نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
یو په زړه پورې مطلب
اتل
18.10.2012
محترمو لوستونکو، اسلام علیکم
ددې لاندني مطلب لوستل، ددلچسپۍ نه خالي ندي
===============================================
آى، ايس، آى:ولسمشر کرزى له وسله والو طالبانو سره دوه مخي کوي
18 Oct 2012, 4:18
د پاکستان څارګرې ادارې یوه چارواکي افغان ولسمشر حامد کرزی له طالبانو سره په دوه مخي چلند تورن کړ.
ره س
د پاکستان څارګرې ادارې مسول محمود شاه وايي، چې افغان دولت څو ځله طالب وسله وال له زندان نه خوشي کړي او په کونړ او نورستان ولایتونو کې یې هغوی ته پنا ورکړې.
په ورته حال کې ولسمشر حامد کرزي په خپلو نویو څرګندونو کې په پاکستان کې د سخت دریځو د ځالو له شتون نیوکه کړې او له ګاونډیو هیوادونو نه یې غوښتي څو له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ریښتني واوسي.
د پاکستاني چارواکیو په ځانګړې توګه د یاد هیواد څارګرې ادارې څرګندونې همیشه پر افغان حکومت له نیوکیو سره مل وي چې په هیواد کې له سخت غبرګون سره مخ کیږي.
د پاکستان څارګرې ادارې متقاعد چارواکی محمود شاه بي بي سي ته ویلي، چې افغان حکومت نه یوازې په کونړ او نورستان کې وسله والو ته پناه ورکړې بلکې د القاعده شبکې او حزب اسلامي ګڼ شمیر مهم غړي له بنده خوشې کړي.
(د پاکستان څارګرې ادارې پخوانی غړی جنرال محمود شاه: موږ د طالبانو لسګونه مشران او قوماندانان افغان حکومت ته وسپارل، هغه کس مو ونیوه چې د ملا عمر پيغام یې له ځانه سره درلود او هغه یې لیږه. خو اوس ټول یاد وګړي د افغانستان حکومت لخوا خوشي شوي.
محمود شاه چې کابو دیرش کاله یې د پاکستان څارګرې ادارې غړی وو، په افغانستان کې د پاکستان پر وړاندې د فعالیتونو ته په اشارې سره ویلي، چې د کابل او اسلام آباد حکومتونه د پاکستان له جوړیدو را وروسته له یو بل سره دښمنان دي.
له بلې خوا ولسمشر حامد کرزي چې په خبري غونډه کې خبرې کولې، پاکستان یې د وسله والو د تمویل او پټنځایونو اصلي سرچینه وګڼله او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د ګاونډیو هیوادونو پر ریښتینولۍ ټینګار وکړ.
له دې سره په دې وروستیو کې د وسله والو پټنځایونو مسله د کابل او اسلام آباد په اړیکو کې د ترینګلتیا لامل شوی. په دې وروستیو کې د هیواد پر ختیځیو سیمو د پاکستان راکټي بریدونه د دې لامل شو، چې د دواړو هیوادونو اړیکې خړې شي او آن افغان حکومت په دې اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل شکایت وړاندې کړي.
ننګ درانى:کابل
Print PDF
خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي October 18, 2012.
pattang
19.10.2012
اتل خانه داپورتنۍ ليکنه له شيطاني اوغلطي څخه ډکه ده !
پاکستان غواړي چې دافغان اولس پر پوله او پټي خپل تيري او وژنې ته حقوقيت
ورکړي ! بل څه نه ! نوڅکه داسې دروغ وايې !
داسې خبرې دپاکستان خارجه وزيرې له cnn سره هم په مرکه کې وکړې :
"چې پاکستان څو وار ې اسياف ته شکايت کړی دی، چې دافغان له پولې ددوی په
مځکه ډزې کېږي خواسياف خپل غوږونه مړه اچولي دي نو څکه دوی مجبوردي چې
خپل سر حد او پوله وساتي او عکس العمل ښکاره کړي"!
هم اسياف پښتنون وژني او هم پاکستانی ! خو طالبان پښتانه ددوی لپاره دې خواته
او هغې خواته بلا ګرزېدلي دي ، جنګېږي او کلک تلفات ور کوي !
دغلو ياري او دسطرنج بازي ده چې څوک به يې ګټي?? عقيدويان او که دالريان !
دا واقعت نلري چې کرزی طالبان او دالقاعدې غړي خلاصوي او په کونړ کې ځای
ورکوي !
- کرزی ددې کار واک نلري ! که يې کړي وي نو د CIA په مصلحت هغه هم ددې لپاره
چې نور مهم طالبان او دالقاعدي غړي پرې ګير کړي خونه په کونړ کې! CIA
داسې کارونه ډېر کړي دي ...
- ټول مهم طالبان او شکيان چې القاعده به وي ! په بګرام کې بنديان پراته دي او
څوک يې ليدی هم نشي له هغې جملي نه زما دکورنۍ هم درې کسان !
کرزی CIA ته هره ورځ بايد دخپلې ارادې راپور ورکړي او د cia له موافقې وروسته
بيادکرزي اراده کېږي خو د فهيم او محقق تر امضا هم بايد تېره شي !!