د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ورته اړتیا لرو/ د زړه خواله

حمید هڅــاند
09.10.2012

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

په دې کې شک نشته چې شیطان تل هڅه کوي چې موږ له سمې لارې وباسي، په دې کې هم شک نشته چې انسان معصوم نه شي کېدای. خو د دې مانا دا نه ده چې له ګناه څخه د ځان ساتلو هڅې نه لاس واخلو!!!. بیا هم، کله چې کوم ځای کې سهوه کوو، یا ګناه را څخه کېږي، نو فورا باید توبه و ایستله شي، ځکه، الحمدالله، الله پاک موږ ته وعده راکړې چې توبه به مو قبلوي:

[color=darkblue:0a6967f753]قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ
الزمر، ۵۳ ایت شریف

ژباړه:
ووایه: اې زما بنده ګانو چې ( د ګناه په کولو مو) له ځان سره زیاتی کړی دی، د الله [جل جلاله] له رحمت څخه مه نا امیده کېږئ. یقیناَ چې الله [جل جلاله] د ټولو ګناهونو بښونکی دی. یقینا چې هغه [جل جلاله] زیات بښونکی او مهربان دی.[/color:0a6967f753]

داچې الله [جل جلاله] د خپل رحمت له مخې موږ ته د توبې په وړاندې د بښنې وعده راکړې، موږ دې ته اړتیا لرو چې له دې فرصت څخه ګټه واخلو او تل له بدو څخه توبه ګار و اوسو. موږ دې ته اړتیا لرو چې تل د الله جل جلاله شکر ادا کړو، حمد یې ووایو، او په ذکر یې زړونه خوښ وساتو، ځکه یقینا چې خوشالي همدلته پرته ده::

[color=darkblue:0a6967f753]الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللَّهِ ۗ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ

ژباړه:
هغوي چې ایمان لري، د چا چې زړونه د الله په ذکر سره ډاډ ترلاسه کوي، بې شکه چې یواځې د الله په ذکر سره زړونه تسل پیداکوي.
الرعد، اته ویشم ایت شریف[/color:0a6967f753]

ځکه خو موږ دې ته اړتیا لرو چې تل د ښو کارونو په لټه و اوسو او به بدو څخه ځان ساتنه وکړو، د خطا په صورت کې بیا ژر-تر-ژره توبه وباسو. د توبې ځنډ د دې لامل کېږي چې موږ د الله جل جلاله له ذکر او عبادت نه بې برخې پاتې شو او بالاخر، خدایمکړه، د تباهۍ کندې ته پرېوزو؛ الله جل جلاله فرمایې:

[color=darkblue:0a6967f753]اسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ الشَّيْطَانُ فَأَنسَاهُمْ ذِكْرَ اللَّهِ ۚ أُولَـٰئِكَ حِزْبُ الشَّيْطَانِ ۚ أَلَا إِنَّ حِزْبَ الشَّيْطَانِ هُمُ الْخَاسِرُونَ

ژباړه:
شیطان پرې مسلط شوی او د الله له ذکر څخه یې ایستلي، دوی د شیطان ډله/حزب دي؛ یقینا چې دا دشیطان ډله به هرو-مرو تاوان کوي.
المجادله، ۱۹ایت شریف[/color:0a6967f753]

درنښت


پتوال
09.12.2012

هڅامند صیب په ګوتو دې برکت او اجرونه دې نصیب شه ، ډیر ګټور مزلب دې وړاندې کړی !

نو د حدیث له مخې تر ټولو بهتر ذکر دادی :

[color=blue:6d96e2fbd6]لا اله الا الله[/color:6d96e2fbd6]

دا باید د مسلمان په زړه او خوله جاري وي !

خو که ۳ سپېڅلي عبارات پرې نور هم سربېره کړي او د هر لمنځه له فرضو نه وروسته یې ۳۳ ځلې وايي نو انشا الله بې ثاري
ثوابونه به يې په برخه شي :

[color=yellow:6d96e2fbd6]سبحان الله ، والحمد لله و لا اله الا اللهُ واللهُ اکبر.[/color:6d96e2fbd6]
خو که
و لا حول و لا قوة الا با الله العلی العظیم
هم ورپسې ورزیات کړي او
استغفر الله العظیم و اتوب الیه
هم ورسره وايې، یعنې :
[color=blue:6d96e2fbd6]سبحان الله ، والحمد لله و لا اله الا اللهُ واللهُ اکبر و لا حول و لا قوة الا با الله العلی العظیم استغفر الله العظیم و اتوب الیه [/color:6d96e2fbd6]
نو بیا خویې د دین او دنیا ټولې ګټې خوندي دي په دې شرط چې نور له کبیره ګناه نه ځان کلک وساتي!
ومن الله التوفیق


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more