د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

پر ايران داسرائيلو او دامريکي حمله

tandar
30.09.2012

پر ايران داسرائيلو او دامريکي حمله به په افغانستان کي يوه بله کورني جګړه مينځ ته رانه وړي؟
زما په نظر ددغي جګړي په شروع سره به دايران هوادران له طالبانو سره يوځاي په افغانستان کي په پاتو اشغالګرو بي له وقفي حملي شروع کوي او په مقابل کي به داشغالګرو لاسپوڅي ،،شمال ټلوال،، تر خپلي وسي پر اشغالګرو دحملي دمخ نيوي لپاره له خپل افغان سره جنګيږي يعني کورني جګړه مينځ ته راتلل
ددغي کورني جګړي عواقب راته ډير وخيم ښکاري حتي دافغانستان دتجزيي بوي دلاسپڅو په ارزو په عمل کي دسړي دماغ ته ورولي او نړيوال اشغالګر به ئې تر شا ولاړ وي
بيا به د پښتونخوا په څنګ کي شمالخوا او مرکزيخوا هم مينځ ته را شي
چه دوطن فروشانو او جنايت کارانو ارمان ترسره او راتلونکي به ئې هم تضمين وي ځکه مستقل او دمدرنو سلاح ګانو په لرلو سره به دخپل کور حاکمان وي
نور نو سياست پوهان شايد ددغي جګړي په عواقبو ډير ښه پوه شي
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


larghonay laraway
01.10.2012

السلام عليکم!
په دې مطمئن اوسه چې اسرائيل به هيڅکله هم پر ايران حمله ونه کړي!
ځکه چې امريکا نه غواړي پر ايران حمله وشي!
ايران د پردې ترشاه د امريکا او اسرائيلو نږدې دوست دی خو د سکرين پر مخ يې زرګري جګړه روانه کړې ده. ايران د عربو ډېر سخت دښمن دی او حتی غواړي چې د مکې او مدينې پر ځای بايد (قم) د مسلمانانو د تجمع او فتوا مرکز شي. همدا راز ژبنۍ دښمني هم لري. ايرانيان چې ډېر فاشستان دي حتی نه غواړي چې عربي ژبه دې د دوی تر ژبې وړاندې او حاکمه وي بلکې پاړسي حاکمول غواړي!
همدا راز د ايرانيانو اسلام رواجي، مزخرفات او له ځانه جوړ شوي شيونو ټولګه ده چې د عربو په څېر د امريکا سخت دښمن نه دی. نو که څه هم د عربو حکومتونه د امريکا دوستان دي خو په ديني لحاظ نه غواړي چې عرب دې خپلواک و اوسي نو په همدې خاطر ورته ايران تقويه کوي!
که تاسو افغانستان ته راشئ نو ډېر زر به درته معلومه شي چې ايران د امريکا دوست دی. ځکه له يوې خوا امريکا پر ايران بنديزونه لګوي او له دښمن يې بولي خو له بلې خوا امريکا ايران ته اجازه ورکوي چې کرزي ته په دپلومات بکسونو کې په کال کې يو يا دوه ځله لطف وکړي او پيسې ورکړي!
نو تاسو ووايئ که چېرته امريکا د ايران دښمنه وای نو کله يې خپل لاسپوڅي او ګوډاګي ته دا اجازه ورکوله چې له ايران سره معامله وکړي او پټې پيسې ترې واخلي؟
بله دا چې حتی د کرزي د زوی (ميرويس کرزي) د شيدو هغه چوشک هم د امريکايانو په پيسو اخلي خو احمدي نژاد بيا راځي او په ارګ کې ژورنالستانو ته وينا کوي چې افغانستان اشغال شوی دی!؟
دا ټول زرګري جنګونه دي خو زمونږ حکومت او چارواکي دومره بې کفايته او ناپوه دي چې له دې جګړو به هيڅکله هم د خپلو خلکو او وطن لپاره ګټه وانه خيستلی شي!


Naeem sadat
01.10.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

لاروی صاحب کاملاً حقیقت دی بیان کړی

ک


ډاکتر څپاند
01.10.2012

زما سلامونه هم ومنى

دا چى ايران او امريكا د پردى تر شا سر يو دي زه پرى شك لرم.
خو ولى غربيان ايران ته جعلي گواښونه كوي؟
١-پدى وسيله غواړي چى اسرايلو ته " قانوني حق" وركري چې اتومي سلاح توليده كړي. كه كوم يو نيم غيرتي ( چى شتون نلري)مسلمان دولت داسرايلو داتومي سلاح په هكله يادونه وكړي،نو امريكا به ورته وائي چى دا ټول دايران له لاسه!!

٢-غربيان واقعاً هم د ايران داوسني نظام د بقا طرفدار دي، خو ولى؟ دا ځكه چى:
-غواري دايران احمق شعيه دولت د خداى وركړو سرشارو طبيعي منابعو سره سره يو روسته پاته اسلامي هيواد پاته شي(تاسو شاهد ياست چى امريكا دتركي،مصر،تونس، ليبيا او اوس د سوري د اسلامي جنبشونو نه ملاتړ كوى دا ځكه چى دا بيعقله تش په نامه اسلامي جنبشونه داسلامي هيوادونو دروسته پاته والي عمده عوامل دي) او خپل شته هسي چتي په حزب الله، سوري، كرزي، او شايد هم طالب مصرف كړي.دغه راز باقي عايد د اتومي انرژي يا اتومي سلا دجوړولو په لاره كى صرف شي.
-ددي سره ، په سيمه كي د يوه " پياوړي غير سني" دولت په شتون سره امريكى ته بهانه وركړي چى دلته خپل نظامي شتون ولري او خاصتاً سعودي خاين دولت لا هم تقويه او خپلى نظامي پايگاوي دايمي كړي. 

(دا زما نظر دى)


حمید هڅــاند
02.10.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

څپاند صاحب کاملاً حقیقت دی بیان کړی :?


Naeem sadat
07.10.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم
څپاند صاحب اسراییل د چا څخه اجازی ته ضرورت نه لری او نه له چا اجازه اخلی ، څپاند صاحب ته دفیل په غوږ کی ویده یی په نړی کی کوم خاص قانون نشته چی څوګ له چا اجازه واخلی هر څوګ چی زور لری هغه کوی چی خوښه یی وی
امریکا په منطقه هم په منطقه کی د شتون لپاره کومی بهانی ته ضرورت نلری ، د نړی په هره منطقه کی چی وغواړی خپل عسکر پیاده کوی او هډی جوړوی
که چیرته بهانی ته ضرورت وای نو په جاپان کوریا جرمنی او دنړی ۱۱۲ نورو هیوادو کی کومه بهانه لری

ته همیشه په خپلو لیکنو کی د پرمختګ خبره کوی ، مهربانی وکړه دا ستا له نظره پرمختګ موږته تشریح کړه چی پرمختګ ته څه ته وایی

ځکه چی زما په نظر په ښار کی د نیمه لوڅو جنیکویو ګرځیدل پرمختګ نه دی
ځکه چی زما په نظر د کلیو نه د خلکو را ایستل ښاروته چی هیواد صنعتی شی دا پرمختګ نه دی

ځکه چی زما په نظر د بیجایه ارمانونو کول چی افغانستان داسی جوړ کړو لکه امریکا دا هم پرمختګ نه دی

ځکه چی په دی نړی کی ذخایر محدود دی ، د امریکا دری سوه میلیونه خلګ د نړی ۵۰٪ ذخایر مصرفوی

۳۰٪ نور یی اروپایی دولتونه او جاپان مصرفوی او ۲۰٪ نوری ټولی نړی ته پاتی کیږی

نو په دی خاطر په نړی کی د یوی بلی اروپا او یا د یوی بلی امریکا جوړول ناممکنه خبره ده

د ځواب په هیله دی

څپاند صاحب له ( پرمختګه) ستا مطلب څه دی ؟


pattang
07.10.2012

[quote:e13e0dc3b5]که چیرته بهانی ته ضرورت وای نو په جاپان کوریا جرمنی او دنړی ۱۱۲ نورو هیوادو کی کومه بهانه لری[/quote:e13e0dc3b5]

تبصره :
نه يواځې جګړه له جاپان سره بلکې دهغوی په ملکي ښارو نولکه نکزاکي،
او هېروشيما د 2 اتوم بمونو غورځول چې ٢٤٠٠٠٠ دوه لکه او ځلوېښت زره انسانان
پکشې مړه شول اوتر اوسه پورې دسرطان ه په مرض خلک مري او کوچنيان يې معيوبه پيداکېږي !
- په اوله جګړه کې دامريکې حمله په جرمني چې دانګليس يانې دخپلو نيکونو سره
يوه جنګي مرسته وه او په نتيجه کې يې الساس او لوترينګين له جرمني بېل ا و
فرانسې ته يې ورکړل !
- په دوهم عمومي نړۍ وال جنګ کې ګډون !
- په ويتنام کې جنګ !
- له مکسيکو سره جګړې دکليفورنيا اونورو جنوبي اوسنويو برخو اشغالول!
- دسورپوستکو نژاد له منځه وړل او دهغوی دابايې هېواد، ننه نۍ امريکا غصبول!
امريکا دانګليس شی لاس او انګليس د امريکې ،
( دفالکلنډ په جګړه کې يې انګليس ته وويل چې په برازيل حمله وکړي او دبرازيل
تر څنګ جزيرې غصب کړي ! او دضرورت په خت کې به امريکا هره مرسته
له انګليس سره کوي )
- له دومه عمومي جګړې يې وروسته د يهودو هيواد په فلسطين کې جوړ که چې
په سلګونو اتومي بمونه او اصلحې اوس لري!

[color=brown:e13e0dc3b5]دغه چټل مثلث دمسلمانو اصلي قاتلين، مذهبي او نژادي دو ښمن دی [/color:e13e0dc3b5]٠



ع کريم حليمي
08.10.2012

ګران او محترم ملتوال صاحب ، او مکرمو لیکوالو ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
محترم ملتوال صاحب ، تاسي رشتیا هم ډېره ښه پوښتنه کړېده چه : (ته همیشه په خپلو لیکنو کی د پرمختګ خبره کوی ، مهربانی وکړه دا ستا له نظره پرمختګ موږته تشریح کړه چی پرمختګ ته څه ته وایی)
که څه هم دا پوښتنه تاسي له مکرم ډاکتر څپاند صاحب نه کړېده ،‌ داچه پوښتنه ماته ډېره دلچسپه وه ، نو زړه مي رانه وغوښته چه ته جواب ورکه
مکرم ملتوال صاحب ! پرمختلل هغه کړونو او سیاست حکومت او نظام او کورنۍ ته ویل کیږي چه : چه د قوم او افرادو زړونه باغ باغ سي او یا ور باغ باغ ئې کړي
درنښت


Naeem sadat
08.10.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

محترم حلیمی صاحب ، د انسان په تفکر کی ترمینالوژی ډیر لوی رول لوبوی او دا هغه کودونه دی چی د انسان تفکر یوی معینی خوا ته بیایی یا دا هغه جادو ده چی د انسانانو تفکر کنترولوی

انسان په ژبه فکر کوی ، پښتون په پښتو ژبه فکر کوی ، انګریز په انګریزی ژبه فکر کوی ، او یو پنجابی په پنجابی ژبه فکر کوی

د هر قوم افکار د نوموړی قوم د ژبی د شکل نه جوړیږی (ځکه چی د فکر کولو فورمول ژبه ده ) په همدی خاطر د مختلفو قومونو چی ژبی یی سره بیله وی خصلتونه یی سره فرق لری

یا د یوی ټولنی چی وګړی یی په یوه ژبه غږیږی یعنی طرز د تفکر یی سره یو ډول وی دی ته موږ د ټولنی ارواح هم ویلی شو

نوموړی د ټولنی ارواح همیشه خاص کودونه لری لکه متلونه ، ډیری لنډی کیسی ، یا لکه په پښتو ژبه کی لنډی ، ټوکی او داسی نور طبعیی کودونه چی د ټولنی ارواح یی پخپله جوړوی

خو بل ساختګی کودونه دی چی د انسان په لاس جوړیږی یعنی ترمینالوژی چی د ټولنی د وګړو د افکارو یوه معین جهت ته د سوقولو په غرض جوړیږی

یو له دی کودونو څخه ( پرمختګ ) ده ، تعریف نلری خو خلګ پری مین دی څپاند صاحب دا کود همیشه استعمالوی په همدی خاطر ما له څپاند صاحبه پښتنه وکړه چی نوموړی کود تعریف کړی

و


اباسین اکبرزی
09.10.2012

سلامونه او نیکی هیلی
په دی کی شک نه شته چی ایران د افغانستان په ښکاره دښمن دی ځکه ایرانیان نه غواړی چی خپلی ګټی چی د افغانستان په بربادی کی خوندی دی له لاسه وړکړی ، هغه که ژبنی دی او که اقتصادی، نو موږ افغانانو ته په کار ده چی خپل سیاست د ګونډیو پر وړاندی ثابت وساتو، هدف دا دی که اسراییل او یا هم امریکا پر ایران حمله وکړی نو موږ باید ښه راغلاست ووایو دلیل دا دی چی اسراییل یهودان دی او پر فلستین باندی بی ساری ظلمونه کړی دی او کوی یی او ایران زموږ په ښکاره دښمن چی د یهودیانو هم بد تر دی هر یو چی له منځه لاړ زموږ په ګټه دی. موږ باید د افغانستان ملی ګټی په نظر کی ونیسو نه د ګونډیانو .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more