د موضوعګانو سرپاڼه
  
    
      
    وطن پال او نور ګټور شعرونه
د يار په وينو
      زهيرشينواری
      15.04.2003
    
[ديار په وينو
د تورې شپې په زړه کې
له هسکو ، دنګو غرونو
د شين زمری په شانې
                په ښار ورننو تم
      * * *
څو چې سحر ويښيده
د ښار سپيرې کوڅی مې
په سرو ، سرو وينو ديار
ښايسته رنګينه رنګ کړی.
           * * *
د وير سرود غږ يده 
شپه د ماتم اوږ ده شوه
وزرلرونکی مرغان
 ټول په هوا شولاړل
           * * *
خوبې وزره مرغان 
د بې وسيو بنديان
څو ما شومان ، بوډاګان 
د ښار په منځ  کې ناست وو
له ستر ګويې اوښکی تللې
او په ژړا کې يې ويل:
قاتل به وينی سزا
قاتل به ويني سزا
* * *
د سزا نوم مې واوريد
شومه له خوبه راويښ
شکر د خدا ی مې وويست 
چي زه خونه يم قاتل                                       ١٣٧١ کال _  جوزا مياشت _ کابل