د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

هر چیز از حد بګذرد، رسوا شود

میرویس
01.10.2012

قدرمنو لوستونکو اسلام علیکم
نه غواړم چې ناوړه خبرونه درته بیان کړم، ځکه چې بې له هغې هم زموږ په ملک کې ډیر ناروا کارونه روان دي او په عام ولس باندې د تیروریستانو او ټوپکیانو لخوا چپه ميچنې تاویږي. خو کله سړئ د بدې ورځې مجبور شي، چې یو څه ووايي
څو هفتې مخکې ملګرو ملتونو یو رپوټ خپور کې چې د طالبانو د نورو نیکو اعمالو تر څنګ یې دا هم پکې وویل چې طالبان ماشومان تښتوي، مغز شویي کوي يې، او بیا یې د نورو مسلمانانو سره په بمونوکې الوزوي
طالبانو دا رپوټ په پوره وقاحت رد کړ، خونن بیا د طابانو نطاق ‌ذبیح الله په ډیرکش او فش او فخر وویل چې په خوست کې د ځان مرګي حمله د طالبانو کار ؤ. پدې حمله کې په لسګونو بې ګناه مسلمانانو ته مرګ ژوبله واوښته. طالبانودملګروملتونو، د رپوتونو درردولو به برخه کې دروغ وویل
په کوته کې د محصلینو ټولنې د ماشومانو د تښتولو په ارتباط اعتراضي مظاهره کړې ده، چې ځینې ټکي یې دادي
د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن یو مرکزي مشر کبیر افغان له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل،٫٫ په تېره یوه نیمه میاشت کي شاوخوا ۱۴۰ ماشومان د کوټې له بېلا بېلو سیمو ورک شوي دي.دا ډېره لویه ستونزه ده او خلک یې بیخي ډېر ویرولي دي.خلک اوس خپل بچیان سکولانو ته په لیږلو وېرېږي اوهر وخت په دغه فکرونو کي وي چې آیا د دوی ماشومان به په خېر تر کوره را هم شي او که څنګه؟٬٬
زموږ دا وېره اوس په یقین بدله شوې چې ور ک ماشومان به په راتلونکي کي د ترهګرۍ او ناامنۍ خورولو لپاره وکارول شي.دوي به په ذهني توګه تیار (برېن واشنګ) کړل شي او دوي به د سیمې او ولس ضد په ترهګرو بریدونو کې استعمال کړل شي
څو ورځې وړاندې د پاکستان د انګرېزۍ ژبې په یوه ورځپاڼه کې خادم حسين په خپله یوه مقاله کې د خيبر ايجنسۍ د خلکو له خولې د ماشومانو د تېښتولو ذکر کړی چې ویلي وو، طالبانو د سيمې شاو خوا ۱۲۰تنه ځوانان د جهادي ټريننګ لپاره يوه نامالومه ځای ته بیولي دي. د دوئ پلرونو او خپلو خپلوانو يې چې کله پوښتنه وکړه نو ورته وويل شول چې غږ و نه کړي او بايد انتظار وباسي چې بچيان يې يا خو شهيدان او يا هم غازيان شي.

ليکوال کاږي د پاکستان د امنييتي ادارو تحقيقاتي څانګې بايد د طالبانو د نفوذ د پراخېدو ټولنيز اړخونه وڅېړي. د خادم حسين په وينا، دغه ادارې بايد په پاکستان کې د روانې سخت دريځۍ سياسي، اقتصادي او کلتوري اړخونو ته هم پوره پاملرنه وکړي
طالبانو صاحبانو خو به دا معقومه حتماً اورېدلي وي، چې وایي
یو څوک به تر یو ه وخته وغولوئ = خو ټول خلک تل نشئ غولولئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more