نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ملا قصاب، او د تاریخ تکرار
اتل
15.10.2012
اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته
ما ډیر موثوق روایتونه اوریدلي، چې په ګران وطن افغانستان باندې، د شوروي د وخت وینې زبیښونکو، سرو کمونستي اشغالګروقواوو د تسلط په وخت کې، د مجاهدینو په نامه، یوه جاهل سړي، چې په ملا قصاب مشهور ؤ، د خلکو خوله به یې بویوله، او بیا به یې فیصله کوله چې کوم شخص کافر کمونست دئ او کوم ندئ. وايې چه د هغه په امر بیا نورو فاقد عقلو پدې ترتیب ډیر بې ګناه مسلمانان ووژل.ددې ډول خرافاتو منل، او پر هغو باندې عمل کول، د یوې کتلې انسانانو د جهالت، اسلامي او بشري حقوقو او عقل د فقدان، نه پرته د بل څه معني نښي لرلئ
داسئ ښکاري چې زموږ د ټولنې په ذهني او عینې پوهه کې پدې څو تیرو لسیزو کې هیڅ پرمختګ ندئ شوئ. سره ددې چې اوس د هغه وخت د جهاد په نسبت باید خلک ډیز بیدار شوي وي، او طالبان هم ویښ شوي وي. یو خو اوس علم او پوهه د هغه وخت په نسبت عامه شوېده، او د الیکترونیکي وسایلود پرمختګ په برکت باید طالبان د هغې زمانې له مجاهدینو نه، زیات هوښیار شوي وي، د هغوی د غلطیو نه یې زدکړه کړي وي، او له تجربو نه یې استفاده کړې وي، او له بلې خوا طالبان باید تر یوه قیادت لاندې عمل وکړي، ځکه چې ځان ته واحه ډله واي او ادعا کوي چې واحده قومانده لري، خو د جهاد په وخت کې اوه تنظیمونه او ګڼ شمیر ډلې موجود وي او ډیره ګډودي وه.
اوس چې څه ملا عمر امر کوي، بایده دي چې طالبان سرغړونه تري ونکړي، مګر داسئ ښکاري چې اوس هم طالبان هغه کارونه کوي، لکه ملا قصاب چې کول، سره ددې چې ملا عمر امر ورته کوي چې دغسې مه کوئ. د امیرالمؤمنین د امر خلاف ورزي ګناه ده. نن سبا طالبان خلک د موټر نه ښکته کوي او وژني یې، چې ګواکي دوی جاسوسان دي، اوطالبان ددې کار دپاره نه ثبوت لري او نه هم کوم بل حجت. طالبان پخپل دي کار سره د خپل مشر او الله د قانون خلاف ورزي کوي، او ددې ډول قتل ارتکاب د قصاص وړ جنایت دئ
خبریال ورځپاڼې پخپله ننۍ ګڼه کې لیکلي چې طالبانو د وردګو د جغتو، د بابرخیلو سید جمال چې غزني ته روان ؤ، د غزني په علاقه کې د موټرنه ښکته کړئ، او پدې ګنا چې ګواکي هغه جاسوس دئ، بيله کوم ثبوت اومحاکمې یې په خپل سر حلال کړیدئ
دادئ دطالبانو عدالت، انصاف، جهاد او اسلامیت. طالبان دومره کاڼه او ړانده دې، چې د خپلو ټولو دغو اعمالو سره سره فکر کوي چې ملک به ونیسي او خلک به بیعت ورکړې، چې پرهغوی باندې بیا دغسې مظالم روا کړي، لکه د خپلې واکمنۍ په دوره کې یې جې کړي وو
وايي ړوند یو ځل لکڼه ورکوي
طیب زابلی *
15.10.2012
اتل صیب السلام علیکم
محترمه ستا خبره پر ځای ده چی باید طالبان په دارنګه
مسائلو کی ډیر احتیاط وکړی ، دا راپور ما هم دازادۍ رادیو
په ویب پاڼه کی ولیدی ، مګر خو درسنیو په خوله دا فیصله کول
چی داسړی طالبانو بی ثبوته وژلی دا به بی انصافی وی ځکه رسنۍ
دچارواکو له خولی غږیږی او چارواکی هیڅکله دامنی چی داسړی دی
جاسوس وی ، او دطالبانو دنظام په هکله چی زه څومره معلومات لرم نویو طالب
هم دا واک نلری چی یو سړی دی له ثبوت سره سره هم دجاسوسۍ په تور مړکړی بلکی
د امارت دمشرانو له خوابه دا فیصله کیږی چی یادی مړشی یانه ،
میرویس
16.10.2012
طیب زابلئ صاحب، سلام
د ملا صاحب لار ښونې، او د افغانستان د اسلامي امارت لایحې ما هم لوستې دي، تاسې کټ مټ رېښتیا وايئ. والیان ځینې صلاحیتونه لري او د امارت مشران دا صلاحیت لري او دغه راز نورخاص شرائط یې هم ورته ايښي چې په هغه چوکات کې یې بیاوژلئ شي
خو خبره لدي نه هم اوس اوږده شویده. په طابانو کې درزونه لویدلي، ډلې ترې جوړې شویدي، چې ټول يې د ملا محمد عمر اوامرو ته غاړه نږدي، او بیا د کلیو او درو په سویه ډلګۍ نه د خپلو غټو قوماندانانو اطاعت کوي او نه هم د کوټې د شوری
.یوازې دا واحده کیسه نده، ملا محمد عمر آخند امر کوي، چې په مزدهمو علاقم کې، چاودنې حرامې دي، خو پرله پسې یې اورې او د سر په سترګو یې ویني، چې په لسګونو مسلمانان حتی په مقدسو اماکنواو ادیرو کې، د مړي د خښولو په وخت په بمونو کې الوزول کیږي، حتي په قبرونو کې پمونه ورته ږدي او د اختر په ورځ چې مسلمانان د خپلوانو قبرونه ته ورځي په بمونو کې یې الوزوي
دغه ټول کارونه، د جهاد، اسلام او حتی انسانیت له حدودو نه وزي او هغه اسلامي او بشري پوده تنسته چې موږ یې پر بنیاد انسانان پیژندل کیږو، شړیږي. دوی داسې اعمال سرته رسوي چې اسلامیت خو پرځای پرېږده، حتی د بشریت دپاره هم ننګ او شرم دئ
محمود سعيد
17.10.2012
طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې وه، چې په کابل کې دې ورته د اعدامونو، لاس او پښې پرې کولو او وهلو ډبولو لپاره يو سټوډيوم جوړ کړي!
که څه هم د اسلامي حدودو عملي کول تر پوښتنې لاندې نه دي، خو دا بايد په پام کې ونيسو چې له نورو رغنيزو برخو سره د دې ډلې دښمني د څه له کبله ده؟ طالبان ولې د افغانستان سمسورتيا او پرمختګ نه غواړي؟ د نوري فیبر له کېبل سره د دوی د دښمنۍ لامل څه دی؟ آيا دوی د پرديو تر اغيز لاندې دا ډول کړنې نه تر سره کوي؟
که څه هم ښايي په اوسني مشرتابه کې ېې د پرديو له اغيزه پاک کسان شتون ولري، خو دوی بايد دا ثابته کړي چې د خپلې مبارزې په ترڅ کې د هېواد بنسټيزو اقتصادي او پرمختيايي پروژو ته زيان ونه رسوي، کنه د دوی دا ډول کارنامې به د تاريخ په تورو پاڼو وليکل شي.
جميل مېلمه:
ګرانو دوستانو سلامونه، په ډېره خواشینۍ سره مې پرون ماښام خبر ترلاسه کړ چې له کابل څخه د هېواد لودیزو ولایتونو ته غځېدلی د پیبرنوری مزی د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالی په اړونه سیمه کې د وسلوالو طالبانو له خوا پرې شوی. ډېر خواشینۍ شوم ځکه د پیبرنوري مزی د عامه خدمتونو لپاره کارول کېدو او د هېواد د بیارغونې او پرمختګ لپاره ترې کار اخیستل کېدو. زه په ډېره عاجزۍ سره د طالبانو له مشرتابه څخه هیله کوم چې خپلو کسانو ته ددې ډول کړنو اجازه ورنکړي. ځکه دا اودې ته ورته د عامه خدمتونو وسایل د افغانستان د خلکو لپاره کارول کېږي او د هغه تخریب د افغانستان د خلکو په تاوان او د افغانستان د دښمنانو په ګټه دی. که چېرې تاسو ددې خاورې د ازادۍ او د دې خاورې د خلکو د سوکالۍ لپاره مبارزه کوی او غواړی چې دا ملت سرلوړی او وازاد و اوسي، نو باید د هغوی ګټې په پام کې ونیسی. زه په پوره باور ویلای شم چې دا او دې ته ورته کړنې ټولې د تاریخ په پاڼو کې لیکل کېږي او د هغه پرېکړه به دا مظلوم ملت کوي. دا کړنې که د هر چا له خوا کېږي په ظاهر خپل ځانونه طالبان او د امارت اسلامي مجاهدین معرفي کوي او په سیمه کې واکمن ځانونه بولي، له هر ډول دولتي ارګان سره ځانونه په ټکر کې بولي. او که د امارت اسلامي مجاهدین وايي چې دا کړنې د دوی له خوا نه دي ترسره شوې، نو باید د سیمې د واکمن په حیث د افغانستان د خلکو له ګټو څخه ساتنه وکړي. او مغرضو جاسوسي شبکو ته اجازه ورنکړي چې د امارت اسلامي تر نامه لاندې د افغان ملت ګټې تر پښو لاندې کړي. او که چېرې په سیمه واکمن نه وي، دا هم باید په ډاګه کړي چې ملت خپله له خپلو ګټو څخه ساتنه وکړي. بیا هم د طالبانو د تحریک له مشرانو څخه هیله کوم چې ددې ډول پېښو څېړنه وکړي او د هغه مخه ونیسي ځکه چې د افغانستان د خلکو د کرکې لامل ګرځېدلای شي او ددې غیور او مجاهد ولس اعتبار او باور له لاسه ورکولای شی.
اتل
18.07.2013
محمود سعید او جمیل میلمه وروره، اسلام علیګم
ستاسې دواړو نظریات ځکه په زړه پورې دي. چې د ولس د زړه نه را ولاړ شویدي. [چون سخن حافظ از دل خیزد، بردل نشیند].
داسې ښکاري چې طالبانو خپل سبق په ډیره درنده بیه زده کړیدئ. وایي بد بخت یې بر ځان آزمیي، نیک بخت پر بل. طالبانو ددې سبق په زده کولو کې هم پخپله ځانونه عبث ووژل او هم یې په زرګونو ولس تباه کړ، ملک یې وران کړ او د خپل ځان او ملت دښمنان یې پر موږ غاوره کړل. د خپل افغان مسلمان ملت خبره یې ونه منله، د ترورستانو او ملک دښمنانو ته یې غاړه کیښوده، او هغه څه چې ولس ورته ویل، لس پنځلس کاله وروسته یې اعتراف وکړ چې په ګمراه لاره روان وو.
ملت اوبین المملې ټولنې طالبانو ته ویل چې د ترورستانو او ملت ددښمنانو نه لاس واخلئ، سړیتوب زده کړئ او د نړیوالې ټولنې د یوه سالم او با مسؤلیته غړی په حیثبین المللي جامعې ته ننوزئ. د چا خبره یې ونه منله، ځان یې په بدعتیانو بر باد کړ، خو په نهایت کې یې سد سر ته ورغې او اعتراف یې وکړ چې پر غلطه لار تللی وو.
طالبانو ددوحې ددفتر د پرانستلو په موقع وویل چې دوی به د خپل ملک نه بهر، ماجراجویې نه کوي او اجازه به نه ورکوي چې بل څوک ددوی د ملک نه په بهرهیوادونو کې مداخله او کاراوایي وکړي.
طالبانو دا ومنله چې د القاعدې د ۹/۱۱ په حملو پښیمانه دي، خکه چې القاعدې د موږ د ملک نه دباندې په نرو ملکونو ګذارونه وکړل. طالبنو بله داخبره تائید کړه چې نور د القاعدې نه ځان بیلوی او القاعده بیا د افغانستان نه د باندې ګذارونه نشي کولای.
اوس چې خبره داسې شوه، نو طالبان به بیا د القاعدې او د افغانستان د نورو دښمنانو اوامر د خپل ملک د تباه کولو په لاره کې نه عملي کوي، او دوی به د پردیو د کټو پرعوض د خپل ملک علیا مصالح مرجع وګڼي.
آمین یا رب العلمین.