د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ظلم کاسه نسکوره ده

اتل
09.10.2012

محترمو لوستونکو، پر تاسې د سلام، او د الله ج رحمت وي
تاسې به حتماً دا معقوله اوریدلې وي چې وایي: د کبر او ظلم کاسه نسکوره وي
داسې ښکار ي چې د پاکستان د طالبانو ظلم او ستم د غلیان حد ته رسیدلئ دئ. هر شئ چې انتها ته ورسیږي سقوط کوي، اوس لکه چې دا خبره د پاکستاني طالبانو په حق کې هم صدق کوي. تاسې دا لاندې مطلب ولونئ او قضاوت وکړئ چې دوی څنکه مسلمانان دي
=============================================
د ننګیالې ملالې د ویشتو پړه طالبانو ومنله
09.10.2012
ناقانونه تحریک طالبان پاکستان رسنیو ته ویلي چې د سولې سفیره ملاله یوسفزۍ د دوی وسله والو ویشتلې ده.

د دوی یوه ویاند ویلي چې ملالې یوسفزۍ د دوی پر ضد په څرګنده خبرې کولې نو ځکه یې وویشتله.

ننګیالې ملالې ته تر دې وړاندې هم اورپکو طالبانو په بیا بیا د مرګ دړکې ورکړې وې.

ننګیاله ملاله یوسفزۍ نن (نهې په ورځ) د سوات په مېنګوره کې د خپل ښوونځي مخې ته په ګاړي کې سوره وه چې دوو وسله والو طالبانو پرې ډزې وکړې او له خپلو دووهمځولو سره یو ځای یې په ډزو وویشتله.

ننګیاله ملاله د ټپي کېدو وروسته په خصوصي هېلي کوپټرکې د درملنې لباره د پېښور پوځي روغتون ته یووړل شوه.

د هغې په سر کې ګولۍ لګېدلې ده. د دې تره احمدشاه له مشال راډيو په خبرو کې وویل چې دوی اوس ملاله سي اېم اېچ ته رارسولې ده او دا وخت د اپرېشن لپاره یې لومړني ټېسټونه ترسره کېږي. دی زیاتوي که څه هم په سي ټي سکېن کې د ملالې مغزو ته زیان نه دی رسېدلی خو د ډاکټرانو وروستي رپوټ ته په انتظار یو چې هغوی څه راته وايي. ملاله دا وخت بې هوشه ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more