د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سلفیت، که افراطیت، او عواقب یې؟

میرویس
19.10.2012

قدرمنو لوستونکو، اسلام علیکم
دا قریب دوې لسیزې ناکرارۍ چئ زموږ په ګران افغانستن او سیمه کې روانې دي، محرک قوه یې، افراطیت او سلفیت دي، او که بل شئ دي؟ که ددې لړاییو علت هر څه وي، وی به، خو نور نو ولس تر پزې ترې راغلئ دئ. کله چې اوبه ډپ شي، خاورې خځلې او ډکې پکې لویږي، حشرات او څاروي ورځي او مرداروي يې. ګډوډي او ناکراري هم دغسې ده. دداسې حالاتو او شرائطو نه، د ټولنو نا اهل او فرصت طلبان ناوړه استفاده کوي او داډول ټولنه داسې شي لکه ناروغه او کمزورئ انسان چې د ځان ددفا توان نلري، هر کس او ناکس تاخت او تاز ورباندې کوي. وايې د لندې خاورې لږ اوبه حاجت دي

که دا ناروا چې زموږ پر ستوني یې خپکۍ غوندې منکولې خښې کړیدي، افراطیت وي، نو بایده دي چې پدې وجه یې هم مخه ونیوله شي چې اسلام خو نه دافراط دین دئ او نه هم د تفریط.. اسلامي افراطي افکار زموږ د ملک د خلکو د پاره اجنبي دي، خکه چې د خارجي اسلامي افراطیانو لخوا پر موږ تپل شويدي

دغه افراطیان چې پخپلو ملکونو کې يې د عادي ژوند کولو اعتبار بایللئ دئ، زموږ د مسلمانو ډلو په پوست ابلیسانو غوندې ننوتي دي، ددوی خو نه خلک د اور پدې لمبو کې سوزي، او نه یې هم کورنۍ. وایي یو سر دغره پر سر. دوي خو زموږ په وطنونو کې هم خوندې ګرزي، زموږ خلک یې ساتنه کوي، ودونه ورکوی او پاچاهانوغوندې ژوند کوي. موږ باید خپل غم پخبله وخورو، او ددی د شر نه ځان خلاص کړو.
پدې ارتباط دا لاندې مضمون هم په لوستلو ارزي
=============================================
28.07.1391
جمهور رئیس حامد کرزي افراطیت یوه مار ته ورته وباله او ویې ویل، ومو لیدل چې چا د دې مار روزنه کوله خپله یې هغه ته مخ ور اړولی او چیچي یې.

ښاغلي کرزي وویل، په افغانستان کې ښوونځي، زده کوونکي مشران د تیرو لسو کلونو راهیسې د ترهګرۍ ښکاري دي، خو د تیرو دریو څلورو کلونو راهیسې پاکستان هم په همدې ستونزې اخته شوی دی.

نوموړي د ملاله یوسفزی مثال ورکړ، چې د پاکستانیو وسلوالو طالبانو له خوا په برید کې سخته ټپي شوې ده.

ښاغلي کرزي وویل:

"نو هیله من یم، چې دغه ډير تریخ حقیقت چې د دواړو هېوادونو د ښوونځیو په ماشومانو حمله ده، د پاکستان مسئول وروڼه او خویندې په دې باوري کړي وي ، دغه ژوند چې موږ اختیار کړی او له افراطیت نه د یوې وسیلې په توګه کار اخلو، د پاکستان په خیر نه دی بلکې په ضرر یې دی او بیا مې هم د پاکستان په وروڼو او خویندو غږ دا دی چې افغانستان لاس ورکړي او د افراطیت له شره ځان خلاص کړو که دغه کار ونه کړو د دواړو هېوادونو د راتلونکې په خیر به نه وي."

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ځینې پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې په کونړ د پاکستانیو طالبانو د یوې ډلې مشر مولوي فضل الله اوسیږي، نوموړي وویل: د ډیورنډ له کرښې اخوا د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د مرکزونو موجودیت پر پوله د هغوي تګ او راتګ ته لاره هواره کړې ده.

نوموړي دغه خبرې په کابل کې د پنجشنبې په ورځ د ناټو له عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

هغه په داسې حال کې دغه خبرې کوي، چې په نیویارک کې یې له خپل پاکستاني سیال سره په خپلې وروستۍ کتنې کې موافقه کړې، چې افغانستان او پاکستان به د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیکوي.

خو ښاغلي کرزي ددغه سند د لاسلیک کیدو لپاره یو شرط همدا ایښی چې له پاکستان نه به افغانستان ته د وسلوالو مخ نیول کیږي.

پاکستانیوچارواکو تل د افغان چارواکو دارنګه څرګندونې رد کړي دي.

په عین حال کې د افغانستان او پاکستان مشرانو په دې وروستیو کې دا موافقه هم کړې چې د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوی به د لوی اختر له رارسیدو مخکې اسلام اباد ته سفر کوي.

تر اوسه ددې سفر نیټه چې ټاکل شوې د سولې له بهیر سره د یو ځای کیدو لباره د وسلوالو طالبانو په هڅونه کې د پاکستان په مرستې پکې خبرې وشي، نه ده اعلان شوې.


pattang
19.10.2012

دنورو غږ ونه :

وروڼو زه هم دښځو دتحصيل او زدکړې پلوي کوم او زمونږ طالبان وروڼه هم خو
داټولپه يوه اسلامي پښتني لاره کې !
ملا لۍ دغربيي جاسوسي شبکو اودطالبانو دبد نامولو لپاره داسې يوه اله وه او ده
لکه دمچويو لپاره چې شات او يا ګيبينی سړی کېږدي!
برسېره پردې چې ملا له ښوونځي ته تله نو له هر خارجي ميديايې او مخبري
سازمانونواو ژور ناليستانو سره به يې مرکې کولي اودطالب ضد خبرې به يې کولې
نو د غربيانوله پاره ملا له د پروپاګندې او بدنامي ،لويه پته او ادرس ګرځېدلې وو !
اوس له ملالې څخه دومره غټ شخصيت غربي مېديا او cia جوړ که چې مسال يې په
تاريخ کې نشته او په هر چينل کې دملالې خبرې روانې دي !
دغو احساساتي پرو پاګندو ،حتا په افغانستان او پاکستان کې هم خلک مظاهرو ته
راوبلل چې دطالب پر ضد مظاهرې وکړي !

زما لپاره يو سوال پيدا کېږي چې هغه وخت يانې 2012 کال په هلمند کې چې ٢١ تنه
بې ګناه په خوب بيده ماشومان او ښځې کله چې صليبي عساکرو مړې کړې او بيايې
اور ورواچاوو،نودا مظاهره چيان هلته چېرې ول !! هغه وخت صليبي ميديا
ددې بشري لوی جنايت عاملين پټ کړل او عامل يې يودوماغ خرابی امرياکايې
عسکر معرفي که او هغه يې هم له افغانستان څخه خارج که چې اوس به نيم بندي او
نيم ازاد په امريک کې ګرزي!٠

زما نصيحت ټولو ته دادی چې ملا له دې خپل ښونځې ته ځي او په جنګي حال کې
دې خپله خوله پټه ونيسي او مسلمانان دې هم دومره سادګي نکوي چې دغربي فساد
او ميديايې پرو پاګندي په اساس دطالبانو وروڼو په خلاف مظاهرې کوي !!

[color=brown:f75e02e9e8]استاد بیانزی ليکي [/color:f75e02e9e8]:
پتنګ صاحب ، ستاسی نصیحت چه ملاله دی شوونڅی ته څی ، ملاله په دی نه ده
ویشتل شوی ، ملاله هماغه ستا د اولی خبری له مخی چه د اسلام دشمنانو ته یی د
چاسوسی او د هری میدیا سره د غلطو او دروغجن معلوماتونو ورکولو په جرم
ویشتلی ده ، زه باور لرم چه ټولو او یا زیاترو به ددی او ددی د کورنی تصویر د
ریچارد هالبروک سره (چه د امریکا له خوا د پاکستان او افغانستان د پاره ځانګړی
او لوړ پوړی مقام په ګوته شوی وو چه د جاسوسی او شیطانی کارونو کی یی په نړی
کی دیر شهرت درلود ) ، څه کوچنی خبره نه وه ، چه په څنګ کی ورسره د سی ای ای
نور مشران هم ولاړوو چه یو یی هم مارټن جانز نومیده هم ولاړوو او د ای اس ای او
یا د پاکستان د فوڅ نور دوه یا دری لوړ پوړی کسان هم ورسره په یوه میز مخ په مخ
ناست وو ، د معلوماتو له مخی د ملالی پلار هم دکوم شوونڅی شوونکی دی نو
د داسی کسانو سره چه کرزی هم د خبلو خبرو کولو سیال نه ګڼی کیناستل او دکوم
قرارداد لیکل کومه کوچنی خبره نه ده ، زما په خیال هغه کومه دساده جاسوسی
ډګری نه وه اوهغه ډګری یواڅی د ملالی د پاره هم نه وه د هغی مور او پلار هم پکی
فعاله برخه درلوده ، په هر صورت که زه طالب وی نو جبرا به می دا کار کولی او نه
یواڅی څان به می ملامت نه ګڼلی بلکه دا به می د خپلو کړو اولیت ګڼلی او ثواب .
دا خو مقابله ده څوک چه ما ماتوی زه به یی خامخا له مخی لری کوم او هغه هم هغه
څوک چه د خپلو خلکو ، د خپلی خاوری او د اسلام د مقدس دین د دشمنانو د پاره
استخدامیدل او هغه هم مور او لور چه دواړه حسینی هم وی د دوی په دی ډول
اړیکو کی د دوی د ټولو پشتنو د وقار او ننګ را پریوتلو احتمالات هم رانغښتی
وو کله کله یو کار د نورو ناوړو سبب هم کیدی شی .

[color=darkred:f75e02e9e8]Sheraqa Bayanzay ليکي :[/color:f75e02e9e8]
شه ده چه روغه شی ځو زما توصیه دی او ددی ناپوهه مور او پلار ته داده چه بیا د
کوچنی لور سرنوشت ، حیا او عزبت او یا ددی ټولنی ابرو او عزت د خو ډالرو به
خاطر په صلیبیانو او یهودانو لیلام نه کړی ، دالر پیدا کیږی مګر غزت او وقار بیا
نه جبران کیږی . دا زمونږ د تولو یو شان ګډ وطن دی یواځی په طالبان نه په مونږ ټولو
حق لری چه د څنګل له وحشی څناورو یی وساتو ، له دی وروسته توبه وباسی او
داهم ځوښه نه کړی چه د دغه وحشی ځناورو سره ځنګل ته ولاړ شی نور به هم د الله ج
به مصیبت اخته شی ، الله ج ته توبه وباسی او نور هغه مه کوی چه مخکی مو کول د
طالبانو زه تضمین کوم چه تاسو ته به څه نه وايې .


میرویس
24.10.2012

پتنګه وروره، د میني او ادب سلامونه ستاسې حضور ته وړاندې کوم
داسې ښکاري چې ستاسې عقاید د پښتو د ادب د شعري صنعت پر تله د طالبانو د رو حیې سره اړخ نه لګوي. لکه چې وایی
(په سبب د ظالمانو حاکمانو=کور، اور او پیښور درئ واړه یو دي). ستاسې خبرې د تفریق په چوکاټ کي، (ظالمانو، حاکمانو) چې وایاست ( زه او طالبان) مطلق انطباق لري، ځکه چې، لکه ظالمان، حاکمان، زه او طالبان. هلته ظالمان او حاکمان سره فرق شوي او دلته تاسې ځان ته د طالبانو سره فرق ور کړیدئ. خو د صنعت د جمع په برخه کې چې (کور، اور اوپیښور، درئ واړه یو دي) سره جمع شوی او یوشویدي، او تاسې هم چې وایاست، خو دا ټول چې اسلامي او پښتني وي، تاسې د طالبانو سره ځان د اسلام او پښتو په مزي تړلئ اوجمع کړئ او په یوه تله کې مو تللئ دئ
زما په عقیده دلته نقاضت راځي، ځکه چې زه فکر نه کوم تاسې په معارف کې هغه څه وغواړئ چئ طالبان یې غواړي. که او ل راشو د تحصیل د لباس کچې ته، طالبان په نجونو او هلکانو باندې په ټولګي کې او د ټولګي نه بهر د سر د تړلو دستمال نه، بلکه ټکرئ یا پوړنئ او امامه یا پتکئ اغوندي
د تعلیمې نصاب په برخه کې چې که د طالبانو د وخت د معارف د نصاب کتابونه ولونې، په سلو کې ۹۰ به ووینې چې ټول مطالب دیني دي، د نورو علومو پروا پکې نده شوې، دیني مطالب هم اساسي نه، بلکه تر یوه حده روایتي دي، او پدې برسیره غیر مسلکې لیکل شوي او داسې لویه جفا پکې شوې چې ددریم ټولګې کتاب د پنځم ټولګي ددرسې کتاب نه مشکل دئ، نه د شاګرد ذهني وده، علاقه مندي، او نه نور احتیا جات په نظر کې پکښې نیول شویدي او نه هم ټولنیز، مدني او نور معیارونه
زه پوره باور لرم چې تاسې دغسې معارف نه غواړئ، او که یې غواړئ، نو دا بیامه وایئ چې طالبان دغسې او هغسې کوي، بلکه ووایه چې موږ، یعنې ځان هم پدوي کې حساب کړه
الله دې ټولو ته هدایت وکړي، او اسلام ته دې خیر کړي، چې د نا اهلو د لاسه دلوی امتحان سره مخامخ شویدئ


pattang
25.10.2012

مېرويس خانه ګېډۍ ګېډۍ سلا مونه !
اختر دمبارک، سبا ورځ لرې سفر لرم وخت مې کم ده !
خو يوه شي ډېر مايوس کړم :
ګوره سيکان په خپل پټکي او هندوه په خپله ساړۍ په ښوونځويو کې نه شرميږي ،
خو پښتانه په خپل پټکي او ټکري شر ميږي !!!!!!!!!!!!!!
داولې ????
نورې خبرې به بله مياشت کوو !
مااورېدلي دي چې په کابل کې اوس هلووين تجليلېږي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more