نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
واده کول،اسلام او پښتو
اتل
04.10.2012
ګرانو خویندو وروڼو، اسلام علیکم
واده کول چې د بشریت د بقا او تداوم د پاره د انسانانو د ژوند یوه ډیره اساسي برخه ده، په اوسنیو شرائطو کې باید په څه ډول وشي؟ پخواني او حتی اوسني عنعنوي، باالخصوص پښتني کلیوالي ودونه، د پټو سترګو ودونه دي. اسلام څومره اجازه ورکوي چې یو ژڼئ دي یوه پیغله، څنګه او تر کومو شرائطو لاندې وویني چې د واده ، یعنې ټول راتلونکي ژوند په برخه کې فیصله وکړي.
خدای نا خواسته چې داسې واده نشي چې فقط د واده په شپه ناوې او زوم یو او بل د لمړي ځل دپاره سره وګوري. ناوې د زوم نه پوښتنه وکړي، چې اوس خو دې ښځه شوم، د چا نه به مخ پټوم او د چا نه، نه؟ او زوم ځواب ورکړي، چې زما نه یې پتوه، نور ټول جهان ته یې ور ښیه.
ژڼئ او پیغله ځنګه پخپلو کې کفو برابرولئ شي
د پښتو او نور رواجونه، په ودونو کې څومره نا وړه اثر کوي او څنګه پرهیز ترې کیدای شي
لطفاً پدې بخث کې برخه واخلئ
pattang
04.10.2012
ښه ولا ته خو ډېر تکړه سړی يې او دغربي کلچر کلک ملا تړ کوې !
خو ګوره که څوک دپښتو او غيرت نوم اخلي نو بيا به ستا په لار ه ټول په څااو
کوهي کې غورځېدلی وي ?
دغه د ځناورانو کلچر پښتانه نه غواړي او نه يې کلچر ده اونه يې مني!
بهترينه ناوې هغه ده چې مور او خور يې تر ته وګوري ، پلار،نيکه او نصب ولري
له ښې غوجلې څخه وي او پنځه وخته خدای يادوي !
نور کارونه ټول طوق لعنت دي ٠
pattang
05.10.2012
[color=brown:b9ec18ae58]داهم در واخله !
چې تور وهې خړ به دې زانګي يو لونګ څلور يې سره !
افغانان په تخنيک بلد دي خو ددوی احساسات اوکلچر پردی کلچر او پردۍ غاړې
نشي منلی ! [/color:b9ec18ae58]
بلجيم:د دوو افغان کورنيو په شخړه کي ۱تن مړ ۲ زخميان
لراوبر
Larawbar.com 2012-10-04
د دوو بلجيم مېشتو کورنيو تر منځ په تاوتريخوالي کي يو ۲۸ کلن ځوان وژل سوی او دوه نور مرګوني زخميان سوي دي .
دغه پېښه د فيسبوک او مستعار نوم د استعمال له امله رامنځته سوې ده ، يو تن بلجيم مېشتی افغان لراوبر ته د پېښي په اړه وويل، د انتويرپن ښار يوه اوسيدونکي افغان چي مېرمن او يو زوی لري د فيسبوک له لاري د نجلۍ په مستعار نوم د سانت ترودن ښار د يوې اوسيدونکي کورنۍ د يوې نجلۍ سره پېژندګلوي پيل کړې وه ، خو وروسته ويلي وه چي نارينه دی مګر واده نلري او اړيکو ته يې ادامه ورکړې وه .
د سانت ترودن څخه د نجلۍ کورنۍ څو ورځي مخکي د هلک کورنۍ ته په جرګه ورغلي وه چي د خپل عزت د خونديتوب په خاطر نجلۍ ترې واده کړي ، دا وخت پوه سول چي هلک څه موده مخکي له افغانستان څخه مېرمن راواده کړې او اوس يو زوی لري .
تېره يکشنبه د بلجيم پوليسو خبر خپور کړ چي د انت ويرپن اوسيدونکي يوې افغاني کورنۍ پلار او زامنو د سانت ترودن مېشتي افغان کورنۍ تر منځ په جنګ کي د انتويرپن څخه ورغليو له ډلي څخه يو تن مړ او دوه کسه مرګوني زخميان دي .
پوليس وايي چي سبا د اکتوبر پنځمه نېټه په پېښه کي ښکېل کسان محکمې ته درول کېږي ، په پام کي ده چي د راتلونکي شنبې په ورځ به د وژل سوي کس جنازه په انتويرپن کي خاورو ته وسپارل سي .
يوه بل بلجيم ميشتي افغان لراوبر ته وويل چي د نجلۍ کورنۍ تر پېښي يوه ورځ مخکي پولیسو ته خبر ورکړئ و چي د انت ويرپن څخه يوې کورنۍ دوی ته د وژلو خبردارئ ورکړئ دی او د پوليسو څخه يې د احتمالي بريد د مخنيوي غوښتنه کړې وه خو تيري يکشنبې په ورځ د پېښي پر مهال د پوليسو تر راتګ مخکي ښکېلو خواوو خپلي چړې د يو بل په وينو سرې کړي وې .
د يادوني وړ ده چي فيسبوک په ټوله نړۍ کي د اقتصاد ، سياست او عامه اړيکو د پراختيا په لاره کي تر ټولو ښه نتيجه ورکړې ده مګر داسي ښکاري چي افغانان د نوي تکنالوژۍ سره پوره اشنايي نلري ، که يې وهم کاروي نو ځانونو ته د ګټي پر ځای زيان اړوي .
tandar
05.10.2012
ډيره دخفګان خبره ده خداي پاک دي ټولو ته دزړه صبر ورکړي
دانټرتيت ازادي او استعمالول ښه به ئې ښه عواقب لري او بد به ئې بد عواقب لري
زمونږ په وختو کي به عاشقانو دديوال له سره ديد او وا ديد کولو :oops: انترنيت نه و
نو ځکه ئې دغه لنډۍ ويلي وه
ورکه دکور کلي ياري کړي
.....................دزني سر مي ديواله وسولاونه
خداي پاک دي دټولو پرده وکړي امين
اتل
05.10.2012
پتنګه وروره، سلامونه مې ومنه
ما پوښتنه کړې وه چې: اسلام څومره اجازه ورکوي چې یو ژڼئ دي یوه پیغله، څنګه او تر کومو شرائطو لاندې وویني چې د واده ، یعنې ټول راتلونکي ژوند په برخه کې فیصله وکړي
دا بله مې ټوکه کړې وه، [وايې چې یوه ځوان ته یې چې واده وکړ، دواده په اوله شپه ښخې ورته وویل، دچانه به مخ پټوم؟چون سړي مخکې ښخه نه وه لیدلې اودهغه د انتظار خلاف هغه ډیره بدرنګه وه، او د سړي زړه مات شوئ ؤ، نو یې ورته وویل چې زما نه یې پټوه، ددنیا نورو ټولو خلکو ته یې ښیه
زما مشر ورور چې واده کاوه، مور مې یه نجلۍ ورت ولیده، او د نجلۍ ډیر صفتونه ورته وکړل، چې داسې حیا ناکه ده چې د ټکري پیڅکه يې په ښنګري لګیري.لوړه برج غوندې جګه پوزه لري، لوړه غاړه لري، داسې سپینه ده چې اوبه څښي په ستوني کي يې ډیر د لیرې نه مرغلرو غوندې ښکاري. غټې سترګې لري، په قد جګه ده، د کور په سررشته ښه پوهیږي، څوس نه وهي، یعنې د خواښې او خسر نه پټ کوچ، مستې او شیدې نه خوري، چغل ګره نده، د چا غیبت نه کوي،ډیر ښه د ستنې کار کوي، غوا لوښي او د يوې غوا په منونو غوړي کوي. د ځان د سینګار سره علاقه نلري، سر چې کوځۍ کړي په میاشتو میاشتو یې نه خلاصوي، او داسې نور.
ورورمې ادې ته په ځواب کې وویل، کوڅي چې نه خلاصوي، وېښتان يې خیرن کیږي نه او بد بوی نه کوي؟
هغې ورته وویل چې نه زویه، ولې دا ته څه وایي؟
ورو مې مورته وویل، چې ادې، په ښځه هیڅ نه پوهیږې، نو ترې جګ شو او د باندې لاړ
پتنګه وروره، د واده په قصد دپیغلې او ژڼي کیناستل او د افکارو تبادله، یو د بل د مخ کتل ښايې د اسلامي احکامو سره په ټکر کې نه وي. تاسې نه اورۍ چې زموږ په ملک کې هره ورځ د اسلام د اصولو خلاف ښځي وهل کیږي، شکنجه کیږي او وژل کیږي. کیدای شي یو علت یې هم اجباری او د پټو سترګو ودونه وي
تاسې ولې دومره تیاره او د منفي بافئ د نظریاتواوعقایدو پیروي کوئ
الله جل جلاله د اسلام له لارې موږ بندهګانو ته ډیر حقوق راکړي، خو موږ یا د الله د اوامرو په عملي کیدو کې افراط کوو، یعنې د الله په احکامو کې تصرف کوو، چې سر یې شرک ته رسیږي، یا د الله په احکامو خبرنه یو او یا عقدې لرو، د هیچا خبره نه اورو او تل په خپل خره چپه سواره یو، نه ترې ښکته کیږو
موږ باید دداسې ناوړه دودونو په ځنځیر کې ځانونه ښکیل نکړو، چې اسلامي احکام تر پښو لاندې کړو
د پښتنو د یوه خان نه، چا پوښتنه وکړه چې، خان صاحب تاسې ولې خپلې لوڼې ښونځي ته نه ليږئ، علم خو په نارینه او ښڅه دواړو لازم دئ. هغه ورته وویل چې مړه، زه خو د اسلام خبره نه کوم، زه په ځپله پښتو ټینګ ولاړ یم
موږ باید د ناپوهۍ او جهل ځنځیرونه وشلوو او د اسلامي تعلیماتو په رڼا کې خپل ژوند سنبال کړو.
الله دې موږ ټول وبخښي
سلامونه
tandar
05.10.2012
اتل صيب سلامونه
وبښه چه زه ستاسو په بحث کي درغورځيږم
خو دادپيغلي دصفت قيصه دي را ډيره په زړه پوري ده
خو يو ټکي درځخه پاتي دي چه دخبرو په وخت کي اواز ئې څنګه وو :oops:
ټوکه٠٠
٢ نفره پاخه انډيوالان وه يوه ئې واده وکړو څوورځي ورسته له واده څخه هغه بل انډيوال ورڅخه پوښتنه وکړه چه انډيواله له ښځي څخه دي راځي ئې؟
هغه ځواب ورکړ ښځه مي هيڅ جوړه نه لري خو يو شي مي ډير زوروي ؟
بل ورته کړل چه څه شي دي ډير زوروي خيرت خو به وي؟ ښځه خو دي هيڅ جوړه نه لري
انډيوال ئې ورته وويل وروره پوښتنه مه کوه ښځه مي چه خبري کوي اواز ئې لکه د[color=darkblue:523fdf5520]خره [/color:523fdf5520] غوندي دي بس دامي ډير زوروي ههههههها
نو وروره يو خداي پاک پوره دي انسان له خطا نه خالي نشته خو سازش او ګذشت په کار دي
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي
[quote:523fdf5520="اتل"]پتنګه وروره، سلامونه مې ومنه
ما پوښتنه کړې وه چې: اسلام څومره اجازه ورکوي چې یو ژڼئ دي یوه پیغله، څنګه او تر کومو شرائطو لاندې وویني چې د واده ، یعنې ټول راتلونکي ژوند په برخه کې فیصله وکړي
دا بله مې ټوکه کړې وه، [وايې چې یوه ځوان ته یې چې واده وکړ، دواده په اوله شپه ښخې ورته وویل، دچانه به مخ پټوم؟چون سړي مخکې ښخه نه وه لیدلې اودهغه د انتظار خلاف هغه ډیره بدرنګه وه، او د سړي زړه مات شوئ ؤ، نو یې ورته وویل چې زما نه یې پټوه، ددنیا نورو ټولو خلکو ته یې ښیه
[color=red:523fdf5520]زما مشر ورور چې واده کاوه، مور مې یه نجلۍ ورت ولیده، او د نجلۍ ډیر صفتونه ورته وکړل، چې داسې حیا ناکه ده چې د ټکري پیڅکه يې په ښنګري لګیري.لوړه برج غوندې جګه پوزه لري، لوړه غاړه لري، داسې سپینه ده چې اوبه څښي په ستوني کي يې ډیر د لیرې نه مرغلرو غوندې ښکاري. غټې سترګې لري، په قد جګه ده، د کور په سررشته ښه پوهیږي، څوس نه وهي، یعنې د خواښې او خسر نه پټ کوچ، مستې او شیدې نه خوري، چغل ګره نده، د چا غیبت نه کوي،ډیر ښه د ستنې کار کوي، غوا لوښي او د يوې غوا په منونو غوړي کوي. د ځان د سینګار سره علاقه نلري، سر چې کوځۍ کړي په میاشتو میاشتو یې نه خلاصوي، او داسې نور. [/color:523fdf5520]
ورورمې ادې ته په ځواب کې وویل، کوڅي چې نه خلاصوي، وېښتان يې خیرن کیږي نه او بد بوی نه کوي؟
هغې ورته وویل چې نه زویه، ولې دا ته څه وایي؟
ورو مې مورته وویل، چې ادې، په ښځه هیڅ نه پوهیږې، نو ترې جګ شو او د باندې لاړ
پتنګه وروره، د واده په قصد دپیغلې او ژڼي کیناستل او د افکارو تبادله، یو د بل د مخ کتل ښايې د اسلامي احکامو سره په ټکر کې نه وي. تاسې نه اورۍ چې زموږ په ملک کې هره ورځ د اسلام د اصولو خلاف ښځي وهل کیږي، شکنجه کیږي او وژل کیږي. کیدای شي یو علت یې هم اجباری او د پټو سترګو ودونه وي
تاسې ولې دومره تیاره او د منفي بافئ د نظریاتواوعقایدو پیروي کوئ
الله جل جلاله د اسلام له لارې موږ بندهګانو ته ډیر حقوق راکړي، خو موږ یا د الله د اوامرو په عملي کیدو کې افراط کوو، یعنې د الله په احکامو کې تصرف کوو، چې سر یې شرک ته رسیږي، یا د الله په احکامو خبرنه یو او یا عقدې لرو، د هیچا خبره نه اورو او تل په خپل خره چپه سواره یو، نه ترې ښکته کیږو
موږ باید دداسې ناوړه دودونو په ځنځیر کې ځانونه ښکیل نکړو، چې اسلامي احکام تر پښو لاندې کړو
د پښتنو د یوه خان نه، چا پوښتنه وکړه چې، خان صاحب تاسې ولې خپلې لوڼې ښونځي ته نه ليږئ، علم خو په نارینه او ښڅه دواړو لازم دئ. هغه ورته وویل چې مړه، زه خو د اسلام خبره نه کوم، زه په ځپله پښتو ټینګ ولاړ یم
موږ باید د ناپوهۍ او جهل ځنځیرونه وشلوو او د اسلامي تعلیماتو په رڼا کې خپل ژوند سنبال کړو.
الله دې موږ ټول وبخښي[/quote:523fdf5520]
اتل
27.11.2012
تندر صاحب، سلامونه او احترامونه وړاندې کوم، ټوکه دې ډیره په زړه پورې وه او ما تر اوسه نه وه اوریدلې.
تر ټوکو چې ور تیر شو، موږ ولې په هره لاره چې روان شو افراط کوو؟ آیا موږ ځکه افراط کوو چې پخپل ټول ژوند کې مو محرومیت زغملئ دئ، او که کومه بله انګیزه لري؟ د خپلې میرمنې سره زور زیاتئ کوو،ځکه چې په ماشومتوب کې دغسې سلوک را سره شوئ، او زور زیاتئ موږ ته د ژوند کولو یوه برخه ښکاري. هغه بله ورځ مې کوم اخبار لوست ویلي یې وو چې په ملک کې د ښځو سره د زور زیاتي پنځه نیم زره پیښې ثبت شویدي، هغه چې ندي ثبت شوي هغه خو پر ځای پریږده. موږ ولې دغسې کوو، آیا زموږ ملي تربیه خرابه ده، او که څنګه؟ طالبان خو پرخپل ځای پریږده چې اقلاًخپلو اعمالو ته خو شرعي هیله تراشي، خو دلته موږ عام ولس هم د الله د احکامو خلاف کارونه کوو او د اسلامي ارشاداتو خلاف خپلې ښڅې شکنجه کوو
لکه چې د هغې نجلۍ کیسه صحیح وخته چې د یوه هلک سره په جنګ کې کیوته او یو اوبل ته یې پیغورونه ورکول. د هلک پلارخپله ږیره سره کوله. نجلۍ پیغور ورکړ، چې هې بد بنخه هلکه، وشرمیږه، هغه دې پلار دئ چې خدای یو څه کوي او پلار دې بل څه کوي. یعنې خدای یې ږیره سپینوي، او هغه د الله د ارادې خلاف خپله ږیره سره کوي.
د ریښتیا ټوکه
یوه سړي د ایران نه یوه بلوڅه ښځه راوستې وه، او هغه په پښتو نه پوهیده او سړئ هم په بلوڅي خو څه چې په ایراني فارسي هم شک او رک نه ؤ. دوی به په اشاره خبرې کولې او تل به د مشکلاتو سره مخامخ وو. د سړي نه به چې موږ پوښتنه وکړه چې د ښځې سره دې خوشحاله یې، هغه به ویل چې پوښتنه مه کوه چې مشکلات خو لرم، خو ښه پدې ده چې زما په کنځلو نه پوهیږي. هغه په قهقه وخندل او موږ هلکانو ته یې وویل، کله چې زه د کور یو ډیرعادي شئ ترې وغواړم، هغه په خبره پوه نشي او داسې څه وايي چې زما د خبرې سره هیڅ اړخ نه لګوي. بیا یې زیاته کړه چې زه څومره بختور سړئ یم او ښځه مې د ناپوهۍ په وجه راباندې مهربانه ده.