د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

شمالی ټلواله د خارجیانو په درشل کی

اباسین اکبرزی
06.10.2012

د بعضی دقیقو معلوماتو پر اساس شمالی ټلواله به د 2014 کال وروسته د خارجیانو سره د افغانستان د ویش معمله وکړی.


ستړي مشي

tandar
06.10.2012

اکبرزي صيب ستړي مشي په خير راغلي
مونږ دټوکو په خونه کي دوطن غمونه يوخواته ږدو او که نه له ډيره غمه ليونتوب ته نژدي شوي يو او تاسو که رښتيا وائې نو دا غمونه دلته تازه کوي :oops: :oops:
يوه ښکلي ټوکه به دي راوړي وي
ځکه پخوا به خلک دلښکر کشيو او جنګونو په وخت کي په ډولونو او اتڼونو سره دجنګ ميدان ته ورتلل نو دلته په قلمي جهاد کي دډولونو او اتڼونو پر ځاي مونږ ورته دټوکو خونه اخطيار کي غورځولي ده :oops:
چه زمونږجهادي ليکوال احساس دخستګي ونه کړي
او ژوند په خپل ځان کي دخوښي اړخونه هم لري چه انسان ته اميد ورکوي اوهغه دروح تازه کيدل دي
يوه لنډۍ کي وائې
خولګۍ دي راکړه په خندا شوي
............................زه دي له خولې نه په خندا خوشحاله شومه
دخولي نه ئې خندا ته ډيره خوښي کړيده يعني دزور خوله ورکول نه وه په رضا اوخوښي او په مينه سره ئې خوله ورکړي وه
مونږ هم کوښښ کوو خپلو ټکړه قلمي جهاديانو ته په ډير افتخار دخولي خندا ورپه برخه کړو :oops:
دcia اوisi لاسونه دافغان په وينو سره دي


حمید هڅــاند
06.10.2012

اکبرزی صیب، ښه راغلات. دا دقیق مالومات له کومې سرچینې اخیستل شوي؟ په هر صورت، دا موضوع په سیاست خونې کې مطرح کولی شﺉ. هلته ممکن ملګري پرې بحث وکړي.

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more