نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ډاکتر افریدئ، یا د ازادی دمقدمې جبهې جنګیالئ
میرویس
01.10.2012
په آزادی او خپلواکي مینو وطنوالو، سلامونه او احترامونه
نن بیا بې پیلوټه الوتکو، د مسلمانو مستضعفینو، مظلومو، کونډو رنډو، یتیمانو او بي اسرع پرګنو زړه په ظالمو افراطي عربي تیرورېستانو یخ کړ
مطبوعاتي رپوټونه وايي چې بې پیلوته الوتکې درئ تنه د انسانیت دښمنان بیا د مرګ ګوګل ته ور کوز کړل
د بې پیلوټه الوتکو د کارنامو رپوټونه، د رسنیو په لمړيو مخونو کې چاپیږي، خو د ډاکتر شکیل افریدي چې ځان یې پخپل سر د اسلام او پښتون د قسم خوړلي غلیم سره د جګړې په مقدمه جبه کې ودراوه، او د القاعدې دښامار سر یې وواهه، کیسه لکه چې د کندو شا ته ولویده. ډکتر افریدئ چې د اسامه دسر د خوړلو اسباب یې راغونډ کړ، نن سبا د خپل ملک پاکستان په زندان کې شپې ورځې سبا کوي. ډاکتر افریدي، نه یوازي خبلې کورني، قوم او خپل ملک ته د ځان د سودا په تکل خدمت وکړ، بلکه ټولې نړی ته ئې خیر ورسید. اوس د ټولو برسیره یادو شوو وجیبه ده چې د هغه په آزادولو کې مرسته وکړي
الله دې هغه پخیر خپلو ماشومانو ته راستون کړي
دا هم د عربي تیرورېستانو د وژل کیدو پوره رپوټ
په شمالي وزیرستان کې بې پيلوټه الوتکو یو عرب جنګيالی وواژه
10.07.1391
د دوشنبې پرسهار د پاکستان په لیرې پرته قبائلي سیمه شمالي وزیرستان کې د مشکوکو بې پيلوټه امريکايي الوتکو په برید کې د یوه بهرني وګړي په ګډون دوه تنه ووژل شول.
له سیمې تر لاسه شوي راپورونه وايي، حمله د سهار پر شاوخوا شپږو بجو د دې قبائلي اجنسۍ د دویم لوی ښار میرعلي په اړوندو کې وشوه.
په سیمه کې یوه دولتي مقام د خپل نوم نه ښوولو په شرط وویل، یو تن بهرنی تبعه پر موټرسايکل سپور و، چې د دغو الوتکو له خوا پرې دوه توغندي وتوغول شول او ځای پر ځای يې وواژه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې میرعلي بازار ته په شاوخوا څلور کیلومترۍ کې د حیدرخیلو کلي په سیمه کې یو بهرنی، چې ګومان کیږي عرب به وي پر موټر سایکل روان و، چې تر برید لاندې ونیول شول.
دغه مقام وژل شوی کس د القاعده ډلې عرب جنګيالی وښود خو په خبره يې د هويت په باب يې دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي، چې څوک او د کوم هیواد تبعه و.
په عین حال کې ځینې سرچینې بیا ادعا کوي، چې حمله پر موټرسايکل نه بلکې پر یوه موټر شوې.
یوې باخبره ځايي سرچینې د خپل هويت نه ښوولو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، چې د حیدر خیلو په ببر خیلو کې یوه سراچه ډول موټر، چې د یوه عرب په ګډون دوه تنه په کې سپاره وو، د بې پيلوټه الوتکو له تر برید لاندې راغله، چې په خبره يې دوه توغندي پرې وتوغول شول.
دغه سرچینه هم په حمله کې د یوه عرب جنګيالي وژنه تائیدوي خو وايي چې په حمله کې مړي او موټر په بشپړه توګه سوځیدلی او نه پيژندل کیږي چې دغه عرب څوک او د کوم هیواد طبعه و.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په سیمه کې اوازه خوره ده چې وژل شوی عرب د القاعده ډلې یو مهم غړی و خو په خبره یې په دې هکله لا کره شواهد نه دي ترلاسه شوي.
بل خوا القاعده او پاکستاني مقاماتو هم لا په دې باب څه ندي ویلي.
پر شمالي وزیرستان دغه حمله په داسې حال کې شوې، چې د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري او د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر تیره اوونۍ په واشنګټن کې له امريکايي مقاماتو سره په خبرو کې یوارې بیا ددې لړۍ د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه.
پاکستان دا حملې پر خپله خاوره تیری ګڼي او ادعا کوي، چې په دې سره نه یواځې دا چې د سیمې خلک زیانمنیږي، بلکې دطالبانو او القاعده د ځپلو پرځای ددغو ډلو په ګټه تمامیږي.
پاکستان همداشان غوښتنه کوي، چې امريکا دې ډرون یا د بې پيلوټه الوتکو ټکنالوجي دوی ته ورکړي څو په خپله دا حملې رهبري او تر سره کړي.
بل خوا د امريکا متحد ایالات پر پاکستان باور کولو ته تیار نه ښکاري او تل يې ددې هیواد دا غوښتنه رد کړې.
لویدیځ هېوادونه او مطبوعات شمالي وزیرستان د القاعده او طالبانو د فعالیتونو یو مهم او ستر مرکز ګڼي او د استخباراتي راپورونو پربنسټ وايي، چې دغه ډلې په دې سیمه کې ګڼ شمير نظامي او نور روزنیز مرکزونه لري او له دې ځایه په افغانستان کې پر کورنيو او بهرنیو ځواکونو حملې پلانوي.