نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د جمهوري ریاست انتخابات او جدي اندېښنې
میرویس
18.10.2012
محترمو وطنوالو سلامونه می ومنئ
پدې شپو ورځو کې د افغانستان د جمهوري ریاست د مقام دپاره د انتخاباتو د شفافیت په برخه کې بيخي ديرې تبصرې کیږي. ځوک یې په یوه اړخ او څوک يې پر بل اړخ غږیږي، او دا لاندنۍ تبصره هم پر یوه زړه پورې اړخ باندې شویده
===========================================
18 Oct 2012, 4:24
ولسمشر کرزي له امریکا وغوښتل، څو د افغانستان په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه و نکړي.
ولسمشر کرزي دا څرګندونې د ناټو عمومي سرمنشي اندرس فوګ راسموسن سره په یوې خبري ناسته کې وکړې.
له بلې خوا د ناټو عمومي سرمنشي له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د یاد تړون همکاریو پر دوام ټینګار کوي.
ولسمشر حامد کرزي افغان ځواکونو ته له نړیوالو ځواکونو نه د امنیتي مسولیتونو د دریم پړاو ترلاسه کولو خبر ورکړ زیاته یې کړه، چې موږ له وخت وړاندې د نړیوالو ځواکونو له وتلو هرکلی کوو.
ولسمشر حامد کرزي د هیواد د امنیت په ټینګښت کې د امنیتي ځواکونو له وړتیاوو یادونه وکړه ویې ویل، چې افغان ځواکونه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د امنیت ساتلو وړتیا لري.
هغه همدارنګه د امریکا له ولسمشر نه وغوښتل، څو د افغانستان راتلونکي ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه ونکړي.
په همدې حال کې د ناټو عمومي سرمنشي اندرس فوګ راسموسن له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د یاد تړون همکاریو پر دوام ټینګار وکړ زیاته یې کړه، چې ناټو به له ۲۰۱۴ وروسته د افغان ځواکونو په روزنه او تجهیز کې خپلې مرستې متمرکزې کړي.
((څرنګه چې نړیوالې تولنې په شیکاګو کنفرانس کې ژمنه وکړه، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به افغانستان سره مرسته وکړي، ناټو او غړي هیوادونه یې ژمن دي څو افغان ځواکونو په روزنه او تجهیز کې مرسته وکړي او دا مرستې په اوږدمهاله وي.)).
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به بهرني ځواکونه له افغانستان نه ووځي او ټول امنیتي مسولیتونه به افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
ننګ درانى:کابل
Print PDF
خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کا
pattang
18.10.2012
ډېر ډېر معذرت غواړم !
بچه ... هم له خپل کاته څخه خلاصون غواړي :
داخو امکان نلري !
الف : کاته په هلک تاوان کړی او غوړ، ښائيسته يې ساتلی دی.
ب : دهلک سترګې ورته ټيټې دي خپله انساني ازادي يې له لاسه ورکړې ده.
:==> نوهلک خپل کاته ته هيڅ هم نشي وېيلی !
خو که کاته يې پټه اجازه ورکړې وي نو دا سيناريو به يې يوه دناز ګبړه وي !
خو يوشی واضح دی، دشپې به هلک د کاته په غيږ کې پروت وي ٠
ډاکتر څپاند
19.10.2012
پتنګ لالا سلام،
ځينې وګړي لا په دې هم نه پوهيږي چې که يو بادار،دټول ولس نه يو نه چندان
هوښيار او نه چندان پيژندل شوی سړی ،ټولواک مقرر کړي او دهغه دساتنې
لپاره ١٥٠ زره عسکر وليږدوي او په زرږونو قربانۍ ورکړي،ايا نوموړی
"ټولواک" چې په واقعيت کې دې غلام حيثيت لري،ددې جرئت کولی شي
چې دبادار په مقابل کې بې ادبي وکړي؟
سلامونه
tandar
19.10.2012
سلامونه
څپاند صيب داکلمه خو دوه ځلي وليکل شوه
هغه به خپله لري کړي خو ګمان نه کوم مګر دستاسو به څوک لري کړي ؟ :oops:
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي
pattang
19.10.2012
ډاکتر ګله سلام لرې ځای ته !
دا چټل انسان اوچټله اداره يې دومره دکنځلو وړدي چې پر هغو الفاظو انسان
پخپله شرميږي !
نعلت وېيل ملايان او ديني علما ښه نه بولي ، خو لعنت دخدای دې وي پر دې فاسد
رژيم !داجنايتکاران ټول بايدپه شرعي ډول محکمه شي !
که تېر چپي واکمنان چې زه يې سخت مخالف يم له دوی سره مقايسه شي نو دهغوی دې
سل ځله بلا پر دې مردار خورو وګرځي ٠ په هغوی کې بد فعله لنډغر هم وو ، خو ښه
خلک يې هم لرل چې ځينې يې خوشې بند پاته شوي وو،لکه خير محمد ماموند او په
سلګونو نور يې هم ، ناموس اوغيرت يې لرل نو دا دلګان خوهيڅ ننګ او ناموس نلري
دcia دالر يې ننګ اوناموس دي او اولس يې خرڅ که !
الهي پروردګار دې مسلمانان بريالي کړې او سياسي شعوردې هم ورته ورکړې !