د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پولیو یا ماشومانو د فلج دناروِغي، ګرد سره علاج نلري

میرویس
17.10.2012

اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته
طبابت دوې مهمې څانګې لري چې یوه یې معالجوي او بله یې وقایوي ډه. لکه څرنګه چې د نومونو نه یې څرګنده ده، په معالجوي څانګه کې، د نارانو علاج کیږي او په وقایوي برخه کې په مرض باندې د انسان د اخته کیدو نه مخکې د مرض وقایه او مخنیوئ کیږي
د طب هغه ډیره مهمه برخه همدغه وقایه ده، ځکه چې که یو څوک پداسې مرض اخته شي، چې دا مرض بل چاته سرایت نکوي، یعنې بل څوک نه تري نیسي، لکه ایډز، نرئ رنځ یاتوبرکلوز، ملاریا، میننجایټس، تور زیړئ، یا هیبټایتس او پولیو، یا د ماشومانه فلج،
نو ډاکتران د ناروغ معالجه کوي، او مرض همدلته ختمیږي او لګښت یې هم د یوه ناروغ د مرض دعلاج وي
خو که څوک په ساري مرض لکه ایډزو نري رنځ یا پولیو اخته شي، اول خو باید د مرض دکتلوي خپریدو تدبیرونه وشي، روغو خلکوته چې که له نیکه مرغه د مرض د مخنیوي واکسین موجود وي، ستنې ولګول شی، بیا باید د ناروغانو علاج وشي، چې اکثره دغه تداوي میاشتي او کلونه په بر کې نیسۍ، کزاف لګښت غواړي، ناروغ د کورنۍ او ټوالنې د اوږې بار وي، تولید نشي کولای، بلکه یو مصرفي بوج شي
په ساري ناروغیو کې ډیر داسې امرض شته چې ویروسي او یا غیر ویروسي دي، او قطعاً علاج نلري، او د هغو د جملې نه یو هم پولیو یا د ماشومانو فلج دئ. پولیو کیدای شي، په یو چا باندې هسې د زوکام په ډول تیره شي، خو بیا هم اثر یې په ناروغ ابدي دئ. ځینې نور بیا فلج کیږي،چې کلیوال یې ګوزڼ بولي. کوم ماشوم چې ګوزڼ ووهي یعنې فلج شي، تر ابده به فلج پاتې کيږي او بالکل علاج نلري
پکار دي چې ماشومان د پولیو واکسین وکړي چې ددې موزي مرض د شر نه بچ شي. پولیو نن سبا ددنیا د اکثره ملکونونه کډه کړې ده، خو یوازي په نایجیریا، هند، پاکستان او افغانستان کې لا هم شته او هر کال ماشومان وهي او فلج کوي يې.
د پولیو کمپاین په کال کې څو ځله عملي کیږي، او دا مرض د افغانستان په جنوب کې زیات دئ، دا ځکه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحد کې تګ راتګ زیات دئ، کله چې په یوه ملک کې د پولیو واکسین شروع شي، د پښتنو د علاقې ځینې خلک په بل ملک کې وۍ، او پدې ترتیب د واکسین نه محروم پاتې کیږي
پله ستونځه د سیمي بې امنیتي ده. څومیاشتې مخکي په شمالي وزیرستان کې حفیظ ګلبهادر واکسین منع کړ، خو وروسته بیا په لکونو ماشومان واکسین شول
څو ورځې مخکې د پولیو واکسیناسیون په افغانستان او د کوټې په علاقه کې پيل شو. ځو له بده شهامته چې جنایت کارانو و دواکسین په کارکونک حمله وکړه او د قتل مرتکب شول
پدژ اړه دا لانې رپوټ ولونئ
===========================================
کوټه: د ګوزڼ څاڅکي پر ډله برید یو اهکار ووژل شو

16.10.2012
نیاز موسه خېل مشال راډيو

کوټه:-د بلوچستان په کوټه کې نن د سه شنبې په ورځ د ګوزڼ یا پولیو څاڅکي ورکولو پر ټیم برید شوی،چې پکې د ټیم یو غړی محمد عمران وژل شوی دی. د پولیسو په وېنا،برید د مشرقي بایي پاس په سیمه کې ترسره شوی. د ضلع کوټې د صحت محکمې مشر،ډاکټر محمد اسلم ناصر مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال ووېل چې پر نجونو او هلکانو مشتمله د پولیو څاڅکې ورکولو ټیم د خپل کار پر مهال په نښه شو ٫٫د ټیم یوه بل غړي موږ ته وویل چې د ټیم ښځینه کارکوونکې یوه کور ته ننوتې،چې ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ور کړي.او دی هم په دغه کار بوخت وو چې له ناڅرګنده ځایه پر موټر ساییکل ۲ کسان راغلل او ناڅاپه یې پر ټیم ډزې پېل کړې چې په نتیجه کې د ټیم غړی محمد عمران ځای پر ځای ووژل شو٬٬

ډاکټر محمد اسلم زیاته کړه،له نیکمرغۍ د ټیم نور غړي او ښځینه کارکوونکې په کورونو کې دننه وې،ګڼې زیاته مرګ ژوبله به اوښتې وای.نوموړي ووېل،د صحت محکمې د لوړ رتبه چارواکیو یوه غونډه پېل شوې چې پکې به د پولیو روان کمپېن جاري ساتلو او په دغه لړ کې د نورو جزیاتو په اړه پرېکړه وشي ٫٫د ګوزڼ څاڅکي ورکولو کارکوونکیو مورال ډېر لړزېدلی او له دغې پېښې وروسته دوی له ګڼو اندېښنو سره مخامخ شوي.موږ به په غونډه کې پر دا ټولو جزیاتو خبرې کوو، چې د خپلو کارکوونکیو ژوند او کار،دواړه خوندي کولو په اړه څه وکړو.٬٬

یاده دې وي،د ځینې راپورونو له مخې کوټې ته څېرمه د مستونګ په سیمو کې څو ورځې مخکې د پولیو څاڅکې ورکونکیو ټیمانو ته د ناڅرګنده کسانو له اړخه دهړکې ورکړل شوې.د بلوچستان د صحت محکمې لوړ رتبه چارواکی ډي-جي هیلت ډاکټر مسعود نوشېرواني په دغه اړه پوښتل شوې یوې پوښتنې په ځواب کې خبریالانو ته یې ویلې ٫٫د دهړکو په مسلې زه په خپل سر نه یم خبر،خوکېدای سي چې داسي وي،مګر دا به ووایم چې موږ خو څه غلط کار نه کوو چې چا ته تاوان ورکړو.موږ خو د خپلو او خلکو ماشومانو د ښېګړې لپاره او د خپل راتلونکې نسل لپاره کار کوو٬٬

یاده دي وي،د مُلک د ځینو نورو سیمو په ګډون، په بلوچستان کې هم د تېرې دوشنبې له ورځې د ګوزڼ څاڅکي ورکولو ۳ ورځنی کمپېن پېل شو،چې پکې به د صحت محکمې په وېنا،۲۲ لکه ماشومان واکسین شي،خو د کمپېن په دویمه ورځ رامنځ ته شوې دغې پېښې په اړه د یادې محکمې کارکوونکي وایي چې دوی له ګڼو وېرو او اندېښنو سره مخامخ شو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more