د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

درسول الله صلى الله عليه وسلم دفلم جوړولو نه وروسته داځل دهغه داحاديثو توهين وشو

محمدداود
20.10.2012

نن شنبه د ١٣٩١ لمريز کال د تلې ٢٩مه قهريدلو زده كوونكو چي دښوونكو ملاتړ هم ورسره وه دشمشتو دكيمپ مشهوره ليسه حضرت قيس بن سعيدرض بنده كړه دوي دهغه استاذ چې درسوالله صلى الله عليه وسلم داحاديثو توهين كړي غوښتلودى استاد وئيلي وه كچيرى زه دافغانستان پاچا شوم نو ټول داحاديثو كتابونه به سوزوم ځكه ټول اختلافات همدې كتابونو پيداكړي دي قهريدلو مظاهره چيانو په مرګ دشاروال شعارونه وركول خودكيمپ امنيتي كسانو خبر دپټ ساتلو لپاره شاګردانوته توصيه كوله چي صبر وكړي مونږ تحقيق كووداقضيه وروسته له هغه راولاړيږي چي يو مياشت مخكي ديوټيوب په انټرنيټي پاڼه درسول الله صلى الله عليه وسلم توهين اميزه فلم نشرشوه اوتراوسه پوري دنړي په ګوټ ګوټ كي درنې مظاهرې رواني دي هغه اولنې راپورونه چي مونږ ته رسيدلي دي داستاذ نوم سميع الله ښودل شوى ده او دشمشتو دكيمپ شاروال انجينرعبدالرب ځوې ده ددې استادپه اړه ديوولسم صنف يو ذده كوونكى داسي وائي :داچي اول ځل لپاره سږكال راغي داسي خاص څه يى نه ويل سوكه سوكه يې خپله نظريه مونږته بيانوله يوورځ مونږ ورته وويل چي جماعة المسلمين چي كومه نظريه دقران باره كي لري هغه صحيح ده ده وويل هو نن په نړي كي چي څومره ډلې دي داټولي باطل پرستي دي يوازيني ډله چي قران او احاديث په فكر تلې هغه همداډله ده مونږدده له نظري نه خبر وه نو ځكه داسوال مو تري وكړ .
هو دا خبره صحيح ده ځكه خپله دحزب اسلامي افغانستان اوسنې مشر ګلبدين حكمتيار هم پدې ډله كې ده دوي قران او احاديث په فكر تلې نو ځكه دې ډلې ته تكفيريان هم وائي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more