د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

بدعتیان، او د هغوی اعترافونه

اتل
22.10.2012

اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته، خویندو وروڼو خدای مو راوله
څوک چې د حق، عدل او انصاف په لاره کې دالله د ثنا خوانو د پاره خدمت کوي، الله جل جلاله یې د ضرورت په وخت کې لاس نیوئ کوي
ګرانو وطنوالو، موږ او تاسې چې تل د خپل ملک، خپلې خاورې او ځپلو خلکو د آزادۍ او خیرښیګڼې په لاره کې، که مو نور څه د وسه نه کیږي، د اخلاص او صداقت یو څو ټکې لیکو، الله جل جلاله زموږ صداقت او بې ریا زحمت په اوبو کې نه لاهو کوي، بلکه زموږ د صداقت د ثابتولو دپاره په مدار مدرا ثبوتونه په لاس راکوي
زموږ ددې ادعا دثبوت دپاره چې القاعده د الله ج د اوامرو خلاف کاراوايي کوي، له یوې خوا پخپله زموږ خلک وژني او له بلې خوا زموږ د آرزو خلاف زموږ د حریم نه په نورو ملکونو تجاوز کوي، او بیا هغه ملکونه د القاعدې د ځپلو دپاره زموږ ملک ته راځي او د جنګ میدان ګرزيي. د القاعدې یوه غړي ابو حفظ الموریتاني چې د ۹/۱۱ نه مخکې د القاعدې د مذهبي شوری رئیس ؤ، دالجزیرې د تلویزیون سره څو ورځې مخکې په مرکه کې په ګڼ شمیر مسئلو وغږېد او پدې یې هم اعتراف وکړ چې، الموریتاني پخپله په متحده ایالاتوباندې د ۹/۱۱ د حملې سره بالکل مخاف ؤ. هغه پدې باب چې دغسې تشدد، د اسلامي فقې خلاف ورزي ده، هم ډیرې معتبرې بیلګې په ګوته کړې.هغه دغه راز وویل چې د تشدد دغه د ۹/۱۱ عمل چې بې ګناه ولسئ خلک پکې ووژل شول، د واقعې اسلامي اصولو سره اړخ نه لګوي. الموریتاني وویل همدا دلیل ؤ چې ده دتشد دغه حمله نه منله، او نه یې تائیدوله
هغه دغه راز وویل چې اُسامه بن لادن یو مهربانه، خو سرتمبه سړئ ؤ. يو وار به یې چې د یوه کار د کړلو فیصله وکړه، بیا به پرته لدې چې د فیصلې عواقب یې وسنجوي ، په هیځ صورت خپله فیصله نه بدلوله. الموریتاني وايي چې طالبانو هم نه غوښتل چې القاعده دي د افغانستان د خاورې نه په کوم بل ملک حمله وکړي، او دا خبره یې په ډاګه ورته کړې وه، خو اُسامه بن لادن پخپل سر د ۹/۱۱ حمله وکړه

په پاکستان کې د طالبانو د وخت سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم په خپل کتاب کې لیکلي چې طالبان په نورو ملکونو باندې، د افغانستان نه، د القاعدې د حملو سره مخالف وو
باید وویل شي، لکه څنګه چې ابو حفظ الموریتاني ویلي چې تشدد د اسلام د اصولو خلاف کار دي، دسرک دغاړي دبمونو چول، او په عام محضر کې د بمومنو اچول او چول، خود کشه حملې او دیته ورته نور ناوړه اعمال، نه داچې په اسلام کې ناروا دي، بلکه مرتکبین يې د اسلام د بدنامول به ګناه کې هم ککړدي
آلله ج دې داسې بدعت کونکو ته هدایت وکړي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more