د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

zhwand

Anonymous
24.10.2004

ژوند :!: :!: :!:
زه ژوند تېروم خو، دژوند په مانا نه پوهېږم.


هيله کوم چې دژوند په هکله راته څه وواياست :idea:
او دژوند په مانا مې يوڅه وپوهوئ :idea:
په مينه او ادب ستاسې ''مينوال''


Re: zhwand

pattang
28.10.2004

وروره دژوند په مانا خوښه پوه ئي دا څکه چې نوم د مينوال دی
اويوازی دمونږ له خولې خبرې کاږي. .
دږوند په مانا سړی هلته پوهيږي :
- چې عاشق شی او په کښی مو فق وي .
- توليدي ( مانوي اومادي) حرکت ولري .
- له نورو انسانانو سره کمک وکړې او د دخپل کمک په مانا پوه شې
-خپل ټبر ته کلتورې خدمت وکړي او ميوه ئي وويني
داوه دپتنګ له خوا ، شايد نور ياران هم څه ناڅه وليکي خصوصا زمونږ
دي ديا ليکتيکي فلسفي پوهان .
په درنښت پتنګ

[quote:7ecb3a842b="meenawal"]ژوند :!: :!: :!:

زه ژوند تېروم خو، دژوند په مانا نه پوهېږم.

هيله کوم چې دژوند په هکله راته څه وواياست :idea:
او دژوند په مانا مې يوڅه وپوهوئ :idea:
په مينه او ادب ستاسې ''مينوال''[/quote:7ecb3a842b]


د ژوند مقصد

Anonymous
01.11.2004

د زړه له کومې سلامونه او ښې پيرزوينې د ټول افغان درنو لوستونکو په تيره مينوال ورور ته وړاندی کوم.
د ژوند مقصد:
هر سړی چه هر څه غواړي يا هر شي سره مينه لري ، هماغه شی دده مقسد اومطلب يا په بله ژبه خواهش او ارزو بلل کيږي ، هغه مين او عاشق چې خپلې معشوقې ته رسيدلی او خپله محبوبه يې په داسې خوشحالۍ په غيږ نيولې ده چې بې شرابو مست او مدهوش دی يا هغه څوک چې شپه او ورځ يې د شهرت د ګټلو او اعتبار پيدا کولو لپاره يوه کړې او لوړې رتبې ته رسيدلی دی ، همدا رنګه هغه د علم او عرفان د ډيوې پتنګ چه د جهالت په توره شپه کې يې ځان د معرفت رڼا ته رسولی دی او له هر چا ځنې خپل ځان مسعود ګڼي دا ټول په حقيقت کې بې له دېنه چې خپل مقصد ته رسيدلي دي بل مفهوم نه لري.
نو دنيا هره خوشحالي يوه ګرانه او قيمتي مرغلره ده چې د مقصد په لمن کې موندل کېږې.
دنيا په حقيقت کې يو نندارتون دی چې انسان ته هر راز ښکلي او ښايسته شيان ورښيي چې هر څوک له خپل زوق او خواهش سره سم يوه شي پسې هڅه وکړي او ځان ور ورسوي بلکې انسان لا څه چې حيوانات او د هوا مرغان يې هم هسې نه دي پرې ايښي ، بورايې د ګل په ګلاليو پاڼو مين کړی او د پتنګ په زړه کې يې د شمع د محبت ډيوه بله کړېده نو چې سړی خپلې سترګې ښې وغړوي او هر طرف ته ښه په ځير ځير وګوري هر شۍ او هر څه د خپل مطلب او مقصد لپاره زيار باسي او په هر شواخون چې وي ځان وررسوي نوبيا ويلی شو چې ژوندون په حقيقت کې د خپل مقصد لپاره حرکت او جديت دی خوشحالي يا سعادت هم د مقصد په رسيدلو يا دمقصد د پاره زيار ايستلو کې دی بلکې هغه کسان چې خپل مقصد ته لا نه دي رسيدلي او په ﻻره کې دي د هغوی خوشحالتيا ﻻ يو بل شان کيف لري چې په کاميابی کې نه پيدا کيږي.
مونږ مخکې وويل چې ژوندون هغه حرکت دی چې د خپل مطلب او مقصد لپاره وي ځکه چې هر حرکت او ژوندون سند او دليل نشي کيدی ، هغه ګټه چې څوک يې له غره ورغړوي او په ډيره بيړه مخ ښکته راځي يا هغه خزان وهلې پاڼه چې د مني باد يې له ونې بيله کړي او يوه خوا بله خوا يې وړي دا هم حرکت دی خو ژوندون ورته نه ويل کيږي.
يعنی انسانې ژوندون او انساني حرکت دی چې عالي يا حقيقي حيات ورته ويل کيږي چې خپل مقصد ته د رسيدلو لپاره وي او هر څومره چې سړي مقصد ښه او لوړ وي هغومره يې ژوندون هم ښه او د ستايلو وړ وي.
که د يو سړي مقصد له خپل شخصي مفاد ځنې لوړ او پورته وي يعنې يوازې د خپل ځان په غم نه وي اخته او د اجتماعي سعادت لپاره هم زيار باسي البته د د سړي ژوندون او حيات ډير قدر او قيمت لري چې بايد هر څوک يې وستايې او ورباندې خوشحاله وي ځکه چې حيات د مقصد حاصلولو وسيله ده او قيمت هم د مقصد په اعتبار ټاکل کيږي مګر دا هم بايد ووايو چې لوړ او ښه مقصد هر څوک د ځان لپاره نشي ټاکلی او نه د هر چا سترګې ورباندې نښلي ، ځکه چې هر څوک د خپلې پوهې او خپل فکر په اندازه يو شی خوښوي چې هغه يې مقصد بلل کيږي نو هر څومره چې د يوه سړي تعليم لوړ وي او تربيه يې ښه وي او په هره اندازه چې د چا بصيرت او بصارت زيات وي هماغومره يې مقصد هم ښه او عالي وي نو مونږ هيڅکله له يوه داسې سړي چې هغه د انفرادي حيات له دايرې ځنې د باندې نه وي وتلی او داجتماعي حيات تصور هم نشي کولی دا اميد نشو کولی چې هغه دې يو اجتماعي مقصدولري او د هغه مقصدلپاره دې زېار وباسي نو زموږ د پوهانو او ليکوالو دا وظيفه ده چې خلکو ته لوړ او عالي مقاصد وروښيي او له اجتماعي حيات سره يې اشنا کړي يعنې د لوړو مقاصدو محاسن ښيګڼې ورته پوره ښکاره کړي چې هر څوک په ډيره مينه او محبت د يوه ښه او لوړ مقصد په لور روان شي او دومره شوق ورسره ولري چې هيڅکله ستړی او ستومانه نشي او نه يې هيڅ راز تکليف او زحمت مخه ونيولی شي. هو ! د پوهانو په برخه له اولې ورځې همدغه وظيفه رسيدلې ده چې د خلکو له سترګو د جهالت پردې لرې کړي او له درانه خوبه يې راجګ کاندي چې هر څوک د خپل حيات او ژوند دپاره حرکت وکړي او له دغو شپو او ورځو چې په هر چا باندې تيريږي استفاده وکړي ځکه چې زمانه او وخت په حقيقت کې لکه يو بحر داسې دی چې هر څوک ورځنې دخپل مقصد په اندازه استفاده وکړي څوک ورځنې ښايسته او قيمتي مرغلرې راوړي او څوک پکې يوازې کبان نيسي بعضې ﻻ داسې هم وي چې بې له اوبو څښلو نوره استفاده نه کوي.
موږ بايد د زمانې له دريابه پوره استفاده وکړو او په قيمتي مرغلرو پسې لاس وګرزوو ، زموږ ښاغلي او پوه اديبان بايد لکه د پښتو او پښتونولۍ حامي خوشحالخان خټک خلکو ته د سعې جد او جهد درس پدې ډول ورکړي:

که غوټۍ پسې وهې په ﻻس به درشي
چا وې دا چې په درياب کې ګوهر نه شته

دا راز صحيح افکار که د چا په مغزو کې ځاي ونيسي او يقين پيدا کړي چه په سعيه او کوښښ ، جد او جهد هر راز مطلب حاصليږي او سړی پخپل زيار او زحمت له وخت او زمانې ځنې هر ډول مادي او معنوي استفاده کولی شي هغه هيڅکله محروم نه پاتې کيږي او هر مرود د زمانې کې له ډک دريابه خپل مقصد او د مراد ګوهر ﻻس ته راوړلی شي.
په پوره درنښت
ستاسو خور نتکۍ


Anonymous
04.11.2004

مينه وال صيب زماسلامونه هم ومنۍ!!!
دنتکۍ خور دخبرو له تائيد اودرناوی څخه وروسته غواړم زه هم يوڅه زيات کړم.
ځينوخلکوله پيړيوپيړيوراهيسی پدې باب تحقيقات کړي دي خوبيايي هم په زړه
پورې اودمنلووړځواب ﻻسته ندې راوړۍ.
دوي ژونددبيولوژي دعلم مضون بولی اووايي چې ژوندله ډېرې ټيټې سطحې څخه
راپيل شوۍ اودتکامل داوږدوپړاؤنو په پايله کې دې لوړې مرحلې ته رارسيدلۍ
دې.
ځينی نوردوی ته بيا دبيزوګيانودزامنوخطاب کوي اوابدي ژوندددنيوي ژوندپه
پرتله غوره ګڼي اووايي چې وروسته له مرګه هم ژوندون حق دې.
دريمه ډله خلک بياپرته له اوسني اووروسته له مرګه ژوندڅخه په خپل پخواني ژوند
باندې هم عقيده لري.دوي ډاريږي چې له مرګه وروسته دکوم حيوان په څېر راپيدانشي.
له همدې کبله خپل خداي ته عبادت کوي اوحتاديوه مچ وژل هم ګناه بولي.
داچې ژوندڅه معنااومفهوم لري ،اوولې پيداکېږواوبيامرو،پورتنې ډلې دې پوښتنوته
مختلف ځوابونه وايي.

لدې څخه معلوميږي چې دژوند معنااومفهوم ترډېره حده دسړي په عقيدي پوري اړه لري.
يوعالم چې نوم يي يادته نه راځي وايي:
(( ژوندون هغه شۍ دې چې مونږله هغه څخه دومره زده کړه کوو چې له ډېرښه کتاب څخه
يي هم نشوکولۍ.))
ځکه خوهيڅکله هم خپل ژونددکتاب په پاڼوکې مه پريږده!!!
ژوندډېرښکلۍ اوپه زړه پورې دې،پرې ونازېږه اوخوندځيني واخله !!!
کنه نوژوندسړۍ له لوړو ژورو،پيچومواوکږليچونوڅخه تيروی اودمرګ په کندې کې يي أچوي.
په وروستي تحليل کې هرڅوک داپخپله ټاکي چې ولې اودڅه لپاره ژوندکوي.
له بده مرغه مونږ دژوندپه دايره کې دخپل دوام اوپاته کيدوله لپاره ﻻس اوپښې وهو،لدې امله
خو نه سمې پوښتنې کوو اونه هم سم ځوابونه ورکوو. په درناوی
ښه ژوند !!!


ژوند

Anonymous
04.11.2004

ټولو حاضرو او غېر حاضرو ، وړو زړو او خپلو خپلوانو ته دی روژه اومبارک يي اوخدې مو له غمه وساته زما سره ٠

زما ګرانو خوېندو اوورونو زه دومره تاليم نه لرم چه کتابي اوميزايي خبری درته وليکم خو څه چه ليکم نو دزړه نه يي ليکم او که کوم ځی رانه په ليکلو کی غلط شو نو تاسو مهرباني وکۍ صحي مطلب تی واخلۍ ٠

اوس به راشم ژوند ته ٠ که ريشتيا ووايم نو په ماچه کوم ژوند تېر شو خدې دی تی بنده بشر وساتي ٠ په والله که يا دخپلو په مينه پوه شويم اويا دپردو اودا لا څه کوۍ چه خدې په دسی وطن ، دسی کلي او دسی وخت کی پيدا کړيم چه نه دژوند په خوند وپوهيدم او نه يي په مانا٠ دی ته نو تاسی ژوند وايۍ چه ملا اوملحد دواړو په کراره نه يی پرېښودی ؟ اوس خو منګ ته د خپلو مړو هديرې هم نه دي مالومی چه چرته مو خخ کړي هغه ځيونه هم رانه هيردي ٠ بس څه به مو زړونه خپه کوم خو خدی دی دهغو کوروران کړي چه داسی حالت يی جوړ کړی ٠

که ما پوښتۍ نو زما دسی ژوند خوښيږي چه مازيګر ګودر ته لاړشم د لری نه دمنګوټي ديدن وکړم که می دګودر په غاړه دچندړ کومه لخته خوښه شوه نو ځان ته به يی راماته کړم اود جودايي دکرغيړن لېنګو نه به پری يو څو شاخاني شړقه تېر کړم ٠ تل به يي تازه او تنکۍ ساتم چه د بېلتون په وجود سوی تغمی وباسي ٠

څنګه شوقي نه يم ؟

ددواجان د خوا نه دوا او سلام


Anonymous
09.11.2004

ګرانو حاضرينو ګلونه موهر قدم ته شيندم

نن بيا دژوند سره لاس او ګرېوان يم چه زما پوښتنو ته ځواب راکړي خو ګومان می کيږي چه که هر څومره يی ټېلناټېل کم په خدې که بی سکسوک خېژي ٠ او خدايه ، دڅه سره دی سر کړم ، چه نه ما پيژني اونه ځان راته خۍ ٠ نوددسی شي سره څه وکم ؟ رنګ يې ورکوه زمنګ دشوقيانو سره دسی څيزونه نه چليږي ٠

که دګل پاچا الفت دغه لاندينی شېر راته نه وې رامخ ته شوې نوپه واللا چه يا به زه وې يا اغه :

داڅوورځې چه دژوند په نوم ياديږي
بې له مينې که تېريږي ضايع کيږي

ددواجان شوقي دخوانه دواوسلام


ژوند

ABUL KHALIQ SAFI
26.11.2004

ګرانه وروره مينوال صاحب د سلامونو او نيکو هيلو په وړاندی کولو سره تاسو ته د ژوند ښی شيبی غواړم.
ستاسو د پوښتنه په اړوند چه ژوند څه معنا لری خپل نظر داسی وړاندی کوم:
ژوندپه فلسفی لحاظ د دوه مفهومه لری:
1) دژوند بيولوژيکی مفهوم _ په ژونديو موجوداتو کی د فيزيالوژيکی بدلونونو نه تميدونکی بهير د ژوند بيولوژيکی مفهوم بيانوی ددی بهير په تمکيدو سره ژوندختميږی.
2)د ژوند ټولنيز مفهوم_ انسان د عالی شعور په درلودو سره د نورو ژونديو موجوداتو څخه ځان په ټولنيز لحاظ جلا کوی او ځان ته د ژوند ټولنيزه بڼه غوره کوی .ژوند په ټولنيز لحاظ د انسان د توليدی،ټولنيزو،سياسی او کلتوری فعاليتونو مجموعه ده او يا په بل عبارت په ټولنه کی د انسان د مثبتو،منفی،خوږواو ترخو پيښو او يادونو د بهير يوه مجموعه ده او بس.

په درنښت
ع.خ. ساپی


Anonymous
26.11.2004

ښاغلي ساپې صيب ډير ښه ليكلي زه ژوند په لنډو ټكو داسي تعبيره وم
[color=olive:f6e7b81feb][size=24:f6e7b81feb]چي په دي پوه شي چي زه ژوندى يم همدي ته ژوند وايي[/size:f6e7b81feb][/color:f6e7b81feb]


Ghairat
26.11.2004

د بحث پر انډيوالانو سلام .
تر ټولو زيات مې د نتکۍ خور خبرې خوښې شوې، په قلم دې برکت شي، او بيا د سالون خان ويش ، چې درې لوري يا ډلې يې پر ګوته کړې دي : پوښتنه داده چې ايا دريواړه انديز لوري دي، په اند او علمي څيړنو او پلټنو تکيه کوي که نه . مالومه ده چې دوه يې عقيدوي لوري دي، چې يو يې د اسلام او بل يې ان د بودايي عقيدې سره تړاو لري، نو يو هم د اند، علم او منطق موضوع نه ده. ښايي د انسان د اجتماعي خيراو شر سره د مذهبونو او عقايدوپه خړو پړو او زياتره معکوسو اينو کې سخت او شديدتړاو ولري ، کومې اينې چې د مقدساتوپه توګه د انسان د احساساتو او جذباتو نغري تاوده ساتي .
دريمه اندتوګه ، چې انسان د ميليونو کالو اوږده تکامل او بشپړتيا محصول بولي. دا کومه عقيدوي ، دوګماتيکه، په تشو هيلو، ارزوګانو، آرمانونو ، خيالونو او خيالپلوونو متکي ﻻر نه ده، بلکې د علمي څېړنو، پلټنو ، شننو او ګرويږنو د اندتوګې په ډول پر دغسې خيالونو باندې د بطلان کرښه يا چليپه را کاږي . د ملايانو پر ژبه دغه اندتوګه پرعلم اليقين ولاړه ده ، نه پر علم التلقين، ځکه خو د لرغون پيژندنې او پالې انتو لوژي انکار نه منونکې موندنې په کې بنسټيز رول لري . همدا څو اونۍ مخکې هم د هسپانيا د بارسيلونا په سيمې کې يو ډبرين شوی سکليټ وموندل شو، چې د يو پر دوه پښو وﻻړ تلونکي شمپانز ( ګوريلا يي بيزو) د يو ډول نژاد د وروستي نسل پورې تړاو لري او د پوهانو په اټکل يې له نن څخه ديارلس ميليونه ( 13.000.000 ) کاله پخوا ژوند کاوه .

نو له هغه راهيسې تر نن ورځې پورې يو پر شا نه تلونکي ١٣ ميليونه کاله اوږده تکاملي حرکت بشر د انساني کرامت تر ټولو لوړو اوهسکو پوړيو ته رارسولی دی ، کوم چې د حيوانيت کته آن ١٣ ميلونه کاله وړاندې له ځانه غورځولې ده،او تر نن ورځې پور يې پرله پسې تکامل کړی اوﻻ زياته بشپړتيايې موندلې ده.
خو پو ښتنه دا ده چې آيا دانسان بشپړتيا او تکامل يواځې بيولوژيکي وه؟ په بل عبارت ، آيا يواځې بيولوژيکي تکامل د انسان د رامنځته کيدلو سبب ګرځيدلی شو ؟ مالومه ده چې ځوا ب يې نه دی :
( نوربيا)


دژوند مانااوتعريف

Anonymous
27.11.2004

ددواجان دخوانه لوی اووړو ته سلامونه

خدې می دی غاړه نه بندۍ که می خبرې دوړووي ٠

يوژوند وجود دی اوبل دوجود ساتنه يانی يوژوند زما ساه ده اوبل ژوند په وجود کی دساه ساتنه يانی ساه وجود ته ژوند ورکوی اووجود دساه ساتنه کوي ٠ ساه عامل دې اووجود قوه اوکه داراسره نه منۍ نو سرچپه يې کۍ ٠ دواړه لکه زه په عشق اوشوق کارکوي که يونه وي بل هيڅ نه شي کولې ٠

خوکله کله دسی پوښتنې هم په کوپړۍ کی راوګرځي چه ايا يواځی دتاليم خاوندان او عالمان په ژوند پوهيږي که هرانسان ؟

زه خوويم چه هرشې به پخپل وجود اوژوندپوهيږي که دسی نه وې نو مييان ولی په ونو کی ژوند نه کۍ او قارغان ولی په اوبوکی ژوند نه کوي ؟
اودملاريا ماشي شادوګان ولی نه چيچي اوغوباړې ولی غويان چيچي ؟

بياککرۍ وخوځوم ويم که ځنی سېنس پوهان دژوند په مانااوقيمت پوييدې نو زهري دواګانی زهري وسلې اوزهري ګازونه به يې نه جوړولې٠ اوکولمې می وته دخندانه شنې شي چه phD هم ولري ٠ دادشرق اوغرب عالمان چه دومره جاهل يي چه پنزيشت کاله تاليم سره سره د ژوند دوښمنان دي نو که دواجان چاته تش غاښچيچي وکړل څه دنيا به ورانه اواباده شي ؟

ووريشتې داخومی لاهېروو چه غټ غټ مولين چه په ممبر وخيژي نو دخدې صفتونه شيروکي اوسوال اوزارۍ به کۍ چه خدايه ماوبخه اوته لوی باچا يې اوته لوی عالم يې خوچه وخت دسودوزيان راشي نوبيا ترټولو لوی عالم اولوی باچا پخپله يي ٠

اودافغاني کمونستانواوسياست چلوونکو په ژوند خونه پوهېږم چه څنګه يې تعريف کړم چه کله د روسانو ډول ته اتڼونه کله دموليانو اوکله دغربيانو ٠ دوی که ژوند ته ارزښت ورکولې نويوبل به يې نه خوړلې ٠ دسی خلکو هويت نه پېژانده اوداقتدارنه پرته ورته مشرکشر وطندار خپلوان کليوال او انسان ارزښت نه لاره ٠

نوچه دغسی ټوپکچيان ملايان ملحدان جاهلان سياسي ملازمان مزدوران ظالمان اوغله چه په وطن کی وي دواجان به دژوند په خوږوڅه پوی شي ؟

خدايه ! ته می دځينو کابليانو د خپلوۍ نه وساتې

ددواجان شوقي دخوانه دواوسلام


Re: دژوند مانااوتعريف

Anonymous
03.12.2004

[quote:0d3ecd9214]يوژوند وجود دی اوبل دوجود ساتنه يانی يوژوند زما ساه ده اوبل ژوند په وجود کی دساه ساتنه يانی ساه وجود ته ژوند ورکوی اووجود دساه ساتنه کوي ٠ ساه عامل دې اووجود قوه اوکه داراسره نه منۍ نو سرچپه يې کۍ ٠ دواړه لکه زه په عشق اوشوق کارکوي که يونه وي بل هيڅ نه شي کولې [/quote:0d3ecd9214]٠
دواجانه سلامونه سلامونه، خبرې دې ښکلې او پرځای دي. داچې بدن له روح پرته مړ وي څه نشي کولی، نو خلک يې سمدلاسه ښخوي او خاورو ته يې سپاري ، څو خاورې شي. خو هغه روح چې هم له بدن پرته هيڅ نشي کولی، نو هغه به څنګه ژوند کوي ؟ که ژوند نه کوي نو د قيامت تر ورځې پورې به کوي څه ؟ که ژوند نه کوي او بيا م ژوندی وي نو شايد نه به مړ او نه به ژوندی وي ؟ دابه څه رنګه حالت وي؟ نه مړ او نه ژوندی ؟؟ دا هغه خبري دي چې عقل يې نه منلی او نه حلولی شي ، نو ځکه عقيدو دغه ميدان اشغال کړی دی ، او چې څنګه يې خوښه وي همغسې يې له عقله پرته تشريح کوي .

[quote:0d3ecd9214](( بياککرۍ وخوځوم ويم که ځنی سېنس پوهان دژوند په مانااوقيمت پوييدې نو زهري دواګانی زهري وسلې اوزهري ګازونه به يې نه جوړولې٠ اوکولمې می وته دخندانه شنې شي چه phD هم ولري))[/quote:0d3ecd9214]
دا حکومتونه او سياست دي چې پر ساينسپوهانو يې جوړوي، پيسې ډيرې ورکوي او مجبوروي يې چې وسلې جوړې کړي او ځکوتونه پرې د ملي خپلواکۍ، ملي امنيت د ساتنې نوم ږدي ، د ساينسپوهانو ابتکار دا نه وي. خوچې پيل پرې وکړي نو بيا وجدان هم له هورکوي او دپيسو له پاره يې ان پردو هيوادونولکه شمالي کوريا او ايران ته هم جوړوي . ولې اصلي پړه يې د خپل حکومت پر غاړه پرته وي، ځکه خو هغه يې بيا پر سزا هم نه رسوي .
په دا ﻻندينۍ خبره خو دې رسا د نښې منځ وتلی دی چې وايې :
[quote:0d3ecd9214](( ووريشتې داخومی لاهېروو چه غټ غټ مولين چه په ممبر وخيژي نو دخدې صفتونه شيروکي اوسوال اوزارۍ به کۍ چه خدايه ماوبخه اوته لوی باچا يې اوته لوی عالم يې خوچه وخت دسودوزيان راشي نوبيا ترټولو لوی عالم اولوی باچا پخپله يي ٠)) [/quote:0d3ecd9214]
داچې :

[quote:0d3ecd9214]((اودافغاني کمونستانواوسياست چلوونکو په ژوند خونه پوهېږم چه څنګه يې تعريف کړم چه کله د روسانو ډول ته اتڼونه کله دموليانو اوکله دغربيانو ٠ دوی که ژوند ته ارزښت ورکولې نويوبل به يې نه خوړلې ٠ دسی خلکو هويت نه پېژانده اوداقتدارنه پرته ورته مشرکشر وطندار خپلوان کليوال او انسان ارزښت نه لاره ))
م[/quote:0d3ecd9214]
ملايان او مجغدين هم همداسې ،ﻻ تر دوی بدتر ، درنيسه، علت يې دادی چې دوی يواځې خپل خپل ژوند او قدرت پيژانده ځکه کمونستانو په خپلو کې او تنظيمونو بيا په خپلو کې سره يوبل وخوړل او خدای يو ظالم پر بل ظالم وواهه ، که نه دوی اولس ژوند ته چيرې پريښوده. که دا ټوپک سالاران هم ورک شي ، نو وضعه به يو څه ښه شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more