نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د طالبانو د واکمنۍ ددور، دوې لویې کارنامې
میرویس
15.10.2012
ګرانو اوریدونکو، اسلام علیکم
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې، د امنیت برقراري او د کوکنار د کرکيلي بندیدل، د هغوي دحکومت دوې داسې عظیمې کار نامې وي، چې نه د طالبانو د حکومت نه، دمخه حکومت یې په سرته روسولو قادرشو، اونه هم د طالبانو د حکومت د سقوط نه وروسته، حکومت چې د نړۍ د قریب پنځوسو ملکونو ملاتړ ورسره دئ، ددې کار د مطلق سرته رسولو جوګه شو.
کله چې د ملګرو ملتونو قواوو په طالبانو باندې بریدونه پیل کړل، طالبانو وویل چې زموږ نه پرته بل هیڅ حکومت نشي کولای چې په ملک کې امنیت او ثبات ټینګ کړي، او یا د کوکنارو د کر کیلې مخه ونیسي. متل دې چې وایې، که ولي نه یې، نو خالي هم نه یې
طالبانو خو پدې وجه په افغانستان کې د حکومت د چارو واګي په لاس کې واخیستې چې، په ملک کې شریعیت نافذ کړي. د امنیت ضرورت او اهمیت خو هر چا ته جوت دئ، خو د کوکنارو کرکیله یې لدې بابته بنده کړه، چې دا یو غیر اسلامي او د شریعیت خلاف عمل ؤ.
خود طالبانو د حکومت د ړنګیدو نه مخکي، دوی ونه ویل چې څوک به امنیت بیا خراب کړي، او څوک به بیا په ملک کې د کوکنارو کرنې ته لمن ووهي؟ طالبانو د خپل حکومت په دور کې د امنیت د برقرارولو په بدل کې د ژوند په مختلفو برخو کې د ښځو او نارینه حقوق صلب کړل، او د امنیت راوستو امتیاز يې د معارف، روغتیا، اقتصاد، ټولنیزو چارو، بین دول روابطو او داسې نور برخو کې د خپل جهالت په وجه په صفر کې ضرب کړ، خو د کوکنارو د کرنې امتیاز یې ستوري غوندې ځلاند او سر لوړئ پاتې شو
طالبانو د افغان ملت پر خلاف، په خپل روان او بهر نه تپل شوي پلید جنګ کې پر هغو اسلامي اصولو چې ددوی پخوانئ حکومت یې پر بنیاد جوړ شوئ ؤ، پښې کیښودې او د الله د اوامرو او رضا خلاف یې په غیر اسلامې ډول د خپل ملک او خلکو په مقابل کې د اجنبیانو د ګټو د خونديتوب د پاره جنګ پیل کړ. دوي د ګڼ شمیر نورو غیر اسلامي کارونو تر څنک، نه یوازې د کوکنارو د کرکیلې د بیرته عام کولو پټې او برالا فتواوې ورکړې، بلکه بزګران یې ددې موزې پوټي کرلو تشویق هم کړل، تر څو ددوی په خوله خپل جهاد پرې تمویل کړي او پدې ترتیب، که ددوي په زعم په جهاد کې یې کوم حقانیت مجود ؤ، نو هغه یې هم د کوکناروپه عاید حرام او مردار کړ
خبریال ورځپاڼې پوره پنځه ورڅې مخکې ولیکل چې د طالبانو دکوټې د شوری په دستور د کندهار د ولایت دیرئ ولسوالیو ته مختلفې ډلې لیږل شوي چې بزکران د کوکنارو کر کیلې ته و هڅوي. طالبانو چې د کوکنارو کرکیله حرامه بلله، نن سبا يې لاس په همدې ګناه ککړ دئ. دوی چې د عکسونو او فلمونو اخیستل حرام ګڼل، نن هماغه کار کوي، طالبانو چې د ګیرې پرېښودل او د سنتو وهل په خلکو باندې په زور او جبر عملې کول او پدئ وجه یې خلک په متروکو او دُرو وهل او بندي کول یې، اوس تاسې، پخبله د ملا محمد عمر آخند عکس ته وګورئ، چی بریتونه یې په خوله کې لګیږي.
دا ټول څه دي؟ آیا طالبان فکر کوي چې عام ولس هم دوی غوندې، بی تعلیمه او منافق دئ. هو، زموږ ټول ولس به د تعلیم په جامو نه وي ملبس، خو ګرد ولس طالبانو غوندې منافق ندئ. نا لوستي توب ددې معنی نلري چې ګواکي نالوستي د رحمانست او منافقت، ریښتیا او دروغ او حق او باطل ترمنځ توپیر نشي کولای
دروغجن دروغ وايي، عاقل یې قیاس کوي
pattang
15.10.2012
ميرويس خانه داخبره دې بې ځايه ده، داملګرو ملتو عساکر ندي دادې يوو ظالم
زبردست صليبي ځواک عسکر دي چې بوش پخپله ( دا حمله دريم صليبي يرغل پر
مسلمانانو باندې ) بللی دی نو ددې صليبي عمل په مقابل کې په هر مسلمان جهاد
فرض دی او که کوکنار وکري او په پيسو يې له ناچاري جهاد وکړي نوداکارحلال
دی ، که سړی دلوږې نه مري او له مرګه پرې خلاصيږي نو دخنځير دغوښې خوړل هم
روادی !!
دصليبانو له شړلووروسته به هغه امنيت او عدالت وي لکه پخوا او سر بېره پردې
به هم دنر او ښځې لپاره مکتبونه وي خو پا اسلامي او پښتني چوکاټ کې .!
[quote:ed3bf7212f]کله چې د ملګرو ملتونو قواوو په طالبانو باندې بریدونه پیل کړل، طالبانو وویل چې زموږ نه پرته بل هیڅ حکومت نشي کولای چې په ملک کې امنیت او ثبات ټینګ کړي، او یا د کوکنارو د کر کیلې مخه ونیسي. متل دې چې وایې، که ولي نه یې، نو خالي هم نه یې .............[/quote:ed3bf7212f]
طیب زابلی *
16.10.2012
السلام علیکم ورحمة الله
میریس صیب بیا دی دخپل عادت له مخی ډیر چټیات لیکلی ،
په اوس وخت کی دکوکنارو بندول یا نه بندول دا دطالبانو مسئولیت نه ده ، دا دهغه چا مسئولیت ده کوم چی دحکومت دعوه لری ،
او کوم چی دورځپاڼی خبره کوی دادی هم بیځایه ده ځکه چی دغه رسنۍ ستاسو په څیر دغربیانو دتبلیغاتو میګرافونونه دی ، دطالبانو شورا نه دا فیصله کړی ده اونه یی کوی ، دا هسی دمنافقانو تهمتونه دی ،
ميرويس ليكي:
طالبانو د افغان ملت پر خلاف، په خپل روان او بهر نه تپل شوي پلید جنګ کې پر هغو اسلامي اصولو چې ددوی پخوانئ حکومت یې پر بنیاد جوړ شوئ ؤ، پښې کیښودې او د الله د اوامرو او رضا خلاف یې په غیر اسلامې ډول د خپل ملک او خلکو په مقابل کې د اجنبیانو د ګټو د خونديتوب د پاره جنګ پیل کړ.\
ميرويس خانه ! دیهودیانو او صلیبیانو او دیومرتداو غیر اسلامی حکومت په مقابل کی جنګ ته ،ته
پلیت جنګ وایی نو ته جهاد کوم بولی ؟
په داسی حال کی چی ددنیا ټول کفار راغلو ملک یی
اشغال کړ، دمسلمانانو وینی یی وبهولی
یو سوچه اسلامی نظام یی له منځه یووړ او پر ځای
یی دخپل لاس یو فاسده پر یو کفری شیطانی اساسی
قانون ولاړه اداره جوړه کړه ،
او ته لا جهاد فرض نه بولی ، نو داجهاد به څه وخت فرض کیږی ؟
میرویس لیکی :
طالبانو د خپل حکومت په دور کې د امنیت د برقرارولو په بدل کې د ژوند په مختلفو برخو کې د ښځو او نارینه ووحقوق صلب کړل،
هو ! ستا خبره سمه ده طالبانو دښځو حقوق په دی سلب کړی وو چی دکابل ښځو ته یی پړونی ور پر سر کړه ، له سینماوو او نورو فاحشو ځایونو څخه یی بندی کړی
په دنیا کی دکابل ښځی چا نه پیژندلی نه پر تلویزون ښکاریدلی او نه په فلمونو کی ، او او س حکومت ډیرښه حقوق ور پرځای کړه اوس ددنیا په هرکونج کی خلګ افغانۍ نجونی او ښځی په تلویزونانو او فلمونو کی لیدلای شی سیل یی کوی ،
او ښځو ته دمعاش او پیسو پیداکولو لپاره
هم حکومت ډیری طریقی اسانه کړی دی
او دوی دورځی ډیری پیسی ترلاسه کولای شی
او خاص ډالر خو بیا بیخی په اسانه پیداکیږی ،
میرویس صیب ددی حکومت دغیر اسلامیت به زه
یو نږدی او ښکاره مثال درته ووایم :
دازادۍ رادیو په ویب پاڼه کی می نن یو راپور ولیدی
په راپور کی دالیکلی وو چی ددوشنبی په ورځ
په ننګرهار کی یو ی محکمی دوه قاتلان دمحمداګل او ثناګل په نامه چی دقتل جرم په شاهدانو سره پری ثابت شو دقانون د ۳۹۶ مادی پر اساس په شل کاله بند محکوم کړل .
ایا په قرآن کی ددی مجرم لپاره څه حکم نشته چی
دوی دانګریزی قانون په ماده فیصله کوی ؟
الله فرمایی:
( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى )
ای مومنانو پر تاسو په وژل شویو کسانو کی قصاص فرض کړل شوی ده .
ایا ستاسو قانون دقرآن تر آیت ترجیح لری؟
الله دداسی خلګو په شان کی فرمایی:
وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ (44)
وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (45)
وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (47)
چاچی دالله په نازل شوی حکم فیصله ونه کړه نو هغه
کافران ، ظالمان او فاسقان دی .
میرویس صیب دا دقرآن آیاتونه او دا ستا دحکومت چی ته یی په مقابل کی جنګیدل بغاوت بولی قانون ده
نور دی فیصله ته او کتونکی وکړی .