د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د سولې د ټینګښت دپاره، د طالبانو ډیرې غوښتنې منل شوې

اتل
23.10.2012

اسلام علیکم، قدر منو او ګرانو وطنوالو
د محور ورځپاڼې د یوې منبیع د خولې، چې نوم یې ندئ اخیستئ ویلي چې، سعودي عربیستان به په راتلونکې کې د وسله والو طالبانو، افغان حکومت او امریکا ترمنځ د مذاکراتو مرکز وي. د طالبانو مرکچیان به د افغانستان په پاسپورتونوسفروکړي، او دغه راز د طالبانو هغو مشرانو ته به هم د سفر فرصت محی شي چې په افغانستان کې اوسیږي او د پاکستان تر نفوذ لاندې ندي
د ویسا ورځپاڼې پدې ارتباط ویلي، د سولې د عالي شوری د دارالانشا رئیس معصوم ستانکزي ویلي چې د بهرنیو قواوو د وتلو مهال وېش، له تور لست نه د طالبانو د ځینې مشرانو د نومونو ایستل او د مذاکراتو دپاره د آدرس ټاکل هغه غوښتنې دي چې قبولې شوېدي
له بلې خوا په ترکیه کې مېشت د طالبانو پخوانئ مشر چې پخوا د مالیې وزیر ؤ او د ملا محمد عمر زوم هم دئ، سعودي عربستان بلنه ورکړې چې د لوی اختر په شپو کې هغه ملک ته سفغر وکړي او دغه راز د حکمتیار د اسلامي حزطب ستر غړئ قطب الدین حلال هم سعودي عربستان ته تللئ دئ
له بلې خوا ترکیي د پاکستان په هڅونه، طالبانو ته اجازه ورکړي چې په استانبول کې خپل دفتر پرانیزي، تر څو لدې لارې په افغاستان کې د ملې پخولاینې سره مرسته وشي
=================================================
چې غوټې پسې وهي، په لاس به درشي=چاویل په دریاب کې ګوهر نشته


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more