څلورمه لسیزه کې بي بي سي دجان ریت په نامه یوه خورا مسلکي او ژورنالیستیکي اصولو ته وفادار مشر درلود ، نوموړي ویلي وو چې که بي بي سي غواړي په نړیواله ميډیا کې امیتازي اعتبار خپل کړي باید چې یوازې واقعیتونوته متعهده پاته شي ، نوموړي هغه مهال په بي بي سي کې خورا مهم اصلاحي تحولات راوستل خو کله چې دوهم نړیوال جنګ ونښت ، برتانوي چارواکو جان ریت له دندې لرې کړ او په ځای یې خپل یوبل غیرمسلکي کس وټاکه نوموړي په بي بی سي کې د ( وار رپورټنګ یونټ ) په نامه برخه رامنځته کړه ، دجان ریت اصول یې ټول لغو کړل ، او دالمان په خلاف یې یوه نوې جګړه ماره بي بي سي رامنځته کړه .
په افغانستان له برید وروسته چې سړی دبي بي سي نوی تشکیلات ، مقررۍ ، اوخبري چلند ګوري داسې ښکاري چې په بي بي سي کې یوځل بیا هماغه پیښه تکرار شوي ده .
هوکې موږ وینو چې بي بي سي بدله شوې ده ، په بي بی سې کې یوځل بیا دجان ریت په قوانینو پښې ایښودل شوي دي ، او دافغان اولس په خلاف یې ستر تبلیغاتي او فکري جنګ پیل کړی دی خو داباید ووایو چې دې بدلون یوازې بي بي سي ته زیان اړولی ځکه ډیر افغانان اوس دپخوا خلاف دبي بي سي دخپرونو داوریدو په ځای له خپلو مبایلونو څخه جهادي ترانې اوري ، هغه څه چې دبي بي سي د دروغو په نسبت ددوی له دل او دماغ ورسره ډیره موافقه لري .

قاري حبیب


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more