د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پټه خوله، یا ځواب نه ورکول، د اعتراف معنی لري

اتل
01.10.2012

محترمو او قدر دانو لوستونکو، د مینې سلامونه مې ومنئ
زموږ په ټولنه کې چې څوک د کومې پوښتنې یا غوښتنې په وړاندې پته خوله اختیار کړي، نو موږ وایوچې سړي حبره ومنله، او که د ملامتئ خبره وي، نو وایو چې پټه خوله اعتراف دئ. که شاهدان د ودوزن په ورځ د نکاح دپاره د ناوې رضایت وغواړي، او ناوې د شرم نه څه نه وايي، نو نکاح تړونکئ پټه خوله رضایت ګني
کله چې د طالبانو لخوا ولسي مسلمان وګړي په قتل ورسول شي، او یا طالبان ماشومان ځان وژونکي، د نورو مسلمانانو سره په بمونو کې والوزوي، او بیا څوک د طالبانو نه په آیت او حدیٍ شریف مستنده پوښتنه وکړي او ورته ووایي چې ستاسې دغه اعمال د الله جل جلاله درضا او اسلام سره نقاضت لري، نو طالبان ځواب نه ورکوي. ددې معنی دا شوه چې ګواکي، دوی پر خپل جرم اعتراف کوي، او د شرمه ځواب نشي ورکولای، خو د الله د غضب نه بیا وهم او ویره نلري
طالبان بیا په خوست کې ددغسې جنایتونو مرتکب شویدي
============================================
د خوست په ځانمرګي برید کې ۱۴ تنه ووژل شول
| دوشنبه, 10.01.2012, 09:11 AM | (562 لیدل شوی)

تاند(دوشنبه/اکتوبر۱) یوه ځانوژونکي چې د پولیسو یونیفورم یې اغوستی و نن د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ مخته ځان والوزاوه، څوارلس تنه یې ووژل او نژدې اویا تنه نور یې ژوبل کړل.

د لومړنیو راپورونو له مخې په وژل شویو کې درې بهرني پوځیان هم شامل دي.

شاهدانو تاند ته وویل، د حملې هدف د ناټو او افغان ځواکونو هغه ګډ کاروان و چې امنیه قومندانۍ ته روان و.

تاند ته یوې امنیتي سرچینې وویل چې د افغانستان د ملي پولیسو درې غړي چې یو یې د چټک غبرګون د قطعې قومندان دی، وژل شوي دي. د دې سرچینې په وینا شپږ عام افغانان او درې ناټو پوځیان وژل شوي دي.

د خوست ولایت د والي دفتر هم د تلفاتو شمېر شپږ تنه وښود. خو شاهدان وايي چې په دې برید کې ټولټال ۱۴ تنه وژل شوي دي.

د خوست امنیه قومندان ویلي چې حمله کوونکی پلی و خو شاهدان وايي چې حمله کوونکی په موټرسایکل سپور و.

ناټو د خپلو درو پوځیانو او یوه افغان ترجمان وژنه تایید کړه.

چارواکي وايي چې لږترلږه ۳۷ ملکیان او درې پولیس ژوبل شوي دي خو د خوست د روغتون مسوولان وايي چې نژدې اویا تنه ټپیان وروړل شوي دي.

د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست، ویې ویل چې دا برید د شعیب کندوزي په نوم د دوی یوه ځانمرګی وکړ.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دې برید کې اووه امریکایان او د هغوی یو ترجمان له شپږو پولیسو سره وژل شوي دي.
=============================================
د طالبانو ویاند ذبیح الله، په اصطلاح مجاهد صاحب، ددې جنایت مسؤلیت په ډیر فخر منلئ دئ، خو مجاهد صاحب، ځان وژنه او د نورو انسانانو قتل د اسلامي احکامو په رڼا کې څنګه تو جه کوي؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more