نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د وطن د مور ژړا
Anonymous
27.10.2004
په خوږه غیږه کی می لوی کړی بی وفا وختی
زما بچی نشوی پردی شولی خطا وختی
زما خوږه غیږه کی لوی شولی زما دښمن شوی
زما سینه دی کړه غلبیل ډیر ناروا وختی
تا د پردو په لمسون خپلی مور ته سپک وکتل
تا د اغیارسره لاس ورکړ بی حیا وختی
تا دغلیم ناپاکه لاس زما پلوته راوړ
ای ناخلفه ګوډاګی ته د بل چا وختی
هره ټوټه می د وجود زخمی ده ستا د لاسه
زړه دی یخ ندی نن دلال می د سودا وختی
پت او عزت دی زما خرڅ کړ بی غیرته ولی؟
حرام نمکه اوس خادم د کلیسا وختی
د بی ننګی مډال په غاړه کی پری فخر کوی
وایی نقشبند چی پرکټی خدای زده د چا وختی
pattang
27.10.2004
ډاکتر خانه سلام عليکم !
ډير ښه او ډير دمزی شعر دی خدای پا ک د ي نور هم تو فيق درکړي
په درنښت پتنګ
بتنک ته سلام
doctor
31.10.2004
بتنگه وروره سلامونه او شی هیلی ومنه
ستاسی له قدردانی چخه یو جهان مننه دا شعر دبل چا وو خو زما دیر خوش شو او نورو ته می د تول افغان له لاری دالی که
یو وار بیا مننه کوم
Anonymous
31.10.2004
ډاکټره سلام ډيرښه خوكاشكي چي داخط خودي سم ليكلاي.اوس خودټول افغان پښتوكيبورډكاركوي.مننه