نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ددین انحصار او بندیوان عقاید
اتل
19.10.2012
ګرانو وطنوالو، د میني،عزت او ادب سره سلامونه وړاندې کوم
د تاریخ په اوږدو کې، حاکمانو تل د ولسونو پر عقیدو باندې د غلبې او یا د زور او ظلم له لاري حکومتونه کړیدي. دغه چلونه بیا سوداګرو، د زور او جبر له لارې نه، بلکه د خپلې متاع د خرڅولو دپاره کړیدي، او پدې لاره کې يې د مختلفو تبلیغاتې وسیلو نه استفاده کړېده. مطبوعات هم دغه راز د سنشیلنیزم نه کار اخلي، یعنې احساساتي مسائل چې د خلکو وسوسه تخڼوي زیات کاروي، تر څو په ولسونو کې خپل شهرت، اعتبار او نفوذ خپور کړي.
دغه راز د تاریخ په مختلفو ادوارو کې، کلیسا، مندر، درمسال، کنیسا او د عیسویت د ګن شمیر مذهبي فرقو په خلکو باندې د استثمار او استعار د جاري کولو او بقا په لاره کې د غلطو او افراطي مذهبې عقایدو د خپرولو له لاري د مذهبي رهبرانو تر نامه لاندې مطلقه پاچاهي کړېده. دوی حتې په ديني لار ښودنو کې د خپلو ګټو د تضمین د پاره تصرفات هم کړیدي
خو د اسلام ددین یوازنۍ معتبره منبع،قرآنکريم له دې ډول جعل کاریو نه، خوندي پاتي شویدئ. موږ افغان مسلمانان په عنعنوي ډول، پخپله ددین علم نه زده کوو، بلکه پرملا صاحب اتکا کوو. ملا صاحب چې هرڅه ووايې هغه د کاڼي کرښه ده. [الله، بلا به ګردن ملا]. زموږ ملا صاحبان هم موږ غوندې ساده مسلما خلک وو، او دوکه کولو یې نه، خو د ښه نیت په وجه به یې پرموږ سخت ګیري کوله، او پدې ترتیب به یې په اسلامي احکامو کې، نا فهمیده تصرف کاوه، چې د پا ک رب نه عفوه ورته غواړم
خود وخت په تیریدو او زمانې د بازاري کیدو، ژوند د مادي کیدو په درشل کې زموږ په مذهبي مشرانو کې هم څه ناڅه بدلون راغئ، او بالخصوص د وهابیت، سلفیت او داسې نورو فرقو د مکتبونو پیروان راکې پیدا شول، زموږ سنتي ټولنه ورسره بدله شوه او بدي ترتیب د ټولنې پوده تنسته ولړزیده. مسجد او مدرسه سیاسي شول او د قدرت په سر جګړه رامنځ ته شوه. یوازنۍ وسیله چې زموږ په ټولنه کې يې څوک په مقابل کې د مقاومت توان نلري، هغه قرآني احکام دي. يو خو دا چې مسلمانان یې بیدون د چون او چرا نه مني، او بل دا چې موږ د هغو د پوهې په برخه کې ړانده او کاڼه یو
زموږ ملک ته د خارجي افراطیانو د راتګ سره زموږ یوه ډله مذهبي مشران هم افراطیان او جګړه ماران شول. افراطيت په اسلام کې نا روادئ. کله چې زموږ دغه افراطي ډله په جنګونو او جګړو ګې کیوته، او بیرته عادي ژوند ته د راګزیدو له حدودو نه تیره شوه، او په خپله ټولنه کې يې د ژوند کولو دروازه په لوي لوی پر خپل مخ وتړله، د دنیا او مال حب لیوني ، نویې ځانونه د ملک ددښمن په لمن کې واچول، نو یې د خپلې بقا دپاره، د متقابل لورې او په مجموع کي د ټول ولس په مقابل کې ددین نه یوه حربه جوړه کړه اوس نو که هرڅوک ددوی ناوړه اعمال ورپه ګوته کوي، دوی يې تکفیروي. تکفیریان د لمړي ځل دپاره په مصر کې پیدا شول او ایمن الظواهري د همدغې ډلې نه دئ
د افغانستان او پاکستان دواړه طالبي ډلې نن سبا د بې ګناه انسنانو د وژلو، حلالولو، ځان وژنو، په اور د مسلمانان د قتل او داسې نورو غیر اسلامي اعمالو او نورو فجایعو دپاره شرعي هیلې راباسي او د مسلمانانو او اسلام سترکو ته خاور شیندي
دوی په پنڅلس کلنه ماشومه چې د اسلام ددین په چوکات کې طالب العلمه وه، د خپلو خدای ورکړو، حقوقو غوښتنه یې کوله، وویشته چې ويې وژني او اوس هم شبکې دبکې کوي، چې که دا ځلې د مرګ نه بچ شوه بیا یې وژنو
که موږ بیچاره ولس په اسلام نه پوهیږو، طلبان ولې د دیني عالمان خبره نه مني؟ که نه هغوی هم کافران دي او که څنګه؟ طالبان د پاکستان د قریب پنځوسو دیني عالمانو ددې لاندنۍ فتوی په برخه کې څه عذر وړاندي کوي؟ که ددغو عالمانو خبره صحیح وي او د طالبانو کارونه غیر اسلامي وي، نو بیا باید طالبان څه وکړي، او ولس څه ورسره وکړي؟ که دوی د اسلام تر ابا او قبا لاندي، غیر اسلامي کارونه کوي، نو دهغوی پر مقابل کې د ولس وجیبه څه ده. يو څو کسه به تر یوه وخته وغولوي، خو ټول اسلام تل نښي غولولئ. طالبان تل د وسلې، تهدید او خدعې په مټ بقا نشي کولای. هره میوه چې پخه شي رالویږي، ظلم هم چې اعلی حد ته ورسیږي سرنګون کی
=============================================
ترهګر د اسلام له دایرې خارج دي: سني اتحاد کونسل
په لاهور کې د سني اتحاد کونسل سره تعلق لرونکیو تر پنځوسو زياتو عالمانو او مفتيانو يوه متفقه فتوه جاري کړيده چې پکې خودکش حملې او تره ګري حرام بلل شوې.
په فتوه کې په ملالې يوسفزۍ د شوې حملې غندنه وشوه او ويلي دي داسي خلک د اسلام له دایرې بهر دي چې د ښځو په تعليم بنديز لګوي.
په اسلام کې د يو تن وژنه د ټول انسانيت د وژنې برابر ده.
مفتي محمد شريف چې په دغه غونډه کې ناست وو له مشال رېډيو سره په خبرو کې وویل چې اسلام د يوې ضابطې نوم دی او تر هغې لاندې ژوند تېرول فرض دی او هېچا سره دا اختيار نشته چې قانون په خپلو لاسونو کې واخلي.
په ملالۍ د حملې په اړه هغه وویل، چې دغې ماشومې علم حاصلول غوښتلی او د علم دښمنانو په هغې حمله وکړه، چې يو غېر شرعي او غېر اسلامي عمل دی او دا چې په اسلام کې د سړي او ښځې له پاره د تعليم يو شان حکم دی.
د ده په خبره په اسلام کې د يو تن وژنه د ټول انسانيت د وژنې برابر ده.
دغه رنګ چې کله مشال رېډيو د سني اتحاد کونسل د مشر او د قامي اسمبلۍ د غړي صاحبزاده فضل کريم نه تپوس وکړو نو هغه وویل چې د اسلامي احکاماتو لاندې په چا تشدد کول جائز نه دي.
دی زياتوي چې اسلام کله هم د چا د وژلو اجازت نه ورکوي.
صاحبزاده فضل کريم وویل چې خودکش حمله کوونکې دوزخيان دي او د اسلام له دایرې وتلي دي.
کومو مفتيانو چې فتوه جاري کړېده په هغوي کې علامه داود محمد صادق رضوي، مفتي محمد عمران حنفي ، علامه محمدحنيف قريشي،علامه فيض بخش رضوي او بعضې نور شامل وو.
په فتوه کې ويل شويدي چې په ملالۍ حمله کونکو په زمکه د فساد خورولو کوشش کړی دی او د اسلام حدونه یې تر پښو لاندې کړيدي.
رياض موسه خېل مشال ريډيو
اسلام آباد