د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دبې ریا قهرمانانو، قرباني

میرویس
11.10.2012

سلامونه او نیکې هیلي
رېښتیني قهرمانان هغه څوک دي، چې بیله ریا د الله د رضا مندۍ، او خپل ولس د پاره د خدمت مصدر وګرزي، یا پدې لاره کې خپل سرونه داو کړي. ډ پشتنو په تاریخ کې ډیر داسې نارینه او ښځینه قهرمانان تیر شویدي، چې د ځینې نومونه د تاریخ په پاڼو کې په زرینو کرښو لیکل شوي، او ځینې نور بیا په پټه خوله مرغلرو غوندې چې د سمندر په ټل کې پرتې دي، همداسې د تورو خاورو په زړه کې للو دي، خو کله ناکله، بالخصوص د جمعې په شپه د هغوی پر مزارونو ډیوې ګرزي، او خلک یې پیژني چې هغوی شهیدان تیر شویدي
خو هغه قهرمانان چې همدا اوس یې موږ پر خپل روان عصر کې شاهدان یو چې په ژوند یې د نړۍ په مطبوعاتو کې د غزا شغلې تر آسمانه ختلې او د پښتون او افغان نوم يې د افتخار سترو مدارجو ته رسولئ، او د شهرت او میړانې شغلې يې تر کهکشانونوپورې تجلی کوي، پيغله ملاله یوسفرۍ او ډاکتر شکیل افریدئ دي، چې د حق په لاره کې یې د باطل سره په جګړه کې، په ژوندانه د غزا او د خپل سپیڅلي جهاد په لاره کې يې د شهادت په منلو سره، دفردوس جنت دانطهور جامونه نوش کړیدي
پيغله ملاله چې د ماشومانو د خدای ورکړو حقوقود احقاق د پاره يې په خپل آبايي ټاټو بي، سوات ددرې په منګوره کې، د عدم تشدد مبارزه کوله، د خپلو موهومي شومو غرضونو د ارضا دپاره، د اسلام تر نامه لاندې، افراطي سر بادو، لیونیانو په ګولیو غلبل کړه، خو الله تعالا یې چې اځل نه ؤ پوره کړئ اوس په روغتون کې د مرګ او ژوند په پوله پرته ده، او د الله جل جلاله امر ته معطل ده، چې خپل دربار ته یې ورولي او که یې بیا د خپلو بنده ګانو په خدمت ماموره کوي، او بیرته د روغ صحت جامې ور په تن کوي
همدا راز ډاکتر افریدئ چې د بین المللي تیروریزم د ښامار، یعنې اُسامه بن لادن په وژل کیدو کې یې اساسي ونډه واخیسته او د پاکستان حکومت په ۳۳ کاله بند محکوم کړ، د خپل عمر او خپلې کورنۍ په بیه یې عظیمه قریاني ورکړه
دوی دواړو د حق د لارې مجاهدینو د خپلو خلکو، ملک اسلام او د نړۍ د ټولو مسلمینو دپاره نه هیریدونکئ خدمت وکړ
پښتون ولس هیڅکله نمک حرام نه وو، او نه به وي. دوی پر خپلو قهرمانانو ویاړي، که زر وي که وروسته ناز یې اخلي
دغه دواړه د حق دلارې قهرمانان دې الله تعلی خپلو کورنیو ټه، په خیر راستانه کړي
آمین


pattang
12.10.2012

مير ويس صيب سلامونه !
دغه دواړه کارونه او لمسونونه په پردۍ او دوښمنه اشاره او لمسون شوي دي !
په غلط وخت کې دپردويو دکټې لپاره !!
لاس په توره بله لاره نشته ، که وي نو هغه به دغلامي لاره وي !


طیب زابلی *
12.10.2012

میرویس صیب دلیکنی عنوان دی ډیر جالب وو ډیره په شوق می راواړوله او دلیکنی لومړنۍ برخه دی هم خوندوره وه مګر خوچی دلیکنی منځنۍ او وروستنۍ برخی ته دی راورسیدم نو ډیره منفوره او له اولی برخی سره په ټکر او تضاد کی وه ،
میرویس صیب تا داسلام او افغانستان تاریخ سم نه دی مطالعه کړی او اصلی قهرمانان دی نه دی پیژندلی چی هغه څنګه خلګ وو او څه یی کول دکفارو ،یهود او نصاراوو په مقابل کی دهغوی چلند څنګه وو دخاوری او ناموس په ساتنه کی دهغوی کړنلاره څه وه ،
بس داوسنۍ میډیا چی له یوه لبه دغرب دافکارو ترجمانی کوی متاثره شوی یی بس دهغوی په خوله غږیږی تشدد ده وو افراطیت ده وودهشت ګردی ده وو فلان وو فلان ........
داټول دغربیانو تبلیغات دی چی داسلام پر ضد یی کوی او اوس تاسو دهغوی ترجمانان او نمایندګان یاست،
الله انسانان دنیا ته دازادی زندګی لپاره نه دی رالیږلی لکه تاسو چی یی غواړی ،
لږڅه قرآن ، حدیث او داسلامی احکامو کتابونه هم مطالعه کړه چی هغه څه وایی ایا داسلامی احکامو جاری کول تشدد بولی ؟
ایا جهاد تشدد بولی ؟
ایا پر ښځو پابندی لګول تشدد بولی ؟
ایا امر بالمعروف او نهی عن المنکر تشدد بولی ؟
ایا حدود جاری کول تشدد بولی ؟
چی تاسو دکفارو په خوله دا ټول کارونه تشدد او افراطیت ګڼی ،
دافغاننستان قهرمانه پیغله ملاله میوندۍ له کفارو سره په سنګر کی جنګیدله نو ځکه دقهرمانانو په لړۍ کی راغله نه دا چی دی دملالی یوسفزۍ په شان ددیموکراسۍ تبلیغات کول ،
دافغان خاوری قهرمانانو شخصیتونو لکه میرویس خان او ابدالی داسلام او وطن اوناموس په مقابل کی دکفارو داړی ور ماتولی نه دا چی دشکیل افریدی په څیر یی د ډالرو په بدل کی دکفارو جاسوسی کوله ،
اسامه بن لادن که هر څوک وو خو دنړۍ دکفارو دسترګو اغزی او ددوی پر سرتندر طوفان وو ،
دهغه نوم داسلام دتاریخ پر پاڼه په زرینو کرښو لیکل شوی
نور که یی ته هرڅوک بولی ،
بالآخره دقهرمانانو صفت الله په قرآن کی دا ښودلی ده (أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ )
(پر کفارو سخت چلنده په خپل مینځ کی مهربانه )

نوقهرمانان هغه څوک دی چی له کفارو سحت چلند او دښمنی کوی نه دا چی هغوی ته جاسوسی کوی یا دهغوی په خوله داسلامی احکامو او قوانینو پر ضد تبلیغات کوی .


میرویس
12.10.2012

وعلیکم السلام، پتنګ صاحب، پروردګار عالمیان دې موږ د روان طوق لعنت نه، آزادګړي. ورور د ورور، او خورد وخور، او دواړه بیا د مور او پلار نه ناراضه دي، ځکه چې، خارجیانو په موږ کې د نفاق تخم کرلئ، په خپلو کې پداسې ډلو وېشل شوي یو، چې د خپل هدف نه، که روا دئ او که ناروا، نه تیریږو، په حقه او ناحقه د یو اوبل دلیل او برهان د ردولو دپاره هرې مؤجه او غیر مؤجه حربې ته لاس اچوو، تر څو د مقابل لوري منطق بې بنیاده او غلط ثابت ګړو. دلته د منطق جنګ نشته، بلکه د حق او باطل تر منځ مبارزه ده. دلته د هغو ولسونواو پرګنو پرخلاف د دین او مذهب د ټیکه دارانو، نا اعلان شوئ جنګ مطرح دئ، چې نا لو ستي دي، د اسلام د مقدس دين په حصه کې یو بڅرکئ معلومات هم نلري، هرڅه چې یو نام نهاد، د بهرنه تپلئ او یا محلي تش په نامه آخدګئ چې پخبله یې د المونیې او الخلاصې نه بالاديني زده کړه نده کړې، او یا هغه ړوند کلیوال چې لیک او لوست نشي کړئ، خو د طالبانو په کتار کې قوماندان دئ او د مولوي په نامه مشهور شوئ، کلیوالو ته د جهاد تبلیغ کوي، غولوي يې او د ځان په شان د اجنبیانو د ګټو د خوندي کولو دپاره، خپل ورور ورباندې وژني او خپل ملک ورباندې ورانوي
پتنګه وروره
تاسې وایئ چې ډاکتر افریدئ او ماشومه ملاله د دښمن په اشاره لمسول شوي وو
څورلس کلنې ملالې د ماشومانو د حق غوښتنه کوله. کله چې په یوولس کلنۍ کې د زده کړې په برخه کې، خدای ورکړ شوئ حق ترې واخیستل شو، خپل غږ یې جګ کړ، او تر څورلس کلنۍ پورې يې په خوله د حق د غوښتنې نارې وهلې. آیا هغې لکه پاکستاني طالبانو چې د یوه بر حال مسلمان حکومت په مقابل کې بغاوت کړئ او وسله اخیستې، د طالبانو پر خلاف کوم داسې عمل کړئ؟ نه، بلکه طالبان په بنیادي لحاظ د ښخو سره جوړندي، دوی ته هره ښځه د یوه اتوم بم حیثیت لري. آیا اسلام وايي، چې یوه ماشومه نجلۍ چې لفظي مخالفت در سره وکړي ویې وژنه؟ آیا دا د پښتانه د غیرت او شان سره لګیږي، چې یوه بې د فاع ماشومه ووژني؟ آیا دوی مسلمانان دي، آیا دوی پښتانه دي؟ اوس تاسې قضاوت وکړئ، دغه طالبان دکوم ځای نه اوبه څښي، لاره او ګودر یې کوم دي، او دچا دپاره دپښون توکم جرړې باسي، بې سواده کوي یې، د نورو مرییه توب ته یې اړ باسي، ترڅو طالبان وکولای شي، د دين دزده کړې په پلمه یې بوزي، مغز شویي يې کړي، بمونه ور تر ملا کړي، دنورومؤمنانو سره یې شهید کړي، او د خپلو بادارانو نه د خپل ځان او عیال د معشیت دپاره مردارې او حرامې پیسې پرې واخلي

ملاله خو به لا د طالبانو په دومره شیطانت هم نه پوهیده، په اسلامي سطر کي یې
یوازې د ماشومانود آلله ورکړي حق چې طالبانو ترې اخیستئ ؤ غوښت. خو ډاکتر شکیل افريدئ پدې ښه پوهیده، چې د بسو ګۍ د ناوېدود، د سر اړول په کوم لور روان دي. هغه ولیدل چې د خارجي تیرورېستانو د شمو مدعاګانو، او طالبانو د خوش باورۍ په وجه په ملک او سیمه کومه آسماني ټکه راولویده.هغه پوهیده چې که د ۹/۱۱ حمله زموږ د ملکونو نه نه وای شوې، ولې به خارجي قواوې دلته راتلې. ډاکتر افریدئ پدې پوهیده، تر څو چې زموږ کوراوکلئ د افراطیت په منګلو کې ښکیل وي، او زموږ افراطیان د القاعدې تیرورېستانو یرغمل کړي وي، اود تیرورېزم ځالې زموږ د ملک نه ورکې شوې نه وي، خارجي قواوې به هم دلته جنګیږي، او دسراو مال تاوان به یې پښتانه پرې کوي. ډاکتر افریدي په کامله پوهه او درک کې د خپل سر په سودا، دا د قهرمانۍ ګام پورته کړ. خو ملاله دومره معصومه ماشومه ده، چئ کیدای شي پدې نه پوهیده چې طالبان دومره نا مسلمانه او بې غیرته، رالوېدلي انسانان دي، چې په معصومه نجلۍ يې هم رحم ونکړ، او په پوره بزدلي یې پرهغې مرګاني حمله وکړه
مه کوه پر چا، چې وبه شي پرتا
د چا ور مه وهه په نوک، چې ور به دې ووهي په سوک


میرویس
12.10.2012

اسلام علیکم، طیب زابلي صاحب، پاک رب دې ستاسې د قلمي جهاد اجر درکړي
ورورجانه، دومره په غوصه شوئ يې، چې حتی د سلام اچول دې هم زما بېچاره د ټکولو د پاره ترک کړي، او بیا د اسلام، اسلامي احکامو، امر بالمعروف او نهې عن المنکر ټټر ډبوئ
داسې ښکاري چې تاسې د مخمصې د خپسکې ګبڼۍ لاندې کړي یاست، بې خریطې مو فایر کړیدئ. تاسې پر ما تور لکولئ، او داسې مو ویلي ډي[میرویس صیب تا داسلام او افغانستان تاریخ سم نه دی مطالعه کړی او اصلی قهرمانان دی نه دی پیژندلی چی هغه څنګه خلګ وو او څه یی کول دکفارو ،یهود او نصاراوو په مقابل کی دهغوی چلند څنګه وو دخاوری او ناموس په ساتنه کی دهغوی کړنلاره څه وه].ورورجانه تاسې یا زما لیکنه صحیح لوستې نده، او یا ګلبدیني اخوانیانو غوندې اغماض کوې. ما چیرې هم د ګران افغانستان په قهرمانانو سترګې ندي پتې کړې، بلکه، هوښیارانو لره مې، هغوی په اشاره کې نازولي دي. دادئ زما اظهر من الشمس غوندې، د هغوی تذکار [ رېښتیني قهرمانان هغه څوک دي، چې بیله ریا د الله د رضا مندۍ، او خپل ولس د پاره د خدمت مصدر وګرزي، یا پدې لاره کې خپل سرونه داو کړي. ډ پشتنو په تاریخ کې ډیر داسې نارینه او ښځینه قهرمانان تیر شویدي، چې د ځینې نومونه د تاریخ په پاڼو کې په زرینو کرښو لیکل شوي، او ځینې نور بیا په پټه خوله مرغلرو غوندې چې د سمندر په ټل کې پرتې دي، همداسې د تورو خاورو په زړه کې للو دي، خو کله ناکله، بالخصوص د جمعې په شپه د هغوی پر مزارونو ډیوې ګرزي، او خلک یې پیژني چې هغوی شهیدان تیر شویدي]. آیا ستاسې په نظر زما دغه خبره هسې داوښ دوړه ده؟ ڼه، تاسې خپل مطلب لټوئ، تاسې نه متوازن برداشت لرئ او نه هم متوازن قضاوت، بلکه په لمڅي کې وېښته لټوئ.
ستاسې بله تیروتنه داده [ لله انسانان دنیا ته دازادی زندګی لپاره نه دی رالیږلی لکه تاسو چی یی غواړی] اول دا چې تاسې څه پوهیږئ چې زه څه غواړم؟ اوس دې لکه چې غیب ویلو ته هم ملا تړلې ده. که دې ډودۍ نه خوړلئ او کناراب ته نه تللئ، نو بالکل بزرګ وې. دویم داچې تاسې وایئ چې، الله انسان دنیا ته آزاد ندئ رالېږلئ، دا هم سمه نده. الله انسان دنیاته آزاد او خود مختار رالېږلئ دئ. ورته ویلي یې دي چې د هیچا نه به نه ویریږي، غیر له خپل خالق نه. تاسې فکر کوئ، الله زموږ عبادت او د اسلام په لاره تګ ته اآړدئ، نه هغه بې نیازه ذات دئ. الله ج دین زموږ د نیکمرغۍ د پاره رالیږلئ، چې لار اوګودر وپیژنو، غافل او ګمراه نشو، نه دا چې الله زموږ عبادت ته اړتیا لري، او موږ یې ستاسې په اصطلاح ځنځیر بند خلق کړي یو. تاسې ویلي [ایا داسلامی احکامو جاری کول تشدد بولی] ؟ کوم اسلامي احکام؟ د خلکو د کورونو نه د ماشومانو اختطاف کول، مغز شویي کول، بیا د هغوی نه د نورو مسلمانانو په مقابل کې د ناریه وسلې په توګه کار اخیستل؟ دا په اسلام کې منع او حرام دي. مرتکبین يې د الله د اوامرو په مقابل کې باغیان دي
تاسې ویلي چې [آ یا جهاد تشدد بولی ]؟
کوم جهاد او د چا جهاد؟ د اجهاد چا اعلان کړیدئ. دا لړايي چې طالبان یې کوي، جهاد نه بلکه فردي ظلم او قتال دئ، دا جنایت حرابه دئ [مرتکبین یې د اعدام او قصاص سزا لري].
طالبان د جهاد د اعلانولو جوګه ندي. جهاد داسې یو دولت اعلانولای شي،چې پداسې یوه ملک چې حدود اربعه يې معینه وي، او د قدرت او قبضې ساحه یې معلومه وي، خلکو ته ټولنیز خدمات برابر کړئ شي، قیضه ولري، تر سلطه لانې ملک کې یې اسلام برپا وي او ا سلام او اسلامي اماکنو دفاع وکړئ شي. آیا طالبان دغه شرطونه پوره کولای شي
هیڅوک د یوه متمکنه [تاسیس شوي] حکومت په مقابل کې، ولو چې په هر ډول قایم شوئ وئ، د جهاد د اعلانولو حق نلري. دداسې یوه حکومت پر خلاف دوسلې پورته کول جواز نلري، او مرتکبین یې یاغیان او باغیان دي
تاسې د پاتې پوښتنو ځواب بله ورځ درکومس
زابلې صاحب چې خفه نشې


pattang
12.10.2012

مېرويس خانه الله پاک دې فکري جوړ کړه !
دبوش له قوله ، ددريم صلبي غورڅنګ سپرو عراق چپه که، د ( ابوغريب ) او ګوانته
نامو بنديخاني يې دبشرې قوانينو له ساحې ځخه قصدا لرې مسلمانانو ته جوړې
کړې .... لکه په دوهم او اول صلبي غرڅنګنو کې ! او س افغانستان ته ر اغلي
اوهلته غواړي چې په يوو مسلمان ملت باندې خپل قانون او خپل کلچر ه په زور او
چل اوو ل قبول کړي نودلته دهر مسلمان وظيفه ده چې ددوی په مقابل کې هر قسم
جهاد وکړي٠
دولت اجباري ، کرزی ددوی اجنټ او شمالي ټلوال يې قراردادي ملګري دي٠
وروره دکرزي تحفه بېرته ورکړه ، که دالر وي او که چپنه !


میرویس
16.10.2012

اسلام علیکم، پتنکه وروره
استقامت او پشت کار ته دې سلام او زښته ډیر احترامونه. هر نارینه دې په هر کار کې چې کوي يې، همداسې پټکئ پر ملا ټینګ واچوي او پرخپله عقیده دې کلک ودریږي، او پدې ترتیب د هر چا د احترام وړ کیدای شي. لکه چې ته غواړي ما وغږوي. ګوره وروره زه د هیچا ملا تړ نه کوم، د کابل د حکومت نه چې څومره ته ناراضي يې ښایې زه له هغه څو چنده زیات ناراضه وم. زه پوهیږم چې د کابل د حکومت د جوړښت، مصلحتي، کردار او پر ډیرو نورو مسائلو باندې د سترګو په پټولو ملک ته ډیر تاوانونه اړولي دي. د اداري فساد نه نیولې بیا تر نورو مسائلو پوري. زه چې د کابل د حکومت په باره کې څه نه وایم ماته مطرح ندئ، ځکه چې دا حکومت د شریعیت د پلي کولو، سینه نه ډبوي، په ټوله نړۍ کې د اسلام د خپرولو نارې سورئ نه وهي او موږ ته نړیوال دښمنان نه را پیداکوي
ته چې زما سره د کرزي د حکومت، شمالي ټلوالې او یا صلیبیانو خبرې کوي، دا خو زما د مسئلې سره هیڅ اړه نلري او نه زه د هغوی د بقا، خیر او شره سره څه خوا خوږي لرم. وايي نه عاشه ښه ده، نه ګوله = دوی دې وخوري یو د بله. ورورجانه، زما د ځور نقطه دوې خبرې دي. اوله داچې، ولې طالبان له یوې خوا د شریعیت، الله د قوانینو، په اسلام کې د نارینه او ښځو د حقوقو خبرې کوي او بیا په عمل کې هر څه سر چپه کوي. دویمه خبره داده چې دوی ولې له خپل مسلمان افغان، نه پردیو ته وفادار دي، او د پردیو دګټو دپاره خپل ملک د خاورو ایرو سره برابروي.
زموږ روانه غمیزه، که پښتانه مري، که ملک تباه کیږي او حتی که د الله قوانین تر پښو لاندې کیږي، د طالبانو دلاسه د خپل ملک د حیطې نه بهر په نوره دنیا باندې د تیرورېستي حملو زیږنده ده. د ا د ملالې او ډاکتر افریدي مسئلې د طالبانو د غلطوپالسیو او د هغوی د خارجیانو د پالنې او ولس ته د شا د اړولو زیږنده فروعات دي
ستاسې نه مې ګیله داده، چې زه خو پدې غږیږم چې طالبانو ولې یوه معصومه څورلس کلنه نجلۍ چې د خپل الله ورکړي حق د اعادې د پاره جنګیږي د ووژلو دپاره حمله ورباندې وکړي، او پداسې حال کې چې د همدي پاکستان پنځوس مفتیان فتوی ورکوي چې طالبانو غیر اسلامي عمل کړیدئ، او دا یو داسې جنایت دئ، چې مرتکبین یې باید قصاص شي، خو بیا هم تاسې او زابلئ صاحب ډکي پکې وهئ، او هغه ته اسلامي صبغه ورکوئ، د منطق پرتوږ ور اغوندئ او وایئ چې ملاله خو استعمال شوي ده، د بل چا دپاره کار کوي، د خدای په لحاظ لږ خو خپل سر په ګری، د ولس د غولولو کوښښ مه کوئ، ولس غولیږي نه، بلکه پدې ډول څرګندونوو ولس ته سپکاوئ کوئ. ولس ښه پوهیږي، او قیاس هم کولای شي. خلک پوهیږي چې څوک څومره بې لارې شودي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more