هنر،ادب او پښتو نحوه
نن څونۍ ده؟
      حمید هڅــاند
      08.10.2012
    
پیلنۍ
یوني
دونۍ
منځنۍ
څلنۍ
پنځنۍ
ادینه
هغه د خرش ـ پرش خبره، دا لا کومه ګانه شوه :o 
منې چې ماته خو په زړه پورې دي :!: 
تاسو څه وایاست :?: 
درنښت
      larghonay laraway
      16.10.2012
    
السلام عليکم!
هڅاند صيب په دې موضوع په همدې فورم کې  (د اونۍ د ورځو پښتو نومونه) په نامه بحث شوی دی 
مننه
      پتوال
      24.03.2013
    
هڅاندصیب اول به يې املا او انشا ته لږ څه پام وکړو :
پیلَنۍ ، یوه ني ، دوه نۍ ، درېنۍ ، څلورَنۍ، پنځه نۍ ، جمعه
دا نومونه چې د لومړي ځل له پاره ما ټاکلي و بیا مې په ټول افغان کې هم وضع کړل، د څلورنۍ په ځای مې په کې منځنۍ
 لیکلې وه، اوس له دې کبله چې منځنۍ د وروستنۍ او مخکینۍ غوندې یو قید دی نه اسم ،  بیرته په څلورنۍ بدلوم  په دې شرط چې تر ډیر وخته پورې (ر) په فتحه وویل او ولیکل شي او د نَنګرَهار د لیک او تلفظ غوندې غلطي په کې ونشي چې اوس یې 
څوک  د لومړي (ن) فتحه او څوک یې د (ر) فتحه له پامه غورځوي !
والسلام
      حمید هڅــاند
      26.03.2013
    
ښکلی نوښت مو کړی دی پتوال صیب! هم اسانه نومونه او هم ښکلي نومونه دي...هم خرما ده هم ثواب....دا (یوه ني) به (یوه نۍ) وي...
درنښت