د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زما هيله او راتګ ومنئ.

پښتونستان
24.10.2004

اسلام عليکم

زه نوی کارونکی په دې ښکلې پښتو ويب پاڼه کې يم.

خدای پامان.

[u]www.pashtoons.tk[/u]


pattang
27.10.2004

وروره او زمونږ نه په ظم جدا شويه وروره هرکله راشي ستړی مشي ته هميشه
زمونږ سر او سترګې ئي٠
ستاسو پتنګ په درناوي ٠


Manena

Anonymous
30.10.2004

[quote:4217e65bd4="pattang"]وروره او زمونږ نه په ظم جدا شويه وروره هرکله راشي ستړی مشي ته هميشه
زمونږ سر او سترګې ئي٠
ستاسو پتنګ په درناوي ٠[/quote:4217e65bd4]

Dera Manena wrorra :P

[u:4217e65bd4]www.pashtoons.tk[/u:4217e65bd4]


سلامونه

Anonymous
22.12.2004

د ټول افغان درنو ملګرو او ټولو پښتنو'' د لري پښتنخوا ده ملت پاله پښتنو له خوا له پښتني ميمني ډک تاوده سلامونه ومنئ٠ ده ستري پښتنخوا او ده ګران افغانستان ده يووالي په هله .....ستاسو ورور، کوټه، محکوم افغانستان


Anonymous
22.12.2004

محکوم افغانه په خير راغلې ٠ ستړې مشي محکوم وروره ، په راتګ او پېغام ليدو دي ډير خوشحاله شوم ٠
اجازه راکړي چه يوه پوښتنه درنه وکړم ٠ چه دغه ښه موقع ده چه محمود خان را واوړي او د ازادۍ ږغ پورته کړي
او حرکت شروع سي ٠ که پاليټشن ږغ نه کړي ٠ او موږ سل کاله نعرې و وهو کومه کټه ،تأثير به ونه کړي
که خپل نظر څرګند کړئ ٠ څه فکر کوئ چه محمود خان ځان له افغانستان سره يو کوي ٠ ؟؟؟
او دئ هم ځانته جلا مستقيل ملک جوړيدل غواړي ؟؟؟


Anonymous
22.12.2004

محکوم افغانه په خير راغلې ٠ ستړې مشي محکوم وروره ، په راتګ او پېغام ليدو دي ډير خوشحاله شوم ٠
اجازه راکړي چه يوه پوښتنه درنه وکړم ٠ چه دغه ښه موقع ده چه محمود خان را واوړي او د ازادۍ ږغ پورته کړي
او حرکت شروع سي ٠ که پاليټشن ږغ نه کړي ٠ او موږ سل کاله نعرې و وهو کومه کټه ،تأثير به ونه کړي
که خپل نظر څرګند کړئ ٠ څه فکر کوئ چه محمود خان ځان له افغانستان سره يو کوي ٠ ؟؟؟
اوکه دئ خپل ځانته جلا مستقيل ملک جوړيدل غواړي ؟؟؟

لمړۍ ليکنه دي ړنګ کړه شي ٠ همدغه پريدی٠ چه وي


Anonymous
23.12.2004

ګرانه وروره، ډېره مننه ستاد ليکني او د پو ښتنو، ډيري په زړه پوري پوښتني دي٠ ډير څه درته ليکلئ شم، خو په کمپيوټر ليکنه رانه ډير وخت اخلي٠ په هر صورت، زما په اند د پښتانه وطن د نيماي برخي غلامي د پښتنو د تاريخ تر ټولو ستره غميزه ده٠ خو لر او بر پښتنو ډير ښه چانسونه له لاسه ورکړ، يا خو د پرديو په تشو وعدو وغولېدل، لکه محترم باچاخان، اويا دخپلو شخصي ګټو لپاره ې د سپېڅلو خلکو په سر سودا وکړه او د دوئ د وطن ده ازادئ خواږه خوبونه ې د تل له پاره په ترخو يادونو بدل کړل٠ مثال د دغسي مشرانو پخپله ظاهرشاه اود هغه انډيوالان دي٠ په تېرو دونيمو لسيځو کي چي په ګران افغانستان څه تېر شو له هغو ناوړو پېښو تر ټولو لويه ګټه زموږ تاريخي اوکرغېړن دښمن تور پنجاب واخسته٠ د افغانستان په دې خونړي جنګ کي د پنجاب ترټولو لويه موخه د افغانستان ورانه ول اوپه تېره بيا د افغانستان د اردو له مينځه وړل و٠ او هغه موخه ې د ګېډورو، ږيرورو او ناپوهانو په لاس ډير په مکارئ تر لاسه کړ٠ افغانستان ې په کنډوالو بدل کړ او په سرو وينو ې ولاړو٠ او بيا ې په ډيره سپين سترګئ د محکومې پښتنخوا خلګو او په تېره بيا هغو ملتپاله پښتنو ته چي د ،، لر او بر يو افغان،، چيغي به ې وهلې، ؤ ويل چي اوس خوښ کړئ، ودان لاهور غواړئ او که له وينو ډک کنډ کپر افغانستان غواړئ چي امير يې ملا عمر، خليفه يې اوسامه او لوئ درستيز يې پخپله جنرال حميدګل ده.٠ په داسي حال د محکوم افغانستان وګړي ډېر وکړېدل اوپه دوئ ډېري ملنډې ؤ وهل شوې٠ دوئ ته هغه ور وه شوه چي وائ يو خوا ته پاڼ او بل خوا ته پړانګ٠ په ډير ډاډ او وياړ ويلئ شم چي په محکوم افغانستان، په تېره بيا په کوټه او په سهېلي پښتنخوا کي د لر او بر افغانستان د يووالي او له ازلي تورمخو دښمنانو څخه د نفرت له پاره ډېر کار شوئ ده٠ او دا هلي ځلي هم دا اوس هم روان دي٠ خو افغانستان نن ډېر له خپلو پښو لوېدلۍ دۍ٠ او داوس نه لري چي د پښتونستان په سر له پاکستان سره جګړه وکړي٠ پريږ ده چي لګ افغانستان په خپلو پښو ودريږي، موږ او تاسو ته په کار ده چي د خپل ځوان نسل په ماغزو کي د محکوم افغانستان ږغ, او په زړونو کي د پښتونستان د خلګو د خپلواکئ او له أمو تر اباسين د لوئ افغانستان مينه توده وساتو٠ پاته شوه خبره د مشر محمود خان، ډاډه اوسه، د هغه د ژوند يوازنئ ارمان د ډيورنډ کرغېړنه کرښه له مېنځه وړل، او له أمو تر اباسين د ټول افغان اولس يو ځائ کول دي٠. د وخت په راتلو به سپين او تور ښکاره شي٠٠٠څنګه چي واي اوبه په ډانګ نه بېليږي ٠٠ د افغان اولس د يووالي په هيله ٠٠محکوم افغان٠


pattang

pattang
27.12.2004

قربان دشمه ځوانه زما دزړه زنګ دي لري کړ.
د پښتنو هيواد زما مکه او زما د مور غيږ او زانګو دي نو زه دا کله هيره ولي شم
نه دخولي تشي خبري بلکي پښتواو پښتنوالې زمونږ ورڅنۍ کړن لا ره لکه لمونځ دي .
ستا ورور پتنګ

[quote:8ecdd025ad="٠محکوم افغان٠"]ګرانه وروره، ډېره مننه ستاد ليکني او د پو ښتنو،
ډيري په زړه پوري پوښتني دي٠ ډير څه درته ليکلئ شم، خو په کمپيوټر ليکنه رانه ډير وخت اخلي٠ په هر صورت، زما په اند د پښتانه وطن د نيماي برخي غلامي د پښتنو د تاريخ تر ټولو ستره غميزه ده٠ خو لر او بر پښتنو ډير ښه چانسونه له لاسه ورکړ، يا خو د پرديو په تشو وعدو وغولېدل، لکه محترم باچاخان، اويا دخپلو شخصي ګټو لپاره ې د سپېڅلو خلکو په سر سودا وکړه او د دوئ د وطن ده ازادئ خواږه خوبونه ې د تل له پاره په ترخو يادونو بدل کړل٠ مثال د دغسي مشرانو پخپله ظاهرشاه اود هغه انډيوالان دي٠ په تېرو دونيمو لسيځو کي چي په ګران افغانستان څه تېر شو له هغو ناوړو پېښو تر ټولو لويه ګټه زموږ تاريخي اوکرغېړن دښمن تور پنجاب واخسته٠ د افغانستان په دې خونړي جنګ کي د پنجاب ترټولو لويه موخه د افغانستان ورانه ول اوپه تېره بيا د افغانستان د اردو له مينځه وړل و٠ او هغه موخه ې د ګېډورو، ږيرورو او ناپوهانو په لاس ډير په مکارئ تر لاسه کړ٠ افغانستان ې په کنډوالو بدل کړ او په سرو وينو ې ولاړو٠ او بيا ې په ډيره سپين سترګئ د محکومې پښتنخوا خلګو او په تېره بيا هغو ملتپاله پښتنو ته چي د ،، لر او بر يو افغان،، چيغي به ې وهلې، ؤ ويل چي اوس خوښ کړئ، ودان لاهور غواړئ او که له وينو ډک کنډ کپر افغانستان غواړئ چي امير يې ملا عمر، خليفه يې اوسامه او لوئ درستيز يې پخپله جنرال حميدګل ده.٠ په داسي حال د محکوم افغانستان وګړي ډېر وکړېدل اوپه دوئ ډېري ملنډې ؤ وهل شوې٠ دوئ ته هغه ور وه شوه چي وائ يو خوا ته پاڼ او بل خوا ته پړانګ٠ په ډير ډاډ او وياړ ويلئ شم چي په محکوم افغانستان، په تېره بيا په کوټه او په سهېلي پښتنخوا کي د لر او بر افغانستان د يووالي او له ازلي تورمخو دښمنانو څخه د نفرت له پاره ډېر کار شوئ ده٠ او دا هلي ځلي هم دا اوس هم روان دي٠ خو افغانستان نن ډېر له خپلو پښو لوېدلۍ دۍ٠ او داوس نه لري چي د پښتونستان په سر له پاکستان سره جګړه وکړي٠ پريږ ده چي لګ افغانستان په خپلو پښو ودريږي، موږ او تاسو ته په کار ده چي د خپل ځوان نسل په ماغزو کي د محکوم افغانستان ږغ, او په زړونو کي د پښتونستان د خلګو د خپلواکئ او له أمو تر اباسين د لوئ افغانستان مينه توده وساتو٠ پاته شوه خبره د مشر محمود خان، ډاډه اوسه، د هغه د ژوند يوازنئ ارمان د ډيورنډ کرغېړنه کرښه له مېنځه وړل، او له أمو تر اباسين د ټول افغان اولس يو ځائ کول دي٠. د وخت په راتلو به سپين او تور ښکاره شي٠٠٠څنګه چي واي اوبه په ډانګ نه بېليږي ٠٠ د افغان اولس د يووالي په هيله ٠٠محکوم افغان٠[/quote:8ecdd025ad]


Anonymous
03.01.2005

ګرانه محکوم افغانه٠
هرملت بايد خپله ازادی په خپله واخلی نه دبل په ﻻس٠
دپښتونستان په سر خو دافغانستان جړی ووتی٠ پښتونستان ازاد نه شو او افغانستان دخاورو خمېر شو٠
راغلم دېته چی محمود خان اوزموږ نورو پښتنو ته دې خدای دا همت ورکړی چی لر او بر پښتانه سره ېو ځای کړی
خو باور می نه شی چی دا وړی به شړی٠
دا په دی چی افغانان(پښتانه) پرېوتی او پښتونستانی وروڼه د دالو په خوراک راغلی خدی که تری ګنډه شی٠
برېالې اوسۍ٠ :P :P :P :P :P :?: :?: :?: :P :P :P
:P :P :P :P :o :P :P


pattang
03.01.2005

سپيلنيه ستړي مشي قربان دي له لوګي شم!

وروره په ښه وخت کې راغلي ، دلته ډير لېونيان شته او ستا دوګي ته ډير ضرورت
لري ٠

[quote:630c6936c6][size=24:630c6936c6]دپښتونستان په سر خو دافغانستان جړی ووتی٠ پښتونستان ازاد نه شو او افغانستان دخاورو خمېر شو[/size:630c6936c6]٠[/quote:630c6936c6]

وروره هيچا هم پښتو نستان ندي غوښتي ، هغوي نه غوښت بلکې پښتونستان
ئي خرڅ کړ ٠ په باز خانه کې باز نشته ٠ دملت بابو لا رهين تنګ نظري ته دسولي مدال ورکړ٠
پتنګ


Anonymous
08.01.2005

پتنګ خانه جوړ دی وی٠
ته کوم خرڅلاو ېادوی ېار٠ که دپېړېو مخکنې خبره کوی منم ېی، مګر وروستېو وختو کښی په خاصه دداود خان دوخت نه را په دېخوا ډېری رسمی او علنی هلی ځلی شوۍ تر څو دپښتونستان موضوع يو طرفه شی او په دی مبارزه کښی افغانانو تر دوه مېلېونه زېات تلفات ورکړی ،انقلاب او جهاد دپاکستان لپاره هسی غيبانی موکه او تش په نامه پلمه وګرځېده افغانان ېی ېو بل سره واچول٠
او بل داچی پتنګ خانه پښتونستانی وروڼه نه افغانستان غواړی او نه پښتونستان، په ازادی مېن خلک پکښی دګوتو په شمار دی٠ دمشرانو په غورتو چی ونه غولېږی هغوی دپنجابيانو له خواپه پېسو اخېستل شوی خلک دی٠ او دا تور مخی دخلکو سترګو ته هسی خاوری شېندی اوبس٠
ما ډېرو پښتو نستانېانو سره ناسته پاڅه کړی،له دوی می اورېدل چی واېی پاکستان موږ ته بجلی راکړی، موږ تۀ روډونه پاخه کړل، موږ تۀ سکولونه جوړ کړل٠٠٠٠ اوداسی نور نو افغانستان به موږ ته څه راکړی٠
خړی دشتی اوسپېره غرونه او ېا هم زړی روسئ ماشېنی٠ غرونه سپېره خپل لرو او دماشېنو له ﻻسه هر کورته غم جوړدې٠
نو پتنګ خانه خپله زېاتی پکښی سوچ کوه جی٠
په درناوی سپېلنۍ٠

٠
٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more