د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دملاله یوسفزۍ مسئلې طالبان له برمه وغورځول

میرویس
23.10.2012

محترمو لوستونکو اسلام علیکم
سرچینه: ډان ورځپاڼه
ژباړه: منور شا
پر ملاله یوسفزۍ باندې د حملې نه وروسته، طالبان د ولس د سختې غندنې سره مخامخ دي، او په خاصه توګه ددغه برید د ذمه وارۍ د اخیستو پس يې د هغې د جائز ګرزولوهڅه وکړه، خو پکې تر دئ دمه بریالي ندي او د مایوسي ښکاردي
طالبان ګډې ودې خبرې کوۍ او په خپل ګفتار او کردار کې ټکني دي او هطڅ ډول ثباط او صداقت نلري. کله په افغانستان کې د جها د خبري کوي، ورپسې وایي چې د پاکستان د پوځ او حکومت پر خلاف هم جنګیږي او د خپلې ډلې نه پرته، د نورو ډلو او فرقو پر خلاف هم جنګ جائز بولي. دوی دا ټول کارونه په ملک کې د ګډودۍ د جوړولو د پاره کوي
دوی د بل چا خبرې ته غوږ نږدي، او ولس پوهیږي چې دوی منطق نلري او کمزوري دي
اوس چې دوي څورلس کلنه ملاله د وژلو په قصد وویشه، د هغوی طرفداران هم ترې اوښتي او نور خواخوږي یې هم د فاع نشي کولای. لنډه داچې ګرد ولس د طالبانو خلاف ګرزیدلئ دئ. طالبان غواړي چې د پاکستان امنیتې ادارې بې ثباته کړي، ترخپل کنترول په لاندې سیمو کې د حکومت نفوذ ختم کړي، او بیا په آئین یا اساسي قانون کې د خپل مطلب بدلون راولي
د پاکستان ګډ تنطیم دفاع پاکستان کونسل چې په ولس کي يې د طالبانو د نظر حمایت کاوه، اوس د طالبانو نه اوښتئ دئ
نن سبا د طالبانو پر ډزو باندي منطق غلبه پیدا کړې او طالبان د انزوا پر لور ورځ تر بلې منزوي کیږ


طیب زابلی *
23.10.2012

السلام علیکم ورحمة الله !
میرویس صیب اوس ټول په دی پوهیږی سریی خلاص ده چی دغربیانو
او ددوئ دلنډغرو آخیری سلګۍ دی چی دا یوولس ۱۱ کاله دوئ کوم تبلیغات
کول کوم درواغ یی ویل هغوی ګټه ونه کړه اوس چی یی دملالی ډنډوره جوړه کړی
ده داهسی ځګ ته لاس اچول دی هرڅوک په خپل ګریوان کی ښه پوهیږی چی
د اشغالګرو له وتلو وروسته څوک پر سر داقتدار راځی ؟


میرویس
30.05.2013

طیب زابلئ صاحب، اسلام علیکم
تاسې خو وایاست، کله چې خارجیان د افغانستان نه خپلې قواوې وباسې حتماً طالبان قدرت نیسي. خو تاسې د خارجیانو په برخه کې د معادلې اصلي برخه ټپه هیره کړیده. دغه خارجیان چې تاسې یې خبرې کوئ د هغو نورو خارجیانو دپاره دلته راغلي دي، چې طالبانو ټوله دنیا ورباندې خریړئ کړه، خپله ګټلې پاچاهي یې ورباندې بایلوده او افغانستان یې د ګوړو ګدا کړ.

خو دا هم واوره ترهغې چې د روانې غمیزي عامل اشغلګر ترورست القاعده د ملک نه نوی ورک شوي، د افغانستان سره به د نورې نړۍ دریدل دوام لري. زموږ ملک هغه وخت آزادیږي چې موږ اول په ځان متکي شو، او بیا
پدرناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more