نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د سولې او امنیت پلویان!
تيمور
10.10.2012
سلامونه او نېکې هیلې،
ګرانو هیوادوالو ملا لۍ یوسفزۍ چې په مینګوره سیمه کې د ترهګرو طالبانو لخوا په یوه برید کې ټپي شوي وه، ورته بیا ګواښ شوي دي، چې دوی به بله حمله ورباندې وکړي.
بلې خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي چې دوی به هغه ټول وسایل په کار واچوي، چې په وجه يې ملالۍ ژوندۍ پاتې شي.
ملالۍ يوسفزۍ هغه زړوره نجلئ ده، چې د سولې او د تعلیم د لاس ته راوړلو لپاره ډېرې هلې ځلې او کوښښونه يې کړي دي، او هغې د ماشومانو فعالينو په برخه کې نړيواله جايزه او همدا راز د پاکستان د زړورتيا جايزه هم ګټلې ده.
طلبان هغه ورانکاره ډله ده چې هر چا د سولې او امنیت او یاهم د علم د زده کړې لپاره ګټور فعالیتونه وکړي، نو د سولې او رڼا د دښمنانو له خوا هغوي سره جهاد اعلان شي، دا د دې لپاره چې دوی خپل ژوند او بقا یوازې او یوازې په جګړه او ورانکارۍ کې لټوي.
والسلام،