د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د خاورو نه جوړ شوي، په خاورو کې خښیږي

اتل
03.10.2012

دمیني او محبت نیکې هیلې او سلامونه د ټولو لوستونکو حضور ته وړاندې کوم
پر موږ ټولومسلمانانو دې د پاک الله جل جلاله رحم او کرم وشي، ستاسې د ځوابونو په هیله
زموږ په ملک کې دا روانه غمیزه بې حده اوږده شوه. دا غمیزه له نري رنځه هم طولاني شوه. طبیبان نرئ رنځ قریب د یوه کال په اوږدو کې معالجه کوي، خو زموږ د غمیزي علاج په تیرو یوولسو کلو کې هم ونشو. ددې غمیزي د دفع کیدو په لړ کې ډیرې لارې چارې و آزمیلې شوې او د ګن شمیر نړیوالو طریقو، جنګي چلونو، هوایي او مځکنیو قواوو نه استفاده پکې وشوه. دغه ټولې طریقې مثبت او منفي اړخونه لري
په افغانستان کې د تیروریزم د غمیزې د جرړو د ایستلو د پاره تر ټولو مهمه خبره داده چې اول پدې پوه شو چې دا فاجعه دکوم خای نه چا پیل کړه، او البته، دا آفت په هماغه ځاي کې ختمیدای شي چې سر یې ترې راپورته کړئ، او هغه څوک د تیروریزم دا ښامار هوده کولای شي، چې د مار په ډول ترې راوتلې او نن سبا داسې ښامار ترې جوړ شوئ، چې ټول ملک یې د ویر په تبی کینولئ دئ.
د طالبانو تحریک چې د ولسي پرګنو نه یې سر راپورته کړ، د اسلام او ملت د ناجي په ګمان ولس یې ملاتړ وکړ، نن سبا ددې تحریک نه داسې د ورېښمو زندی جوړه شوې چې د ملت ستوني ته لویدلې او په خلکو یې خوب او خواړه بالکل حرام کړیدي
چون طالبانو د کلیو نه ظهور کړئ، کلیوال یې ښه پیژني او د هغوی کړه وړه تر بل هر چانه بهتره ورته معلوم دي، لار او ګودر یې پیژني او پدې هم پوهیږي چې څوک طالب دئ او خوک ندئ، کلیوال تر بل هرچا نه د هغوی ښه چاره کولای شي.
کله چې خلکو د طالبانو اصلي څیره وپیژندله او پدې پوه شول چې طالبان د خپلې ناپوهي په وجه پردیو په بیه اخیستي دي، نو يې د هغوی د شر نه د نجات دپاره حقيقي جهاد پیل کړ او د طالبان پر خلاف یې وسلې واخیستې او خپلې علاقې يې خوندي کړي. پخپله د ځپلو کلیو او بانډو ساتنه د دنیا تر ټولو پوځي قواونه مؤثره او ګټوره طریقه ده. پر هر چا د ځان ساتنه فرض ده. د ملک په ډیرو ولایتونو کې د ګڼ شمیر ولسوالیو خلکو پا څونونه وکړل او ځان یې د طالب د ترور او ترهې نه بچ ګړ اوس د پکتیکا خلکو هم د ا ابتکار په لاس کې اخیستئ دئ
==========================================
پکتیکا کې د طالبانو ضد ولسي پاڅون پيل شو
د افغانستان په لغمان کې هم ځايي ولس د طالبانو پر ضد راپاڅېدلی
د پکتیکا ولایت په یحی خیلو ولسوالۍ کې ځايي خلکو د یو پراخ لاریون په ترڅ کې پر ولسي پاڅون لاس پورې کړ.

د مشال راډيو خبریال نجیب الله الوخېل د راپور له مخې ، په لاریون کې، چې شاوخوا دوه زره ځايي خلکو برخه اخیستې وه د یحی خیلو په ښار ګوټي کې وګرځیدل او دګاونډیو هیوادونو د مداخلو پرضد يې شعارونه ورکول .

پاڅون کونکي د یحی خیلو دښارګوټي په مرکزي څلور لاري کې تم شول او دوه تنو يې په خپلو خبرو کې وویل ،چې دوی دا لس کاله د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا په یو او بل نوم ځورول کیږي، وژل کیږي او د دوی د پرمختګ مخه نیول شویده.

دوی وویل، چې تر دې وروسته به هیچا ته اجازه ورنکړي، چې د دوی د پرمختګ او د اولادونو د روزنې مخه یې ونیسي . دوی تیارۍ څرګند کړ،چې د دې سیمې د ټولګټو تاسیساتو او پرمختیايي پروژو به د خپل سر په بیه ساتنه وکړي. د دې لاریون او حرکت د اعلان لپاره حکومتي عسکرو کلک امنیتي تدابیر نیولي ول.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د یو شمیر ولایتونو وروسته د پکتیکا په پراخه ولایت کې دا لومړنۍ ولسي پاڅون دی، چې د یحی خیلو په سرحدي ولسوالۍ کې پیل شو.
===========================================
محترمو لوستونکو، تاسې هم ددې طریقې په مؤثرت خپل نظریات څرګند کړئ
الله مو په دین او دنیا مه خواروه


دډالرو

spinkar
03.10.2012

دډالرو اخيستل به اسانه وي خو هضمول به ئې ګران وي چه په مقابل کي ئې خاوره پري خرڅه اودملت ويني پري توئې شي
دافغان تاريخ ئې شاهد دي
ديوه ازاد هيواد په هيله


پتوال
03.10.2012

ولسي پاڅونونه باید منطقي ارزښت هم ولري که نه تعمیم او دوام يې د پوښتنې لاندې راځي :

۱- ولسی غورځنګونه اوړ پاڅونونه باید ملي موخه او خصلت ولری، ملی آزادي او د هغې ساتنه وغواړی او د امنیت ساتنه د ملی خپلواکۍ له داعیی سره وتړي !

۲- نو پاڅون کونکي باید د ملت د آزادۍ د دوښمنانو پر ضد هم د صلیبی اشغالګرو او د هغوی د لاسپوڅي حکومت او هم د پاکستاني اشغال غوښتونکو او د هغوی د لاسپوڅو پر ضد راپاّڅیږي.
نو
۳- پوښتنه داده چې آیا نوموړي پاڅون کونکي څومره چې د طالبانو پر ضد عمل کوي کم تر کمه همدومره د کابل د ګوډاګي حکومت پر ضد هم عمل کوي (؟) دوی څومره د امریکايي او نورو صلیبی اشغالګرو پر ضد دي ؟؟؟؟؟؟
ځکه هېڅ قدرت د حکومت او طالبانو تر منځ ددریمګړی قدرت په نامه ملی او ولسی نوم او استقلالیت نشی تر لاسه کولی
تر څو پورې چې ددواړو جبهو او د هغوی د بهرني حامیانو امریکا او پاکوستان پر ضد د عمل ډګر ته را ونه دانګي!
ایا دوی د پاکستان د راکټي بریدونو تیری زمونږ په مقدسه خاوره کافي نه بولي چې د پاکوستان پرضد پاڅون وړکړي ؟؟؟؟
او له حکومت څخه د بلمثل ځواب مطالبه وکړي ؟؟؟؟
آیا دوی د صلیبیانو له خوا د وطن اشغال کافي نه بولي چې د صلیبي اشغالګرو پر ضد پاڅون وکړي ؟؟؟؟
آیا دا کافي دلیل نه دی څو د طالبان پر ضد د پاڅون سره جوخت د کابل د ګوډاګي حکومت پر ضد هم پاڅون وکړي ؟؟؟؟؟

لکه څنګه چې د د امریکایانو د ګوډاګي حکومت پر ضد جګړه د پاکستان پر ضد جګړې څخه خپل مشروعیت تر لاسه کوي
همدغسې د طالبانو پر ضد پاڅونونه هم خپل مشروعیت د صلیبي اشغالګرو پر ضد جګړې پورې اړه نیسي!
[color=red:f616e27d0b]په روانو حالاتو کې زمونږ هر ملي او ولسي پاڅون او خوځښت باید هم د پاکستان او هم امریکې پر ضد د ملي اسلامي
پاڅون او مقاومت څخه مشتق شي او بس ! دا حقیقت باید هم طالبان ورونه په خلاصو غوږونو واوري او هم پرې د هغوی
مخالف پاڅون کونکو افغانانو غوږونه خلاصول غواړو !
والسلام علی من اتبع الهدا ! [/color:f616e27d0b]


pattang
03.10.2012

پتوال صيب !
ډېره منطقي خبرې دې ليکلې دي ، داسې خبرې دي چې فاسد اربکيان کوم چې
د cia او اسدالله خالد ( شخصيت مات شوی انسان ) ګډ پلان ددالرو لپاره مخ ته
وړي او همداسې ددې پليدې پروژې نور ساتونکي هيڅ لاره نشي پکشې پيدا
کولی او نه يې ځواب وېلی شي ٠
بريالی اوسې !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more