د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دفتوا أهمیت

طیب زابلی *
12.10.2012

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله حمد الشاكرين نستعينه ونستهديه والصلوة علي سيد المرسلين اول المفتيين والموقعين عن رب العالمين .

دافتاء منصب په علمی سلسلو کی تر ټولو زیات مشکل او اهم ترین بلل سوی دفقهی په لکونو متماثل جزئیات او ددی په اړونده احکامو کی له ذره ذره فرق سره سره دحکم تفاوت محسوسول عمیق علم ته اړتیا لری کوم چی دهر عالم بلکی دهر مدرس دقدرت خبره نه ده ترڅو چی له تفسیر،حدیث او فقهی سره یی کامل مناسبت او په ذهن کی خاص قسم صلاحیت او په زړه کی دتفقه ماده نه وی،نو له دی کبله ما اراده وکړه چی دفتوی د مقام پیژندلو او اهمیت په اړوند دغه لیکنه تاسو ته وړاندی کړم خدای دی وکړی چی ستاسو خوښه او فایده منه وګرزی .

(دفتوْی تعریف)

فتوی او افتاء دوه مرادف لفظونه دی چی لغوی معنی یی ده: دحکم بیانول او په اصطلاح کی: « تبيين الحكم الشرعي عن دليل لمن سأل عنه »
دسوال کونکی لپاره یوشرعی حکم بیانو ل له دلیل څخه .

( دافتاء دمنصب اهمیت او نازکوالی )

دافتاء ذمه واری ډیره نازکه ذمه واری ده ددی اندازه له دی څخه کیږی چی الله تعالی د فتوی نسبت خپل ځانته کړی ده (قل الله يفتيکم فيه) (النساء ایت ۱۲۷)

په بل ځای کی دالله تعالی ارشاد ده (قل الله يفتيکم فی الکلالة )
(النساء ايت 176 )
ګواکی الله تعالی په خپله مفتی ده او بیا الله تعالی دخپــــــــــلی ارادی تشریح او توضیح وخپل نبی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته حواله کـــــــــــړی ده
(ليبين للناس مانزل اليهم )
(النحل ایت ۴۴)
او له رسول الله صلی الله عیه وسلم څخه وروسته دغه بیــــــــــان او وضاحت د هروخت دعلماؤو په ذمه واری کی راځی ، او له دی څخه دا اندازه لګــــــیږی چی مفتی ګواکی پخپله دشارع نائب ده، او دهغه له طرفه خلګوته دشـــــــــرعی احکامو رهنمائی کوی، نو ځکه علامه ابن قیم لیکلی دی :
ولیعلم المفتی عمن ینوب فی فتواه .
مفتی دی پوه سی چی دی په فتوی ورکولو کی دچا ځای ناستی ده .

او امام نووی لیکلی دی : المفتی موقع عن الله تعالی.
مفتی د الله تعالی له طرفه درائی اظهار کوونکی ده.
نو ځکه په فتوی ورکولو کی ډیر احتیاط پکار ده، درسول الله صلی الله عیه وسلم ارشاد ده
له تاسو څخه چی څوک په فتوی ورکولو کی دلاوری کوی هغه په اصل کی پــــــــر جهنم دلاوری کوی.
(سنن دارمی ج۱ص۵۷)
له ابن ابی لیلی څخه نقل ده، دی وایی چی یوسلو شل (۱۲۰) صحابه  ما ولیدل چی په دوی کی به له یوه څخه دیو مسئـــــــــــــلی پوښتنه وسوه ، نوهغه به دوهم ته او دوهم به بیا دریم ته حوالــــــه ورکوله او دارنګه به ئی یو بل ته درجوع تلقین ور کاوو تر داسی اندازی چی څو به هغه سوال بیرته اولنی شخص تـــــه راوګـــــــــــرز یدی،او دی وایی چی دصحابوو حالت دارنګه وو چی پـــــه دوی کی به دکوم یوه یو حدیث یاد وو نو دهغه خواهش به دا وو چـــــی دده پر ځای ددی حدیث روایت له بل ملګری څخه نقل سی ،او له کوم یوه څخه چی به دیو مسئلی طلب ووشو نو دده به دا خواهش وو چی زما پر ځای هغه بل ملګری جواب ورکـــــړی، له حضرت عبد الله ابن مسعود او ابن عباس څخه روایت ده دوی وایی چی کــــــــــوم شخص دهر سوال جواب ورکوی هغه لیونی ده، امام ابو حنیفه به ویل : که چیری دعلم دضائع کیدو ویره نه وای نو مابه فتوی نه ورکولای ، سفیان ابن عیینه او سحنون وایی چی پـــــــــه فتــــــوی ور کولو کی هغه سړی دلاوره کیدای شی چی کم علمه وی ، عطاء بن سائب تابعی ده دی وایی چی ما ډیر خلګ لیدلی چی له دوی څخه به دکوم شی په باره سوال وسو نو دوی چـــی به
خبری کولی پر دوی به یو قسم لرزه راتله .

له دی څخه دااندازه لګیږی چی سلف صالیحینو دافتــــــــــــاء په سلسله کی څونه احتیاط کاوو .

«فتوی په عهد نبوی صلی الله علیه وسلم کی »

دا ښکاره خبره ده چی په امت کی تر ټولو اولنی مفتی رسول الله صلی الله علیه وسلم وو، علامه ابن قیم وایی:اول من قام بهْـــــذ المنصب الشریف سید المرسلین ﷺ الخ.
(اعلام الموقعین ج۱ص۱۱)

درسول الله صلی الله علیه وســـلم هره خـــــــــــــــبره پر وحی مبنی وه اودی دالله تعالی دارادی ترجمان وو،
(وَمَا یَنطق عن الهوی ان هو الا وحیٌ یوحی) (النجم ۳-۴)

له دی وجی نو دا خبره ظاهره ده چی د رسول الله صـــــــلی الله علیه وسلم فرمان خاص په وحی سره کیدی، مګر داخبره چـــــــی رسول الله صلی الله علیه وسلم په اجتهاد سره هم کله فتــــــوی ورکوله ؟
نو په دی سلسله کی دعلماؤو ترمینځ اختلاف ده ، امام مـــــــالک امام شافعی امام احمد امام ابی یوسف او اکثره اصولیین په دی قائل دی چی رســــــــــــول الله صلی الله علیه وسلم په احکام شرعیه وو کی په اجتهاد سره هـــــم مامور وو، او دا رایه دامــــــــــــــام رازی او قاضی بیضاوی هم ده، اود امام غزالی په اند هـــــــم دا راجح ده ، امام رازې دامام ابوحنیفه نقطه نظر داسی تصریح کــــــــــوی چی حضور صلی الله علیه وســـــــلم پر دی مامو ر وو چی په کومــــــــــــه واقعه کی دوحی انتظار وکړی او که له انتظار ســـــــــره سره دوحی نــــــــزول نه وسو ، نودا دالله تعالی له طرفه ورسول الله صـــــلی الله علیه وسلم ته داجتهاد کــــولو اجازت وو، البته که به چیـــــــــــری له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په اجتهادکی کــــــــومه خطـــا راغــــــــله نو د الله تعالی له طرفه به ده ته بیا اګاهی ورکول کیده لهذا نو که په کـــــومه مسئله کی رسول الله صلی الله علیـــه وسلم اجتهاد کړی وی او دالله تعــــــــــــــالی له طرفه کومه تنبیه نه وی پر نازله سوی نو دا ددی اجتهاد دقطعیت علامه ده.

په ډیرو واقعاتو کی رسول الله صلی الله علیه وسلم له اجتهاد څخه کار اخیستی ده ، له رسول الله صلی الله علیه وســـــــلم څخه یوی ښځی دخپل مرحوم پلار په باره پوښـــــــــتنه وکړه کــــــوم چی حج ئی نه وو کړی ، چی ایا زه دده له طرفه حج کــــــــــــولی سم ؟
نو نبی علیه الصلاة والسلام له دی څخه پوښتنه وکړه چی که چیری ســـــــــتا پر پلار دچا قرض وی نو هغه ته ادا کړی نو ایا دا کــــفایت کوی ، دی ورته وویل چی هو، نو نبی علیه الصلاة والســـــــلام ور ته وویل چی دالله تعالی قرض تردی زیات دادا کولـــــــــو قابل ده.
(صحیح البخاری ج ۱ حدیث نمبر ۳۱۵-مسلم حدیث ۱۱۴۸)

او دارنــــــــــګه حضرت عمر پوښتنه وکړه چی روزه دار سړی چی له ښځی مچه واخلی نو ایا روزه ئی مـــــــــــاتیږی؟ نو نبی علیه الصـــــلاة والسلام ورته وویل چی که چیری ته اوبه په خوله ور غړوی او بیا يی توکړی نو ته یی څښونکی بلل کیږی؟
(ارايت ان تمضمضت بماء ثم مججته اکنت شاربه؟)
(سنن ابی داؤدحدیث نمبر ۳۳۸۵)

ګواکی رسول الله صلی الله علیه وسلم مچه اخستل چی دجــــماع مقدمه ده پراوبه رغړولو چی داوبو څښـــــــلو مقدمه ده ور قیاس کړه، نو ځکه صحی داده چـــــــــــــــی نبی علیــه الصلاة والسلام په هغه واقعاتو کی چی دوحی نزول نه ده سوی اجتهاد کړی ده ،او داجتهاد پر بنیاد یی فیصله کړی ده ،لکه څـنګه چی علامه ابن قیم په اعلام الموقعین جلد ۲ صفحه ۶۶ کــــــی ددی اجتهادی فتواګانو دیوځای کولو کوشش کړی ده.
په عهد نبوی کی درسول الله صلی الله علیه وسلم په اجازه سره صحابه کرامو هم فتواوی ورکولی ،بعض صحابه کرام خو هغه وو چــــــی رسول الله صلی الله علیه وسلم به دوی کومی علاقی ته دانتظام لپاره لیږل ،لکه حضرت علی ، معاذ بن جبل ، مصعب بن عمیر او داسی نور......نوښکاره خبره ده چی دی حضراتو به په هغه مسائلو کی چی دهغوی په باره کی به په قرآن او حدیثو کی څه صریحی حکم نه وو ، په رایه او اجتهاد فتواوی ورکولی، او له دی څخه ماسوا بعض نور داسی صحابه  وو چی په عهد نبوی ﷺکــی دوی فتــــــواوی ورکــــولی نو ظاهره ده چی ددوی دا عمل درسول الله صلی الله علیه وسلم پر اجازه مبنی وو ، او یقینا له دوی څخه دا نقل سوی ده چی ابوبکر،عمر،عثمان اوعلی رضی الله تعالی عنهم په عهد نبویﷺ کی فتواوی ورکولی.

سهل بن ابی شهمه روایت کوی چی په عهد نبویﷺ کی درو(۳) مهــــــاجر صحابوو حضرت عمر،حضرت عثمان او حضرت علی رضی الله تعالی عنهم او درو (۳) انصـــــاروصحابوو حضرت ابی بن کعب ، حضرت معـــــــــــاذ بن جبل او حضرت زید بن ثابت  فتــــواوی ورکولی ،او دحضرت عبد الرحمن بن عوف په باره کی هم داسی روایت سوی ده چی ده دحضـــور صلی الله علیه وسلم په زمانه کی فتواوی ورکولی،غــــــــرض دا چی درسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کی صحابه کــــرامو هم فتواوی ورکولی او له اجتهاد څخه یی کــار اخیســــتی خـــــواه که به هغه قاضی وو یانه ،

رسول الله صلی الله علیه وسلم ټوله زندګی خپل عظیم او با عزته عهد په یو ښه طریقـه سره سمبال کــــړی وو ، او بیشماره فتواوی ئی جاری کړي دی،اګر که په هغه وخت کــــی دمفتی یا فتـــــــــوی اصطلاح نه وه رواج ، لیــــــکن موږ مخکي وویـــل چــــــــــی دفتوی اصلی معنی دکومي شرعی مسئلي جواب ورکول دی، نو په دی اعتبار سره درسول الله صلی الله علیـــه وســــــــــلم په زمانه کـــــــــی دمســــــــائلو جوابونه فتــــــواوی بلل کیږی ، او نبی علیه الصلاة والســــلام په خپل مقدس نامه سره یادیدی که څّه هم دی مبارک د هغې زمانې قاضي القضات او مفتي اعظم هم وو، او دارنــګه درسول الله صلی الله علیه وسلم فتوی دحدیث نبوی په نامه سره یادیده، دحضور صلی الله علیه وسلم له رحلت څخه وروسته دغه منصــــــب صحابه کرامـــو ته وسپارل سو مګر خو دوخت دډیر ناز کوالي لــه کبله دخطر په سبب ډیرو صحابوو به دا تمنـا کوله چــي دغه کار کـــــوم بل صحابی ته وسپارل سی او دی خپـــــــــل ځان له دې ذمـــــــــــــــه دارۍ څخه خلاص کړي ، نو له هم دې کبله دفتوی ورکوونکو صحابوو تعداد ډیر کم وو.

له ابی امامه رضی الله عنه څخه روایت ده دی وایی چی یو وخت یو یهودی عـــــــالم رســول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او له رسول الله صلی الله علــیه وسلم څخه ئی پوښتنه وکړه چي کومه حصه دځمکي بهتره ده نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خاموش سو ، او وئی ویل چي زه به تر هغه خاموش یم چي څو جبرائیـــــــل راځی او خاموش سو ، نو جبرئیل علیه السلام راغی او ده دغـــه پوښتنه ځني وکړه ، نو جبرئیل په جواب کي ورته وویل :

(ما المسئول عنه بأعلم من السائل .)

یعني له کوم چا چي تا پوښتنه کړي ده هغه په دې باره کې تر تا زیات علم نه لري ، مګر خو زه به له الله جل حلاله څخه په دی باره کي پوښتنه وکړم ، نو لږ وروسته جبرئیل راغی او ویی وویل : چي ای محمده زه الله جل جلاله ته دومره نزدې سوم چي تراوسه هم دومره نه یم نزدې سوی نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چــــــــی څنګه نزدی سوې ده ورته وویل چي زما او درب پــــــه مینځ کـــــــي اویا زره (۷۰۰۰۰) پردی وی او بیا ئی ورته وویل :
( شرالبقاع اسواقها وخير البقاع مساجدها .)

یعني دځمـــــــــکی بد ترینه حصه بازارونه دی او بهترینه حصه ئی مسجدونه دی.
(مشکوة باب المساجد)

له دې حدیث څخه دا خبر ه معــــــلومـــــــه سوه چی دهرسوال جواب رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له مخکی نه نه معلومیدی لیکن دده پرذمه درسول په حیثیت جواب لازم وو نو ځـــــکه رسول الله صلی الله علیه وسلم به کله کله دجبرئیل په واسطـــــــــه جــــــــواب معلوماوو او بیابه ئی سائل ته جواب ورکاوو .

قال الطيبي : فيه أن من استفتى عن مسألة لا يعلمها فعليه أن لا يعجل في الإفتاء ، ولا يستنكف عـن الاستفتاء ممن هو أعلم منه ، ولا يبادر إلى الاجتهاد مـا لم يضطر إليه ،فإن ذلك من سنة رسول الله {صلى الله عليه وسلم} وسنة جبرئيل.
(مرعاة المفاتیح باب المساجد الفصل الثانی)

طیبی وایی : چی په دی حدیث کی دا رهنمایی ده چی له کوم چا یومسئله وپوښتل سی او ده ته معلومات نه وی نو لازمه ده چی هغه په فتوا ورکولو کی بیړه ونکړی ، او نه دی دی له بل چا څخه چی هغه ترده په علم کی بالا وی په پوښتنه کولو سره شرم کوی ، او نه دی دی بیړه واجتهاد ته کوی ترڅو چی مجبور نشی ، ځکه دا درسول الله صلی الله علیه وسلم او جبرئیل علیه السلام سنت طریقه ده.

نوربیا..............


طیب زابلی *
16.10.2012

په تیر پسی

(له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته صحابه کرام دفتوی پر منصب)

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رحلت څخه وروسته پر دغه عظیم الشان منصب دده صحابه کرام فائز سول کوم چی الله جل جلاله ددوی په شان کی داسي وایی :« رضـي الله عنهم ورضوا عنه »(البینه۸)
الله تعالی له دوی څخه راضي اوخوشحاله ده او دوي له الله تعالی څخه راضی دی.
او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد ده :اصحابي کالنجوم بأيهم اقتديتم اهتديتم . (مشکوة باب مناقب صحابه)

زما صحابه دستورو په شان دی نو په هریوه پسي چي تاسو اقتدا وکړي هدایت به مومی.
علامه ابن قیم وایي : ثم قام بالفـــتوى بعده برك الإسلام وعصابة الإيمان وعســـكر القرآن وجند الرحمن أولئك أصحابه ص - ألين الأمة قلوبا وأعمقها علما وأقلها تكلفا وأحسنها بيانا وأصدقها إيمانا وأعمها نصيحة وأقربها إلى الله وسيلة وكانوا بين مكثر منها ومقل ومتوسط.
(اعلام الموقعین ج۱ص۱۱)

له ده څخه وروسته دفتوی پر منصب باندی سینه داسلام او تاج دایمان او عسکر دقرآن اولښکر درحمن چي هغه صــــحابه دی ودریدل ،دوی تر ټول امت نرم زړو والا او زیات علم والا اولږ تکلیف والا اوښه بیان والا او ریښتنی ایمان والا او زیات خیر خواهی والااو دوسیلی په اعتبار الله ته تر ټولـــو نزدی دی،او دوی په فتوی ورکولو کي بعضي زیات او بعضي کــــم اوبعضي میانه دی.

داخبره بالکل ښکاره ده چي صحابه کرام دعدل او تقوی ترټولو پر أعلی معیار دی، مګر خو بیا هم دوی ټول دافتاء پر منـــــصب فائز نه وو، بلکي یو محدود شمیر وو کوم چي فتواوي بــــــه یی ورکولي ،په دې کي یو خو ددوی داحتیاط دخل وو ، او بل پــــه صلاحیت او استعداد کي د تفاوت ،او بل صحابه کرامو دامت دخدمت مختلفی ذمه داریانی سرته رسولی لکه تعلیم اوتعلم ، دعوت او جهاد، انتظام او انصرام ، ترتیب او تزکیه نو په دې نسبت یو محدود شمیر صحابه دعـــــــلم اوتحقیــــق، اجتهاد او استنباط ،قضاء او افتاء په کار کي مشغول ووچي دغو حضراتو ته په اوس زمانه کي قراء ویل کیږي.

(دصاحب فتوی صحابه کرامو تعداد)

صحابه کـــــــرام په خپـــــــل مینځ کي دفهم او فراست ، ذکاوت او ذهانت په لحاظ مختلف وو، په دوی کي چي کوم صاحب فتوی وو دهغوی دتعداد په متعلق حافظ ابن قیم وایی چي دوی یوڅه بالا یوسل اودیرش (۱۳۰) کسان وو ، چي په دې کي نر او ښځه دواړه داخل دي او په دي یوسل دیرشو کسانوکي اووه مکثرین وو ، داهغه بزرګان دی کوم چي ددوی فتواوی دحدیثو په کتابو نــــــو کــي په کثرت سره منقولي دی، او داسي ویل کیږی چي که چیری ددغــــو ټولو حضراتو فتواوی رایوځای سي نو دهریوه له فتواوو څخه به یو ضخیم کتاب جوړ کړای سي، بلکي حافظ ابن قیم لیکلی دي چي ابوبکر بن موسی بن مامون دحضرت عبدالله ابن عباس فتواوي را جمع کړی شل جزء کتاب ځنی جوړ سو ،

دهـــــــــــــــغو اووو(۷) مکثرینو نومونه دادی(۱) حضرت عمر بن خـطاب (۲) حضرت علی بن ابی طالب (۳) حضرت عبد الله ابن مســــــــعود (۴) ام المؤمنین حضرت عايشه صدیقه(۵) حضرت زید بن ثابـــــــــت (۶) حضرت عبدالله ابن عباس (۷) حضرت عبد الله ابن عمر رضي الله تعالی عنهم اجمعین .

علامـــــــه ابن قیم دحضــــــــرت ابو هریره په شمول شل صحابه په متوسطینو کي شمار لی دی چي په هغوی کي حضرت ابوبکر صدیق ، حضرت عثمان ،حضرت انس ، حضرت ابوسعید خدری. حضرت ابو موسی اشعری ، حضرت معاذ بن جبل او ام المؤمنین ام سلمه رضي الله تعالی عنهم شامل دی .

له مقللینو یعني کم فتوی والاوو څخه هغه کسان مراد دی کوم چی دوې (۲) یا درې (۳) مسئلی له دوی څخه منقولی وی،

دابن قیم په قول که ددغو ټولو حضراتو فتــــــواوی راجمع سي نو یو مختصر جزء ور ځنی جوړیدلای سی ،ابن قیـــــــم په دی سلسله کي دډیرو صحابه کرامو نومونه ذکر کړی دی چي د هغوی له جملی څخه سیدة نساء اهل الجنة حضرت فاطمه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمسیان حضرت حسن او حضرت حسین او اکثره امهات المؤمنین رضی الله تعالی عنهن دی ، الله جل جلاله دی دوی ته دخیر جزاء ورکړی .

(فتوی دتابعینو او تبع تابعینو په وخت کي)

له صحابه کرامو وروسته دتابعینو او تبع تابعینو دوران په فتوی کي یو خصوصی اهمیـــــــت لــــــری، مجتهدینو امامانو او له دوی څخه وروسته فقهاؤ ددوی له فتواوو څخه په خاص طور استفاده کړی ده، په مکه معظمه کي دامام مجاهد، عکرمه او عـــــــطاء بن ابی رباح د مدینی منوری په فقهاؤ کي د سعید بن مســـــــــــــیب او عروه بن زبیر، قاسم بن محمد، سلمان بن یسار ، نافع ابن شهاب زهری او دام المؤمنین عائشی صدیقی  د شاګــــــرد عمرو بن عبد الرحمن انصاری ، دکوفی په فقهاؤ کي د علقمه او دبصــــــــری په فقهاؤ کي د مسلم بن یسار ، حسن بصری ، محمد بن سیرین ، او قتاده ، په یمن کي د طاؤس او په شام کي د ابو ادریس خولانی ، ابن ذهیبه او په دمشق کی د رجاء بن حیوة او مکحول او په مصر کي د یزد بن حبیب او عمر بن حارس فتـــــــــواوو خاص شهرت او مقبولیت درلودی .

(زرین دوران)
دهجرت دوهمي سلیزی ته دفقه اوفتوی، اجتهاد او استنباط په لحاظ زرین دوران ویل تر ټولو مستحق ښکاری، کوم چي داسي مجتهدین امامان پکي پیدا سول چي دوی دفقه او فتوی نهایت نما کارنامي سرته ورسولی ،او یو غټــــــی ټولۍ ددوی داتباع او پیروی، تقلید اواقتداء لاره اختیار کړه ، په هـــــــــــــغوی کی امام ابوحنیفه ، امام شافعی ، امام مالک او امام احمد بن حنبل څلور واړه داهل سنتو مجتهدین امامان دی، کوم چي فقــــــــه ئي دامت دسُواد اعظم د سترګو دمحبت رانجی جوړ کړل،

او امام اهل شام امام عبد الرحمْن اوزاعی او امام اهل مصر امام لیث بن سعد، او دکوفی قاضی محمد بن عبدالرحمْن ابن ابـــــــی لیلْی ، او دکوفی یو بل فقیــــــــــــــه سفیان ثوری هم ددی فقهاؤ او ارباب فتواوو له جملی څخه بلل کیږی،

امام زید بن علی کوم چي زیدیه شیعګانو ئی فقه اختیار کړی ده او امام جعـــــــــفـــــــر صادق کوم چي امامیه شیعګان دده طرفته دخپلی فقه نسبت کوی ، داهم له دی دور سره تعلق لــــــــــری، د هجرت له دوهمی سلیزی وروسته داهل ظواهرو سرخیل امام داؤد بن علی اصفهانی دفقه دمدرسی یو نوی بنیاد کښیښود، او په څلورمه او پنځمه سلیزه دهجرت کی علامــه ابن حزم ظاهری ددی مدرسی تر ټولو لوی ترجمان جوړسو، لیــــــکن عملا دڅلورو امامانو او جعفر صادق او زید بن علی فقـــه باقی پاته سوه ، او نور مکاتب فکر زیاتره له دوهمی ســــــــــــلیزی بیا تر پنځمی سلیزی پوری ختم سول.

نور بیــــــــــــــــا..............


طیب زابلی *
20.10.2012

په تیر پسی

(داحنافو مسلک او دفتوی اهمیت )

دامت مسلمه پر دی خبره اتفاق ده چی په دین اسلام کی په زیاتره فروعی مسائلو کی دمجتهدینو اختلاف وو، مګر خو دغــــــــــــــه اختلاف دمجتهدینو پر کوم شخصی مفاد او غرض بنا نـــــــــه وو، بلکی دغه اختلاف دمسائلو دبنیاد او اصلی نوعیت پر وضاحت مبنی وو، خصوصا بیا داحنافو په مســـــــلک کی دمسئلی دبنیاد واضح کولو سره سره دا خبره هم مد نظر ده چـــــــــی په کومه مسئله کی قوی دلیل موجود وی نو بیا په ضعیف دلیــــــــــــل سره عمل نه کیږی تر داسی اندازی چی احنافو دضعیف په مقابل کی په قوی دلیل سره عمل واجب بللی ده ،

او دقوی په مقابل کــی په ضعیف دلیل سره عمل ناجائز بللی ده،ددلیل قوت کله دمأخذ او مصــدر په اعتبار سره وی او کله بیا دجمهورو علماؤ درأیی په اتفـــــــــاق سره وی، امام اعظم ابو حنیفه دفتوی داهمیت په مد نظر نیولــــو سره دومره احتیاط کاوو چی صرف خپله فتوی او تحقیـــــــــق یی کافی نه بلی بلکی په خپل دارالتحقیق والافتاء کی یی دمسائـــــــلو دتحقیق او څیړنی لپاره دهغه وخت دمجتهدینو او جیدو علماؤ یو شوریْ جوړه کړی وه ددی شوریْ دغړو تعداد دحـــــــــالاتو په اعتبار سره به کله کم وو او کله زیات ،

مګر مؤرخینو علــــــــــماء کرامو لیکلی دی چی ددی شوریْ دمحقیقینو او مشـــــــــاورینو شمیر څلویښتو (۴۰) کسانو ته رسیدی ، حضرت علامــــه ابن الــــکردری دامام اعظم دعلمی مجلس شوریْ تذکره کړی ده او په خپل کتاب مناقب امام اعظم کی وایی چی امام الأنام دخپل مذهب دبنیاد لپاره یوه شوریْ جوړه کړی وه دمسائلو په اجتهاد او تحقــیق کی یی فقط پر خپل ځان اعتماد نه کاوو ددی لپاره چی په دین مـــــقدس کی صحیح اجتهاد ووسی او دهغه صحیح خیر خواهی ووسی ، پر یوه یوه مسئــــــــــله به پـــه شوریْ کی بحث کیدی او امام الأنام به دخپلی شوری له غــــــــــــړو څخه سمدلاسه دمسئلی په باره کی دلائل پوښتل ، کله کله به په یــوه مسئله کی تر یوی میاشتی بلکی تر میاشت لا هم زیات وخت بحـــث جاری وو،
او له کمال تحقیق او تنقیح څخه ورسته چی به کــــله مسئله مدللـه سوه نو امام ابی یوسف صاحب ته به یی امر وکړ چــــی دا مسئله ولیکه، ګواکی امام اعظم صاحب کله هم نه له اټکل څخه فتوی ور کړی ده اونه فقط له خپلی رأی څخه، علامه اســــــد بن الفرات په خپل کتاب احسن التقاضی کی لیکلی دی چی دامام صاحب دشوریْ هغه غړی چی کتابونه یی تدوین کــــــــــــــړی دی څلویښت (۴۰) تنه وو ، په هغو کی لس (۱۰) تنه یی په متقدمینو سره مشـــــــــــهور دی په دوی کی امام ابی یوسف ،امام زفر، داؤد طائی ،اسد بن عمرو، یوسف بن خالداو یحیْ بن ذکریادیادلو وړ دی، دامام اعـــــظم صاحب په فتوی او تحقیق کی دکمال احتیاط نتیجه دا را ووتله چی دامت علماؤ دی داجتــــــــهاد په درجه کی د مجتهد مطلق او امام اعظم په لقب سره ملقب کـــــــــی داعظم لقب کوم بل مجتهد ته نه ده ورکړل سوی ، علامه ابن نجیم مصری په خپل کتاب الاشباه والنظائر کی لیکلی دی:
وَهُوَ كَالصِّدِّيقِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ،لَهُ أَجْرُهُ وَأَجْرُ مَنْ دَوَّنَ الْفِقْهَ وَأَلَّفَهُ وَفَرَّعَ أَحْكَامَهُ عَلَى أُصُولِهِ إلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ.
(الاشباه والنظائر ص ۱۴)


یعنی امام صاحب دصدیق اکبر په شان ده ، یعنی صــــــــدیق هغه شخص ده چا چی په نارینه ووکی اول ایمان راوړی ده او امـــــام اعظم هم هغه شخص ده چاچی تر ټولو مخکی فقه تدوین کړی ده، او دا حال دامام ابی یوسف صاحب هم وو کـــــــــوم چی دخپل وخت مجتهد وو او ده هم په اجتهاد کی د امام اعــــــــظم صاحب اتباع وکړه او بالانفراد یی اجتهادغوره نه کی او دا دده داحتیاط دلیل ده ، او دده داحتیاط نتیجه دا را ووتله چی په اســــلامی دنیا کی دقاضی القضات لقب ترټولو مخکی ده ته ورکړل ســـو ، امام سمعانی په خپل کتاب الانساب کی لیکلی دی:

وهو أول من دعي بقاضي القضاة في الاسلام، ولم يختلف يحيى بن معين، وأحمد بن حنبل، وعلي بن المدين، فــي ثقته في النقل، ولم يتقدمه أحد في زمانه، وكان النهاية في العلم والحكم والرياسة والقدر، وأول من وضع الكتـب في أصول الفقه على مذهب أبي حنيفة، وأملى المســـائل ونشرها، وبث علم أبي حنيفة في أقطار الارض.

(الانساب ج ۴ ص۴۳۲)

جضرت مولانا قاری محمد طیب صاحب دافتـــــــــــــــــــاء دمنصب داهمیت په بیان کی لیکلی دی چی دافتاء منصب په عـــــــــــلمی سلسلو کی تر ټولو زیات مشکل، دقیق او اهم ترین بلل ســـوی ده، دفقه په لکونو متماثلو جزئیاتو او دهغـــوی په اړونده احکا مو کی لږ تر لږه فرق او دحکم تفاوت محسوســــــــــول عمــیق علم غواړی کوم چی دا دهر عالم دطاقت خبره نه ده ترڅـــــو چی له فقه سره یی دذهن او ذکاوت کامل مناسبت او خاص قسم صلاحیت او په زړه کی دتفقه ماده نه وی حاصـــــــــله سوی، نو ځکه په دینی مدرسو کی دافتاء لپاره دشخصیت انتخاب ډیره پیچلی مسئــله بلل کیږی،.

(په موجوده دور کی دافتاء کار)

ددی تفصیلاتــــو له بیان څخه داخبره کیدای سی چی په موجوده دور کی چی کوم خلــــــک دافتاء پر منصب قائم دی هغوی دخپل صلاحیت او استعداد په اعتبــــــار سره پر درو(۳) طریقو کار ته انجام ور کوی،

(۱)تخریج

یعنی دکومو مسائلو په باره کی چی دفقـــــــهاؤ رأیه نه وی منقول سوی او هغه ددی دور نوی پیداکیدونکی مـــسائل دی دفقهاؤ د مقررسوی اصولو او قواعدو په رڼا کی دهغـــــوی په باره کی رأیه قائمول ، ځکه چی په هر عصر کی داسی نوی مـــــــــسائل پیښیږی کوم چی شرعی حکم معلومول یی د علماؤ ذمـــــــــه واری ده او دا دشریعت اسلامی دابدیت لازمی تقاضا ده.

(۲) ترجیح

دا بیا ورستنی فقهاؤ دمتقدمـــــــــــــــــینو داختلاف رأی په باره کی ترجیحات متعین کړی دی ،لیکن دترجیح یو اساس دکومی رأی دکومی زمانی دعرف او دمصالحو بنیاد علماؤ پر نصوصو نه ده ایښی ،بلکی دا پر مصالحو بناده ، په دی باره کی دخپل عهد او زمانی حالات مخته کښیږده او فیصله وکړه ، ددی لپاره کله کله له یوی فقه څخه بلی فقه ته هم عدول کیږی ، مګر خو دا په حقیقت کی عدول نه ده ځکه عدول هغه اختلاف ده چی پر دلــــــیل او برهان مبنی وی ، دعصر او زمانی په تقاضا سره دکومی خاص رأی اختیارول په حقیقت کی عدول نه ده، او علامه شامی صاحب په مختلفو ځایونو کی دغی سلسلی ته اشــــــــاره کړی ده .

(۳) نقل فتوی

دریم کار داده چی ته دکومی فقه مکلف یی دهغـــــی مـــــــــــــطابق جوابات نقل کړی ،په موجوده دور کی ارباب فتـــــوی دغــه دری واړه کارونه سرته رسوی ، مګر بهتر صورت داده چــــی اولــــــنۍ دوی ذمه دارۍ په انفرادی شکل دسرته رســـــــــــولو پــــر ځای په اجتماعی شکل سره سرته ورسیږی ، او ددی کار لپــــاره فــــقهی مجامع تشکیل سوی دی او دغه مجامع په اسلامی نړۍ کی ډیر فائدمند خدمات ترسره کوی .

ددیوبند علماؤ په خپل کتاب دارالعلوم دیوبند کی لیکلی دی چی خلاصه یی داده زموږ په دغه زمانه کی هغه علماؤ ته چی دفتوی کار تر سره کوی مجازًا مفتیان ویل کیږی ،مګر خو په دی زمانه کی ددغو علماؤ لپاره په فقه کی هم پوره بصیرت او معلومات ضروری ده،اودد ینی علم دتحصیل دضابطی هم ،
علامه ابن عابدین شامی وایی:

وقد رأيت فی فتاوی علامه ابن حجر العسـقلانی سئل فی شخص يقرء ويطالع فی الکتب الفقهية بنفسه ولم يکن له شيخ ويفتی ويعتمد علی مطالعة الکتب فهل يجوز له ذالک ام لا فأجاب بقوله لايجوز له الافتاء بوجه من الوجوه لانه امی جاهل لايدری ما يقول بل الذی يأخذ العلم عن المشائخ المعتبرين.
(شرح عقودرسم المفتي ص 10)

ما د علامه ابن حجر په فتاوی کی دا خبره ولیده چی له ده څخه یو چا پوښتنه وکړه چی یو شخص دفقه کتابونه وایی او په خپـــله یی مطالعه کوی او دده کوم استاذ نه وی او دی دخپلی مطالعــــی پر اعتماد فتواوی ورکوی ، نو ایا دا کار دده لپاره جائزده که یا؟
نوده په جواب کی ورته وویل چـــــــــــی هیڅ کله هم دده لپاره فتوی ورکول روا نه ده، ځکه چی دی په حقیقت کی جاهل او آمی ده دته په خپــــــــله نه معلومیږی چی دی څه وایی ، بلکی دفتوی ورکولو لپاره دا ضـروری ده چی ده به له معتبرو مشائخو څخه علم حاصل کړی وی.

لــــه دی څخه دا په واضح طور سره معلومه سوه چی صرف دکتابو نو مــــــــطالعه او کتل خواه که څومره معلومات ده ته حاصل سوی وی په هیـــــڅ درجه کی هم قابل داعتماد نه ده، بلکی دی دآمی او جاهل په درجـــــــــه کی ده، داعتماد دوړتیا لپاره داضروری ده چی دی به دینی علوم ددین له معتمدو علماؤ څخه باقاعده حاصلوی ، او دی به دبصیرت خاوند وی ، دیو څو کتابونو په ویلو سره کفایت نه کیږی، ابن عابدین وایی:
لايجوز له ان يفتي من کتاب او کتابين بل قال النووي ولامن عشرة کتب فان العشرة والعشرين قد يعتمدون کلهم علی مقالة ضعيفة في المذهب فلايجوز تقليدهم فيها.
(شرح عقود رسم المفتي ص۱۰)

دداسی شخص لپاره له یو یا دوو کتابونو څخه فتوی ورکول صحی نه ده ،بلکی امام نووی ویلی دی چی له لسواو شلو کتابونو څخه به یی هم نه ورکوی څکه لسو اوشلو کتابونو کله کله دمذهب پر یوه ضعیفه خبره اعتماد کړی وی، نو ځکه یی تقلید نه ده روا.

(دافتاء منصب او خطرات)

دافتاء منصب که لوی منصب ده مګر خو له دی لویوالی سره سره بیا خطرات هم پکښی دی ، ځکه لوړ مقام ته ختونکی تن چی را ولویږی نو له لوړه ځــــــایه رالویږی او ډیر ژوبلیږی ،نو دافتاء دمنصب وعظمت ته په کتــــــــــــلو سره په دی کی په بی پروایی سره فتوی ورکول یا غفلت کـــول دلوی عذاب باعث ګرزی.
1. درسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد ده :
2. که چا بی علمه فتوی ورکړه نو ددی ګناه پر فتوی ور کوونکی ده.
3. (ابوداؤد کتاب العلم)

4. داهم درسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد ده : پر فتــــــوی ورکولو هغه څوک ډیر دلاوره وی کوم چی دجهنم پر اور دلاوره وی.(مقدمه دارمی باب ۱۷۵)
5. علامه ابن قیم صاحب د رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد نقل کړی ده وایی:
6. من أفتى الناس بغير علم لعنته ملائكة السماء وملائكة الارض. کوم شخص چی په بی علمۍ خلـــــــګوته فتواوی ورکوی نو داسمان او ځمکی ملائکی پر ده لعنت وایی.
7. (اعلام الموقعین ج۴ ص۲۱۷)

8. حتی که چیری یو څوک دفتوی اهلیت نه لری او دی خلګوته فتواوی ورکوی نو دوخت حاکم کولی سی چی دی له فتوی ورکولو څخه منع کړی که نه نو حاکم هم په دی ګناه کی برابر ور سره شریک ده، حافظ ابن قیم لیکلی دی:
9. من أفتى الناس وليس بأهل للفتوى فهو آثم عاص ومن أقره مــن ولاة الامور على ذلك فهو آثم أيضا.
10. (اعلام الموقعین ج۴ص۲۱۷)

ددغه وعید له کبله نو په دغه له خطری ډک منصب کــــــــــی دامت اکابرینو ډیر احتیاط کاوو.
11. ابن ابی لیلْی وایی چی ما په انصارو صحابوو کی یوسلوشل(۱۲۰) داسی صحابه ولیدل چی کله به په دوی کی له یو تن څخه دیو مسئلی په باره پوښتنه وسوه نو دوی به دغه مسئله یو او بل ته حواله کــــــــــوله ترداسی وخته چی آخر به دغه مســـــــــــــــــــــــئله بیرته اول شخص ته راوګرزیده.
(مباحث باحکام الفتوی ص۱۹۶)

داله دی نه چی دوی ته به ګواکی ددغی مسئلی په باره علم نه وو بلکی دافتوی ورکول به دوی ته یو غټ پیټی ښکاریدی اودا به یی له ځان څخه اړاوو داددوی داحتیاط او دافتاء دنازک والی دلیل ده.

12. وصح عن ابن مسعود وابن عباس من أفتى الناس في كل ما يسألونه عنه فهو مجنون. ابن مسعود او ابن عباس رضی الله تعالْی عنهما وایی څوک چی دهری مسئلی جواب ورکوی نوهغه لیونی ده.
(اعلام الموقعین ج۲ ص۱۸۵)

نور بیــــــــــــــــــــــــــا......................


طیب زابلی *
02.11.2012

په تیر پسی

(دافتاء لپاره ضروری شرائط)

چاته چی په فقه کی پوره بصیرت حاصـــــل وی او په ده کی دفتوی صلاحیت وی نو هغه فتوی ورکــــــــــــولی سی ، ابن عابدین لیکلی دی:
بخلاف الماهر الذی اخذ العلم عن اهله وصــارت له فيه ملکة نفسانية فانه يميز الصحيـح من غيره ويعلم مسائل وما يتعلق بها علی وجـه المعتمد به فهْذا هو الذي يفتی الناس ويصلح ان يکون واسطة بينهم وبين الله تعالی.
(شرح عقود رسم المفتی ص۱۰)
البته داسی ماهر فتوی ورکولی سی کوم چی دعلم اخذ ئی له اهل علم څخه کړی وی او ده ته په دی علم کی یو نفسانی ملکه او قوه حاصله سوی وی نو دی صحیح او غیر صحیح سره بیلولی سی او ده ته به په معتــــــــــــمده طریقه سره دمسايلو او دهغوی دمتعلقاتو علم وی نو دا داسی څوک ده چی خلګو ته فتواوی ورکولی ســــــــــــی او ددی صلاحیت لری چی دالله تعالی او خلګو تر مینځ واسطه سی.
(دماهر استاذ تربیت موندل)
او داهم ضروری ده چی ده به له یو ماهر استاذ څخه تربیت حاصل کړی وی او دشرعی دقـــــــــــــــواعدو به یی صحیـــــــــح پیزندګلوی کړی وی لکه ابن عابدین وایی:
فان المتقدمين شرطوا في المفتی الاجـتهاد وهذا مفقود فی زماننا فلا اقل من ان يشترط فيه معرفة مـــسائل بشروطها وقيودها التي کثيراما،يسقطونها ولايصرحون بها اعتمادا علی فهم المتفقه
.(شرح عقود رسم المفتی ص۵۸)
متقدمینو دمفتی لپاره اجتهاد شرط کړی ده کوم چی زموږ په زمانه کی مفقود ده، نو لږ تر لږه داضروری ده چی ده به د مسائلو پیزندنه له ټولو هغو شرطونو او قيدونو سره سره کړی وی کوم چی مصنفین یی زیاتره وخت دمتفقه پرفهم داعتماد له کبله نه ذکر کوی.

(دماهر فقیه شاګردی)

له کوم قابل اعتماد او ماهر فقیه سره به اوسیدلی وی او له هغه څخه به یی دفتوی نویسی سلیقه او ضابطه زده کړی وی، ابن عابدین وایی:
والتخرج في ذالک علی الاستاذ الماهر والذی قال فی آخر منية المفتی لو ان رجلا حفظ جميع کتب اصحابنا لابد ان يتلمذ للفتوی حتی يتهدی اليه. (شرح عقود رسم المفتی ص۵۸)
او په دی فتوی ورکولو کی پر یو ماهر اســــــــــــتاذ تخرج او تربیت ضروری ده دمنیة المفتی په آخر کی وایی چی که یو سړی دمذهب ټول کتابونه یاد کړی وی نو بیا هم دده لپاره په فتوی کی شاګردی ضروری ده ددی لپـــــــــاره چی دی ودی فتوی ورکولو ته لاره پیدا کړی.
لان کثيرا من المسائل يجاب عنه علی عادات اهل الزمان فيما لايخالف الشريعة.
ځکه چی دیرو مسائلو جواب داهل زمانی دعاداتو په لحاظ سره ورکول کیږی چی په هغوی کی دشریعت مخالفت نه وی.

(دافتاء لپاره علم او فهم )

حضرت عبد الله ابن مسعود رضی الله تعالی عنه وایی:
من افتی الناس فی کل ما يسئلونه فهو مجنون.
څوک چی دهری مسئلی جواب ورکوی نو هغه لیونی ده.
جضرت سحنون بن سعید وایی:أجسر الناس على الفتيا أقلهم علم.
پر فتوی هغه څوک دلاوره وی چی کم علمه وی.
حافظ ابن قیم ددی ټولو بیاناتو له نقل ورسته وایی:
الجرأة على الفتيا تكون من قلة العلم ومن غزارته وسعته فإذا قل علمه أفتى عن كل ما يسأل عنه بغير علم.
(اعلام الموقعین ج۱ ص۳۵)
پر فتوا باندی دلاوری دکم علمۍ او یا دعلم دزیادت او فراخۍ له کبله کیږی ،نو دچا چی علم کم وی نو هغــــــــــــــــه په ناپوهی سره دهر سوال جواب ورکوی.
حافظ ابن قیم وایی چی قاسم بن محمد بن ابی بکر ته یو ســــــــــــــړی دمسئلی پوښتلو لپاره راغی نو ده په جواب کی ورته وویل چـــــــی ماته ددی مسئلی ښه معلومات نسته نو سړی ورته وویل چی ماته خو ته پردغه منصب ترټولو قابل داهلیت ښکاریدی او ته وایی ماته معلومات نسته، نوده په جواب کی ورته وویل:
لا تنظر الى طول لحيتي وكثرة الناس حولى.
(اعلام الموقعین ج۴ ص۲۱۹)
ته زما دږیری اوږدوالی اوپرما باندی دخلګو چاپیروالی ته مه ګوره.
امام نووی وایی:
وعن الشعبى والحسن وابى حصين بفتح الحاء التابعين قالوا ان احدكم ليفتى في المسألة ولو وردت على عمر بن الخطاب رضى الله عنه لجمع لها أهل بدر.(شرح المهذب ج ۱ ص ۴۰)
له شعبی او حسن او ابی حصین څخه روایت ده دوی وایی چی له تاسو څخه یو شخص په داسی مسئله کی فتوی ورکوی چی که چیری دغه مسئله دحضرت عمر بن خطاب رضی الله تعالی عنه مخی ته راغلی وای نو ده به بدریین صحابه راجمع کړی وای.
ددغی مسئلی دحل لپاره، یعنی په خپله به یی جواب نه وای ورکړی.
امام اعظم ابو حنیفه رضی الله تعالی عنه وایی چی که چیری له ما سره دعلم دضائع کیدو ویره نه وای نو ما به هیڅ کله هم فتوی نه وای ورکړی.
امام احمد بن حنبل رضی الله تعالی عنه وایی:
ينبغي للرجل اذا حمل نفسه على الفتيا ان يكون عالما بوجوه القرآن عالما بالاسانيد الصحيحة عالما بالسنن وقال في رواية أبي الحارث لا تجوز الفتيا إلا لرجل عالم بالكتاب والسنة.
(اعلام الموقعین ج ۴ ص ۲۰۵)
څوک چی دفتوی لپاره ناست وی هغه باید دقرآن په تګلاره علم ولری او په صحیح سندونو علم ولری او په حدیثو علم ولری،دابی الحارث روایت ده چی فتوی ورکول نه ده روا مګر دهغه سړی لپاره رواده چی هغه په قرآن او سنتو علم لری.

(دزمانی په عرف او عادت خبرتیا)

دزمانی دعرف او دزمانی داهل له احوالو څخه خبرتیا هم ضروری ده،
وکذا لابد له من معرفة عرف زمانه واحوال اهله.
(شرح عقود رسم المفتی ص۵۸)
او دارنګه دمفتی لپاره دزمانی دعرف او دزمانی داهل داحوالو پیژندل هم ضروری ده.

(دزمانی دعرف رعایت)

دقاضی او مفتی لپاره دزمانی دعرف رعایت هم ضروری بلل سوی ده،
وفي القنية ليس للمفتی ولا للقاضی ان يحکم علی ظاهر المذهب بترک العرف.
او په قنیه کی راغلی دی چی دقاضی او مفتی لپاره دا نه ده روا چی دی دعرف خلاف دمذهب پر ظاهر حکم وکړی،
وهذا صريح فيما قلنا ان المفتی لايفتی بخلاف عرف زمانه.
(شرح عقود رسم المفتی ص۵۸)
دا صریح ده په دی کی کوم چی موږ وویل چی قاضی او مفتی دعرف زمان خلاف فتوی نه سی ورکولی.
فللمفتی اتباع عرفه الحادث فی الالفاظ العرفية.
(شرح عقود رسم المفتی ص۵۸)
مفتی ته پکار ده چی دی دزمانی درسم او رواج دعرفی الفاظو رعایت وکړی.

(بی علمه فتوی ورکول)

حافظ ابن قیم وایی:وفي أثر مرفوع ذكره أبو الفرج وغيره من أفتى الناس بغير علم لعنته ملائكة السماء وملائكة الارض.
(اعلام الموقعین ج۴ ص ۲۱۷)
څوک چی خلګو ته په بی علمۍ سره فتوی ورکوی نو دځمکی او أسمان ملائکی لعنت پر وایی.
حافظ ابن قیم وایی:
وكان مالك رحمه الله يقول من سئل عن مسألة فينبغي له قبل ان يجيب فيها ان يعرض نفسه على الجنة والنار وكيف يكون خلاصه في الاخرة ثم يجيب فيها وسئل عن مسألة فقال لا أدري فقيل له إنها مسألة خفيفة سهلة فغضب وقال ليس في العلم شئ خفيف أما سمعت قول الله عزه وجل إنا سنلقي عليك قولا ثقيلا فالعلم كله ثقيل وخاصة ما يسأل عنه يوم القيامة وقال ما أفتيت حتى شهد لي سبعون انى أهل لذلك........ وقال الامام احمد من عرض نفسه للفتيا فقد عرضها لأمر عظيم إلا أنه قد تلجئ الضرورة.
(اعلام الموقعین ج ۴ ص ۲۱۷)
امام مالک صاحب به ویل چی له چا څخه دمسئلی پوښتنه وسی نو دی باید ترجواب مخکی ځان پر جنت او جهنم ور وړاندی کی او ددی سوچ وکړی چی په آخرت کی به زما نجات څنګه وی نو بیا دی جواب ورکی ،او له ده څخه دیو مسئلی پوښتنه وسوه ده په جواب کی ورته وویل نه یم خبر نو چا ورته وویل چی داخو سپکه او اسانه مسئله ده نو دی په غضب سو او وی ویل په علم کی یو شی هم اسانه نسته تا دالله عز وجل قول نه ده اوریدلی؟« اناسنلقي عليک قولا ثقيلا» نو علم ټول دروند او سخت ده او خاص بیا هغه علم چی دقیامت په ورځ یی پوښتنه کیږی، او ده ویلی دی چی ما ترهغو پوری فتوی نه ده ورکړی ترڅو چی اویا (۷۰) کسانو داګواهی راکړه چی زه ددی اهل یم.........او امام احمد بن حنبل صاحب ویلی دی چی چاځان دفتوی لپاره تیار کړ نو ځان یی یو لوی کارته تیار کړ ، نو باید چی ضرورت یی مجبور نکړی فتوی ور نکړی.

(دمفتی فریضه)

دایو حقیقت ده چی له چا سره دخپلی ذمه دارۍ احساس وی نو هغه داستفتاګانو په جواب ور کولو یا لیکلو کی له پوره چالاکۍ او بصیرت څخه کار اخلی او ښه فکر کوی او بیا جواب ورکوی او له نورو علماؤ څخه تحقیق کوی او له چا سره چی دخپلی ذمه دارۍ احساس نه وی او یوازی دخپل مفتیتوب رعب ساتل غواړی نو دهغه مقصد صرف داوی چی دده ژبه دکوم سائل په سوال کی بنده پاته نسی او چاته دا معلومات نه ولګیږی چی څه داسی مسائل هم سته چی دی یی جواب نسی ور کولی او دا ښکاره خبره ده چی دغه رنګه فکر والا سړی جاهل ده حضرت عبد الله ابن مسعود رضی الله تعالی عنه په دی سلسله کی قیمتی او مدلل هدایات فرمایلی دی :
عن مسروق قال: دخلنا على عبد الله بن مسعود قال يا أيها الناس من علم شيئا فليقل به ومن لم يعلم فليقل الله أعلم فإن من العلم أن يقول لما لا يعلم الله أعلم قال الله عز و جل لنبيه صلى الله عليه و سلم { قل ما أسألكم عليه من أجر وما أنا من المتكلفين } .
(البخاری ج ۴ ص۱۸۰۹ حدیث نمبر ۴۵۳۱)
ای خلګو که چاته دڅه علم وی نو هغه دی بیان کړی او که چاته علم نه وی نو دا دی ووایی چی الله ښه پوهیږی ځکه داهم یوعلم ده چی سړی ته دیوشی علم نه وی نو دهغه په باره کی ووایی چی الله ښه پوهیږی الله عز وجل وخپل نبی صلی الله علیه وسلم ته فرمایی«ته ووایه چی له تاسو څخه زه څه مزدوری نه غواړم او نه زه له متکلیفینو ( له ځانه جوړوونکو او زیادت ویونکو) څخه یم ».

(دالله بیره)

لیکن په اصل کی مفتی هغه ده چی دجواب په وخت کی یی دالله دبیری پوره احساس په زړه کی وی او چی په پوره غور او فکر سره جواب ورکړی ترڅو چی دهغه په خپل علم کی کومه غلطی باقی پاته نه سی مفتی باید داحدیث هروخت دخپل نظر په وړاندی ولری درسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد ده:
من قال علي ما لم أقل فليتبوأ بيتا فی جهنم ومن أفتی بغير علم کان اثمه علی من افتاه.(ابوداؤد)
یعنی څوک چی ماته نسبت وکړی دداسی خبری چی ما نه وی کړی ، ګواکی چی ده په دوزخ کی کور جوړ کړ، او څوک چی فتوی ورکړی پرته له علمه نو ګناه یی پر هغه چاده چی فتوی یی ورکړی وی.

(غور او فکر)

ددی حدیث دمعنی بیانولو په باره کی ملا علی قاری وایی:
كل جاهل سأل عالما عن مسألة فافتاه العالم بجواب باطل فعمل السائل بها ولم يعلم بطلانها فأثمه على المفتي إن قصر في اجتهاده.
(مرقات ج ۱ ص ۲۳۲)
یعنی که یو جاهل دیو عالم څخه پوښتنه وکړی او هغه عالم غلط جواب ورکړی او سوال کونکی په دی غلط جواب باندی دخپل عدم واقفیت په وجه عمل وکړی نو ددی ګناه او وبال پر مفتی باندی ده که له ده څخه په اجتهاد کی کوتاهی سوی وی.

(دافتاء لپاره داجتهاد شرط)

دومره قدر مسلمه ده چی اصولیینودفقهی کوم تعریف کړیده ددی مطابق دفقیه او مفتی دواړو لپاره مجتهد کیدل ضروری دی ، په دی متعلق ابن الهمام په فتح القدیر کی لیکی:
وَقَدْ اسْتَقَرَّ رَأْيُ الْأُصُولِيِّينَ عَلَى أَنَّ الْمُفْتِيَ هُوَ الْمُجْتَهِدُ ، وَأَمَّا غَيْرُ الْمُجْتَهِدِ مِمَّنْ يَحْفَظُ أَقْوَالَ الْمُجْتَهِدِ فَلَيْسَ بِمُفْتٍ.
(فتح القدیر کتاب ادب القاضی)
یعنی داصولیینو رأیه پردی باندی فیصله سویده چی مفتی هغه څوک دی چی مجتهد وی او هغه غیر مجتهد شخص چی دمجتهد اقوال په یاد ساتی مفتی نه ده بیا مخته هغوی ددی صراحت کړی ده چی دموجوده مقلدینو علماؤ فتوی په اصل کی فتوی نه ده بلکی نقل دفتوی ده:
فَعُرِفَ أَنَّ مَا يَكُونُ فِي زَمَانِنَا مِنْ فَتْوَى الْمَوْجُودِينَ لَيْسَ بِفَتْوَى ، بَلْ هُوَ نَقْلُ كَلَامِ الْمُفْتِي لِيَأْخُذَ بِهِ الْمُسْتَفْتِي.
(فتح القدیر کتاب ادب القاضی)
نو معلومه سوه چی زموږ دغه دموجود ه علماؤ فتوی حقیقة فتوی نه ده بلکی دمفتی دکلام نقل ده ددی لپاره چی مستفتی هغه اختیار کړی.

(پر راجح قول فتوی)

بیا دی په جواب کی هغه قول اختیار کړی چی دمذهب دعلماؤ په اند راجح وی او مرجوح دی هیڅ کله نه اخیتاروی مګر دا چی یوه داسی خاص وجه وی او ددلائلو په رڼا کی دغه مرجوح په نظر راجح راسی دانو ځانته خبره ده، ابن عابدین شامی وایی:
ان الواجب علی من اراد ان يعمل لنفسه او يفتی غيره ان يتبع القول الذی رجحه علماؤ مذهبه فلا يجوز له العمل اوالافتاء بالمرجوح الا فی بعض المواضع وقد نقلوا الاجماع علی ذالک .
کوم کس چی په خپله دعمل اراده وکړی یابل ته حکم وښيی په دواړو صورتونو کی پر هغه واجب ده چی دهغه قول پیروی وکړی کوم چی دمذهب علماؤ راجح بللی وی لهذا په مرجوح قول باندی عمل یا فتوی ورکول درست نه ده بغیر دڅو ځایونو څخه لکه چی فقفهاؤ پر دی اصل باندی اجماع را نقل کړی ده، شامی صاحب بیا لیکی:وکلام القرافی دال علی ان المجتهد والمقلد لايحل لهما الحکم والافتاء بغير الراجح لانه اتباع للهوی وهو حرام اجماعا.
دقرافی کلام پردی دلالت کوی چی په غیر راجح باندی فتوی ورکول دهیچا لپاره هم روا نه ده که مجتهد وی او که مقلد ځکه دا دنفس او خواهش اتباع ده او دا په اتفاق سره حرامه ده.
لنډه دا چی که صاحب نظر او صاحب بصیرت وی نو پر دلائلو او دهغوی پر قوت دی نظر وساتی او په راجح اړخ دی عمل وکړی او
فتوی دی ورکړی او که په مسائلو کی ورته پوره بصیرت حاصل نه وی نو دخپل مذهب دعلماؤ په قول دی عمل وکړی،
واماالحکم والفتيا بما هو مرجوح فخلاف الاجماع.
(شرح عقود رسم المفتی ص ۳)

(دصاحب قول په اړوند معلومات)

بیا چی دکوم مجتهد په قول باندی فتوی ورکوی نو دهغه په متعلق معلومات پکار ده چی دی دروایت او درایت په کومه درجه کی ده.
لابد للمفتی المقلد ان يعلم حال من يفتی بقوله بل معرفته فی الرواية ودرجته فی الدراية وطبقته.(ايضًا)
مقلد مفتی چی دچا په قول فتوی ورکوی نو دهغه په متعلق مفتی ته دا علم ضروری ده چی په روایت او درایت کی دده څه درجه ده او دی په کومه طبقه کی داخل ده .

(له غلطیو څخه ځان ساتل)

او دمفتی لپاره داهم ضروری ده چی دهغه غلطۍ به ډیری کمی وی که نه نو بیا دفتوی لائق نه ده.
ابن عابدین وایی:
ولايصیر اهلاً للفتوْی مالم يصر صوابه اکثر من خطائه لان الصواب متی کثرت فقد غلب ولاعبرة فی المغلوب بمقابلة الغالب فان امور الشرع مبنية علی الاعم الاغلب کذا فی الولواجية.
(شرح عقود رسم المفتی ص ۲۲)
یعنی تر هغه وخته پوری پر مسند دافتاء باندی دناستی لائق هیڅ یو مفتی نه سی کیدی ترڅو پوری چی دهغه صحیحی فتواوی تر غلطو زیاتی نه وی ځکه صحیح چی ډیری سوی نو دغالب حیثیت لری او مغلوب ته دغالب په مقابل کی اعتبار نسته ځکه دشرعی دامورو دار او مدار پر اعم اغلب ده.

(له خواهشاتو څخه ځان ساتل)

په هرحال کی دنفس دخواهشاتو فریب او هم داډول دنورو رزائلو څخه دفتوی ورکولو په وخت کی دمفتی ځان ساتل ضروری ده ځکه چی ددغو جذباتو پیروی حرامه ده:
ویحرم اتباع الهوی والتشهی والميل الی المال الذی هو الداهية الکبری والمصيبة العظمی، فان ذالک امر عظيم لايتجاسر عليه الا کل جاهل شقي.(ایضًا ص۵)
دنفس دخواهشاتو پیروی ، میلان نفس او دمال او دنیا طلبی رجحان کوم چی لوی مصیبت او غټ هلاکت ده حرام دی ، دا داسی لوی او خطرناکه اقدام ده چی ددی جسارت دجاهل او بدبخته ماسوی بل څوک نسی کولی.

(یقین او اعتماد)

دمفتی لپاره داهم ضروری ده چی دی کله جواب ورکوی نو ودی ګوری چی پر دغه جواب دده اعتماد او یقین سته او که نه؟ که یی یقین وو او راجح یی ګڼی نو بیا دی جواب ورکړی او که یی یقین
نه وو نو بیا دی له اټکل څخه هیڅ کله هم دجواب جرأت نه کوی،او دارنګه کی په خپله اعتماد نه وو نو نورو ته دی هم جواب نه ورکوی :فالمفروض علی المفتی والقاضی التثبت فی الجواب وعدم المجازفة فيهما خوفا من الافتراء علی الله تعالی بتحريم الحلال وضده.(ایضًا ص۵)
پر مفتی او قاضی دا فرض ده چی کوم جواب ورکوی پر هغه به دی یقین لری او له اټکل څخه به خبره نه کوی ، له دی بیری چی پر الله پاک افتراء رانسی په حلال ته حرام ویلو او حرام ته حلال ویلو سره.

(خوش طبیعتی)

مفتی باید خاکسار ه نرم خویه او خوش طبیعته وی ، تند خویی او سخت مزاجی دده لپاره لوی عیب ده:
وينبغی للمفتی ان يکون متواضعًا لينًا ولايکون جبارًا عنيدًا ولافظًا غليظ القلب لان الله تعالی قال فبما رحمة من الله لنت لهم .
(بستان الفقیه لابی لیث ص ۱۴)
مفتی باید متواضع او نرم خویه وی ،سخت کینه بدخویه او سخت زړی باید نه وی ، ځکه الله تعالی درسول الله صلی الله علیه وسلم په اوصافو کی دنرم خویی یادګیرنه کړیده او هغه یی ستایلی ده.
کوم حاجتمند چی له خپل حاجت سره مفتی ته په خدمت کی حاضر سی نو هغه لره پکارده که یو معقول عذر ونه لری چی ضرورت یی پوره کړی او دهغه حاجت دی سرته ورسوی اومستحق دثواب دی سی او خپله فریضه دی ادا کړی او که څه عذر ولری نو بیا دی په ډیره نرمی سره جواب کړی:
قال الفقيه ينبغي لمن جعل نفسه مفتيًا او تولی شيئًا من امور المسلمين وجعل وجه الناس اليه ان لايردهم قبل ان يقضي حوائجهم الا من عذر ويستعمل فيه الرفق والحلم.(ايضًا)
یعنی کوم څوک چی مفتی وی یا دمسلمانانو دیو بلی شعبی ذمه دار وی او دخلګو دهغه طرفته عامه رجوع وی نو هغه ته پکار ده چی که کوم عذر نه وی نو دهغوی حاجت دی پوره کړی او دعذر په وخت کی دی دنرمی او لطف معامله وکړی.

نور بیــــــــــــــــا........................


طیب زابلی *
12.11.2012

په تیر پسی

(دمستفتی«فتوی غوښتونکی» فریضه)
دمفتی او مستفتی دواړو فریضه ده چی هغوی په دی باب کی له احتیاط څخه کار واخلی مستفتی لره پکار ده چی هغه وګوری چی له چا څخه دمسئلی پوښتنه کوی هغه ددی منصب لائق ده او که نه؟
ابن سیرین ددینی علومو په سلسله کی فرمایلی دی:
قال ان هذالعلم دين فانظروا عمن تأخذون دينکم .
(رواه مسلم مشکوة کتاب العلم ص ۷۳)
یعنی ویلی یی دی چی داعلم دین ده په ښه ډول سره وګوری چی تاسو له چا څخه خپل دین حاصلوی.

(نالائق مفتی داسلام په نظر کی)

او دمفتی فریضه ده که چیری هغه ددی منصب لائق نه وی نو بیادی هیڅ کله دافتاء جرأت نه کوی که نه نو هغه به ګنهګار او سخت مجرم وی او کوم صاحب قدرت چی دی پر دی وظیفه درولی وی هغه هم ګنهګار ده ، ابن قیملیکلی دی:
من أفتى الناس وليس بأهل للفتوى فهو آثم عاص ومن أقره من ولاة الامور على ذلك فهو آثم أيضا.
(اعلام الموقعین ج۴ ص ۲۱۷)

یعنی څوک چی دنا اهلی با وجود خلګو ته فتوی ورکوی هغه ګنهګار او نافرمان ده او له ذمه دارانو او حاکمانو څخه چی کوم څوک هغه پردی منصب باندی وټاکی هغه هم ګنهګار ده.

(نااهله مفتی او دوخت دحکومت فریضه)

ابن جوزی او نورو علماؤ لیکلی دی چی دواکدارانو دا فریضه ده چی داسی نااهله مفتیان له کار څخه په سختۍ سره منع کړی ځکه چی ددی داسی مثال ده چی څوک لاره نه پیژنی او بیا دقافلی په رهنمایی باندی مامور کړل سی یا پخپله مخته سی ، یا دهغه ډاکتر او طبیب په شان ده کوم ته چی معلومه نه وی چی مرض څه شی ده او علاج شروع کړی ، په حدیث کی دغه ډول طبیب له علاج څخه منع کړل سوی ده او په اسلامی قانون کی دغه معالج مجرم ده همدا حال دنااهله مفتی ده، په ابن ماجه کی مرفوع حدیث ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:
من افتى بغير علم كان إثم ذلك على الذي أفتاه.
(اعلام الموقعین ج ۴ ص۲۱۷)
یعنی کوم څوک چی بغیر له علم فتوی ورکړی ددی ګناه پر هغه چا باندی ده کوم چا چی فتوی ورکړی وی یعنی مفتی ګنهګار ده.

(دقیامت په علامو اونښانو کی)

په صحیحینو کی حدیث ده چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:
" إن الله لا يقبض العلم انتزاعا ينتزعه من العباد ولكن يقبض العلم بقبض العلماء حتى إذا لم يبق عالما اتخذ الناس رءوسا جهالا فسئلوا فأفتوا بغير علم فضلوا وأضلوا ( متفق عليه ).
(مشکوة کتاب العلم ج ۱ ص ۴۴)

یعنی الله تعالی علم په دی ډول نه ختموی چی دخلګو له سینو څخه یی راوباسی بلکی علم به دعلماؤ په وفات کیدو سره ختمیږی هغه وخت چی څوک عالم پاته نه سی نو هغه وخت به خلګ جاهلان خپل سرداران جوړ کړی نو خلګ به له دوی څخه سوال کوی او دوی به بغیر علم فتوی ورکوی نو دارنګه به دوی هم ګمراهان سی او نور به هم ګمراه کړی.

(دنااهله مفتی تعزیر)

لیکن که څوک دمفتی جوړیدلو اهل نه وی او هغه جوړ سوی وی نو دهغه تعزیر ضروری ده په دی سلسله کی هیڅ رعایت کول پکار نه ده ځکه چی مفتی خو په ظاهره دبندګانو او الله تعالی ترمینځ واسطه وی نو که دداسی اشخاصو مخه ونه نیول سی نو دمفاسدو
دروازی به خلاصی سی او دباری تعالی مخلوق به په ګمراهی کی مبتلاسی.

واماغيره فيلزمه اذا تسور هذا المنصب الشريف التعزير البليغ و الزجر الشديد الزاجر وذالک لان امتثاله لهذا الامر القبيح يؤدي الی المفاسد لاتحصی.(شرح العقود ص۷)

څوک چی دافتاء لائق نه وی او هغه ځان پر دی عظیم منصب باندی مقرر کړی وی دهغه تعزیر په شدت سره لازم ده او داسی سختی له دی خلګو سره ځکه پکار ده چی هغه بیا داسی جرأت ونه کړی سی ځکه چی که داسی ونه سی نو دبی انتهاء مفاسدو دروازی به خلاصی سی.

(دابن خلدون څرګندونه)

ابن خلدون هم لیکلی دی چی ددینی حکومت په فرائضو کی داهم داخل دی چی هغه پر منصب دافتاء لائق او قابل خلګ تلاش او فائز کړی اوکوم څوک چی ددی لائق نه وی او دا کار انجاموی هغه دی په سختۍ سره منع کړی:
وأما الفتيا، فللخليفة، تصفح أهل العلم والتدريس، ورد الفتيا إلى من هو أهل لها وإعانته على ذلك، ومنع من ليس أهلاً لها وزجره، لأنها من مصالح المسلمين في أديانهم، فتجب عليه مراعاتها لئلا يتعرض لذلك من ليس له بأهل فيضل الناس.(مقدمه ابن خلدون ص ۱۶۵)

یعنی دفتوی لپاره دخلیفه دوخت فریضه ده چی هغه دصاحب درس او تدریس او لائق شخص پلټنه وکړی او بیا دده مدد کول هم پکار ده او څوک چی اهل نه وی دهغه منع کول او ترټنه پکار ده ،ځکه چی دا دمسلمانانو ددین له مهمو مصالحو څخه ده،نو دوخت پرحاکم ددی رعایت پکار ده ددی لپاره چی نااهله خلګ پردی مقرر نه سی بیابه خلګ ګمراه کړی.

(دلائق مفتی لټون)

واقعیت هم داده چی داسی نااهله منع کول ضروری دی څوک چی باعث دګمراهی وی، حافظ ابن قیم په دی سلسله کی دخپل شیخ
علامه ابن تیمیه نقل کړی ده چی هغه به دنااهله پر مسند افتاء باندی په کښینستلو سره سخت نکیر کوی او فرمایل به یی چی هغه ته قطعًا ددی اجازه نه ده ورکول پکار،ایا داهم یوه خبره ده چی پر څونه کوچنی لا ترکوچنی کار دی حساب وی او په دی اندازه مهم کار باندی دی داحتساب ضرورت محسوس نه کړل سی، طحطاوی دعالمګیری په حواله لیکلی دی:
وعلـی ولـي الامر ان يبحث عمن يصلح للفتوی ويمنع من لايصلح .(طحطاوی علی الدر المختار ج۳ ض۱۷۵)

يعنی دوالی فرض ده چی هغه دفتوی لپاره لائق ترین شخص تلاش کړی او څوک چی ددی منصب لائق نه وی هغه دی منع کړی.

(پنځه ښیګڼی)

امام احمد بن حنبل فرمایی چی ترڅو پوری په یو چا کی پنځه شیان نه وی نو مسند افتاء ته دی دزینت ورکولو جرأت نه کوی:
۱- نیت صالحه ۲-حلم او وقار۳-په مسائلو کی بصیرت او پرهغوی باندی ثابت قدمی۴- دضرورت په اندازه دژوندانه اسباب
۵-دخلګو داحوالو پیژندنه،

1. (نیت صالحه)

نیت صالحه خو ځکه ضروری ده چی په اصل کی دهرکار جان او روح هم دغه پاک نیت وی، ترڅو چی په نیت کی پاکی او اخلاص نه وی نو په کار کی برکت نه سی راتلای، او نه هغه دالله تعالی په نزد قبول او قابل داجر وی بیا به دغه ډول جواب له نور الْهی څخه خالی وی ،او له خصوصی برکت څخه به محروم وی، حدیث نبوی «علی صاحبه الف صلْوة» ده : انما الاعمال بالنیات.

2. (حلم او وقار)

حلم او وقار دهر اهل علم لپاره ډیر ضروری دی، ځکه چی له دی څخه په خپله دده ذات ته هم رونق وی اود ده علم ته هم ، او دمفتی لپاره بیا په خصوصی طور، ځکه چی هغه په خپل منصب باندی د یو دینی شعبی ذمه دار ده ، او دعوامو او خواصو لپاره دیو رهنما حیثیت لری .

3. (بصیرت او مهارت)

په علم کی بصیرت او پر خپل بصیرت که اعتماد نه وی نو هغه به دنورو رهنمایی څنګه وکړی ، او نور به د هغه په ښودل سوی او ټاکل سوی صورت په یقین سره څنګه عمل وکړی.

4. (دژوندانه اسباب)

دضرورت په قدر دژوند داسبابو قید غالبا ددی لپاره لګول سوی ده چی هغه دعوامو په نظرونو کی سپک نه سی او هیچاته ددی جرأت نه وی چی هغه دمفتی په حرص او لالچ اچولو کی هم سوچ وکړی

5. (داهل دزمانی له احوالو څخه خبرتیا)

په دی ډول دخلګو له احوالو څخه دخبرتیا په وجه به هغه په سوالونو باندی په صحیح طور سره وپوهیږی او بیا به صحیح جواب ورکړی.

(لوړ کردار او عفت )

دمفتی بلند کردار ، عفت مآب ، کامل العقل او صاحب صلاح او تقوی کیدل هم ضروری دی، د در مختار مصنف چی دقاضی په بحث کی کوم ځای دهغه اوصاف شمیرلی دی دمفتی لپاره یی هم دهغو او صافو نشاندهی کړی ده چی په هغه کی ددغو لاندی درج سوو تمامو اوصافو او خصالو موجود کیدل ضروری دی:
وينبغي أن يكون موثوقا به في عفافه وعقله وصلاحه وفهمه وعلمه بالسنة والآثار ووجوه الفقه، والاجتهاد شرط الأولوية ) لتعذره على أنه يجوز خلو الزمن عنه عند الأكثر........... ومثله فيما ذكر المفتي.
(الدر المختار کتاب القضاء)

اوباید قاضی په خپل عفت او عقل او صلاح او فهم او تقوی او دسنتو او اثارو او فقهی په علومو کی داعتماد قابل وی، او اجتهاد صرف داولویت شرط ده، ځکه چی ممکن نه ده، علاوه پر دی چی داکثرو علماؤ په نزددیو زمانی خالیوالی له دی څخه جائز ده،او مفتی هم دقاضی په څیر ده، یعنی دغه شرطونه غواړی.

(بردباری او نرم خویی)

شیخ نظام صاحب لیکلی دی :
وَيَجِبُ أَنْ يَكُونَ الْمُفْتِي حَلِيمًا رَزِينًا لَيِّنَ الْقَوْلِ مُنْبَسِطَ الْوَجْهِ.
(الفتاوی الهندیه ج ۳ ص۳۰۹)
یعنی واجب ده چی مفتی به بردباره، باوقاره، شیرین مقاله او خندرویه وی
.
(دینداری)

دمفتی دینداری او خداترسی هم ضروری ده ځکه چی فاسق دمسند افتالائق نه ده او نه ور ته ددی حق حاصل ده فقهاؤ ددی څرګندویی کړی ده چی فاسق نه مفتی کیدای سی او نه هم له داسی چا څخه استفاده درسته ده:
والفاسق لا يصلح مفتيا ) لأن الفتوى من أمور الدين والفاسق لا يقبل قوله في الديانات............... وظاهر ما في التحرير إنه لا يحل استفتاؤه إتفاقا.
(الدر المختار کتاب القضاء)
فاسق مفتی نه سی کیدای ځکه چی فتوی له دینی امورو څخه ده او په دیاناتو کی دفاسق قول دقبول وړ نه ده،په کتاب التحریر کی چی کوم څه دی دهغه حاصل دادی چی له فاسق څخه دمسئلی پوښتل بالاتفاق ناروا ده.
حقیقت هم داده چی په شرعی مسائلو کی خشیت الْهی او طاعت خداوندی دفیضان الْهی موجب کیږی کوم خلګ چی په معصیت کی مبتلا دی که هغوی ددی توقع لری چی هغوی به په خپل دغه حال کی دفقه دقائقو او دمسئلی روح ته ورسیږی نو دا دهغوی محض خوب او خیال ده له واقعیت سره ددی څه تعلق نسته .

(اسلام او عقل او فهم)

له دی سره سره دمفتی لپاره داشرط هم ده چی هغه به مسلمان ،صاحب عقل او فهم او بیدار دماغه وی، پرده به دغفلت ، سهو او نسیان غلبه نه وی:
ولا خلاف في اشتراط إسلامه وعقله وشرط بعضهم تيقظه.
(الدر المختار کتاب القاضی)
یعنی دمفتی لپاره داسلام او عقل په اشتراط کی دهیچا اختلاف نسته، او بعض علماؤ بیداری هم شرط کړی ده.

(دور اندیشی او بیدار دماغی)

ابن عابدین شامی لیکلی دی چی په دی دور کی دتیقظ شرط لازم ده:قُلْت : وَهَذَا شَرْطٌ لَازِمٌ فِي زَمَانِنَا................ وَالْحَاصِلُ أَنَّ غَفْلَةَ الْمُفْتِي يَلْزَمُ مِنْهَا ضَرَرٌ عَظِيمٌ فِي هَذَا الزَّمَانِ وَاَللَّهُ تَعَالَى الْمُسْتَعَانُ . (رد المحتار کتاب القضاء)
یعنی زه وایم چی دبیدار مغزه کیدو شرط زموږ په دی زمانه کی لازم ده...حاصل دا چی دمفتی له غفلت څخه په دی زمانه کی یو لوی ضرر پیښیږی.

(بالغ او عادل)

مفتی به بالغ هم وی او عادل هم:
فَشَرْطُ الْمُفْتِي إسْلَامُهُ وَعَدَالَتُهُ وَلَزِمَ منها اشْتِرَاطُ بُلُوغِهِ وَعَقْلِهِ فَتُرَدُّ فَتْوَى الْفَاسِقِ وَالْكَافِرِ وَغَيْرِ الْمُكَلَّفِ.
(البحر الرائق ج ۶ ص ۲۸۶)
دمفتی شرط اسلام او عدالت ده ، او له دی دواړو شرطونو څخه داهم لازمیږی چی دی به بالغ او عاقل هم وی ،نو دفاسق او کافر او غیر مکلف فتوْی به ردیږی.

(استدلال«دلیل ذکر کول»)

داستدلال ذکر په فتوی کی ددی حسن او جمال ده نو ځکه ددی په نقل کولو کی دی کوتاهی نه کیږی، ابن قیم لیکی:
عاب بعض الناس ذكر الاستدلال في الفتوى وهذا العيب اولى بالمعيب بل جمال الفتوى وروحها هو الدليل فكيف يكون ذكر كلام الله ورسوله وإجماع المسلمين وأقوال الصحابة رضوان الله عليهم والقياس الصحيح عيبا.
(اعلام المو قعین ج ۴ ص ۲۵۹)
یعنی بعضو خلګو په فتوی کی استدلال عیب بللی ده اوپه اصل کی دی دعیب لائق ده، بلکی دفتوی جمال او روح دلیل ده،نو دالله تعالی او دهغه درسول کلام ذکر کول اودمسلمانو اجماع او
دصحابه کرامو اقوال او دصحیح قیاس ذکر کول به څنګه عیب سی.

(حواله جات)

نن صبا دحوالی طریقه داده چی له کوم مستند کتاب څخه چی مسئله اخستل سوی وی نو دهغه کتاب عبارت دی رانقل کړی او دمخ یا باب حواله دی ورکړی.

(دقاضی او مفتی په مینځ کی فرق)

ولا فرق بين المفتی والقاضی الا ان المفتی مخبر و القاضی ملزم به .
(شرح عقود رسم المفتی ص۳)
یعنی دمفتی او قاضی تر مینځ له دی څخه بغیر نور هیڅ فرق نشته چی مفتی مسئله ښوونکی وی او قاضی په بل باندی منونکی وی.
له دی څخه معلومه سوه چی مفتی په خپله ذمه داری کی تر قاضی زیات ده او کم نه ده، څکه فقهاؤ چی چیری دقاضی دجهل او علم بحث کړی وی هلته ددی څرګندونه هم سوی وی چی قاضی دمفتی په فتوی باندی فیصله کولی سی که چیری هغه دقضاء پر بنیاد باندی فتوی ورکړی وه، ځکه چی دمفتی وظیفه په اصل کی ددیانت پر بنیاد فتوی ورکول دی:
فی ايمان البزازيه المفتی يفتی بالديانة والقاضی يقضی بالظاهر.
(الدر المختار ج۵ ض ۳۶۵

(الغرض)

فتوی څه دماشومانو سات تیری نه ده چی هر سړی ددی اهل او قابل وګڼل سی او ده ته دفتوی ورکولو اجازه ورکړل سی، نن صبا دحکومتی سرپرستۍ د نیشتوالی په سبب مصنوعی او نا اهله مفتیان ډیر سوی دی او له دی کبله ابو الفضل او فیضی مزاجه خلګ پکی ورک دی.
والسلام


وزیري
13.11.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

طیب زابلي صاحب ډیره زیاته مننه له دي خوږي لیکنی نه. الله جل جلاله دی اجر عظیم درکړی. لیکنه دي ما ټوله ولوسته او بالکل درسره په کی موافق یمه. صرف په یو ځای کی غواړم چی لږ تشریح را کړی. تا لیکلی چی علامه ابن عابدین شامی وایی:

وقد رأيت فی فتاوی علامه ابن حجر العسـقلانی سئل فی شخص يقرء ويطالع فی الکتب الفقهية بنفسه ولم يکن له شيخ ويفتی ويعتمد علی مطالعة الکتب فهل يجوز له ذالک ام لا فأجاب بقوله لايجوز له الافتاء بوجه من الوجوه لانه امی جاهل لايدری ما يقول بل الذی يأخذ العلم عن المشائخ المعتبرين.
(شرح عقودرسم المفتي ص 10)

ما د علامه ابن حجر په فتاوی کی دا خبره ولیده چی له ده څخه یو چا پوښتنه وکړه چی یو شخص دفقه کتابونه وایی او په خپـــله یی مطالعه کوی او دده کوم استاذ نه وی او دی دخپلی مطالعــــی پر اعتماد فتواوی ورکوی ، نو ایا دا کار دده لپاره جائزده که یا؟
نوده په جواب کی ورته وویل چـــــــــــی هیڅ کله هم دده لپاره فتوی ورکول روا نه ده، ځکه چی دی په حقیقت کی جاهل او آمی ده دته په خپــــــــله نه معلومیږی چی دی څه وایی ، بلکی دفتوی ورکولو لپاره دا ضـروری ده چی ده به له معتبرو مشائخو څخه علم حاصل کړی وی.

بل ځای دی لیکلی:
لو ان رجلا حفظ جميع کتب اصحابنا لابد ان يتلمذ للفتوی حتی يتهدی اليه. (شرح عقود رسم المفتی ص۵۸)
چی که یو سړی دمذهب ټول کتابونه یاد کړی وی نو بیا هم دده لپاره په فتوی کی شاګردی ضروری ده ددی لپـــــــــاره چی دی ودی فتوی ورکولو ته لاره پیدا کړی.

د فتوی تعریف دی داسی کړیده:
فتوی او افتاء دوه مرادف لفظونه دی چی لغوی معنی یی ده: دحکم بیانول او په اصطلاح کی: « تبيين الحكم الشرعي عن دليل لمن سأل عنه » دسوال کونکی لپاره یوشرعی حکم بیانو ل له دلیل څخه .

نو اوس زما سوال دا ده چی که تعریف ته وګورو نو داسی معلومیږی چی که یو چا د فقهی یو دوه یا شل کتابه ویلي وی او په مسئله باندي خبر وي او یو بل نفر ترینه پوښتنه وکړي نو دی کولای شی چی ورته ووایی چی هو دا مسئله داسی ده او په فلاني کتاب کی یی لیکلي ده.
او که د ابن عابدین شامی رحمة الله علیه خبري ته وګورو نو هغه بیا داسی معنی ورکوي چی نه که ټول کتابونه یی په خپله لوستې وی او پري خبر هم وی نو ده ته فتوی ورکول ندي په کار.

زما په آند دا فتوی ورکول او یا یو چاته د یوې مسئلې په باره کی معلومات ورکول چی د کتاب حواله هم ورسره ذکر کړي فرق لري. که پام دي وی نو په بل ځای کی دی بیا لیکلی:
عن مسروق قال: دخلنا على عبد الله بن مسعود قال يا أيها الناس من علم شيئا فليقل به ومن لم يعلم فليقل الله أعلم. له دینه دا معلومیږی چی ابن مسعود رضی الله عنه وایی چی چاته څه شی معلوم وی نو هغه چی نورو ته ووایی که هغه یی له عالم نه یاد کړي وی او که په خپله یی مطالعه کړي.

په بل ځای کی دی د فتح القدیر دا متن را اخیستی چی: وَقَدْ اسْتَقَرَّ رَأْيُ الْأُصُولِيِّينَ عَلَى أَنَّ الْمُفْتِيَ هُوَ الْمُجْتَهِد.
نو دا هم په دی معنی شوه چی فتوه بیل شی ده او د کتابونو د مطالعي په مټ له یو چا سره مسائل شریکول یا بحث کول بیل شی ده. ُ

څه نظر لري؟؟؟

والسلام


طیب زابلی *
13.11.2012

وزیری صاحب له ډیر وخت غیاب نه ورسته دی سلامونو ته
وعلکیم السلام وایم
ته یقین وکړه چی په فورم کی په لیدلو سره دی ډیر خوشاله شوم
ځکه ډیر وخت کیږی چی په فورم کی ملګری نه ښکاریدل
زه هم حیران وم چی دوئ چیرته کډه کړی ده زه به كله كله فورم ته راغلم
په دی امید چی ملګرو به څه نوی شی راوړی وی خو هغه به هیڅوک
نه ښکاریدل نو زه هم مجبور شوم چی سیاست ته مخه کړم خو هغه
زما په خیال چی په سیاست کی هم له ملګرو سره ښه په ژبه نه پوهیدم،
ځكه سياست هم يو ځانته علم ده, نوخدای دی وکړی چی هلته ملګری نه وی رانه خفه شوی ،
اوس راځم دمطلب ټکی ته ،
یو دفتوا یا مفتی تعریف ده او بل هغه شرائط او اصول دی چی علماؤو
په دی کار کی داحتیاط لپاره وضعه کړی دی ددغودوو ترمنځ فرق شته
نو دتعریف په لحاظ هر هغه چاته مفتی ویل کیږی چی هغه دیو چامسئله
ورحل کړی ، نو هغه څوک چی دفقه یو یا دوه یاتردی زیات کتابونه یی مطالعه کړی وی مګر خو دیو ماهر استاذ شاګردی یی نه وی کړی نو ابن عابدین یانور علماء داوایی چی داسړی دی فتوا نه ورکوی ځکه چی په ده کی دخطا احتمال زیات ده او دوئ دا سی نه دی ویلی چی ده ته مفتی نه ویل کیږی یا دده ځواب فتوا نه ده ،
خو بیاهم چی دفتوا اصطلاحی تعریف ته وګورو نو داسی ښکاری چی هرځواب ورکونکی ته باید مفتی نه وویل سی ځکه هلته ددلیل لفظ راغلی ده
« تبيين الحكم الشرعي عن دليل لمن سأل عنه »
نو اوس دلته ستا کار ده که له دلیله څخه مطلق دلیل اخلی نو بیا خو داهم
دلیل ده چی زه یوچاته ووایم چی په فلانی کتاب کی داسی وایی یا فلانی ملا داسی ویلی دی او که له دلیل څخه اصولی دلیل واخلی چی هغه ادله اربعه دی نو بیا هرځواب ورکونکی ته باید مفتی نه وویل شی بلکی هغه چاته مفتی ویل کیږی چی هغه له قرآن،حدیث،اجماع یا قیاس څخه ځواب وایی ،چی دانو مجتهد بلل کیږی
نو کوم چا چی دمفتی لپاره اجتهاد شرط کړی ده هغه هم پردی بناء چی
دلته دوی له دلیل څخه اصولی دلیل مراد کړی ده ،که څه هم ابن عابدین داویلی دی چی دا شرط دمتقدمینو په زمانه کی وو او اوس دمفتی لپاره داجتهاد شرط نشته ،
او په دی نظرکی درسره موافق یم چی په مسائلو کی دبحث کولو او فتوا ورکولو فرق شته ، ځکه فتوا دیته وایی چی یو څوک له تا څخه دیو مسئلی پوښتنه ددی لپاره وکړی چی ته د ه ته ددی مسئلی حکم بیان کړی او دی په هغه عمل وکړی ،او ده ته په دی باره کی معلومات نه وی یاخو پرخپل معلومات اعتماد نه لری ، او بحث خو بیا ځانته شی ده
خوالبته دمسئلی بیا ن که په هره طریقه سره وی باید دغه شرطونه پکی لحاظ شی ځکه په یو مسئله کی چی له کوم چا سره ته بحث کوی هغه ددی لپاره چی ته هغه ته قناعت ورکړی او دقناعت په صورت کی بیا دی په هغه باندی خامخا عمل هم کوی،


دطیب زابلی صیب څخه مننه


Mazharee
14.12.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
طیب زابلی صیب!په رښتیا چی ډیره ښکلی علمی اوبنسټیزه لیکنه مو کړیده، او ډیر زیار موپری ایستلئ دئ، الله پاک دی په خپل دربار کی درڅخه قبوله کړی.
دټول افغان لووستونکی باید تل دداسی لیکنو څخه استفاده وکړی، اودهغوی دلیکوالانو څخه مننه، او ورته دمزید خدمت دتوفیق غوښتنه دالله پاک د دربارڅخه وکړی.

او دحلیمی صیب څخه هم یوه نړی مننه کوم چی دغه عنوان یی مهم ګرځولئ دئ، الله دی ورته ددنیا او آخرت نیکمرغی په برخه کړی.


ابواحمد
17.12.2012

السلام علیکم وعلی من لدیکم!
زابلی صاحب بخښنه غواړم !
تاسو په زابل کښې دکومې ولسوالۍ یاست اودکوم کلي یاست ، ځکه چي زه هم دزابل یم غواړم چي سره معرفي شو .


طیب زابلی *
18.12.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
مظهری ډیره مننه چی زما ناچیز لیکنه مو وستایله
او ابواحمد وروره ستا ځواب می په شخصی پیغام کی درلیږلی هلته وګوره.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more