اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
حاجي صيب يعنې څه؟
larghonay laraway
01.11.2012
السلام عليکم!
حج يوه اسلامي فريضه ده لکه لمونځ، روژه او ذکات خو که يو څوک هره ورځ پنځه وخته لمونځ کوي هغه ته لمونځي نه ويل کېږي؛
که څوک هر کال روژه نيسي هغه ته روژګل نه وايو؛
همدا راز که کوم شتمن ذکات ورکوي نو ذکاتي ورته نه ويل کېږي؛
خو که د افغانستان، ايران او پاکستان څوک حج ته لاړ شي نو هغه بيا ځانته هم حاجي او الحاج ليکي او خلک هم ورته حاجي وايي دا ولې؟
په داسې حال کې چې حضرت محمد صلی الله عليه واله والسلم حجة الوداع کړی خو هيچا هم ورته تر دې دمه (حاجي حضرت محمد صلی الله عليه واله والسلم ) نه دي ليکلي او نه يې کوم صحابي ته (حاجي پلانکی رضی الله تعالی عنه ليکلي دي. دا ولې؟
مومن مهاجر
01.11.2012
لرغونی لاروی صاحب سلامونه او ښې چاري هیله ده چي ژوند به مو له خوښیو ډک او سوکاله به یاست .
له تاریخي پلوه یې ماته لامل څرګند نه دئ، مګر له نفسیاتي پلوه داسي ښکاري چي ډېر خلک حج د همدې لپاره کوي چي الحاج یا حاجي ورته وویل شي . دا زما خپل نظر دئ . نو ورسره د اختلاف حق لري .
larghonay laraway
07.11.2012
مؤمن مهاجر صيب سلامونه او ښې چارې!
الله دې اجر درکړي سمه خبره مو کړې رښتيا هم همداسې ده.
څو کاله وړاندې په کابل کې د حج او اوقافو وزرات ډېرې سترې غلاوې وکړې چې حاجيانو ته الوتکې نه وې او د کابل په يخنۍ کې يې د انتظار شپې کولې!
زه د عيدګاه جومات ته لاړم چې رپورټ ترې چمتو کړم. باور وکړه داسې خلک مې وليدل چې که په جيب کې راسره ماتې روپۍ وای نو د يوې افغانۍ خيرات هم پرې کيده!
ما ورته وويل حج خو د غنيانو او د نصاب څښتنانو عبادت دی تاسو ولې په دومره فقر کې ژوند کوئ او حج ته هم روان يئ؟
ايا په تاسو حج فرض دی؟
باور وکړه اکثره مې داسې وموندل چې د تربګنۍ او نامه په خاطر حج ته روان وو، حتی په پور يې پيسې راخيستې وې او حج ته تلل.
خو که له دې تېر شو او د اسلام له نظره د (حاجي) اصطلاح مطرح کړو ايا دا سمه کلمه ده؟
ځکه حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه والسلم او اصحابوکرامو رضی الله تعالی علیهم اجمعين د حج فريضه ادا کړې وه خو حاجي ورته ونه وايو او هغوی هم ځانته حاجي نه ويل!
pattang
07.11.2012
[quote:455543fa2c]
خو که له دې تېر شو او د اسلام له نظره د (حاجي) اصطلاح مطرح کړو ايا دا سمه کلمه ده؟
ځکه حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه والسلم او اصحابوکرامو رضی الله تعالی علیهم اجمعين د حج فريضه ادا کړې وه خو حاجي ورته ونه وايو او هغوی هم ځانته حاجي نه ويل![/quote:455543fa2c]
هو دا سمه او ډېره بختوره کلمه ده خو ناپوهي دومره بد نامه کړه چې ډېر خلک يې
اوس بد بين کړي او دتربګينت يو رواج ترې جوړ شوی دی٠ چې چېرې سودخور دی
هغه ګوره چې حاجي هم دی ، حاجي او حج او س دفرضو اداکول ندي بلکې د اېمېج
(image ) په مارکېټينګ (Marketing)کې ګټه ترې اخيسل کېږي !!
عبدالله صابر
08.11.2012
السلام عليکم
لاروی صيب
کټ مټ همدا بحث ماهم څه موده وړاندي له خپلوملګروسره راپورته کړئ وو
په هغوکښ بياځينوداويل چي که حاجي ويل سم نه وي نوبياخوعالم ته مولوی
صيب ،مولناصيب ،شيخ صيب داهم نه دي صحي بايد په خپل نوم وبلل شي
ځکه صحابه کرام هم ټول عالمان وونوهيچاهم مولوی ابوبکرصديق يامولوی
عمرفاروق نه دي ويلي ، اصلازما نظرداووچي دا حاجي بايد ونه ويل شي
نه پوهيږم چي تاسوداستدلال څومره پرځای ګڼئ ،
ماته خواوس حاجي ويل يوخرافاتي نوم ښکاري اوتر خپله وسه بايد تري ډډه
وشي ځکه ښايی ددي نوم کاره ول ترټولوډيره ګټه زمونږازلي دوښمن شيطان
ته و رسي يعني کولائ شي يوحج کوونکئ دهمدي نوم ترلاسه کولولپاره د
رياکارئ په دام کښ ونښلو ي اودهغه حج ټول تکليفونه په اوبولاهو کړي
ترټولوعجيبه يی دا چي کله څوک له حج څخه راځي نوڅومره پيسي يی چه په
حج لګولي همدومره يانمايی يی بايد په بي ځايه رواجونواوهرکلي باندي ولګول
شي ،
ښايی داسي خلک به هم وي چي حج ته دتلو او راتلو وس اوطاقت به لري خو
له حج وروسته بي ځايه مصرفونواورواجونوپيسي نه درلودوله امله به حج نه
کوي اوهغه هم په دي فکرچي ګني حج راباندي نه دی فرض شوی ،راځئ چي
دغه رواجونه ختم کړواولومړئ له ځانه پيل کړواوديونيک کاربنياد کيښودو
اجراوثواب ترلاسه کيدو سرچينه وګرځو٠
تخاري
08.11.2012
که حج ته تلل د نورو ملتونو په شان عام شی نو دا اصطلاح کارول به خپله ختمه شی
همداسی نور مسلکونه هم د حاجی صیب په شان بی ځایه دی
په ټوله دنیا کی څوک روغتیاپال ډاکټر ته ډاکټر صیب نه وایی انجنیر ته هیڅوک هم انجنیر نه وایی په حکومت کی کارکوونکی ته هم مامور او مدیر او ریسس صیب نه وایی دا ستونزه هم پخپله حل کیژی که چیرته تعلیم عام شی
زه د تاسو خبری تاییدوم په جز د هغه چی عبدالله صابر صیب پکی د مولانا او مولوی یادونه هم کړی ده ځکه چی د نورو علومو خلاف د قرانی علومو علماوو ته د نبی علیه السلام د وراثت درجه ورکړله شوی ده نو که تر دی هم لوړ او معزز القاب پیدا کولی شو ارزش یی لری چی د نبی علیه السلام په لحاظ علما کرام پری یاد کړو
زموژ یو همسایه په قوای کار کی مستری وو کله به چی په کوڅه کی روان وو نو موږ ماشومانو به پری سلام کولو چی فلان کاکا سلام او ستړی مشی هغه به ځواب نه راکول خو که به مو ورته غږ کړ چی مستری صیب سلام نو په شنه خوله او ورین تندی به یی د سلام جواب راکاوه خدای دی وبشی اوس وفات دی
نو که حاجی صیب د مذکور مستری په شان له خلکو د حاجی صیب ویلو تمه ولری نو رشتیا هم رویا او د شیطان خوشالی ده خو که هغه یی تمه نلری او موژ ورته حاجی صیب وایو دلته هیڅ مشکل نشته بلکه فایده یی داده چی هغی ته یادداوری کوو چی ګوره انډیواله ته جاجی یی حاجی هسی نه چی شیطان دی غلط کړی او بیا د حج تللو چانس هم نه وی!!!
سلامونه
tandar
08.11.2012
سلامونه
بل سوال
يوسړي په جرمني کي له ټولو بچيانو سره يو ځاي ژوند کوي
٢ بچيان ئې کار کوي او خپل عايد لري خو ددي لپاره چه ددولت خيرات پري کم نشي دا ٢ بچيان ئې هسي په نامه په بل ادرس ملټ او يا ثبت کړي يعني ددروغوځانته ژوند لري پلار ئې هيڅ کوم بل عايد نه لري فقط دمياشتي خيراتي خرچه دولت ورکوي
له يوي خوا ددولت څخه غلا روانه ده ا و له بلي خوا دبچيانو عايد هم يوه جيب ته غورځيږي او دوام هم لري
دغه سړي حج ته ولاړو ايا دده حج وشو؟
ځکه حج ئې په حلالو پيسو نه دي کړي اوبل پس له حجه ولي دولت ته واقيعت نه وائې چه پيچيان ئې ورسره يوځاي ژوند کوي او عايد ئې هم ورته ښکاره کړي ځکه اوس خو حاجي صيب شو :oops:
بايد له دروغو، غلا او نورو ناروا اعمالو څخه لاس واخلي
داسي ډير ي کورني شته خو شايد حاجيان شوي نه وي :oops:
اوس دحاجي سوسيال په نوم سره ياديږي :oops:
دکبلي غوندي ږيره ئې هم پريښي ده :oops: :oops:
وسلام
عبدالله صابر
08.11.2012
السلام عليکم
دموضوع په تړاوله دي کيسي هم خبره روښانه کيږي
حاجي صیب (لنډه کيسه) ليکوال: محمود سعيد
| سې شنبه, 06.11.2012, 03:00 AM | (164 لیدل شوی)
دا د حاجي وکيل صیب اتم ځل حج وو. بيا هم د خپلې کورنۍ له څو غړو سره يو ځای حج ته تللی وو. د حاجي صیب د کور او کوڅې دیوالونه د ښه راغلاست او حج مو مبارک شه په شعارونو ښکلي شوي وو. د هغه د ماڼۍ ته ورته کور تر مخه د لسګونه پسونو سرونه پرې شوي وو او د کوڅې په لښتي کې بهېدونکې اوبه ېې رنګينې کړې وې.
حاجي صیب د لسګونو په ګلونو پوښل شوو موټرو په بدرګه د کور مخې ته ورسېد، څو کسانو پرې له پاسه ګلان او زریان پاشل او دی د لوېې دروازې له کوچني وره په سختۍ ننووت.
د حاجي صیب د کور د کوڅې په بل اړخ کې شاهين او د هغه کورنۍ اوسېده. شاهين هغه مهال د حاجي صیب وسله وال ساتونکی وو، کله چې د جګړو مخکښ قوماندان وو. په هغه جګړو کې پر ځمکني ماين د ختلو له کبله شاهين خپله يوه پښه او دواړې سترګې له لاسه ورکړې وې. اوسني حاجي وکيل صیب او پخواني حاجي قوماندان صیب ېې څو ورځې پوښتنه کوله، خو کله چې له روغتون نه کور ته ولاړ، بيا د حاجي قوماندان صیب له ياده ووت...
د شاهين مشر زوی ایله دوولس کلن وو، هغه په ښار کې پلاستيکي کڅوړې پلورلې. د حاجي وکيل صیب د خیر په تمه نن د خپلې وړې خور مينې سره د هغه دربار ته ورغلی وو. د حاجي صیب د کور مخې ته د کوڅې تر پايه موټرونه ولاړ وو او ګڼه ګوڼه وه، د دروازې تر مخ ېې هم وسله والو کسانو پهره کوله او له ځانګړو مېلمنو پرته چا د ننوتلو اجازه نه درلوده.
اېمل او وړې مينې هم غوښتل د حاجي صیب لاسونه ښکل کړي او له دې فرصت څخه په ګټه اخستلو د خپلې بېوزلۍ او د شاهين په اړه ورسره د زړه خواله وکړي، خو په دروازه کې ولاړو وسله والو هغوی د ننه پرېنښودل او يوه ېې په قهرېدلي غږ وویل:
ځئ ورک شئ، هلته په ميدان کې له نورو سوالګرو سره کښېنئ، ستاسې د ډوډۍ نوبت وروسته رسيږي...
http://new.taand.com/news/id-36475/حاجي_صیب_(لنډه_کيسه)_ليکوال:_محمود_سعيد.html