د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

صليبي اشغالګر پښتون وژنې او اسلام وژنې ته راغلي دي !

pattang
30.10.2012

ایساف: د افغانستان د پولو ساتنه زموږ مسوولیت نه دی
| دوشنبه, 29.10.2012, 06:01 PM | (825 لیدل شوی)

[img:20dd071fa8]http://new.taand.com/images/article/2012_10/36387/u26_01.jpg[/img:20dd071fa8]

تاند- په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې د نړیوالو ځواکونو ویندوی نن وویل، ایساف د افغانستان د پولو د ساتنې مسوولیت نه لري او په دوه زره لومړي کال د بون په کنفرانس کې هم په دې موضوع ټینګار شوی و.
د ایساف ویندوی په کابل کې خبریالانو ته وویل:«په هغه کنفرانس کې، چې د دوه زره لومړي کال د دسمبر په پنځمه نېټه د جرمني په بون ښار کې جوړ شو، د افغانستان د پولو د ساتنې مسوولیت د ایساف له مسوولیتونو بېل وبلل شو.»
د ایساف ویندوی دا څرګندونې د افغان چارواکو او روشنفکرانو د هغو نیوکو په ځواب کې وکړې چې وايي نړیوال ځواکونه ولي د پاکستان د حملو په وړاندې عکس العمل نه ښيي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په وروستیو کې ویلي و چې د افغانستان امنیتي ځواکونه داسي وسلې او وسایل نه لري چې د پاکستان حملو ته ځواب ووايي. کرزي همداراز خبرداری ورکړی و چې که ناټو او امریکا د افغانستان اردو ته درنې وسلې او جنګي الوتکې نه شي ورکولی افغانستان دې پرېږدي چې خپل امنیتي ځواکونه د روسیې یا چین په وسلو سمبال کړي.
افغان چارواکي وايي چې نړیوال پوځیان، چې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په نوم افغانستان ته راغلي باید د افغانستان د پولو ساتنه هم وکړي.
پاکستان په پیل کې د افغانستان لور ته د درنو وسلو له حملو انکار کاوه خو وروسته یې وویل چې هغه سیمې په نښه کوي چې د دغه هیواد سخت دریځو پکې پناه اخیستې ده.
تراوسه پوري د پاکستان په بریدونو کې په کونړ ولایت کې په سلګونو تنه وژل شوي یا ټپیان شوي او په زرګونو نور د خپل کور – اور پرېښودو ته اړ شوي دي.


larghonay laraway
01.11.2012

السلام عليکم!
پتنګ صيب صلیبي اشغالګر رښتيا وايي ځکه دوی د امريکا دي نو د افغانستان د پولو ساتنه د دوی دنده او مسؤوليت نه دی!
صليبيان که چېرته زمونږ د وطن د پولو ساتنه وکړي نو دوی خو بيا اشغالګر نه شول بلکې افغان پوځيان شول!
خو داسې نه ده بلکې صليبيان په خپلو اهدافو پسې راغلي چې تر دې دمه په کې ښه کامياب دي. دا که زما او ستا وطن وران او بچيان مو مړه شوه د دوی يې پرې څه!

زمونږ د وژنې او ورانۍ پوښتنه بايد د شاشجاع له اصلي وارثينو (غلام کرزي او غلام ملاعمر ) څخه وشي چې صليبيان يې ولې او د څه لپاره دلته راوستې دي؟
مونږ يې ولې پرې ووژلو؟


سلامونه

tandar
01.11.2012

سلامونه
يره لاروي صيب څه ووايم سمه خبره دي کړي
اشغالګر هم له پولي راوښتي يو غل بل غل څنګه وشړي :oops:
که امريکا پاکستان ته ووائې چه له پولي مه راوړه ،هغه ورته ويلي شې چه دپلار خاوره دي ده ؟
ته هم راغلي ئې ،ايراني هم راغلي زه ولي رانشم ؟ :oops:
سرکونه مو په مزار کي دايرانيانو په نامه نه شول؟
نن دافغان په خاوره چور ګډ دي
چه اخر به څه شي؟
ترڅو چه داخاوره او ملت يوواقعي سرپرست پيدا نه کړي له دغه حاله به هم بدتره شو
[quote:d4b80661c7="larghonay laraway"]السلام عليکم!
پتنګ صيب صلیبي اشغالګر رښتيا وايي ځکه دوی د امريکا دي نو د افغانستان د پولو ساتنه د دوی دنده او مسؤوليت نه دی!
صليبيان که چېرته زمونږ د وطن د پولو ساتنه وکړي نو دوی خو بيا اشغالګر نه شول بلکې افغان پوځيان شول!
خو داسې نه ده بلکې صليبيان په خپلو اهدافو پسې راغلي چې تر دې دمه په کې ښه کامياب دي. دا که زما او ستا وطن وران او بچيان مو مړه شوه د دوی يې پرې څه!

زمونږ د وژنې او ورانۍ پوښتنه بايد د شاشجاع له اصلي وارثينو (غلام کرزي او غلام ملاعمر ) څخه وشي چې صليبيان يې ولې او د څه لپاره دلته راوستې دي؟
مونږ يې ولې پرې ووژلو؟[/quote:d4b80661c7]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more